ایران: افغانستان ته د اساسي توکو د انتقال لپاره نوی میکانیزم ثبت شوی

په کابل کې د ایران سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دغه هېواد د ولسمشر د لومړي مرستیال له قوله ویلي، چې د افغانستان لپاره د اساسي توکو د تخصیص او انتقال لپاره نوی میکانیزم ثبت شوی دی.
د همدغه خبرپاڼې له مخې د ایران د ټرانسپورټ وزیر ویلي چې د بندرونو له لارې د بار وړونکو موټرو د بارولو کچه د پخوا په پرتله ۵۳ سلنه زیاته شوې ده.
د هغه په وینا، دا زیاتوالی د دې هېواد د اقتصادي ستونزو پر وړاندې د سوداګریزو فعالیتونو د ښه کېدو نښه بلل کېږي.
د دوی په وینا، دا ګام افغانستان ته د مهمو توکو د برابرولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم او ارزښتناک دی.
د یادولو وړ ده، چې تېره ورځ په هرات کې د ایران کونسل، علي رضا مرحمتي ویلي وو چې سره له دې چې په ایران کې کړکیچونه او جګړې روانې دي خو د ایران او افغانستان ترمنځ د تجارتي توکو ټرانزیټ لا هم روان دی.
هغه په یوه خبري غونډه کې څرګنده کړه چې د ایران په ځینو بندرونو کې د امریکا او اسراییل د ګډو بریدونو له امله ممکن ځینې ستونزې رامنځته شوي وي، خو د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ هڅې دوام لري.
کونسل مرحمتی زیاته کړه چې د افغانستان د سوداګرو لهخوا اخیستل شوي توکي د لېږد په بهیر کې دي او د ویزو د وېش بهیر هم روان دی.
