هغه وویل طالبانو په تیرو وختونو کې هم په افغانستان کې "اسامه بن لادن او القاعدې ته د پناه ورکولو" له امله بریدونو او د امریکا حضور ته زمینه برابره کړې وه، او نن یې هم د تحریک طالبان پاکستان او له ۲۰ څخه زیاتو نورو وسله والو ډلو په کوربه توب سره بهرنيو بریدونو ته لاره پرانیستې ده.
مسعود ټینګار وکړ،چې له طالبانو کرکه باید د "بمبارۍ او تیري" د ملاتړ لامل نه شي.
مسعود د یکشنبې په ورځ، د کب پر ۱۷مه، د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه انلاین غونډه کې وویل، چې «طالبانو افغانستان د خلکو لپاره په دوزخ او د ترهګرو ډلو لپاره جنت ګرځولی دی».
مسعود وویل، چې د پاکستان بریدونو د افغانانو په منځ کې دوه ډوله غبرګونونه رامینځته کړي دي. د هغه په وینا، یوې ډلې د طالبانو پر وړاندې د بهرنیو بریدونو ملاتړ وکړ او خوښ وو ځکه دوی د ظلم او استبداد ترخه تجربه درلوده، په داسې حال کې چې بلې ډلې په افغانستان کې د هر ډول بهرني برید یا لاسوهنې مخالفت کاوه.
د مقاومت جبهې مشر وویل، چې هغه د دې دوو غبرګونونو ترمنځ د یوې منځګړې لارې ملاتړ کوي.
مسعود زیاته کړه، چې هغه پر افغانستان بهرني بریدونه نه مني او دا به اغیزناک نه وي.
د ملي مقاومت جبهې مشر وویل: «په نړۍ کې هیڅ ډول یرغل د ازادۍ او وقار لامل نه شي کېدای.
هغه له ډېرو جزئیاتو ورکولو پرته، زیاته کړه چې متحده ایالات د مثال په توګه یادېدای شي، ځکه د افغانستان خلکو په شلو کلونو کې مختلف نظرونه او غوښتنې درلودې خو د امریکا سفارت بل څه وړاندې کړل.
مسعود وویل، لکه څنګه چې هغه په افغانستان باندې د بهرنیو نظامي بریدونو مخالفت کاوه، ده له طالبانو سره د بهرنیو تعاملاتو مخالفت هم وکړ.
هغه وویل، چې د نړۍ او سیمې لپاره حل لاره د افغانستان خلکو ته مراجعه کول دي.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړه له لسو ورځو څخه ډیر وخت راهیسې روانه ده.
د طالبانو له بریدونو مخکې، پاکستان د افغانستان په ختیځ کې په پکتیکا او ننګرهار ولایتونو کې پر ټاکل شويو هدفونو بمباري وکړه.
طالبانو دا بریدونه د افغانستان د حاکمیت سرغړونه وبلله او ملګرو ملتونو وویل، چې په بریدونو کې لسګونه ملکي وګړي هم وژل شوي دي.
دواړې خواوې وايي چې دوی د یو بل سلګونه نظامیان وژلي او ټپیان کړي دي.