• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کرکې په زمانه کې د مینې هنر؛ د دریا او سلطانې د دېرش کلنې مینې کیسه

۱۸ کب ۱۴۰۴ - ۹ مارچ ۲۰۲۶، ۰۰:۲۵ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې هره ورځ لسګونه نارینه او ښځې د خلکو د سترګو پر وړاندې په دُرو وهل کېږي او یا د یوه انسان د اعدامولو نندارې ته ۸۰ زره کسان ورټولېږي، خو په همدې هېواد کې ساز او اواز، نڅا او خوښي، ښکلول، په غېږ کې نیول او مینه کول جرم ګڼل کېږي او سزا ورکول کېږي.

فرهاد دریا چې د افغانستان پېژندل شوی سندرغاړی دی او له هېواد څخه په ډېر لرې واټن کې اوسېږي، له خپلې مېرمنې سره سټېج ته ځي، هغه ښکلوي او په غېږ کې یې نیسي. د یوه اغېزناک هنرمند په توګه، د دریا د ژوند ډول پر نوي نسل اغېز شیندي. هغه د عامو خلکو له قضاوت او وېرې پرته د زرګونو کسانو په مخ کې خپله مېرمن ښکلوي او مینه ورکوي، څو د مینې کلتور دود کړي.

په افغانستان کې په عام محضر کې د مېرمنې ښکلول یوه نااشنا او ان خطرناکه چاره ده. په داسې ټولنه کې چې اکثریت یې له مشهورو څېرو د دودیزو او محافظه کاره مثالونو تمه لري، فرهاد دریا «خطر» مني او په مینې سره د زړو دودونو پر وړاندې درېږي.

هغه اروپا ته د خپلو وروستیو کنسرتي سفرونو پر مهال څو څو ځله د خپل ژوند له ملګرې سلطانې څخه مننه وکړه. دریا به سلطانه د خلکو د ګڼې‌ګوڼې په منځ کې په ازادانه او له وېرې پرته په غېږ کې نیوله، ښکلوله یې او په خپل ژوند کې یې د هغې له حضور څخه مننه کوله.

افغانستان انټرنشنل د لومړي ځل لپاره له دې جوړې سره د مرکې له لارې د دوی د لومړۍ پېژندنې رازونه خپروي.

دا مینه له کومه ځایه پیل شوه؟

د شپیتمې لسیزې په لومړیو کې د جګړې له شدت سره، دریا اړ شو چې له کابل څخه ووځي او پاریس ته ولاړ شي، داسې ښار چې له یوې خوا د هنرمندانو پلازمېنه ده او له بلې خوا بې‌رحمه ښار چې زرګونه بااستعداده کډوال یې په خپلو ماشیني منګولو کې د ورځنیو کارګرانو په توګه هضم کړي دي.

دریا د هر بل هنرمند په څېر له یوې سختې دوه لارې سره مخ کېږي: یا باید د کډوالۍ د فشارونو له امله له خپلو لویو خوبونو لاس پر سر شي او هنر د ژوند له متن څخه څنډې ته کړي او یا هم خوله تویه کړي، سختۍ وګالي او یو هنرمند د ماشیني نړۍ له تېرېدونکي ستوني څخه وژغوري.

هغه په پای کې پرېکړه کوي، چې «تودې بټۍ ته ننوځي، ترڅو سره زر شي».

د بې‌وطنۍ په لومړیو ورځو کې په پاریس کې فرهاد دریا له یوې ځوانې نجلۍ سره اشنا کېږي او داسې احساسوي چې هغه د ده د وجود «کمال ته رسېدلې» نسخه ده.

فرهاد دریا له سلطانې سره د خپلې اشنایۍ او مینې اړيکې د پیل په اړه افغانستان انټرنشنل ته وویل: «په دوو پرله‌پسې ورځو کې له دوو عاشقانه لیدنو وروسته او له کومې مخکینۍ پرېکړې او چمتووالي پرته ناڅاپه مې احساس وکړ، چې دا ښځه زما ژوند ده او باید پاتې عمر یو ځای سره پاتې شو».

کله چې دا عاشقانه لیدنې وشوې، سلطانه ۲۱ کلنه وه. هغې له پخوا څخه فرهاد دریا پېژانده او د هغه د «غږ او هنر له مینه‌والو» څخه وه.

هغه ورځ چې دریا سلطانې ته د واده وړاندیز وکړ

په درېیمه لیدنه کې، فرهاد زړه نا زړه کېږي (خپل بخت ازمویي) او سلطانې ته «په ناڅاپي ډول» د واده وړاندیز کوي. دریا وايي، بختور دی چې دغه وړاندیز کې یې ځنډ نه‌دی کړی.

په کابل کې جګړه سخته شوې وه. د دې جوړې د واده مراسم په داسې حال کې په غیابي ډول په هغه ښار کې ترسره کېږي، چې ساز او سرود په‌کې جګړې او ټوپک ته ځای پرېښی و او د کوڅو له واټونو څخه د تودې ډوډۍ د بوی پر ځای، د باروتو بوی پورته کېده.

دا هغه کورنۍ جګړه وه، چې د ۱۳۷۳ کال په بې‌رحمه مني کې یې کابل ویجاړ کړ او زرګونه کابلیان یې په خاورو او وینو کې ولړل».

ما له فرهاد دریا څخه وپوښتل چې دا اشنايي څنګه په یوې ژورې اړيکې بدله شوه؟ دریا په ځواب کې وویل: «ما په سلطانه کې داسې څه وموندل چې په‌خپله ترې بې‌برخې وم. ومې غوښتل چې د سلطانې په لرلو سره خپل هغه ځان ته ورسېږم چې کمال ته رسېدلی وي. د هغې شوخ، هوښیار، ځوان، لېونی او طبیعي روح زه لکه د مقناطیس په څېر ځان ته کش کړم. ورځ تر بلې دا تړاو نور هم ژور شو او زموږ ترمنځ تفاهم یوې داسې لویې مینې ته لاره هواره کړه چې هره ورځ لا پسې ژورېږي او رنګینه کېږي».

دریا او سلطانه په دې باور دي، چې د لږ تر لږه درې لسیزو ګډ ژوند په بهیر کې دوی په ارامه دا زده کړل چې څنګه له دوو بشپړ متفاوتو انسانانو څخه درېیم انسان جوړ کړي، یو شي او نېکمرغه او خوشحاله ژوند ولري».

سلطانه څوک ده؟

مېرمن سلطانې تر لسم ټولګي پورې د کابل په ملالۍ لیسه کې زده‌کړې کړې دي. تر دې وروسته بیا د جرمني بوخم ښار ته کډواله شوه او هلته یې ښوونځی پای ته ورساوه. هغې خپله لومړۍ ماسټري په ۱۹۹۵ کال کې د فرانسې له سوربن پوهنتون څخه د ژبې او فلسفې په څانګه کې ترلاسه کړه.

په ټېکنالوژۍ کې د ژبې رول او د سوداګرۍ تحلیل، هغه نورې څانګې دي چې سلطانې وروسته د امریکا له جورج واشنګټن پوهنتون څخه د ماسټرۍ په کچه ولوستلې.

په ۲۰۱۰ کال کې له سرطان ناروغۍ سره د مبارزې او شیموتراپۍ ترڅنګ، سلطانې د ماسټرۍ په کچه خپل وروستی اجرايي سند ترلاسه کړ او له اتو کلونو ډېر یې د امریکا د ورجینیا ایالت په یوه پوهنتون کې د فرانسوي ژبې د استادې په توګه تدریس وکړ.

هغې له کوره بهر کار د پلورونکې او د رسټورانټ د کارکوونکې په توګه پیل کړ. دریا وايي، کله چې به د شپې له‌خوا د هغې د راوستو لپاره ورغلم، «د سلطانې د ویښتانو او جامو څخه به د کباب د دود بوی» راته.

مېرمن سلطانه په دې باور ده، چې د دریا په څېر له هنرمند سره ګډ ژوند د یوه عادي سړي سره ژوند کول نه‌دي، بلکې د یوې داسې ښکارندې ترڅنګ د ژوند منلو معنا لري، چې تر یوه فرد ډېره لویه ده. هغې دریا پر خپلې کورنۍ د مئین سړي په توګه یاد کړ او وايي، د دریا کورنۍ تر هغه څه پراخه ده چې تصور کېدای شي.

د دریا مېرمنې د هغه په اړه افغانستان انټرنشنل ته وویل: «دریا یو ژوندی ارزښت دی. هغه د چوپتیا، ځیرنو او هغو زیانمنو احساساتو په خلوت کې چې نور یې نه ویني، یوازې زما او زما د زوی دی. خو په ورته وخت کې، هغه په هغو میلیونونو انسانانو پورې هم تړاو لري چې ځان د هغه په هنر کې پیدا کوي، هنر یې پناه‌ځای دی او ترې ځواک او هویت اخلي».

سلطانه وايي، له یوه هنرمند سره د ژوند دا شریکول نه اسانه دي او نه تل ارام، خو په ژوره توګه ارزښتمن دي. کله چې دریا پر سټېج درېږي او سلګونه کسان د هغه نوم په نارو سره یادوي، د هغه د هنر د ودې لپاره د سلطانې قرباني ورته «عینیت او معنا» پیدا کوي.

100%

هغه دریا چې د افغانستان د موسیقۍ د تاریخ یوه برخه شو

د «باران» ډله چې دریا یې بنسټ اېښودونکی او غړی و، د شپیتمې لسیزې په پیل کې د خپل وخت د موسیقۍ له تر ټولو مخکښو ډلو څخه وه.

په هغه وخت کې چې فرهاد دریا خپل هنري فعالیت پیل کړ، کابل له ځانګړو استعدادونو او غږونو خالي نه‌و. کابل داسې ښار و، چې هنرمندان یې په شور او جنون کې وو، د موسیقۍ په مینه ویده کېدل او د موسیقۍ په مینې له خوبه پاڅېدل. داسې کم‌نظیره غږونه چې ټول د خپل راتلونکي په اړه هیله‌من وو. باسواده، ښه‌ غږ لرونکي او له شعر او ادب سره مینه‌وال ځوان هنرمندان چې د هغوی له جنون څخه په اسانۍ نه‌شو تېرېدای.

خو له دې سره سره، ویجاړونکې جګړې هر یو دغه ستوري د کابل له اسمان څخه یو په بل پسې راوشکول او د ختیځ او لوېدیځ په خاورو کې یې ایسار کړل. خو دریا له هغو هنرمندانو څخه و، چې ونه درېد. کډوالي اسانه نه‌وه، خو هغه په دې څو لسیزو کې په پرله‌پسې توګه موسیقي تولید او خپره کړه.

له شکه پرته چې د هنر تولید تر هر څه زیات جنون او خلاقیت ته اړتیا لري، خو دا ځانګړنه یوازې د یوه هنرمند لپاره بسنه نه‌کوي.

د موسیقۍ په ډګر کې سخت هنري کار، پر له‌پسې هڅې او د هنر په لاره کې د ځان او ژوند وقف کول له هغو بنسټیزو اړتیاوو څخه دي، چې د سترو هنرمندانو تجربو په ځلونو د هغو پر ریښتینولۍ ټینګار کړی دی. له دې سره سره، څومره داسې روښانه غږونه او استعدادونه شته چې د بېلابېلو لاملونو له کبله له داسې امکاناتو او شرایطو بې‌برخې پاتې کېږي او په پایله کې د خپلې وړ ودې او پرمختیا فرصت نه ترلاسه کوي.

دریا وايي، چې سلطانې له هماغه لومړیو لیدنو ښه پوهېده چې «په کوم اور یې پښه ایښې ده.» هغې د یوه هنرمند د ملګرتیا او همسفره کېدو لاره په پوره پوهه او هوډ سره غوره کړه. دریا باور لري، چې سلطانې نه یوازې د هغه د لوی خوب لپاره زمینه او وخت برابر کړ، بلکې خپله یې هم زیاتره برخه د دې موخې لپاره وقف کړه.

د ژوند په ستونزمنو کلونو کې سلطانې داسې «سخت او ستومانوونکي» کارونه وکړل، څو دریا اړ نه‌شي چې له موسیقۍ پرته بل کار ته غاړه کېږدي. دریا وايي: «هغې اجازه نه راکوله چې د هنرمند فرهاد دریا پرته بل څوک شم او خپل وخت له موسیقۍ پرته په بل کار کې تېر کړم».

هغه ښځه چې دریا ته یې د تګ لاره وښوده او ورته یې پر ځان باور وروباښه

فرهاد دریا وايي، د هغه ژوند تر ډېره دوو پیاوړو ښځو اداره کړی دی. هغه له خپلې مور څخه د لومړۍ ښځې په توګه یادونه کوي چې فرهاد ته یې په ماشومتوب او ځوانۍ کې لوستل، لیکل، اشپزي، خیاطي او د کور کارونه ورزده کړل. داسې مور چې کارونو او لوبو ته د جنسیت په سترګه نه‌ګوري؛ فرهاد له هغې څخه د کروشنیل له اوبدلو نیولې تر د ګوډي پران بازۍ پسې د ځغاستې تر خوند پورې د ازادۍ درس زده کړی دی. د دریا په وینا، مور یې هر څه چې پېژندل خپلو اولادونو ته یې ورښودلي دي.

د مور او زوی ترمنځ د دوی اړیکه د افغانستان د کورنیو د معمول پرتله ډېره صمیمانه ده. دریا د هغو نغمو په اړه چې جوړوي یې، تر هغو چې له خپلو دوستانو او مینه‌والو سره د چلند څرنګوالی زده کوي، له خپلې مور سره سلا مشوره کوي. د ساز له برابرولو نیولې د غږ تر مراقبت پورې داسې چارې دي، چې د دریا مور په هر ډول شرایطو کې ورته ارزښت او لومړیتوب ورکړی دی.

د دریا د ژوند دویمه ښځه سلطانه ده؛ هغه ښځه چې دریا په لومړنیو لیدنو کې د «پر ځان د باور مسلمه استاده» موندلې وه. دریا اعتراف کوي، چې په تنکي ځوانۍ او ځوانۍ کې د نظم او پر ځان د باور په برخو کې له «لویو ننګونو» سره مخ وو، خو له ځوانې سلطانې څخه یې په دې برخه کې ډېر څه زده کړل.

مېرمن سلطانه وايي، چې د ښځو حقونو او ازادیو ته د فرهاد درناوی لومړی په کورنۍ کې رواج او وپالل شو. بیا دا باور «په طبیعي ډول او بې له کومې غوغا د کور له پولو واوښت او بهر ته یې خپله لاره وموندله؛ تر دې چې نن سبا ټول د هغه نه یوازې په کلام، بلکې په چلند او حضور کې هم د دې شاهدان دي.»

د دریا په کورنۍ کې د ښځو حضور د کمیت له پلوه لږ و. هغه پنځه وروڼه لري او خورنۍ مینه یې هم له مور څخه ترلاسه کوله. په کورنۍ کې د لور نشتوالي د دریا او مور ترمنځ د مینې او محبت فضا نوره هم پراخه کړې وه. هغه کیسې او د زړه خواله چې معمولاً د مور او لور ترمنځ کېږي، د دریا او مور په اړیکه کې په ورځنۍ چاره بدله شوې وه. له مور سره دغې صمیمي اړیکې د دریا د شخصیت په جوړېدو او د ښځو په اړه د هغه په لیدلوري کې ژوره اغېزه کړې ده.

دریا وايي، چې د هغه کورنۍ اړیکې له «سنتي افغاني اړیکو» سره لږ ورته والی لري. د دریا په کورنۍ کې د کور کار یوازې د ښځو او د باندې کار یوازې د نارینه‌وو نه‌دي.

د هغو پوښتنو په ځواب کې چې موږ له دې جوړې څخه وکړې، دواړو په یو ډول د یو بل رول په ګډ ژوند کې د مور په بڼه بیان کړې. د روزنې، ملاتړ او همغږۍ هغه حس چې له دوو ازادو او عاشق انسانانو څخه یې یوه الهام بښونکې جوړه، جوړه کړې ده.

«د ښځو مقام ته د درناوي په پار یې تندی ښکلوم»

فرهاد دریا له خپلې مېرمنې سره د مینې او د خلکو په مخ کې د محبت ورکولو او اخیستلو په اړه وايي، چې په خپل شخصي او هنري ژوند کې یې د مېرمنې د حضور ښکاره کول کلونه وړاندې په کنسرټونو کې د سلطانې د نوم په اخیستلو سره پیل کړی دی. هغه د افغانستان په محافظه کاره ټولنه کې دا ګام یو ستونزمن او خطرناک، خو خوږ او له لاسته راوړنو ډک سفر بولي.

دریا چې دا لاره یې په شعوري او قصدي ډول غوره کړې وايي، چې له دې کار څخه دوه موخې لري: لومړی دا چې په خپل ژوند کې د سلطانې له «لوی، ملاتړي او بدلون راوستونکي رول» څخه مننه وکړي او دویم دا چې دا «لوی پیغام» خپلو مینه‌والو او مخاطبانو ته ورسوي، چې د خپل ژوند ښځې په رسمیت وپېژني، مینه ورسره وکړي او په هر ډول شرایطو کې د خپلې مینې له څرګندولو ونه‌وېریږي.

د افغانستان دغه مشهور سندرغاړی وايي، چې د دې کار په ترسره کولو سره، له دودونو او دودپالو سره په ټکر کې راغی او د نیوکو، قضاوتونو او ان د ناموسي ښکنځلو له سترې څپې سره مخ شو.

دریا وویل: «له هغه ځایه چې زه یو هدفمند ژوند لرم او د ژوند مهمې پرېکړې مې د تصادفونو له‌مخې نه‌دي، نو خپلې لارې ته مې په کلک هوډ سره دوام ورکړ. کله چې په یوه کنسرټ کې سلطانه د یوې مینه‌والې په څېره کې له ما سره وي، د خپل ژوند ملګرې په توګه او د ښځو مقام ته د درناوي په پار، د هغې مخ، لاس یا تندی ښکلوم.»

فرهاد دریا خوښي څرګنده کړه، چې دغه حرکت یې د زرګونو مخاطبانو له‌خوا ملاتړ شوی او د افغان نارینه وو له‌خوا په ټولنیزو رسنیو او لوستې طبقه کې د ښځو ستاینه پراخه شوې ده. هغه باور لري، چې د دغه حرکت دودېدل په افغان ښځو کې د خوندیتوب او ارامۍ احساس زیاتوي.

100%

د مینې په نشتوالي کې د تاوتریخوالي بیا زېږېدل

رواني مطالعات ښيي، چې د ودې په پړاو کې د مینې او عاطفي امنیت نشتوالی د شخصیت پر جوړښت اغېز کوي او په ځینو مواردو کې د همدردۍ د کمښت او د توند چلند د زیاتوالي لامل کېږي. داسې تجربې کله نا کله په کورنۍ او ټولنه کې له ښځو سره د خلکو پر اړیکو هم اغېز کوي.

د پوهنتون استاده او ارواپوهه بتول حیدري له خپلې مېرمنې سره د دغه سندرغاړي د ښکاره مینې په اړه وویل، د کورنۍ د ارواپوهنې له نظره دا چلند باید په هغې ټولنه کې وڅېړل شي چې په‌کې د ښځې او نارینه‌ ښکاره مینه ان په کورنۍ کې دننه له «شرم او غندنې» سره مخ کېږي. هغې وویل، چې په افغاني ټولنه کې د مېړه او مېرمنې دا ډول اړیکه او په ټوله کې د مینې څرګندول «سپین سترګي» ګڼل کېږي.

مېرمن حیدري زیاته، چې د افغانستان په واکمن کلتور کې دغه ډول مینه د کورنۍ پر نارینه‌وو د ښځو د واکمنۍ په معنا تعبیرېږي. د هغې په باور، نارینه واکه ټولنې له ښځو سره د مینې له دودولو څخه د نارینه‌وو د ځواک د کمېدو له امله وېرېږي او هغه ځپي.

بتول حیدري د طالبانو له نظره ټولنه کې د ښځو او نارینه‌وو ترمنځ د هر ډول اړیکو د منع کولو په اړه وویل، چې د انساني اړیکو په اړه دا ډول لیدلوری د ښځې او نارینه د بدن په دښمن ګڼلو کې رېښه لري. هغې څرګنده کړه، چې طالبان دا ګڼي، که دغه ناوړه کار چې په ټولنه کې دود شوی مات شي، نو بالاخره د ټولنې ټولو طبقو ته لاره پیدا کوي او د دې ډلې کنټرول چې پر وېره او ځپنې ولاړ دی، له منځه وړي. د هغې په باور، په داسې ټولنه کې د کورنۍ له ښځو سره د مینې دودول د یوې برابرې او انساني ټولنې د ترلاسه کولو لپاره د مبارزې یو له بنسټیزو وسیلو څخه دی.

که څه هم په وروستیو کنسرټونو کې د دریا له‌خوا د خپلې مېرمنې ښکلول او د مینه‌والو په غېږ کې نیول په ټولنیزو رسنیو کې ډېر مخالفین او موافقین لرل، خو د ټولنیزو رسنیو ډېرو کاروونکو د فرهاد دریا دغه چلند د طالباني فکر پر وړاندې یو ډول مبارزه او مقاومت بللی دی.

په داسې وخت کې چې طالبانو د ښځې او نارینه‌وو ترمنځ هر ډول اړیکه «نامشروع» اعلان کړې او هره ورځ په لسګونو ښځې او نارینه له واده بهر د اړیکو په تور په عام محضر کې د دُرو خوند څکي، د ښځو مقام ته درناوی او د هغوی د لاس ښکلول یو له هغو اړتیاوو څخه دي، چې هر ازاد انسان یې د یوې انساني او برابرې ټولنې لپاره باید ترسره کړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

طالبان وايي په هلمند کې یې څه باندې ۷نیم ټُنه قاچاقي توکي نیولي دي

۱۷ کب ۱۴۰۴ - ۸ مارچ ۲۰۲۶، ۲۳:۲۲ GMT+۰

په هلمند کې د طالبانو رسنیز دفتر ویلي، د دغه ولایت په فرعي ګمرکونو کې یې ۷۶۵۴ کیلوګرامه خوراکي او غېر خوراکي قاچاقي مواد ترلاسه کړي دي. د دغه دفتر په وینا، دغه قاچاقي مواد په تېرو پنځو ورځو کې ترلاسه شوي او د لېږد په تړاو یې ۴ کسان هم نیول شوي دي.

د هلمند د رسنیو دفتر د یکشنبې په ورځ (د کب ۱۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دغو قاچاقي موادو کې انساني درمل، ورېجې، د پاسمان او شاپېنګ سامان شامل دي او له مرکز لښکرګاه ښار سربېره د بهرامچې ولسوالۍ له رباط رېګ سیمې او صفري ټکو ترلاسه شوي دي.

د خبرپاڼې له‌مخې، د دغو موادو د قاچاق په تړاو ۴ کسان له ۳ موټرو سره یو ځای نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې د یادو توکو د مبدا یا صادروونکي هېواد د نوم په اړه څه نه‌دي ویل شوي، خو تر دې مخکې دغه ډول مواد د بهرامچې له لارې له پاکستان څخه هېواد ته راوړل کېدل.

له شاوخوا څلورو میاشتو راهیسې د افغانستان او پاکستان تر منځ هر ډول سوداګري په ټپه درول شوې او اوس یو شمېر کسان هڅې کوي په قاچاقي توګه دواړو خواو ته د اړتیا وړ مواد ولېږدوي.

د یادونې وړ ده، چې تر دې مخکې هم په هلمند کې زرګونه کیلوګرامه قاچاقي مواد ترلاسه او سوځول شوي دي.

طالبانو په هرات کې څه باندې ۲۵۰۰ کورنیو او نږدې ۱۰۰ بهرنیو وګړو ته د کار جوازونه وېشلي دي

۱۷ کب ۱۴۰۴ - ۸ مارچ ۲۰۲۶، ۲۳:۰۹ GMT+۰

په هرات کې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسولینو ویلي، چې په روان کال کې ۲۵۲۵ کورنیو او ۹۷ بهرنیانو ته یې کاري جوازونه ورکړي دي.

په هرات کې د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د دغه ولایت د کار او ټولنیزو چارو د رییس میرزامحمد له قوله راپور ورکړی، چې دغه کاري جوازونه یې د یادې ډلې د کار قانون سره سم، د کاري ځواک د ملاتړ او کاري فرصتونو د برابرولو په موخه وېشلي دي.

نوموړي زیاته کړې: «کورنيو غوښتونکو ته د کاري جوازونو د وېش موخه د کار په بازار کې نظم راوستل، د کارګرانو او کار ورکوونکو د حقونو ساتنه او د ناقانونه فعاليتونو مخنيوی دی او بهرنیو وګړو ته مو په دې موخه د کار جواز ورکړی چې په افغانستان کې د دوی کاري فعالیتونه په قانوني او منظم ډول دوام ومومي».

په هرات کې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو رییس ویلي، چې په دغه ولایت کې یې د جوازونو غوښتونکو ته خورا اسانتیاوې برابرې کړې دي، څو په دغه ولایت کې په ښه ډول صنعت او کار پرمختګ وکړي.

هرات د هېواد یو له لویو صنعتي ولایتونو څخه دی او دمګړی په یاد ولایت کې سلګونه تولیدي فابریکي فعالیت لري، چې زرګونو کسانو ته په‌کې د کار کولو زمینه برابره ده.

په اسلام‌اباد کې د امریکا سفارت یو ځل بیا د افغانانو لپاره خپلې چارې وځنډولې

۱۷ کب ۱۴۰۴ - ۸ مارچ ۲۰۲۶، ۲۲:۲۰ GMT+۰

په اسلام‌اباد کې د امریکا سفارت له امریکایانو پرته د نورو ویزو غوښتونکو لپاره خپلې چارې یو ځل بیا وځنډولې. دغه سفارت ۸ ورځې مخکې هم په ریاض کې د امریکا سفارت له په نښه کېدو وروسته د ۶ ورځو لپاره خپلې ټولې چارې ځنډلې وې.

په اسلام‌اباد کې د امریکا سفارت امریکایانو ته له خدماتو وړاندې کولو پرته د کډوالۍ هر ډول چارې د پنځو ورځو لپاره ځنډولې دي.

دغه سفارت د کوم خاص دلیل له ویلو پرته ویلي: «د مارچ له ۹مې تر ۱۳مې پورې د کډوالۍ اړوند ویزو ټولې مرکې لغوه شوې دي». یاد سفارت د یکشنبې په شپه (د کب ۱۷مه) په خپله اېکس پاڼه همداراز څرګنده کړې، چې د مارچ له لومړۍ راهیسې په کراچۍ او لاهور کې د کونسلګریو چارې ځنډېدلې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې زرګونه افغانان امریکا ته د تګ لپاره په پاکستان کې د خپلو مرکو د ترسره کولو لپاره په تمه دي.

د یادونې وړ ده، په اسلام اباد کې د امریکا سفارت د تېرې اونۍ د سې‌شنبې په ورځ (د کب ۱۲مه) هم د امنیتي وضعیت له امله، په اسلام‌اباد کې د سفارت او په لاهور او کراچۍ کې د کونسلګریو چارې د پنځو ورځو لپاره ځنډولې وې او همداراز د ویزو ټولې مرکې او اپاینمنټونه لغو کړي وو.

طالبان: تېره اوونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې دوه سوه زره ټنه توکي لېږدول شوي دي

۱۷ کب ۱۴۰۴ - ۸ مارچ ۲۰۲۶، ۲۰:۳۳ GMT+۰

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې تېره اوونۍ د اقینې، حیرتان، تورغونډۍ او خواف-هرات بندرونو له لارې ۱۸۳ زره او ۱۸۷ مټریک ټنه توکي لېږدول شوي دي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د حیرتان بندر له لارې ۱۲۱۰۷۸ ټنه، د اقینې بندر له لارې ۱۵۵۹۰ ټنه، د تور غونډۍ بندر له لارې ۲۱۳۵۰ ټنه او د خواف ـ هرات بندر له لارې ۲۵۱۶۰ ټنه انتقلات شوي دي.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې په یادو انتقالاتو کې نفتي، غېر نفتي او نور مواد افغانستان ته وارد او له افغانستان څخه صادر شوي دي.

طالبانو ویلي، د دغو توکو یوه برخه صادرات دي چې په تېره یوه اوونۍ کې ۳۹۰ ټنه توکي چې لویه برخه یې وچه مېوه ده، له افغانستان څخه بهر ته صادر شوي دي.

یاد وزارت ویلي، هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړېږي په هغه اندازه کاري فرصتونه برابرېږي، عواید زیاتېږي او اقتصادي ثبات ته لاره هوارېږي.

د ټولګټو چارو وزارت ویلي چې هڅه کوي، څو د ډېرو انتقالاتو لپاره زمینه برابره او د سوداګرو لپاره اسانتیاوې چمتو کړي.

طالبانو له ۲۰۲۴ کال راهیسې ۲۹۱ ښځې په عام محضر کې په دُرو وهلې دي

۱۷ کب ۱۴۰۴ - ۸ مارچ ۲۰۲۶، ۱۹:۱۱ GMT+۰
•
خبرخونه

طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ښځو په ګډون سلګونه کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي، خو یادې ډلې تر اوسه په خپلو لیکو کې پر مجرم پېژندل شویو کسانو علني او بدني سزاوې نه دي عملي کړې.

دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو بیا خبرداری ورکړی چې د طالبانو د جزايي اصول‌نامې له‌مخې به د بدني سزاوو کچه نوره هم لوړه شي.

طالبان نږدې هره ورځ د افغانستان په یوه سیمه کې د بېلابېلو تورونو له امله بدني سزاګانې ورکوي. دوی د خپلو اصولو له‌مخې تورنو کسانو ته د سزا ورکولو پر مهال خلک هم د لیدو لپاره راغواړي.

یادې ډلې په ۲۰۲۴ کال کې ۴۸۰ نارینه او ۸۷ ښځې، په ۲۰۲۵ کال کې ۴۹۰ نارینه او ۱۷۰ ښځې او د ۲۰۲۶ کال په لومړیو څه باندې دوو میاشتو کې یې ۲۹۸ نارینه او ۳۴ ښځې د بېلابېلو جرمونو په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو ویلي، چې دغو شمېرو ته په کتو د طالبانو له لوري په عام محضر کې د بدني سزاګانو کچه په ۲۰۲۵ کال کې د ۲۰۲۴ کال په پرتله دوه برابره لوړه شوې ده.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو راپور

په ۲۰۲۴ کال کې ۵۶۷ کسان په دُرو وهل شوي، چې له دې جملې ۴۸۰ یې نارینه او ۷۸ نور یې ښځې دي.
په ۲۰۲۵ کال کې ۱۱۱۰ کسان په دُرو وهل شوي، چې له دې جملې ۹۴۰ یې نارینه او ۱۷۰ یې ښځې دي.
په ۲۰۲۶ کال کې بیا ۳۳۲ کسان په دُرو وهل شوي، چې له دې جملې ۲۹۸ یې نارینه او ۳۴ نور یې ښځې دي.

یادو شمېرو ته په کتو سره له ۲۰۲۱ کال راهیسې په ۲۰۲۵ کال کې د تېرو کلونو پر تله، ډېر نارینه او ښځې په عام محضر کې په دُرو وهل شوي دي. د ۲۰۲۶ کال لومړنۍ شمېري بیا ښيي، چې ښايي د دغو سزاګانو کچه نوره هم لوړه شي.

دغه خپرې شوې شمېرې یوازې د هغو عامو خلکو دي، چې د طالبانو له‌خوا په عام محضر کې په دُُورو وهل شوي او زندان ته لېږدول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تر اوسه خپلو اړوندو کسانو ته په عام محضر کې سزا نه ده ورکړې؛ سره له دې چې ګڼ خلک ادعا کوي چې د طالبانو یو شمېر لوړپوړي او ټیټ پوړي غړي په ډېرو جرمونو کې لاس لري.

د افغانستان انټرنشنل د موندنو له‌مخې، په تېرو ۲۶ میاشتو او ۷ ورځو کې (د ۱۷۱۸ نارینه او ۲۹۱ ښځو) په ګډون ټول‌ټال ۲۰۰۹ کسان د طالبانو له لوري د بېلابېلو جرمونو له امله له دُرو وهلو سربېره پر بند هم محکوم شوي دي.
د ملګرو ملتونو کارپوهان وایي، په افغانستان کې د طالبانو له لوري په عام محضر کې بدني سزاګانې د تش په نامه "اخلاقي جرمونو" لپاره ورکول کېږي چې د دوی په وینا، دا چاره د بشري حقونو له نړۍوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو همدا تېره اوونۍ (سې‌شنبه د کب ۱۲مه- د مارچ ۳مه) د یادو بدني سزاګانو بهیر د سملاسي درېدو غوښتنه وکړه او ویې‌ویل: «بدني سزا د انساني کرامت او جسمي بشپړتیا پر وړاندې یو سپکاوی دی او د شدت له‌مخې دا یو ظالمانه، غېر انساني او له سپکاوي ډک چلند او یا هم شکنجه ګڼل کېدای شي. دا لړۍ باید سمدستي ودرول شي.»

یو شمېر کسان چې د طالبانو له‌خوا میداني سزاګانې یې له نږدې لېدلي خپل د سترګو لېدلی حال یې له افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره شریک کړی دی.

د فرمان‌الله په نوم د خوست یو اوسېدونکی وایي، چې څه باندې درې میاشتې وړاندې یې د خوست په مرکزي ورزشي لوبغالي د هغه کس د قصاص ننداره له نږدې کړې چې د ۱۳ کسانو په وژنه تورن و.

نوموړی وايي: «زښت ډېر کسان راغلي و، ډېر خلک په دې خوشحاله وو چې یو مجرم په سزا رسېږي. ماشومان هم راغلي و، له هر لوري څخه د الله اکبر غږونه اورېدل کېدل، مجرم کس یې په امبولانس کې راووست، هغه لومړی دوه رکعته لمونځ وکړ او وروسته د مقتول د کورنۍ غړي ته طالبانو ټوپک ورکړ او هغه پرې ډزې وکړې او کس ځای پر ځای ووژل شو».

نوموړی وايي، دا یې په ژوند کې له تر ټولو ترخو خاطرو یوه وه چې یو کس یې په مخ کې وژل کېږي.

فرمان‌الله وايي، د یادې پیښې په لېدو سره یې څو شپې له سترګو خوب تښتېدلی و.

100%

له دې سره، د یو شمېر ماشومانو کورنۍ په عام محضر کې د بدني سزاګانو نندارې ته د عامو خلکو پر بلنه سخت اندېښمن دي.

د تنکيو ځوانانو کورنۍ وايي، د داسې پېښو په لیدلو سره د دوی د ځوانانو په ذهن کې وېره او وحشت ځای نیسي.

د غزني اوسېدونکی عبدالوهاب وايي: «دوه کاله مخکې په غزني کې دوه کسان اعدام شول، دغې نندارې ته زرګونه کسان راغلي وو، طالبانو مخکې په لاوډسپیکرونو کې اعلانونه وکړل، خلکو خپل کاروبار بند کړ او د فوټبال لوبغالي ته لاړل تر څو د اع‍دام ننداره له نږدې وکړي. هلته ماشومام هم راغلي وو، خفه په دې وم چې دغه ماشومان او تنکي ځوانان چې د وحشت دغه ډول نندارې له نږدې کوي، نو د هغوی راتلونکی به څه ډول وي؟».

100%

عام خلک له کورنیو غوښتنه کوي، چې خپل ماشومان او تنکي ځوانانو د طالبانو له‌خوا د دغه ډول هرې کړنې له نندارې څخه منع کړي.
طالبانو یوازې د ۲۰۲۶ کال په جنورۍ کې ۱۴۷ نارینه او ۱۵ ښځې پر دُرو وهلي دي، چې دا شمېري د نورو کلونو پرتله په یوه ماشت کې خورا لوړې دي.

په دې میاشت کې د بدني سزاګانو د ورکړې شمېره ځکه لوړه شوې، چې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده د روان کال په جنورۍ میاشت کې په یوه ځانګړي فرمان کې د خپل حکومت لپاره د جزا قانون د «محاکمو د جزایي اصول‌نامې» په نوم نافذ کړ، چې په‌کې خلک پر څلورو طبقو وېشل شوې دي. دا قانون په یوه سریزه، درېیو بابونو، لسو فصلونو او ۱۱۹ مادو کې ترتیب شوی دی. دې اصول‌نامه کې تعزیري جرمونه او د هغوی جزاوې درج شوې دي.
ګڼو افغان سیاستوالو د طالبانو د مشر پر دې جزایي کړنلارې سختې نیوکې کړې دي. د حقوقي او جزایي چارو کارپوهانو په وینا، دې قانون کې د طالبانو غړو او د دغې ډلې همفکره ملایانو ته ځانګړی ارزښت او همداراز د عامو وګړو پر تله ورته ځانګړي جزایي معافیت ورکړل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په وینا، ډېری نارینه د غلا، د نشه‌يي توکو د پلور او کارولو، لواطت او قمار په تړاو پر دُرو وهل شوي، خو ښځې، نجونې اوLGBT+) ) کسان بیا د زنا، نامشروع اړیکو او له کوره د تېښتې له امله پر دُرو وهل شوي دي.
دغو کارپوهانو ویلي: «د اخلاقي جرمونو لپاره د بدني سزا ورکړه د جنسیت پر بنسټ د سیستماتیک تبعیض او کنټرول یوه نښه ده، چې له نړۍوالو ژمنو سره د افغانستان له ژمنتیا سره په ټکر کې ده».
طالبانو په رسمي توګه د دغو «قربانیانو» عمرونه نه‌دي په ډاګه کړي او د هغو د ذهني او عقلي وړتیا په اړه هم معلومات نه‌شته او همداراز پر دُرو د ماشومانو د وهلو پېښې هم ثبت شوې دي.
د طالبانو له لوري بدني سزا چې ډېری وخت ۳۹ دُرې وي، ډېر کله د بند له سزا سره یو ځای ورکول کېږي. دا سزاګانې په عام محضر کې د طالبانو د چارواکو له‌خوا ترسره کېږي او د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په وینا، د ماشومانو په ګډون ځايي اوسېدونکي اړ اېستل کېږي چې نندارې ته یې کښېني.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو څرګنده کړې: «موږ په دې حیران یو چې د بدني سزا حکمونه په داسې قضایي سیسټم کې ورکول کېږي چې خپلواکي، د عادلانه محاکمې تضمین او نور بنسټیز خوندیتوبونه نه‌لري».
طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته تر اوسه ۱۲ کسان اعدام کړي او ملګرو ملتونو بیا له نړۍوالو قوانینو سره سم د اعدام د سزا پر بندېدو ټینګار کړی دی.
د یادولو ده، چې افغانستان د شکنجې پر ضد د کنوانسیون او د مدني او سیاسي حقونو د نړۍوال میثاق غړی دی، چې دواړه بدني سزاګانې منع کوي.
طالبان بیا دغه چاره د شریعت تطبیق بولي.