• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایران: له نړۍوالې اټومي ادارې سره به همکاري نوې بڼه غوره کړي

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۲ جولای ۲۰۲۵، ۲۰:۳۵ GMT+۱

ایران د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې له د اټومي انرژۍ له نړۍوال ادارې (IAEA) سره یې همکاري نه ده درېدلې، خو دا به "نوې بڼه غوره کړي"، او ترڅنګ یې د خپل اټومي پروګرام په اړه د اندېښنو د حل لپاره له ډېپلوماټیکو لارو چارو ملاتړ وکړ.

دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې د ایران او اسراییل ترمنځ د اپرېل په میاشت کې ۱۲ ورځنۍ جګړه وشوه، چې په ترڅ کې یې اسراییلي هوايي بریدونو پوځي، اټومي او ملکي سیمې په نښه کړې. دغه شخړه د تهران او د نړۍوالې اټومي ادارې ترمنځ ګډوډې اړیکې نورې هم ترینګلې کړې.

بریدونه څو ورځې مخکې له هغې پیل شول، چې ټاکل شوې وه ایران او امریکا د اټومي خبرو د بیا پيل لپاره مخامخ غونډه وکړي، خو له هغه وروسته خبرې وځنډېدې.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وویل، ایران د اټومي انرژۍ له نړۍوال ادارې سره همکاري بشپړه نه ده بنده کړې، خو له جولای میاشتې راهیسې چې رسما همکاري ختمه اعلان شوې، اوس به دا بهیر د ایران د ملي امنیت عالي شورا تر څار لاندې، "مورد په مورد" ارزول کېږي.

ایران پر دغه ادارې نیوکه کړې چې د جون میاشتې پر مهال د اسراییل له خوا پر اټومي تاسیساتو د بریدونو مسوولیت باید له ځان وا نه ړوي. اسراییل دعوی کړې چې دا بریدونه یې د ایران د احتمالي اټومي وسلې د جوړېدو د مخنیوي لپاره کړي، خو تهران دا تورونه کلک رد کړي دي.

د جون پر ۲۲مه نېټه د امریکا هوايي ځواک هم د اسراییل ترڅنګ د ایران پر اټومي مرکزونو (فردو، اصفهان او نطنز) بریدونه وکړل.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

سرچینې: د غزې د اوربند خبرې د اسرایيلي پوځیانو د وتلو پر سر له خنډ او ځنډ سره مخ شوې دي

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۲ جولای ۲۰۲۵، ۱۷:۳۴ GMT+۱

فلسطیني او اسرایيلي سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې له غزې څخه د اسرایيلي ځواکونو د وتلو پر سر د اختلافونو له امله د اوربند خبرې له ځنډ او ستونزو سره مخ شوې دي.

یوې فلسطیني سرچینې ویلي، چې حماس د اسراییل د هغه وړاندیز مخالفت کړی، چې له مخې یې باید د غزې ۴۰ سلنه ځمکه د اسراییل تر کنټرول لاندې پاتې شي.

پر همدغه مهال د اسراییل دوو سرچینو ویلي، چې حماس غواړي اسراییل له جګړې وړاندې پخوانیو سیمو ته وګرځي او تر واک لاندې سیمې باید پریږدي.

سرچینو ویلي چې دا خبرې د امریکا په وړاندیز، د دوحې په پلازمېنه کې د روانو غیرمستقیمو مذاکراتو له لارې، د ۶۰ ورځني اوربند پر بنسټ روانې دي، خو دا مهال له مهمو خنډونو سره مخ شوې دي.

اروپايي ټولنه: د امریکا له خوا د تعرفو لوړول به دواړو لوریو ته زیان ورسوي

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۲ جولای ۲۰۲۵، ۱۷:۱۱ GMT+۱

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د اروپايي ټولنې پر توکو د ۳۰ سلنې تعرفې لګولو مهال وېش ته په غبرګون کې د اروپايي ټولنې مشرې ویلي، چې د تعرفو لوړول دواړو خواوو ته زیان سوي.

د روپايي ټولنې مشرې اورزولا فن دېر لاین وايي، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د تعرفو د لوړولو نوي مهال وېش په اړه یې لیک ترلاسه کړی او اروپايي اتحادیه دا موضوع په جدي توګه ارزوي.

دېر لاین زیاته کړه:« د اروپايي ټولنې پر صادراتو ۳۰ سلنه تعرفې لګول به د اتلانتیک دواړو غاړو ته د مهمو عرضې زنځیرونو ګډوډېو لامل شي، چې دا به نه یوازې شرکتونو ته، بلکې عامو مصرفوونکو او ناروغانو ته هم زیان ورسوي.»

مېرمن دېر لاین ویلي، چې اروپايي ټولنه چمتو ده، چې د خپلو ګټو خوندي کولو لپاره لازم ګامونه واخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د اروپايي ټولنې توکي به د اګسټ له لومړۍ نېټې څخه د امریکا ۳۰ سلنه تعرفې سره مخ شي.

لاوروف د شمالي کوریا له مشر سره د لېدنې پرمهال د دواړو هېوادونو اړیکې نه ماتېدونکې بللي

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۲ جولای ۲۰۲۵، ۱۳:۳۱ GMT+۱

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون سره د لېدنې پرمهال د دواړو هېوادونو اړیکې «یوه نه ماتېدونکې ورورولي» بللې ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د شنبې په وځ د شمالي کوریا له مشر سره لېدلې، دا لېدنه د هغه ستراتیژیکو خبرو دوام دی، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د تېر کال د پیونګ یانګ سفر پرمهال پیل کړې وې.

لاوروف د پوتین له خوا د دواړو هېوادونو ترمنځ د مستقیمو تماسونو د زیاتوالي پیغام هم شمالي کوریا ته سپارلی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د دې لېدنې پرمهال له شمالي کوریا څخه د روسیې په ملاتړ اوکراین ته د کوریايي ځواکونو له لېږلو څخه مننه کړې ده.

لاوروف ویلي: «موږ د اوکراین د شخړې په اړه خپل نظرونه تبادله کړل. زموږ کوریايي ملګرو د روسیې د پوځي عملیاتو له ټولو اهدافو ملاتړ څرګند کړ او د روسیې د مشرتابه او وسله‌والو ځواکونو له کړنو سره یې بشپړه موافقه وښوده.»

پر همدغه مهال د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف شمالي کوریا ته د خپل سفر پر مهال د دغه هېواد د لوړ پوړو چارواکو سره د لېدني په ترڅ کې کې ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې د ستراتیژیک مشارکت تر حد او متقابل دفاعي تړون ته رسېدلي دي.

د بریدونو دوام؛ اسراییلي ځواکونو له نن سهار راهیسې غزه کې «۱۷ فلسطینیان» وژلي

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۲ جولای ۲۰۲۵، ۰۶:۵۳ GMT+۱

اسراییلي ځواکونو نن شنبه د ( چنګاښ ۲۱مه) له سهار راهیسې د غزې بېلابېلو سیمو کې د بریدونو پر مهال « ۱۷ فلسطینیان» وژلي دي.

په سیمه کې روغتیايي کارکونکي وايي چې په بریدونو کې ځینې کسان ټپیان شوي هم دي.

همدا راز جمعې په ورځ هم په غزه کې د اسراییلي ځواکو په بریدونو کې د لس تنو د وژل کېدو راپور ورکړل شوی و. ملګري ملتونه وايي چې په پر غزه د اسراییلي ځواکونو د بریدونو له امله په تېرو شپږو اونیو کې شاوخوا »۶۰۰ فلسطینیان» وژل شوي دي.

د غزې د عامې روغتیا وزارت ویلي چې د اسراییل د بریدو له پیله تر دې مه څه باندې ۵۵ زره کسان وژل شوي او له ۱۳۵ زرو څخه زیات ټپیان شوي دي.

نتانیاهو وایي، ټرمپ د سولې جایزې لپاره بېخي وړ کس دی

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۲ جولای ۲۰۲۵، ۰۴:۱۱ GMT+۱

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو فاکس نیوز ته په یوې مرکه کې ویلي چې «که یو څوک د نوبل سولې جایزې ته وړ وي» نو هغه به د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ وي.

هغه وړاندې وویل: «دویم دا چې هغه په نړۍ کې د سولې لپاره په ډېرو هڅو بوخت دی. هغه په افریقا کې د روانډا او کانګو تر منځ سوله رامنځته کړه. دا جګړه یوه خونړۍ شخړه وه چې ګڼ شمېر انسانان په‌کې ووژل شو. همداراز، هغه د هند او پاکستان ترمنځ هم چې دواړه اټومي ځواکونه دي، د سولې هڅې وکړې. زما په اند دا یوه خورا مهمه موضوع ده او د نوبل جایزې وړ ده».

نتانیاهو ویلي، ټرمپ لږ تر لږه په درېیو نورو برخو کې هم د سولې هڅې کوي ې یوه یې له اسراییل سره د ابراهیمي تړون د پراخولو هغه ده. هغه ټینګار کړی چې د نوبل جایزې ته د ډونالډ ټرمپ د نوماندۍ ملاتړ باید وشي.