• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

حامد عبیدي: ۷۱ سلنه خبریالان د امنیتي اندېښنو له امله ځان سانسور کوي

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۲ جولای ۲۰۲۵، ۱۴:۳۶ GMT+۱تازه شوی: ۲۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۲ جولای ۲۰۲۵، ۱۶:۱۵ GMT+۱

لایپزیګ پوهنتون کې څېړونکی او د خبریالانو د سازمان مشر حامد عبیدي وایي، ۷۱ سلنه خبریالان د امنیتي اندېښنو له امله ځانسانسور کوي، ۹۷ سلنه خپلې سرچینې پټې ساتي او ۹۰ سلنه بیا د سرچینو د خوندیتوب لپاره ځینې خبرونه نه خپروي.

عبیدي دا څرګندونې د جرمني د لایپزیګ پوهنتون په کوربتوب د افغان جلا وطنه څېړونکو او خبریالانو څېړنیز کنفرانس کې کړي.

نوموړي د جلا وطنه خبریالانو د کار د شرایطو په اړه د خپلې څېړنې په شریکولو سره ویلي: «له افغانستان څخه بهر میشتو ۱۴۷ افغان خبریالانو سره د مرکې پر بنسټ، ۹۵ سلنه خبریالان د واتساپ، ټلګرام او سیګنال په څېر کوډ شویو اپلیکیشنونه کاروي. څېړنه ښيي، چې ۷۱ سلنه خبریالان د امنیتي اندېښنو له امله ځان سانسور کوي، ۹۷ سلنه خپلې سرچینې پټې ساتي او ۹۰ سلنه بیا د سرچینو د خوندیتوب لپاره ځینې خبرونه نه خپروي.»

100%

عبیدي زیاته کړه: «سره له دې چې دغه خبریالان له ګڼو خطرونو سره مخ دي، خو هڅه کوي، چې د افغانستان غږ د نړۍ غوږونو ته ورسوي. موږ باید دوی ته دوامدار ملاتړ چمتو کړو.»

د جرمني د لایپزیګ پوهنتون په کوربتوب د افغان جلا وطنه څېړونکو او خبریالانو څېړنیز کنفرانس پرون (جمعه د جولای ۱۱مه) جوړ شوی و، چې پکې د دیني زده کړو، کډوالۍ، رسنیو او علمي برخو اړوند نوې څېړنې وړاندې شوې.

په کنفرانس کې د پوهنتون استاد ډاکټر حضرت بهار هم د جلا وطنۍ په شرایطو کې د خبریالانو پر کار څېړنه کړې وه. هغه ټینګار وکړ، چې کوربه هېوادونه باید د افغان خبریالانو او څېړونکو له ظرفیتونو اغېزمنه استفاده وکړي: «ډېر افغان پوهان چې جرمني ته راغلي، لا هم د علمي فضا برخه نه دي ګرځېدلي.»

په دې کنفرانس کې څېړونکي ډاکټر کفایت حمیدي وویل: «هغه کسان چې له افغانستان سره د ژوند تجربه لري، باید یوازې د څېړنې موضوع نه، بلکې د علمي تولید اصلي محور باید وګرځي.»

د غونډې یو بل ګډونوال ابو مسلم خراساني، د افغانستان د دیني مدرسو پر تحولاتو څېړنه کړې وه. نوموړي وویل، چې اوس دیني مدرسې د ټولنیزو شبکو له لارې زرګونه بهر مېشتو افغان کډوالو ماشومانو ته انلاین زده کړې ورکوي: «دا یو مهم تحول دی، چې د دیني نظام د نوي جوړښت نښه ده.»

د خراساني د څېړنې پر بنسټ، د ۵ تر ۱۷ کلونو ترمنځ زرګونه ماشومان، چې په اروپا او امریکا کې ژوند کوي، له افغانستان څخه انلاین دیني زده کړې ترلاسه کوي او د دوی په منځ کې د نجونو شمېر هم د پام وړ دی.

په دغه علمي ناسته کې د افغان څېړونکو او خبریالانو لپاره د فعالیت دوامداره فرصتونو رامنځته کولو، د تبعید په حال کې د علمي تولید پېژندلو، د پالیسۍ جوړونې او د علم پر بنسټ د کډوالو اړتیاوو د ارزونې پر اړتیا ټینګار وشو.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

په ننګرهار کې طالب استخباراتو یو پخوانی خبریال زنداني کړی

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۲ جولای ۲۰۲۵، ۱۲:۳۲ GMT+۱

د پخواني خبریال عزیز وطنوال کورنۍ افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو د استخباراتو غړو نن سهار نوموړی له خپل کوره وړی دی. دوی زیاتوي، چې عزیز وطنوال له تېرو څو ورځو راهیسې د طالب استخباراتو له خوا تر څار لاندې و.

په ننګرهار کې د خورشید تلویزیون د پخواني خبریال کورنۍ نن د شنبې په ورځ « د چنګاښ ۲۱مه» افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې سهار لس بجې د طالبانو د استخباراتو غړو د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحیه کې د عزیز وطنوال پر کور چاپه وهلې او نوموړی یې له ځان سره وړی دی.

د عزیز وطنوال کورنۍ وايي، د طالبانو د استخباراتو غړو د حاجي موسی زوی او حضرت الدین په نوم د هغه دوه ملګري هم له ځان سره وړي دي.

د دغه پخواني خبریال خپلوانو ویلي، چې له تېرو څو ورځو راهیسې عزیز وطنوال د طالب استخباراتو تر څار لاندې و او دوی د ثبوت په توګه هغه انځورونه هم له افغانستان انټرنشنل سره شریک کړي، چې پر موټرسایکل سپرو دوو طالب وسله‌والو پکې نوموړی څو ځله د کور تر دروازې څارلی دی.

100%

د طالب استخباراتو له خوا د عزیز وطنوال د نیولو لامل لا څرګند نه دی او تردې مهاله په ننګرهار کې ځايي طالب چارواکو هم څه نه دي ویلي.

د افغانستان د تحلیلګرانو شبکه: د طالبانو بیروکراسي ګرانه بیه، فاسده او له منځه تلونکې ده

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۲ جولای ۲۰۲۵، ۱۲:۲۸ GMT+۱

د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې په یوه راپور کې راغلي، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې ادارو کې د بیوروکراسۍ او اسنادو ترلاسه کولو بهیر له ګڼو ستونزو سره مخ دی. افغانان د تذکرو، پاسپورټونو او نورو اسنادو د ترلاسه کولو لپاره له فساد سره مخ دي او ډېر کله اړ کېږي چې رشوت ورکړي.

د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې د څېړنیز راپور له مخې، د طالبانو په دوره کې خلک د جمهوري دورې په پرتله ډېر لېواله دي، چې خپل هویت کارتونه، پاسپورټونه، د واده سندونه او نور هویت اسناد ترلاسه کړي.

د دې څېړنې موندنې ښیي چې د کډوالۍ لپاره د خلکو د هڅو له امله د اسنادو غوښتنه زیاته شوې ده.

له بېلاېلو سیمو کې مرکه کونکو وویل چې دوی باید د واده سندونو ترلاسه کولو لپاره لږترلږه شپږ پیچلي او سخت ګامونه پورته کړي.

راپور زیاتوي چې د طالبانو د ادارې د بې کفایتۍ له امله، د اسنادو ترلاسه کولو پروسه د نه ختمیدونکي کاغذپارانۍ، په قطارونو کې اوږد انتظار، ګڼه ګوڼه او اوږدو سفرونو سره مل ده.

راپور کې ویل شوي چې پیچلي بیوروکراسۍ د اسنادو ترلاسه کولو لګښت زیات کړی دی.

ښاریانو ویلي چې نه یوازې د طالبانو ادارې ته د ورکړې فیسونه زیات شوي، بلکې د کورنۍ د نارینه غړي سره د سفر لګښتونه، لکه د هوټل لګښتونه او نور هم زیات شوي دي.

یو شمیر افغان وګړو د تحلیلګرانو شبکې سره په مرکو کې ویلي چې دوی اړ شوي چې د رسمي سند ترلاسه کولو لپاره د مختلفو مرحلو څخه د تېریدو لپاره طالب چارواکو ته رشوت ورکړي.

دا راپورونه په داسې حال کې خپریږي، چې طالبان تل ادعاوې کوي، چې د دوی تر واک لاندې ادارو کې فساد او رشوت ختم شوی خو ډېری افغانان د طالبانو دا ادعا ناسمه بولي او وايي چې اوس هم ادارو کې پراخ فساد موجود دی.

ګنډاپور وايي په افغانستان کې د سرطاني ناروغیو درملنې لپاره روغتون جوړولو کې همکاري کوي

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۲ جولای ۲۰۲۵، ۱۱:۵۵ GMT+۱

د خېبر پښتونخوا وزیر اعلی امین ګنډاپور په اسلام اباد کې د طالبانو له سفیر سره په لېدنه کې ویلي، چې په افغانستان کې د سرطاني ناروغیو د درملنې لپاره د یوه روغتون په جوړولو کې همکاري کوي.

امین ګنډاپور په اسلام اباد کې د طالبانو له سفیر سردار احمد شکیب سره په لېدنه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو، متقابلې همکارۍ او سیمه ییز ثبات په اړه خبرې کړي دي.

په دغه لېدنه کې دواړیو لوریو د اړیکو د لا پیاوړتیا، په ځانګړي ډول د کرنې په پرخه کې د همکارۍ د پراخېدو پر اړتیا ټینګار کړی.

ګنډاپور د دې لېدنې پرمهال د طالبانو استازي سره ژمنه کړي، چې د افغانستان لپاره د یو سرطاني روغتون جوړولو کې به همکاري وکړي.

د پاکستان رسنیو د ګنډاپور له قوله ویلي:«پاکستان او افغانستان باید د بهرنیو ګواښونو پر ضد په ګډه اقدام وکړي او د راتلونکو نسلونو لپاره د یو باثباته او سوله‌ییز راتلونکي د جوړېدو لپاره همکاري وکړي.»

پر همدغه مهال په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر ویلي، چې د خېبر پښتونخوا اعلی وزیر سره یې د لېدنې پرمهال د دوه اړخیزو اړیکو او سوداګرۍ ترڅنګ د افغان کډوالو په اړه هم خبرې کړې دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت: په نژدې څلورو کالونو کې شاوخوا ۴۰۰ روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۲ جولای ۲۰۲۵، ۱۱:۵۰ GMT+۱

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند وايي، چې په تېرو نږدې څلورو کالونو کې په ټول هېواد کې شاوخوا ۴۰۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي دي. شرافت زمان امیرخیل زیاتوي، چې دا روغتیايي مرکزونه په هغو سیمو کې جوړ شوي دی، چې پخوا په کې هېڅ روغتیايي مرکزونه نه و.

شرافت زمان امرخیل د ۴۰۰ جوړ شوي روغتیايي مرکزونو د جوړېدو ځایونو او د لکښتونو په اړه معلومات نه دي ورکړي.

نوموړی همدراز زیاتوي چې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي، چې په نورو سیمو کې هم تشخصي معیاري روغتیايي مرکزونه جوړ کړي.

د طالبانو عامې روغتیا وزارت ویاند په داسې حال کې دا ادعا کوي، چې هېوادوال د روغتیايي مرکزونو له کمزوري خدماتو څخه شکایت لري.

د کندهار په درېیو ولسوالیو کې د اوبو کمښت خلک له کلیو وتو ته اړ کړي

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۲ جولای ۲۰۲۵، ۱۰:۴۲ GMT+۱

د کندهار ولایت د غورک، نېش او میوند ولسوالو اوسېدونکي وايي، د دوامداره وچکالۍ او د اوبو د سخت کمښت له امله یې ځینې کلي پرېښي او د اوبو د لټون په موخه نورو سیمو ته کډه شوي دي.

د کندهار د غورک ولسوالۍ شاه کریز په نوم د یوه کلي اوسیدونکي وايي، د اوبو د کمښت له امله اړ شوې چې خپله پلرنۍ مېنه پریږدي او د اوبو د لټون په موخه نورو سیمو ته ګډه وکړي.

د دغه کلي اوسېدونکي وايي، چې مخکینۍ بوختیا يي کرنه او مالداري وه، خو د وچکالۍ درنې څپې یې کرنه صفر کچې ته راټېټه کړې او دوی اړ شوي چې دا کلۍ پریږدي.

د محمد نبي په نوم د غورک ولسوالۍ یو اوسېدونکی چې له خپل کلي څخه سپین بولدک ولسوالۍ ته کډه شوی وایي: «اوبه مو نشته، کاریزونه او څاه ګانې مو وچې شوې، مال مو تلف شو، ماشومان مو د تندې له امله ناروغه شول، نو موږ مجبور شوو چې خپل کور او کلی پرېږدو.»

د غورک ولسوالۍ اوسیدونکي وايي، دولتي چارواکو او مرستندویه ادارو د اوبو د زېرمې، کوهي کېندنې یا د اوبو رسولو ته هېڅ پاملرنه نه دی شوي.

100%

پر همدغه مهال د نېش او میوند ولسوالیو اوسېدونکي هم د اوبو د سخت کمښت سره مخ دي.

د یادو ولسوالیو اوسېدونکي وايي، د اوبو چینې او کاریزونه وچ شوي او د ځینو کلیو اوسیدونکو خپلې مېني پریښي دي.

د صدیق الله په نوم د نېش ولسوالۍ اوسیدونکی چې د اوبو د کمښت له امله اوس کندهار ښار ته کډه شوی وايي:« زموږ په ولسوالۍ کې د اوبو د ذخیره کولو لپاره بندونه شته، چې ډېر پخوا یې سروې شوې ده، خو حکومت ورته هېڅ پاملرنه نه ده کړي. که په هره لسوالۍ کې بندونه جوړ شي، کېدای شي بېرته خلک خپلو سیمو ته ور وګرځي.»

د غورک او نېش ولسوالیو اوسېدونکي وايي، د څښاک اوبو د کمښت ترڅنګ په یادو ولسوالیو کې روغتیايي او تعلیمي مرکزونو نه شتون تر څنګ هېڅ ډول مخابراتي او ټرانسپورټي اسانتیاوو ته هم لاس رسی نه لري.

د اوبو د کمښت ستونزه یوازې تر ولسوالیو نه ده محدوده، بلکي، د کندهار ښار یو شمېر سیمې هم د اوبو له سخت کمښت سره مخ دي او خلک اړ دي، چې د پاکو اوبو تر لاسه کولو لپاره له لرو ساحو څخه کورونو ته اوبه یوسي او یايي په پیسو وپېري. د کندهار ښار اوسېدونکي اندېښنه لري، که د پاکو اوبو د کمښت ستونزه حل نه شي، ښايي د هبت الله مېنه به د اوبو د کمښت له ناورین سره مخ شي.