د غفور جان کاکو بېلچه

لالو: کاکو جانه څه نوې زړې دي؟
لالو: کاکو جانه څه نوې زړې دي؟
کاکو جان: خاص نوې زړې نه شته، خو د کاڼه او ړانده ایراني خبره ډېره توده ده
لالو: د کوم کاڼه او ړانده ایراني خبره؟
کاکو جان: وايي په کابل کې یو ایرانی چارواکی دی
لالو: ښه ښه، نو دې مبارک څه فرمايلي دي؟
کاکو جان: دا جلالتمآب فرمايي چې پر موږ افغانان ډېر ګران دي
لالو: دا خبره خو یې رښتیا ده، سم د سکه وروڼو په سترګه راته ګوري! ښه نور یې څه ويلي دي؟
کاکو جان: بل وايي چې موږ له افغانانو سره مشترک فرهنګ، مشترک تاریخ او مشترک دين لرو، باید په ډېر عزت خپل وطن ته واستول شي
لالو: (په خندا) ورته وا سهي ده، بيخي سهي ده
(دواړه خاندې)
لالو: (په خندا) ښه دا مشترک تاریخ څه شی یادوي؟
کاکو جان: مطلب به یې د افغانستان غلا شوی تاریخ وي، مثلا وايي سید جمال الدین افغان زموږ دی، مولانا جلال الدین بلخي زموږ دی، بوعلي سينا زموږ دی
کاکوجان: دا خو لا څه کوې وايي هرات زموږ دی
لالو: (په خندا) کاکو جان زموږ دی
(دواړه خاندې)
لالو: ولاکه چې له مشترک فرهنګ څخه به یې مطلب څه وي؟
کاکو جان: دا نشې مشې به یادوي، نه وينې چې زموږ ګل غوندې تازه او روغ ځوانان د مزدورۍ له پاره ورشي او له هغې خوا معتاد راشي
لالو: بس بس پوه شوم، خامخا دغه فرهنګ یادوي، خو په یوه خبره پوه نه شوم؟
کاکو جان: دې جلالتمآب دا خبرې په ویښه کړي که په خوب کې؟
کاکو جان: دوی خو وايي چې په ويښه یې کړي دي
لالو: یاره کاک وجانه دا سړی چندان ويښه نه رامعلومېږي، که ويښ وای عقل، سترګو او غوږو به یې هم کار کولای، دی نه دی خبر چې ایران هره ورځ افغانان په څه ډول راشړي؟
کاکو جان: نو بېچاره په کابل کې ناست دی نه به وي خبر
لالو: دا شی څه نومېږي؟
کاکو جان: یاره نوم مې یې ولاکه زده وي، دل بیک دی که بیک دل نومېږي، دغسې یو شی دی؟
لالو: دل بیک څه مانا؟
کاکو جان: (دل) خو زړه ته وايي او (بیک) د بکس مانا لري، مانا هغه څوک چې زړه یې له تن څخه لیري کړی او په بکس کې یې ايښی وي
لالو: یاره دا خو بيخي ښه نوم دی، مانا د دوی له کارو سره مناسب نوم دی، دوی ټول په سینه کې زړه نه لري او څوک چې زړه نه لري هغه زړه سوی هم نه لري، خدای دې چا ته داسې ظالم ګاونډی نه ورکوي
کاکو جان: لالو!
لالو: ها اورم
کاکو جان: ته راکه!
لالو: څه شی درکم؟
کاکو جان: هغه د غفور جان کاکو بېلچه راکه چې دا ایرانیان تر باغو واړوم
(لالو خاندې)
کاکو جان: (په قهر) خدای وهلې ولې خاندې؟
لالو: (په خندا) ته نه یې خبر چې غفور جان کاکو مړ دی؟
کاکو جان: (په حیرانۍ) نه ولا نه وم خبر، خدای دې وبخښي، هغه بېلچه یې څه شوه؟
لالو: بېلچه یې د ایرانیانو په لاس ورغلې ده، نه وینې چې په موږ پسې یې رااخیستې ده او تر باغو یې واړولو
کاکو جان: رښتیا سخت ظلم یې راسره شروع کړی دی
لالو: هغه بل بېل راسره دی؟
کاکو جان: کوم بېل؟
لالو: هغه بېل چې یوې نجلۍ په هغه شي پسې رااخیستی او د شا پر شي یې وهلی و
(دواړه خاندې)
کاکو جان: (په خندا) نه هغه بېل څه کوم
(د اذان غږ اورېدل کېږي)
کاکو جان: دا دی اذان وشو درځه چې مسجد ته ځو، داسې نه وي چې ناوخته شي، اوس خو د هر ملا د غفور جان کاکو بېلچه په لاس کې ده، داسې دې وهي چې نه دي سر ګوري نه پښې، هله درځه چې ځو
لالو: سمه ده درځه چې ځو.