د طالبانو د مرکزي زون د اوبو رسونې او کانالیزاسیون رییس شفیع الله ذاهدي له ملي ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل، چې د اوږد مهال لپاره کابل ته له پنجشېره د اوبو لېږد پروژې ترڅنګ د شاه توت بند له جوړېدو وروسته به د کابل د اوبو ستونزه په اساسي ډول حل شي.
شفیع الله ذاهدي وویل:« د پنجشېر د اوبو په انتقال کې د اوبو او انرژۍ وزارت پروژه ده او دا اوبه چې کابل ته راورسیږي بیا ددې اوبو تقسیم زموږ د ادارې مسوولیت دی او بله دا چې د شاتوت بند پروژه منظور شوې او دا پروژه به په شپږو کالو کې تکمیل شي، بیا موږ ددې د وېشلو لپاره طرحو باندې کار روان دی.»
نوموړی وايي، چې د طالبانو اداره په دې برخه کې لنډمهالي، منځمهالي او اوږدمهالي پلانونه لري، خو وايي، افشارو کې د اوبو پروژې کې اوبه له ۵۰ مترۍ نه ۲۰۰ مترۍ ته ټیټې شوې، خو اوس د بګرامیو پروژې د اوبو ظرفیت ښه دی او د ښار مرکزي سیمو ته به ترې اوبه انتقال شي.
نوموړي دغه راز د علاءالدین د اوبو پروژې یادونه هم وکړه، خو وايي، چې دا اوبه کافي نه دي، ځکه له دې شبکې ډېر مشترکین بهر دي او یوازې ۷۰ زره کسانو ته کارول کېدای شي.
دغه طالب چارواکی وايي، چې دوی له مرستندویه ادارو سره په اړیکه کې دي، چې اړتیاوړ بودجه ورته تنظیم کړي او ځینې پروژې پلې کړي.
شفیع الله ذاهدي زیاتوي چې تر اوسه پورې د مرکزي زون د اوبو رسونې او کانالیزاسیون اداره په کابل کې ۷۰ زره کورنیو ته اوبو ورکوي.
د اوبو برخې متخصص نجیبالله سدید افغانستان انټرنشنل ته وویل چې کابل ته د پنجشېر اوبو انتقال پروژه باید چتګه شي ځکه که دا پروژه کلونه وخت ونیسي نو په کابل کې به د اوبو سرچینې وچې شي.
نجیب الله سدید وویل:«تاسې اوس وګورئ په کابل کې خلک په شخصي ټانکرونو او بوشکو کې اوبه کورونو ته وړي، نو کابل ته د پنجشېر اوبو د انتقال پروژې د تکمیل لپاره باید شپه او ورځ کار وشي. کالونه وخت نشته بله دا چې دا پروژه ډېر سخته نه ده، باید د پایپ لاین له لارې اوبه انتقال شي او د اوبو ذخیره جوړه شي او د کابل څنډو ته اوبه ورسیږي.»
نحیب الله سدید زیاتوي چې کابل ته د بنچشېر اوبو لېږلو پروژې د ژر تکمیدلو لپاره لوی خنډ د بودجې کمښت وي.
دی همدراز وايي تر اوسه پورې په کابل کې کورونو ته نلونه نه دي تېر شوي او دا هم زیات کار او وخت ته اړتیا لري خو د کابل د اوبو د ستونزې د حل لپاره وخت نشته.
نجیب الله سدید وویل:« تر اوسه پورې په کابل کې یوازې ۳۰ فیصده نلونه کورونو ته تېر شوي دی خو هغه هم پخوا شوي دي او هغه نلونه هم ځینې مات شوی یا هم سوري شوي دي او خراب شوي دي، دا هم کالونه وخت نیسي.»
افغانستان انټرنشنل ته په دې رااستول شوې وېډیو کې د کابل د ۱۳مې ناحیې یو اوسېدونکی وایي چې له لوی اختر راهیسې د دوی په سیمه کې د څښاک اوبه وچې شوې دي.
د مرسي کورپس په نوم یو نړیوال سازمان د غبرګولي میاشتې په ترڅ کې خبرداری ورکړی و چې د کابل شاوخوا «۷مېلیونه اوسېدونکي» د اوبو د کمښت له یو جدي ناورین سره سره مخ دي. یاد سازمان ویلي، په کابل کې تر نیمايي ډېرې ژورې څا ګانې وچې شوې او ښايي تر ۲۰۳۰ کال پورې دې ښار کې اوبه په شپړه توګه وچې شي.