د تایوان او چین احتمالي جګړه؛ امریکا له اسټرالیا او جاپان نه د دریځ روښانه کېدو غوښتنه کړې

د امریکا د دفاع وزارت پنټاګون له جاپان او اسټرالیا څخه غوښتي چې د تایوان پر سر له چین سره د احتمالي جګړې پرمهال دې خپل رول او دریځ روښانه کړي.

د امریکا د دفاع وزارت پنټاګون له جاپان او اسټرالیا څخه غوښتي چې د تایوان پر سر له چین سره د احتمالي جګړې پرمهال دې خپل رول او دریځ روښانه کړي.
فایننشل ټایمز رسنۍ ته ځینو سرچینو ویلي چې دغه غوښتنه د امریکا د دفاع وزارت مرستیال د جاپان او اسټرالیا د دفاعي چارو له چارواکو سره په کتنه کې کړې ده.
راپور زیاته شوې چې د پنټاګون غوښتنې دواړه جاپانیان او اسټرالویان ځکه حیران کړي چې تر اوسه امریکا هم د تایون بشپړ پوځي ملاتړ نه دی تضمین کړی.
تایوان یو خپلواک حکومت لري، خو چین یې د خپلې خاورې برخه ګڼي.


یوه ډله متقاعدینو یو ځل بیا په کابل کې د خپلو تنخواوو د نه ورکړې له کبله اعتراض کړی او ادعا کوي چې د طالبانو د حکومت مشرتابه د دوی د حقونو په ورکړه کې ناغیړي کوي.
دوی شنبه د ( چنګاښ ۲۱مه) کابل کې د اعتراضیه غونډې پرمهال وویل تر څو چې یې حقونه نه وي ورکړل شوي، دوی به خپلو اعتراضونو او غونډو ته دوام ورکړي.
متقاعد عبدالحکیم وايي چې دی او راټول شوي ملګري یې د تقاعد معاشونو ته جدي اړتیا لري او باید نور ونه ځورول شي. هغه وویل: «د طالبانو له مشر نه غوښتنه کوو چې که په خپله خوښه او رضا زموږ معاشونه او حق نه راکوي نو د الله پاک د رضا لپاره دې دا کار وکړي، دا زموږ حق دی او هرو مرو یې باید راکړي».
له تیرو شاوخوا درې کالو راهیسې متقاعدینو په دوامداره توګه د خپلو معاشونو د نه ورکړې له کبله اعتراضونه کړي خو طالبانو بیا ویلي دوی باید د خپلو حقونو د ثابتولو لپاره ځانګړې محکمې ته مراجعه وکړي.
وړاندې د طالبانو د مالیې وزارت ویلي و، چې د دې ډلې د مشر ملا هبت الله د فرمان پر بنسټ، د ټاکل شويو اصولو له مخې متقاعدینو ته د تقاعد د حقونو ورکولو پرېکړه شوې ده خو متقاعدین بیا وايي اړونده ادارې په دغه برخه کې ناغیړي کوي.

د پاکستان د فدرالي څېړنو ادارې (FIA) اعلان کړی چې د افغان وګړو لپاره د برېښنايي ویزو د «ناقانونه صادریدو او بډو اخیستو» په تړاو یو شمېر لوړ پوړي حکومتي چارواکي نیول شوي دي.
د معلوماتو پر بنسټ، د څېړنو په ترڅ کې د یوه افسر په ګډون، له انساني قاچاق سره د مبارزې ادارې دوه کارکوونکي د بډې اخیستنې په تور نیول شوي دي. د اېفایاې عمومي رئیس، راجه رفعت مختار په دې اړه یو ګډ څېړنیزه کمېټه هم جوړه کړې ده.
دا قضیه هغه مهال راپورته شوې چې د پاکستان د فدرالي څېړنو ادارې یوه داسې شبکه کشف کړې چې د جعلي اسنادو په کارونې سره یې افغانانو ته د برېښنايي ویزو د صادریدو زمینه برابروله. په دې شبکه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او د استخباراتو (ای اېس ای) یو شمېر کارمندان هم شامل دي.
د دې قضیې په تړاو تر اوسه پورې د نادر رحیم (ای اېس ای کارکوونکي) او د څو افغانانو په ګډون شپږ کسان نیول شوي دي. د افغانانو د هویت په تړاو څه نه دي ویل شوي.
د پلټنو پرمهال، معلومات ترلاسه شوي چې د پولیسو یو شمېر افسران هم له شکمنو کسانو سره په اړیکه کې وو او د بډې اخیستو په بدل کې یې هغوی ته امتیازات ورکول. ویل کېږي دوو پاکستاني پولیسو افسرانو د زبیر په نوم له یوه افغان شکمن نه د هغه د قضیې د اسانتیا په تور پیسې اخیستې دي.
د پاکستان د فدالي څېړنو ادارې د خپلو څېړنو د دوام لپاره یوه څلور کسیزه کمېټه ټاکلې چې مشري یې د دغې ادارې مرستیال رییس نعمان خلیل کوي.
پاکستاني چارواکو ویلي چې نورې پلټنې روانې دي او هغه کسان چې په دې فساد کې ښکیل وي، له جدي چلند سره به مخ شي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د پاکستان د فدرالي څېړنو ادارې (FIA) اعلان کړی و چې د ویزو د درغلۍ یوه لویه ډله یې کشف کړې او دغې ډلې د جعلي اسنادو په کارونې سره افغانانو ته د پاکستان برېښنايي ویزې صادرولې. په دې قضیه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او د دغه هېواد استخباراتو یو شمېر کارکوونکي تورن شوي دي.
د یادونې ده چې په پاکستان مېشت افغانان هم د دغه هېواد د ویزو له تمدید نه شکایتونه کوي او له تېرې شاوخوا یوې اوونۍ راهیسې پاکستاني حکومت د هغوی لپاره د ویزو نوي کېدو بهیر په ټپه ودرولی.

د غزې روغتیايي چارواکو ویلي، د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۱مه) د اسراییلي پوځ د بمباریو او بریدونو له امله لږ تر لږه «۱۱۰ فلسطینیان» د غزې بېلابېلو سیمو کې وژل شوي دي.
راپورونه وايي، له دې ډلې ۳۴ تنه هغه مهال وژل شوي چې په سویلي رفحه ښار کې د امریکا په ملاتړ د یوې خیریه موسسې د خوراکي توکو مرستې لپاره په کتار کې ولاړ وو.
د الجزیرې ټلوېزیوني شبکې د عیني شاهدانو له قوله لیکلي چې اسراییلي ځواکونو په مستقیم ډول په رفحه ښار د الشکوش په سیمه کې پر هغو فلسطینیانو ډزې کړې، چې د «غزې انساني بنسټ» خیریه مرکز مخې ته ولاړ وو.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه څرګندونې رد کړي چې ګوندې د بګرام هوایي اډه اوس مهال د چین په ولکه کې ده.
دې امریکايي ډېپلوماټ د شنبې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه ولیکل: «زه باور نه لرم چې دا راپور سم وي چې ګني کمونېست چین د بګرام سټراټېژيکه هوايي اډه پرمخ وړي». نوموړي که څه هم د ټرمپ نوم نه دی اخیستی، خو په ښکاره یې دا څرګندونې د هغه پر ادعاوو غبرګون ښيي. خلیلزاد د امریکا د دفاع وزیر په ګډون یو شمېر لوړپوړي امریکايي چارواکي هم په خپل پوسټ کې په نښه (مېنشن) کړي دي.
ډونالډ ټرمپ تر دې مخکې څو ځل دا خبره کړې چې چین اوس د بګرام اډه تر خپل واک لاندې راوستې ده. هغه په تېره اونۍ کې بیا وویل چې د بګرام پرېښودل د امریکا یوه ستره تېروتنه وه او چین اوس له دې اډې ګټه اخلي. خو زلمی خلیلزاد دا ډول ادعاوې ناسمې ګڼي. هغه دوه ورځې مخکې یو راپور شریک کړ چې پهکې ویل شوي وو چین ښايي د بګرام اډې څخه کار اخلي، خو خلیلزاد وویل چې دی نه مني چې چین دې دا اډه کنټرولوي.
ټرمپ چې د جو بایډن پر پخواني حکومت د نیوکو له امله مشهور دی ویلي، که دی هغه مهال ولسمشر وای، له افغانستانه به یې سرتېري ایستلي وی، خو د بګرام هوايي اډه به یې هېڅکله نه پرېښوده. ټرمپ ټینګار کړی چې بګرام د امریکا له لویو پوځي اډو څخه یوه وه او یوازې یو ساعت د چین له اټومي تأسیساتو په واټن کې پرته ده. هغه باور لري چې امریکا باید له دې اډې نه وای وتلې.
بګرام اډه چې د کابل ښار په شمال کې موقعیت لري، شاوخوا شل کاله د امریکايي ځواکونو اصلي مرکز و. ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ لومړۍ دوره کې بګرام ته تللی و او د افغانستان د مخکني ولسمشر محمد اشرف غني سره هم لیدلي و.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې زلمی خلیلزاد یو ځل بیا د امریکايي پلاوي په چوکاټ کې کابل ته سفر کړی او هلته یې د طالبانو له لوړ پوړو چارواکو سره د زنداني امریکایي وګړو د خلاصون په اړه خبرې کړې دي.

د فرانسې د پوځ مشر جنرال تیري بورکارد د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې روسیه د فرانسې "په اروپا کې اصلي دښمن" ګڼل کېږي. دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د ایلیزه ماڼۍ له لوري د نړیوالو ګواښونو د زیاتوالي یادونه شوې ده.
جنرال بورکارد وویل، دا د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین و، چې فرانسه یې د خپلو ستراتیژیکو سیالانو له ډلې وبلله. نوموړي وویل: "دا خو پوتین و چې دا خبره یې وکړه"، بورکارد زیاته کړه چې دا دریځ د اوکراین د ملاتړ له امله اخستل شوی دی.
که څه هم د فرانسې خاورې ته د مستقیم برید کوم خطر نه لیدل کېږي، خو د فرانسوي پوځ مشر خبرداری ورکړ چې پوتین "ډېری نورې لارې" لري چې کولی شي هایبریډ جګړه (مخابراتي او غیرمستقیمه جګړه) پر مخ یوسي.
جنرال بورکارد وویل چې روسیه په فضا کې هم د فرانسوي سټلایټونو پر ضد اقدام کوي. هغه زیاته کړه:"د روسیې سټلایټونه زموږ د سټلایټونو پر مسیرونو اغېز کوي، نږدې کېږي، خنډونه جوړوي او جاسوسي کوي."
نوموړي ټینګار وکړ چې فرانسه باید اوس په بېلابېلو برخو کې خپل دفاعي سیستمونه پیاوړي کړي، څو له دا ډول پرمختللو ګواښونو سره مقابله وکړای شي.