• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسلام اباد د افغانانو لپاره د پاکستانۍ ویزو د جعلکارۍ او فساد په تور خپل ځنې چارواکي نیولي

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۳ جولای ۲۰۲۵، ۰۴:۰۱ GMT+۱

د پاکستان د فدرالي څېړنو ادارې (FIA) اعلان کړی چې د افغان وګړو لپاره د برېښنايي ویزو د «ناقانونه صادریدو او بډو اخیستو» په تړاو یو شمېر لوړ پوړي حکومتي چارواکي نیول شوي دي.

د معلوماتو پر بنسټ، د څېړنو په ترڅ کې د یوه افسر په ګډون، له انساني قاچاق سره د مبارزې ادارې دوه کارکوونکي د بډې اخیستنې په تور نیول شوي دي. د اېف‌ای‌اې عمومي رئیس، راجه رفعت مختار په دې اړه یو ګډ څېړنیزه کمېټه هم جوړه کړې ده.

دا قضیه هغه مهال راپورته شوې چې د پاکستان د فدرالي څېړنو ادارې یوه داسې شبکه کشف کړې چې د جعلي اسنادو په کارونې سره یې افغانانو ته د برېښنايي ویزو د صادریدو زمینه برابروله. په دې شبکه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او د استخباراتو (ای اېس ای) یو شمېر کارمندان هم شامل دي.

د دې قضیې په تړاو تر اوسه پورې د نادر رحیم (ای ‌اېس ‌ای کارکوونکي) او د څو افغانانو په ګډون شپږ کسان نیول شوي دي. د افغانانو د هویت په تړاو څه نه دي ویل شوي.

د پلټنو پرمهال، معلومات ترلاسه شوي چې د پولیسو یو شمېر افسران هم له شکمنو کسانو سره په اړیکه کې وو او د بډې اخیستو په بدل کې یې هغوی ته امتیازات ورکول. ویل کېږي دوو پاکستاني پولیسو افسرانو د زبیر په نوم له یوه افغان شکمن نه د هغه د قضیې د اسانتیا په تور پیسې اخیستې دي.

د پاکستان د فدالي څېړنو ادارې د خپلو څېړنو د دوام لپاره یوه څلور کسیزه کمېټه ټاکلې چې مشري یې د دغې ادارې مرستیال رییس نعمان خلیل کوي.

پاکستاني چارواکو ویلي چې نورې پلټنې روانې دي او هغه کسان چې په دې فساد کې ښکیل وي، له جدي چلند سره به مخ شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د پاکستان د فدرالي څېړنو ادارې (FIA) اعلان کړی و چې د ویزو د درغلۍ یوه لویه ډله یې کشف کړې او دغې ډلې د جعلي اسنادو په کارونې سره افغانانو ته د پاکستان برېښنايي ویزې صادرولې. په دې قضیه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او د دغه هېواد استخباراتو یو شمېر کارکوونکي تورن شوي دي.

د یادونې ده چې په پاکستان مېشت افغانان هم د دغه هېواد د ویزو له تمدید نه شکایتونه کوي او له تېرې شاوخوا یوې اوونۍ راهیسې پاکستاني حکومت د هغوی لپاره د ویزو نوي کېدو بهیر په ټپه ودرولی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د اسراییل تازه بریدونه؛ غزه کې «۱۱۰ فلسطینیان» وژل شوي

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۳ جولای ۲۰۲۵، ۰۳:۴۸ GMT+۱

د غزې روغتیايي چارواکو ویلي، د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۱مه) د اسراییلي پوځ د بمباریو او بریدونو له امله لږ تر لږه «۱۱۰ فلسطینیان» د غزې بېلابېلو سیمو کې وژل شوي‌ دي.

راپورونه وايي، له دې ډلې ۳۴ تنه هغه مهال وژل شوي چې په سویلي رفحه ښار کې د امریکا په ملاتړ د یوې خیریه موسسې د خوراکي توکو مرستې لپاره په کتار کې ولاړ وو.

د الجزیرې ټلوېزیوني شبکې د عیني شاهدانو له قوله لیکلي چې اسراییلي ځواکونو په مستقیم ډول په رفحه ښار د الشکوش په سیمه کې پر هغو فلسطینیانو ډزې کړې، چې د «غزې انساني بنسټ» خیریه مرکز مخې ته ولاړ وو.

خلیلزاد د ټرمپ هغه ادعا رد کړه چې ګواکې چین د بګرام اډه کنټرولوي

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۳ جولای ۲۰۲۵، ۰۳:۳۰ GMT+۱

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه څرګندونې رد کړي چې ګوندې د بګرام هوایي اډه اوس مهال د چین په ولکه کې ده.

دې امریکايي ډېپلوماټ د شنبې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه ولیکل: «زه باور نه لرم چې دا راپور سم وي چې ګني کمونېست چین د بګرام سټراټېژيکه هوايي اډه پرمخ وړي». نوموړي که څه هم د ټرمپ نوم نه دی اخیستی، خو په ښکاره یې دا څرګندونې د هغه پر ادعاوو غبرګون ښيي. خلیلزاد د امریکا د دفاع وزیر په ګډون یو شمېر لوړپوړي امریکايي چارواکي هم په خپل پوسټ کې په نښه (مېنشن) کړي دي.

ډونالډ ټرمپ تر دې مخکې څو ځل دا خبره کړې چې چین اوس د بګرام اډه تر خپل واک لاندې راوستې ده. هغه په تېره اونۍ کې بیا وویل چې د بګرام پرېښودل د امریکا یوه ستره تېروتنه وه او چین اوس له دې اډې ګټه اخلي. خو زلمی خلیلزاد دا ډول ادعاوې ناسمې ګڼي. هغه دوه ورځې مخکې یو راپور شریک کړ چې په‌کې ویل شوي وو چین ښايي د بګرام اډې څخه کار اخلي، خو خلیلزاد وویل چې دی نه‌ مني چې چین دې دا اډه کنټرولوي.

ټرمپ چې د جو بایډن پر پخواني حکومت د نیوکو له امله مشهور دی ویلي، که دی هغه مهال ولسمشر وای، له افغانستانه به یې سرتېري ایستلي وی، خو د بګرام هوايي اډه به یې هېڅکله نه پرېښوده. ټرمپ ټینګار کړی چې بګرام د امریکا له لویو پوځي اډو څخه یوه وه او یوازې یو ساعت د چین له اټومي تأسیساتو په واټن کې پرته ده. هغه باور لري چې امریکا باید له دې اډې نه وای وتلې.

بګرام اډه چې د کابل ښار په شمال کې موقعیت لري، شاوخوا شل کاله د امریکايي ځواکونو اصلي مرکز و. ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ لومړۍ دوره کې بګرام ته تللی و او د افغانستان د مخکني ولسمشر محمد اشرف غني سره هم لیدلي و.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې زلمی خلیلزاد یو ځل بیا د امریکايي پلاوي په چوکاټ کې کابل ته سفر کړی او هلته یې د طالبانو له لوړ پوړو چارواکو سره د زنداني امریکایي وګړو د خلاصون په اړه خبرې کړې دي.

رحمان الله ګربز: د افغان کډوالو د راتګ هرکلی او ملاتړ په کار دی

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۲ جولای ۲۰۲۵، ۲۳:۲۲ GMT+۱

د افغانستان کرېکټ د ملي لوبډلې پيليز توپوهونکی او نړیوال ستوری رحمان الله ګربز له پاکستان او ایران څخه په زور ایستل شویو کډوالو ته لیکلي: «تاسو یوازي نه یاست، خپل کور ته ښه راغلاست.»

رحمان الله ګربز د شنبه په ورځ (د چنګاښ ۲۱مه) پر خپله اېکس پاڼه له ایران څخه په زور د ایستل شویو افغان کډوالو د انځور د نشر کولو سره هم مهاله له هېوادوالو غوښتې، چې په يوالي او لوی زړه باید د کډوالو ملاتړ وشي او هغوی ته روحیه ورکول شي.

په افغانستان کې د طبعي پېښو، د افغان کډوالو سره د ناسم وضعیت، ناورین، د کورنیو د کمزوري اقتصادي حالت او ورته نورو پيښو کې زيات مهال د ملي لوبډلې بېلابېلو لوبغاړو پر نړیوال دريځ غږ پورته کړی او ان د مرستې د ټولولو کمپاينونه يې هم ترسره کړي.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبغاړو تر دې وړاندې هم د هرات او پکتیا د زلزلې او په هېواد کې د سېلاب ځپلو کورنيو سره مرستې هم کړي او د هغوی په ملاتړ يې غږ هم پورته کړی وو.

شان وانډېور: مبارزې افغان مېرمنې هېواد ته په ستنېدو له سخت حالت سره مخ کیږي

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۲ جولای ۲۰۲۵، ۲۲:۵۱ GMT+۱

د افغان ایواک مشر شان وانډيور د شنبه په ورځ په یوه مرکه کې ویلي، چې په افغانستان کې ښځې او نجونې له سخت حالت سره مخ دي. نوموړي زياته کړې: «ځيني هېوادونه هڅه کوي هغه ښځې، چې زموږ تر څنګ یې مبارزه کړې افغانستان ته بېرته واستوي، چې د دوی لېږل به ناسم وضعیت رامنځته کړي.»

د راپورنو له مخي د هغه افغانانو لپاره، چې په امریکا کې د دايمي اوسېدو اسنادو ته په تمه دي، د دوشنبې په ورځ يې موده پای ته رسيږي او د ایستلو له ګواښ سره مخ دي.

یو افغان څېړنيز خبریال عبدال فراجي په یوه مرکه کې ویلي: «د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي، په افغانستان کې ترهګره ډله پر واک ده نو زه نه پوهېږم بیا دغه هېواد د هغو افغانانو لپاره چې په امریکا کې یې ژوند کړی او خپل وطن ته استول کيږي څنګه خوندي ګڼل کيږي.»

د نوموړي په خبره، چې دا مهال ۲۰ زره افغانانو د اوسېدو اسناد ترلاسه کړي خو ډېر شمېر افغانان لا نه پوهېږي، چې څنګه د پنا غوښتنه وکړي او توان هم نه لري څو وکیلانو ته پيسې ورکړي.

د دغه افغان خبريال په خبره، چې ډېر شمېر افغانان په پاکستان کې، چې هلته د امریکا سفارت هم شته د وتلو په تمه د یوه نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

هغه زياتوي، چې په پاکستان کې یو شمېر افغانانو نورو هېوادونو له ډېر انتظار او نفستنګی څخه ځان وژنې کړي.

د هغه په خبره، چې د بهرنيو ځواکونو سره د ډېرو افغانانو ګډ کار او اوس مهال بیا افغانستان ته ستنېدل به د همدې کورنۍ ژوند له مرګ او ګواښ سره مخ کړي.

له ۲۰۲۱ کال وروسته، زرګونه افغانان د امریکا له لوري د تخلیې بهیر پر مهال یا ورسره د همکارۍ له امله دغه هېواد ته انتقال شول. که څه هم نږدې ۲۰ زره افغانانو د دایمي اوسېدو اسناد ترلاسه کړي، خو لا هم زرګونه نور د حقوقي نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

د راپورونو له مخې، د دوشنبې په ورځ د هغو افغانانو لپاره چې لا یې د پناه غوښتنې بهیر بشپړ شوی نه دی، د موقت استوګنې اسناد پای ته رسېږي، چې دا وضعیت هغوی د امریکا څخه د ایستلو له جدي ګواښ سره مخ کوي.

په ورته وخت کې، زرګونه افغانان لا هم په پاکستان کې د امریکا سفارت له لارې د وتلو هڅې کوي، خو د اوږده ځنډ، حقوقي محدودیتونو او اقتصادي کمزورتیا له امله له بې‌سرنوشتۍ سره مخ دي.

ټرمپ وايي ښايي د روزي اوډانل تابعیت واخلي؛ حقوق‌پوهان دا کړنه غیرې قانوني بولي

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۲ جولای ۲۰۲۵، ۲۲:۳۸ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د شنبې په ورځ ویلي، چې دی د خپلې پخوانۍ منتقدې، فلمي ستورې او ټلویزیوني طنزیه ممثلې روزي اوډانل د امریکایي تابعیت د اخیستو په اړه "جدي فکر" کوي. دا اقدام د امریکا د اساسي قانون خلاف بلل شوی.

ټرمپ پر ټولنیزو رسنیو لیکلي:"دا چې روزي اوډانل زموږ د ستر هېواد په ګټه نه ده، نو زه دا موضوع جدي څېړم چې تابعیت یې واخلم."

ټرمپ زیاته کړې چې اوډانل د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې ایرلنډ ته کډه شوې او "که هغوی یې غواړي، نو هم هلته دې پاتې شي."

اوډانل او ټرمپ له کلونو راهیسې یو په بل سختې نیوکې کوي. وروستیو ورځو کې اوډانل پر ټولنیزو رسنیو د ټرمپ حکومت پر سیاستونو، په ځانګړې توګه د جمهوري غوښتونکو له خوا ملاتړ شوې لویې مالیاتي طرحې، سختې نیوکې کړې دي.