د بې پولې ډاکټرانو په راپور کې راغلي، چې د ۲۰۲۳ کال له نومبر میاشتې راهیسې پاکستان د افغان کډوالو په زوره د شړلو یو پراخ کمپاین پیل کړی. که څه هم دا کمپاین په پیل کې یوازې غېر راجستر شويو کډوالو پورې محدود و، خو اوس له اسنادو لرونکو کډوالو سره هم ورته چلند کېږي.
دغه ټولنه زیاتوي، چې د کارټ لرونکو ته هم د اېستلو لنډمهالی ځنډ اعلان شوی، چې د ۲۰۲۵ کال د جولای له لومړۍ نېټې نافذ دی، خو دا هم د افغان کډوالو پر وېره سیوری نه شي کمولی.
په بلوچستان ایالت کې د بېپولې ډاکټرانو «اېم اېس اېف» یوه روغتیايي مرکز ته یو افغان کډوال، چې د دوو نجونو پلار دی، وایي: «له هغې ورځې چې اېستنې اعلان شوي، موږ له دوامدارو اندېښنو سره ژوند کوو. له وېرې بهر نه ځو. خلک د شپې خوب نهشي کولی، ځکه نه پوهېږي چې کله به د پولیسو چاپه راځي، ماشومان له ذهني فشار سره مخ دي.»
د بېپولې ډاکټرانو ډله وایي، هغوی په دوامداره توګه دا ویني چې څنګه د اېستلو وېرې د افغانانو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی محدود کړی. یو شمېر ناروغان که څه هم د مزمنو ناروغیو لپاره دوامداره درملنې ته اړتیا لري، نور نهشي کولای کلینیکونو ته ورشي.
یو افغان کډوال چې د«اېم اېس اېف» له یوه روغتیايي کارکوونکي سره د ټلیفوني اړیکې پر مهال خبرې کولې، وویل: «زه نشم کولای روغتون ته لاړ شم، ځکه وېرېږم چې وبه نیول شم او افغانستان ته به ولېږدول شم. د همدې له امله د درملنې وختونه له لاسه ورکوم.»
د بې پولې ډاکټرانو ډله زیاتوي، چې د ښځو لپاره دا ستونزه نوره هم جدي ده.
د افغاني کلتور له مخې، ښځې باید له یوه نږدې نارینه (محرم) سره عامو ځایونو ته ولاړې شي، خو د عامو خلکو له وېرې دا کار هم ستونزمن شوی. ډېری نارینه د امنیتي پوستو له امله نهشي کولای له خپلو ښځینه خپلوانو سره کلینیکونو ته ولاړ شي. دې حالت ډېری افغان ښځې اړې کړې چې یا خو له کلتوري محدودیتونو سرغړونه وکړي یا هم روغتیايي پاملرنه پرېږدي.
د «اېم اېس اېف» مشر ژو ویبینګ (Xu Weibing) په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت ته سخت اندېښمن دی.
هغه وایي: «موږ ژورې اندېښنې لرو. ډېر افغان کډوال د لسیزو راهیسې پاکستان کې ژوند کوي. اوس هغوی د دوامدارې وېرې له حالت سره مخ دي. دوی خپل کورونه، عاید او روغتیا له لاسه ورکوي.»
د «اېم اېس اېف» راپور ښيي، چې اېستل شوي کورنۍ د رواني او ټولنیز فشار سره مخ شوي.
یو شمېر کسان له خپلو کورنیو بېل شوي او یو شمېر نور له هغه هېواد سره بېرته مخ شوي چې نه پکې کور لري، نه ملاتړ او نه هم روغتیايي چوپړتیاوې.
د «اېم اېس اېف» د عملیاتو مشر سټیفن مککې وایي: «بېرته ستنېدونکي خلک خپلې روغتیايي اړتیاوې نشي پوره کولای. ډېری یې له مزمنو ناروغیو سره مخ دي، چې د دوامداره درملنې اړتیا لري. خو د افغانستان روغتیايي سیستم له وړاندې له مالي ستونزو، کمو امکاناتو او کم رسی ملاتړ سره مخ و. اوس د زرګونو بېرته ستنېدونکو له امله دا فشار نور هم ډېر شوی.»
یوې افغانې میرمنې چې د بلوچستان په یوه «اېم اېس اېف» کلینیک کې یې درملنه کوله، وویل: «موږ هېڅ نه لرو، بېرته به څه ته ستنېږو. هلته نه کور لرو، نه خپلوان. هر څوک چې ستانه شوي، وایي هلته هېڅ نه شته.»
د راپور له مخې، یوازې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له ۲۷۴ زره زیات افغان کډوال له پاکستانه شړل شوي او له ۲۰۲۳ کال د نومبر راهیسې د اېستل شویو افغانانو شمېر له یو میلیون اوښتی.
بېپولې ډاکټران چې له ۱۹۸۶ کال راهیسې په پاکستان کې فعال دي، دا مهال د خېبر پښتونخوا، پنجاب، بلوچستان او سند ایالتونو کې روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي، چې پکې د مور او ماشوم پاملرنه، د تغذیې ملاتړ او د ساري ناروغیو درملنه شامله ده.