• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د برېتانیا پخوانی دفاع وزیر: د افغانانو د معلوماتو پټ ساتلو د پرېکړې لپاره بخښنه نه غواړم

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۶ جولای ۲۰۲۵، ۰۰:۰۹ GMT+۱

د برېتانیا پخواني دفاع وزیر سر بین والیس ویلي، د هغو اقداماتو له امله هېڅ ډول بخښنه نه غواړي، چې د افغانستان د پناه‌غوښتونکو د معلوماتو د افشا کېدو په تړاو یې د رسنیو د راپورونو د مخنیوي لپاره له محکمې د یوه محرمانه امر غوښتنه کړې وه.

نوموړي ټینګار کړی، چې دا پرېکړه یې د پټولو په نیت نه، بلکې د هغو افغانانو د خوندي کولو لپاره کړې وه، چې برېتانیا ته یې د انتقال چانس درلود.

والیس ټېلګراف ورځپاڼې ته ویلي:«زه هېڅ بخښنه نه غواړم چې ولې مې دا پټه غوښتنه وکړه. ځینې خلک دا ماشومانه تبصرې کوي چې ګنې موږ څه پټول غوښتل، خو حقیقت دا دی چې که دا معلومات افشا شوي وای، هغه کسان به یې له ګواښ سره مخ کړي وای چې موږ غوښتل له هغوی سره مرسته وکړو.»

دغه معلوماتي افشا کې د ۱۹۰۰۰ هغو افغانانو شخصي معلومات شامل وو، چې د بیا مېشتېدو او مرستې پروګرام «ای ار ای پي» ته یې غوښتنلیکونه ورکړي وو.

دا معلومات د ۲۰۲۲م کال په فبرورۍ کې د برېتانیا د دفاع وزارت د یوه چارواکي د تېروتنې له امله بهر ته لېږل شوي وو. وروسته دا معلومات د فېسبوک خواله رسنۍ په یوه شخصي ګروپ کې خپاره شول، چې بیا د طالبانو له لاسرسي د مخنیوي په موخه محکمه کې د «مطلق محرمانه امر» غوښتنه وشوه.

دا پټ حکم نږدې دوه کاله نافذ و او د محافظه‌کارو او کارګر ګوندونو د حکومتونو پر مهال هم پټ وساتل شو.

د برېتانیا د دفاع اوسني وزیر جان هیلي ویلي، هغه مامور چې دا تېروتنه کړې وه، نور په همدې دنده کار نه کوي. که څه هم نوموړي د فردي انضباطي اقدامونو جزییات نه دي ورکړي.

د افشا شویو معلوماتو له امله، د ۲۰۲۴ کال اپرېل کې د برېتانیا حکومت د افغانانو د لېږد یو پټ پلان پیل کړ، چې د افغانستان غبرګون مسیر (Afghanistan Response Route) نومېږي.

تر اوسه پورې شاوخوا ۴۰۰ میلیون پونډه د دغه پلان په عملي کېدو کې لګښت راغلی او تمه ده، چې ټول لګښت یې ۸۵۰ میلیون پونډو ته ورسېږي.

د پلان له مخې، تر اوسه شاوخوا ۶،۹۰۰ کسان برېتانیا ته لېږدول شوي دي.

داسې ویل کېږي، چې یاد مامور غوښتل یوازې ۱۵۰ کرښې معلومات واستوي، خو د احتیاطي میکانېزمونو د نه رعایت له امله یې تر ۳۳،۰۰۰ زیات معلومات استولي وو، چې له خوندي سیسټم بهر برېښنالیک شوی و.

د برېتانیا په ولسي جرګه (پارلمان) کې جان هیلي د حکومت په استازیتوب بخښنه وغوښتله او ویې ویل، چې له دې موضوع سره د خاموشۍ چلند کول ورته یوه سخته تجربه وه.

د محافظه‌کار ګوند مشرې کیمي بډنوک هم بخښنه وغوښته او ویې ویل، چې دا یوه لویه تېروتنه وه.

هغې د «اېل بي سي» راډیو سره په خبرو کې وویل: «موږ د حکومت او د برېتانیا د خلکو په استازیتوب بخښنه غواړو، ځکه چې یوه جدي تېروتنه وشوه او د زرګونو کسانو نومونه خپاره شول... دا باید نه وای شوي».

د یادولو وړ ده، چې دا موضوع اوس مهال د سیاسي، قانوني او اخلاقي بحثونو مرکز ګرځېدلې او د هغو افغانانو برخلیک هم پرې اغېزمن شوی، چې د طالبانو له خوا د مرګ له ګواښ سره مخ دي او د برېتانیا له خوا ورسره د مرستې ژمنه شوې وه.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د سره صلیب کمېټه: له ایرانه راستانه شوي افغان ماشومان له ناروغیو او بشري ناورین سره مخ دي

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۵ جولای ۲۰۲۵، ۲۲:۵۴ GMT+۱

د سره صلیب د نړۍوالې کمېټې یوه لوړپوړي چارواکي خبرداری ورکړی، هغه افغان ماشومان چې له ایران څخه بېرته هېواد ته راستانه شوي، د افغانستان په پوله له جدي روغتیايي ستونزو، شدیدې ګرمۍ، کمزورو خدماتو او بشري ناورین سره مخ دي.

نیکول فن بټنبرګ چې د سره صلیب له نړۍوالې کمېتې سره کار کوي، اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي، هره ورځ یې همکاران سلګونه هغه ماشومان چې د راتګ پر مهال له خپلو کورنیو بېل شوي وي، بېرته له خپلوانو سره یې یو ځای کوي.

د هغه په وینا، زیات شمېر کورنیو د ناڅاپي لېږد او ګډوډۍ له امله خپلې پېژندپاڼې، شخصي وسایل او د ژوند لومړني توکي له لاسه ورکړي دي. ځینې خلک یوازې څو بکسونه له ځان سره راوړي او همدا محدود توکي اوس د ژوند د لنډمهاله وسایلو په توګه کاروي.

نیکول وایي: «افغانستان یو هېر شوی ناورین دی. اوس په نړۍ کې ګڼې نورې سترې فاجعې روانې دي، د افغانستان خلک له پامه غورځېدلي دي. دوی له مرستې پرته له ناورین سره یوازې پرېښودل شوي دي.»

د سره صلیب چارواکي اندېښنه لري، چې راستانه شوي کسان نه یوازې د پولې په اوږدو کې له ناورین سره مخ دي، بلکې د افغانستان دننه هم له سرپناه، عوایدو او د ژوند له بنسټیزو اړتیاوو ته د لاسرسي له جدي ستونزو سره مخ دي.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر (یوناما) استازې رزا اوتونبایوا د هرات ولایت د اسلام‌ کلا له پولي لیدنه کړې او د راستانه شویو کسانو د وضعيت په اړه یې نړۍوالو ته خبرداری ورکړی دی.

هغې ویلي: «په زور او بېړنۍ توګه راستانه شوي کډوال د سیمې د ثبات لپاره ګواښ دي. که ژر اقدام و نه شي، دا څپه به د بیا بې‌کوره کېدو، د کوربه ټولنو ګډوډېدو او امنیتي ګواښونو لامل شي.»

د کډوالو چارو د نړۍوال سازمان «ای او اېم » د معلوماتو له مخې، یوازې د روان میلادي کال له پیل څخه تراوسه پورې له ۱.۴ میلیونه زیات افغانان یا خو بېرته په خپله خوښه راستنه شوي او یا له ایران او پاکستانه شړل شوي دي.

د معلواتو له مخې، له دې ډلې تر یو میلیونه ډېر کسان یوازې له ایران څخه راشړل شوي دي.

په وروستیو میاشتو کې د ایران او پاکستان له خوا د افغان کډوالو د شړلو کمپاینونو زور اخیستی.

که څه هم تهران او اسلام‌اباد وايي، چې خاص افغانان موخه نه ګرځوي، خو زرګونه کورنۍ په ځانګړي ډول هغه چې قانوني اسناد نه لري، له پولو اخراج شوي.

د «ای او اېم» د وروستي راپور له مخې، یوازې په یوه ورځ کې له ۲۸،۰۰۰ ډېر کسان بېرته افغانستان ته راستانه شوي، چې دا شمېر د ناورین جدي بڼه ښيي.

د یادولو وړ ده، په داسې حال کې چې ډېری افغانان د ژوندي پاتې کېدو لپاره د مرستو پر بنسټ ولاړ دي، د نړۍوالو خیریه بنسټونو بودیجې سختې راکمې شوې دي.

دا کمښت د زده‌کړو، روغتیا او حمایوي پروګرامونو پراخې نیمګړتیاوې راولاړې کړې دي او دا وضعیت د یوې بلې بشري فاجعې د رامنځته کېدو اندېښنې زیاتوي.

پرېنسټن پوهنتون: په نږدې راتلونکي کې به د افغان ښځو د حقونو پر سر نړۍوال بحث وکړو

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۵ جولای ۲۰۲۵، ۲۲:۰۶ GMT+۱

د امریکا په متحده ایالاتو کې پرېنسټن پوهنتون اعلان کړی، چې یوه مهمه علمي او سیاسي ناسته به د افغانستان د اوسني وضعیت، په ځانګړې توګه د طالبانو له‌خوا پر ښځو او نجونو د لګول شویو محدودیتونو د اغېزو د ارزونې لپاره ترسره کړي.

یاده ناسته به د دې پوهنتون د عامه او نړۍوالو چارو پوهنځي له لوري د زمري یا اسد په ۱۴مه نېټه ترسره شي، چې عنوان یې «د افغانستان ناورین او د هغې حق چې زده کړې وکړي» دی.

د پوهنتون د رسمي اعلامیې له مخې، د بحث د اصلي ویناوالو ترڅنګ دا انلاین ناسته د افغانستان د پالیسي لابراتوار او د مرکزي اسیا انسټیټیوټ له‌خوا تنظیم شوې او شاوخوا ۶۰ دقیقې به دوام وکړي.

په دې بحث کې به ځانګړې پاملرنه هغو نامتناسب محدودیتونو ته کېږي، چې د طالبانو له‌خوا پر ښځو او نجونو لګول شوي دي.

د ناستې د جوړوونکو په وینا، ددې ناستې موخه دا ده چې د امریکا د خلکو ترمنځ د افغان ښځو د روانو مبارزو په اړه پوهاوی زیات شي او همداراز خلکو ته دا وښيي، چې دا مبارزه د زده‌کړې، کار، او ټولنیز مشارکت لپاره روانه ده، هم دننه په افغانستان کې او هم د هېواد څخه بهر د کډوالۍ په شرایطو کې.

په دې غونډه کې به د مرکزي اسیا د انسټیټیوټ اجراییوي مشر د افغانستان دننه د خپلو تعلیمي او معیشتي پروګرامونو حال هم شریک کړي او دا به روښانه کړي، چې دا پروګرامونه څنګه د طالبانو تر محدودو شرایطو لاندې تنظیم شوي او پرمخ وړل کېږي.

ویناوال به همداراز د ځانګړو مرکو په ترڅ کې د افغان ښځو د مبارزو، روانو خنډونو او د هغو چلنجونو په اړه خبرې وکړي، چې ښځې په دننه افغانستان کې ورسره مخ دي او هم کډوالې ښځې له هېواده بهر.

پوهنتون زیاته کړې، چې نوموړي ویناوال به دا هم روښانه کړي چې د امریکا پالیسي تر کومه بریده له افغان ښځو سره همکاره پاتې شوې او د امریکایي وګړو احتمالي رول څه ډول کېدای شي چې له افغان ولس سره مرسته وکړي.

د یادولو وړ ده، دا ناسته داسې مهال ترسره کېږي چې طالبان له ۲۰۲۱ کال راهیسې د ښځو پر زده‌کړو، کار، سفر او ټولنیز مشارکت پراخ محدودیتونه لګولي، چې دا کار له پراخو کورنیو او نړۍوالو غبرګونونو سره مخ شوی.

روسیه: په افغانستان کې له قومي او سیاسي ګډون پرته ثبات ناشونی دی

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۵ جولای ۲۰۲۵، ۲۱:۲۴ GMT+۱

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د شانګهای د همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو له ناستې وروسته ویلي، چې په افغانستان کې د تلپاتې ثبات لپاره د ټولو قومونو او سیاسي ډلو ګډون په واک کې «یو اړین شرط» دی.

لاوروف دا څرګندونې د چین په کوربه توب د دغه سازمان د وزیرانو په غونډه کې کړي او زیاته کړې یې ده، چې د سازمان ډېری غړو له طالبانو سره خپلې اړیکې پراخې کړي دي، خو دا اړیکې باید د یوه پراخ بنسټه، غېرمتمرکزه او له تروریزم او نشه‌يي توکو څخه خالي افغانستان د جوړېدو لامل شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل: «تقریبا ټولو غړو هېوادونو له طالبانو سره دوه اړخیزې اړیکې پراخې کړي دي، خو پر دې هم اجماع شته چې باید افغانستان یو خپلواک، بې‌طرف، سوله‌ییز او له ترهګرۍ او مخدره موادو خالي هېواد وي.»

هغه ټینګار وکړ، چې د افغانستان د بیا رغونې، اقتصادي ودې او تلپاتې ثبات لپاره باید نړۍواله ټولنه موثره مرسته وکړي.

لاوروف زیاته کړه، چې د افغانستان اوسنی جوړښت د ټول ملت استازیتوب نه کوي او د قومي او سیاسي مشارکت نشتوالي د نړۍوالو اندېښنې زیاتې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تر دې دمه د ټول‌ګډونه حکومت جوړولو لپاره کوم څرګند ګام نه دی اخیستی.

دا ډله د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته د پخواني جمهوري نظام چارواکي، سیاسي مشران، جهادي شخصیتونه او نور ټولنیز اقلیتونه له واکه لرې کړي او د حکومت مشري یې په بشپړ ډول خپلو غړو ته سپارلې ده.

طالبان تل ادعا کوي، چې حکومت یې ټول‌ګډونه دی، خو د افغانستان دننه او بهر ګڼ سیاسي، مدني او قومي مشران دا دریځ ردوي.

د شانګهای سازمان، چې پکې روسیه، چین، هند، پاکستان، ایران او د مرکزي اسیا څو نور هېوادونه غړیتوب لري، پر طالبانو فشار زیات کړی چې د حکومت جوړښت ته پراختیا ورکړي.

که څه هم روسیې د طالبانو رژیم په دې وروستیو کې په رسمي ډول وپېژاند، خو لاوروف دا هم روښانه کړه چې د رسمیت پېژندنې معنا دا نه‌ده، چې د انتقاد او غوښتنو دروازه بنده شوې ده.

هغه وویل: «موږ تمه لرو چې طالبان د افغانستان د ټولو قومونو، ژبو، مذهبونو او سیاسي حلقو استازو ته د سیاسي ګډون زمینه برابره کړي. یوازې د یوه ټول‌ګډونه حکومت له لارې کېدای شي افغانستان له انزوا ووځي او د نړۍوال مشروعیت لور ته لاړ شي.»

روسیه له تېرو څلورو کلونو راهیسې پر طالبانو غږ کوي، چې د سیاسي ګوښې تګلاره بنده کړي او د ټول ملت په استازیتوب یو جامع نظام جوړ کړي، خو د طالبانو اوسني دریځونه، له کورنیو مخالفتونو او نړۍوالو غوښتنو سره لا هم واټن لري.

د ۲۰۲۵ کال په لومړۍ نیمایي کې د پاکستان او افغانستان سوداګري یو مېلیارد ډالرو ته رسېدلې

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۵ جولای ۲۰۲۵، ۲۰:۰۲ GMT+۱

د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ څخه د جون میاشتې تر پایه پورې د افغانستان او پاکستان ترمنځ دوه اړخیزه سوداګري یو مېلیارد امریکایي ډالرو ته رسېدلې.

د پاکستانۍ ورځپاڼې اېکسپرېس ټربیون د راپور له مخې؛ دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په بیا رغېدو کې د مثبت پرمختګ نښه ده.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت له‌خوا خپور شوی تازه راپور ښيي، چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې افغانستان پاکستان ته ۲۷۷ مېلیون ډالر صادرات کړي؛ په داسې حال کې چې پاکستان بیا د ۷۱۲ مېلیون ډالرو په ارزښت توکي افغانستان ته صادر کړي دي.

افغانستان، پاکستان ته تر ډېره پنبه، سکاره، ودانیزې ډبرې او وچه مېوه استولې ده؛ خو پاکستان بیا د افغانستان بازار ته صنعتي توکي، درمل او خوراکي توکي صادر کړي دي.

په راپور کې راغلي، که چېرې دغه تازه شمېره د ۲۰۲۰کال څخه تر ۲۰۲۳ کلونو پورې د سوداګریزو اړیکو سره پرتله شي؛ نو په دغه اړیکو کې یو څرګند پرمختګ لیدل کېږي.

د کرونا وبا، سیاسي بې‌ثباتۍ او د تګ راتګ لارو بندېدو له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري یو وخت له یو مېلیارد ډالرو هم راښکته شوې وه.

اېکسپرېس ټربیون زیاتوي، که څه هم دغه شمېره د پرمختګ ښکارندویي کوي؛ خو سوداګر لا هم له سیاسي فشارونو، د لارو ستونزو او د ویزو له محدودیتونو شکایت لري.

په جلال‌اباد ښار کې د ډبرو سکرو یو سوداګر نور خان اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې ته ویلي، چې له هرو امنیتي پېښو وروسته پاکستان پر سوداګرۍ محدودیتونه لګوي، ویزې بندوي او سوداګریز مسیرونه له خنډ سره مخ کوي. دا ستونزې د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور فضا کمزورې کوي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت شمېرې ښيي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ شته سوداګریز توازن اوس هم د پاکستان په ګټه ولاړ دی. پاکستان د ټولې دوه اړخیزې سوداګرۍ ۷۰ سلنه برخه لري؛ په داسې حال کې چې افغانستان یوازې ۳۰ سلنه ونډه لري.

ورځپاڼه وایي، چې دا مثبت پرمختګ د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ډیپلوماټیکو تماسونو پایله ده. کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار سفر او همداراز د پاکستان د ځانګړي استازي محمد صادق خان هلې ځلې، د سوداګریزې فضا د ښه والي لپاره ګټور ثابت شوي دي.

د واشنګټن پوسټ خبریال حق نواز خان بیا وایي، که سوداګري له امنیتي او سیاسي مسایلو بېله وساتل شي؛ نو دا حجم د کال تر پایه ۲ مېلیارد ډالرو ته رسېدای شي.

هغه زیاتوي، که چیرې شرایط مساعد شي، دواړه هېوادونه کولای شي خپله سوداګریزه کچه بېرته تر ۳ مېلیارد ډالرو پورې لوړې کړي.

د افغان سوداګرو په باور، د دې لپاره چې سوداګریزه فضا باثباته پاتې شي؛ باید د دواړو لوریو له‌خوا تورخم، غلام‌خان، خرلڅي او سپین بولدک کې د تخنیکي اسانتیاوو برابرول، د ویزو پروسې اسانه کول، د واګې، کراچۍ او ګوادر بندرونو د خدماتو بیا فعالول او د سوداګرۍ او سیاست بېلول د دوامداره حل لپاره به کلیدي اقدامات وي.

اېکسپرېس ټربیون وایي، په خیبر پښتونخوا کې وروستۍ امنیتي پېښې، د «ټي‌ټي‌پي» مسله او د دواړو هېوادونو ترمنځ وخت ناوخت سیاسي شخړې هغه مسایل دي، چې کېدای شي سوداګریز بهیر بېرته له خنډ سره مخ کړي.

ټاکل شوې، چې د پاکستان یو لوړپوړی ځانګړی استازی نږدې ورځو کې کابل ته سفر وکړي؛ تر څو د سوداګرۍ پر روان وضعیت، دپاکستاني طالبانو پر موضوع او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د شته ستونزو پر حل تمرکز وشي.

که څه هم د ۲۰۲۵ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري له یو مېلیارد ډالرو اوښتې؛ خو د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ د لا پرمختګ لپاره دوامداره سیاسي اراده، د باور فضا او تخنیکي اسانتیاوې اړینې دي.

د طالبانو د بندیزونو دوام: په کندهار کې ښځې له کوچنیو خوړنځیو هم منع شوې

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۵ جولای ۲۰۲۵، ۱۹:۴۱ GMT+۱

له کندهار ولایت څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې د طالبانو د امر بالمعروف ریاست له لویو هوټلونو پرته په ټولو کوچنیو خوړنځیو، شېریخ‌خانو او ورته ځایونو کې د ښځو پر تګ بندیز لګولی دی. سرچينې وايي، چې په کندهار کې د ښځو پر ازاد تګ و راتګ بندیزونه ورځ تر بلې پراخېږي.

له کندهار څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د سې شنبه په ورځ (د چنګاښ ۲۴مه) ویلي، چې د ښار په هرات بازار، ښکاپر بازار او د ښځو ځانګړي بازار (رنګریزانو کوڅه) کې چې هره ورځ ډېرې ښځې ورځي، په دې وروستیو کې پر وړو خوړنځایونو او شېریخ‌خانو د ښځو پر تګ بندیز لګول شوی دی.

دې کوچنیو خوړنځایونو ته به هره ورځ یو شمېر ښځې له خپلو ماشومانو سره ورتلې او هلته به یې خواړه یا شېریخ خوړل.

د کندهار یو اوشېدونکی چې په هرات بازار کې کوچنی رستورانټ لري، د نوم د نه یادولو په شرط وویل: «موږ د ښځو لپاره جلا او خوندي ځای جوړ کړی او د نارینه‌وو لپاره بېل ځای دی؛ پرده‌دار او پاک چاپېریال لري، خو تېره اوونۍ د امربالمعروف کسان راغلل او راته یې وویل، که مو بیا دلته ښځې ولیدې، دوکان به در بند کړو.»

د هغه په وینا، دا بندیز نه یوازې د ښځو پر ازادي حمله ده، بلکې د دوی پر کاروبار هم مستقیم منفي اغېز کوي.

د دوی په وینا، ډېری ښځې یې مشتریانې وې چې له خپلو ماشومانو سره به راوتلې او د کور لپاره به یې توکي اخیستل، خو اوس هغوی نه شي ورتلای او د دوی کاروبار هم ورسره زیانمن شوی دی.

د سرچینو په خبره، په ځینو سیمو کې که ښځې له خپلو کورنیو سره هوټل ته ولاړې شي، هلته هم له ډېر ناوړه چلند سره مخ کېږي.

د معلوماتو له مخې، د امر بالمعروف محتسبین وخت ناوخت له هغو کورنیو پوښتنې کوي چې یو نارینه او یوه ښځه یوځای ناست وي، یا هم کومه ښځه له یو نارینه سره مل وي.

د امربالمعروف دا بندیز تر ډېره د کوچنیو رستورانټونو، وړو او عامو خوړنځیو پورې محدود پاتې شوی؛ خو تر دې وړاندې بیا لویو هوټلونو ته ویل شوي وو، چې ښځې او نارینه دې سره څنګ پر څنګ نه کېني، بلکې مخامخ باید ناست وي.

د کندهار ښار د امربالمعروف چارواکي یوازې په مشهورو بازارونو لکه هرات بازار کې دا بندیز نه دی لګولی، بلکې د ښار په نورو سیمو لکه د لوی ویالې بازار، پنجوايي دوراهي او نورو ناحیو کې یې هم دا بندیز تطبیق کړی.

د کندهار ښار د نهمې ناحیې د لویې ویالې سیمه کې یو کس چې د شیریخ پلورلو دوکان لري وايي: «د ښځو لپاره مې ځانګړی ځای درلود، نه موسيقي وه، نه ګډه ناسته، نه هم بل څه خو طالبان راغلل، ویل یې چې ښځې باید دلته داخل نه شي او نور دلته اجازه مه ورکوئ.»

واک ته د طالبانو له رسېدو راهيسې کندهار له ډېرو سختو بندیزونو سره مخ دی.

نجونې له ښوونځیو، پوهنتونونو، پارکونو، سینګار ځایونو او ګڼو نورو ټولنیزو فعالیتونو محرومې شوې وې او اوس دا لړۍ تر خوړنځیو هم رسېدلې ده.

د کندهار یوه اوسېدونکې عایشه وايي، چې په کندهار کې ښځې ورځ تر بلې له سختیو سره مخ کېږي او کندهار اوس د زندان په څېر ورته جوړ شوی دی.

هغې وویل: «دا بندیزونه یوازې د فزیکي ځایونو بندول نه دي، دا د ښځې پر موجودیت، کرامت او انساني حقونو برید دی، خوړنځایونه د خوراک ځای دی، دا هېڅ مذهبي یا شرعي توجیه نه لري چې ښځې دې په هغه ځای کې هم نه کېني چې هېڅ نارینه نه وي.»

د خوړنځیو مسوولین د بازار دوکانداران او ان هغه کسان چې د ښځو اړوند توکي پلوري وایي، چې دا بندیز به یې اقتصاد ته ضربه ورکړي.

د نړۍوالو بشري حقونو بنسټونو د طالبانو دا ډول چلند په وار - وار غندلی، خو د داخلي فشارونو او غږونو نشتوالي له امله دا بندیزونه دوام مومي.