• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د بندیزونو دوام: په کندهار کې ښځې له کوچنیو خوړنځیو هم منع شوې

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۵ جولای ۲۰۲۵، ۱۹:۴۱ GMT+۱

له کندهار ولایت څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې د طالبانو د امر بالمعروف ریاست له لویو هوټلونو پرته په ټولو کوچنیو خوړنځیو، شېریخ‌خانو او ورته ځایونو کې د ښځو پر تګ بندیز لګولی دی. سرچينې وايي، چې په کندهار کې د ښځو پر ازاد تګ و راتګ بندیزونه ورځ تر بلې پراخېږي.

له کندهار څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د سې شنبه په ورځ (د چنګاښ ۲۴مه) ویلي، چې د ښار په هرات بازار، ښکاپر بازار او د ښځو ځانګړي بازار (رنګریزانو کوڅه) کې چې هره ورځ ډېرې ښځې ورځي، په دې وروستیو کې پر وړو خوړنځایونو او شېریخ‌خانو د ښځو پر تګ بندیز لګول شوی دی.

دې کوچنیو خوړنځایونو ته به هره ورځ یو شمېر ښځې له خپلو ماشومانو سره ورتلې او هلته به یې خواړه یا شېریخ خوړل.

د کندهار یو اوشېدونکی چې په هرات بازار کې کوچنی رستورانټ لري، د نوم د نه یادولو په شرط وویل: «موږ د ښځو لپاره جلا او خوندي ځای جوړ کړی او د نارینه‌وو لپاره بېل ځای دی؛ پرده‌دار او پاک چاپېریال لري، خو تېره اوونۍ د امربالمعروف کسان راغلل او راته یې وویل، که مو بیا دلته ښځې ولیدې، دوکان به در بند کړو.»

د هغه په وینا، دا بندیز نه یوازې د ښځو پر ازادي حمله ده، بلکې د دوی پر کاروبار هم مستقیم منفي اغېز کوي.

د دوی په وینا، ډېری ښځې یې مشتریانې وې چې له خپلو ماشومانو سره به راوتلې او د کور لپاره به یې توکي اخیستل، خو اوس هغوی نه شي ورتلای او د دوی کاروبار هم ورسره زیانمن شوی دی.

د سرچینو په خبره، په ځینو سیمو کې که ښځې له خپلو کورنیو سره هوټل ته ولاړې شي، هلته هم له ډېر ناوړه چلند سره مخ کېږي.

د معلوماتو له مخې، د امر بالمعروف محتسبین وخت ناوخت له هغو کورنیو پوښتنې کوي چې یو نارینه او یوه ښځه یوځای ناست وي، یا هم کومه ښځه له یو نارینه سره مل وي.

د امربالمعروف دا بندیز تر ډېره د کوچنیو رستورانټونو، وړو او عامو خوړنځیو پورې محدود پاتې شوی؛ خو تر دې وړاندې بیا لویو هوټلونو ته ویل شوي وو، چې ښځې او نارینه دې سره څنګ پر څنګ نه کېني، بلکې مخامخ باید ناست وي.

د کندهار ښار د امربالمعروف چارواکي یوازې په مشهورو بازارونو لکه هرات بازار کې دا بندیز نه دی لګولی، بلکې د ښار په نورو سیمو لکه د لوی ویالې بازار، پنجوايي دوراهي او نورو ناحیو کې یې هم دا بندیز تطبیق کړی.

د کندهار ښار د نهمې ناحیې د لویې ویالې سیمه کې یو کس چې د شیریخ پلورلو دوکان لري وايي: «د ښځو لپاره مې ځانګړی ځای درلود، نه موسيقي وه، نه ګډه ناسته، نه هم بل څه خو طالبان راغلل، ویل یې چې ښځې باید دلته داخل نه شي او نور دلته اجازه مه ورکوئ.»

واک ته د طالبانو له رسېدو راهيسې کندهار له ډېرو سختو بندیزونو سره مخ دی.

نجونې له ښوونځیو، پوهنتونونو، پارکونو، سینګار ځایونو او ګڼو نورو ټولنیزو فعالیتونو محرومې شوې وې او اوس دا لړۍ تر خوړنځیو هم رسېدلې ده.

د کندهار یوه اوسېدونکې عایشه وايي، چې په کندهار کې ښځې ورځ تر بلې له سختیو سره مخ کېږي او کندهار اوس د زندان په څېر ورته جوړ شوی دی.

هغې وویل: «دا بندیزونه یوازې د فزیکي ځایونو بندول نه دي، دا د ښځې پر موجودیت، کرامت او انساني حقونو برید دی، خوړنځایونه د خوراک ځای دی، دا هېڅ مذهبي یا شرعي توجیه نه لري چې ښځې دې په هغه ځای کې هم نه کېني چې هېڅ نارینه نه وي.»

د خوړنځیو مسوولین د بازار دوکانداران او ان هغه کسان چې د ښځو اړوند توکي پلوري وایي، چې دا بندیز به یې اقتصاد ته ضربه ورکړي.

د نړۍوالو بشري حقونو بنسټونو د طالبانو دا ډول چلند په وار - وار غندلی، خو د داخلي فشارونو او غږونو نشتوالي له امله دا بندیزونه دوام مومي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د برېتانیا د حکومت له خوا د کډوالو د معلوماتو تر افشا کېدو وروسته طالبانو ۱۷ کسان وژلي

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۵ جولای ۲۰۲۵، ۱۸:۴۴ GMT+۱

د اېنډېپنډنټ ورځپاڼې یوه نوې څېړنه ښيي، چې د برېتانیا د دفاع وزارت له‌خوا د افغان پناه غوښتونکو د شخصي معلوماتو د افشا کېدو له امله، طالبانو لږ تر لږه ۱۷ کسان وژلي دي. دغه پناه غوښتونکي له هغو کسانو څخه و، چې د ناټو او برېتانیا له ځواکونو سره یې په افغانستان کې همکاري کړې وه.

اېنډېپنډنټ ورځپاڼه لیکي، چې دا لوی امنیتي نقض د ۲۰۲۳ کال په وخت کې رامنځته شوی، خو د برېتانیا د عالي محکمې له لورې د یوه پټ قضايي حکم له امله دا موضوع تر ډېره وخته پټه ساتل شوې وه. دا حکم چې د راپور له مخې «د ټولو پر خلاف» ګڼل شوی، نږدې دوه کاله یې د دې قضیې د ښکاره کېدو مخه نیولې وه.

په راپور کې راغلي، چې د دې معلوماتو د خپرېدو له امله تر ۱۶ زرو زیات افغان وګړي برېتانیا ته لېږدول شوي، چې دا د برېتانیا د تاریخ تر ټولو ګران بیه ملکي لېږد بلل شوې.

ورځپاڼه په خپل څېړنیز راپور کې وایي، چې له مجموعي شمېر څخه څه باندې ۲۳ زرو کسانو ته د لېږد وړاندیز شوی و، سره له دې چې ډېری له مخکې د پناه غوښتنې شرایطو ته وړ نه وو پېژندل شوي.

اېنډېپنډنټ زیاتوي، چې افشا شوی ډیټابېس د ۱۸ زرو څخه زیاتو افغان پناه غوښتونکو او د هغوی د کورنیو غړو مشخصات لرل او ان د برېتانیا د ځینو حکومتي چارواکو نومونه هم پکې شامل وو.

دا مهال د برېتانیا د دفاع وزارت له ۶۵۰ څخه زیاتې د تاوان غوښتنې (ادعاوې) ترلاسه کړي، چې له امله یې افغان وګړي ځانونه د دې امنیتي تېروتنې قربانیان ګڼي.

اټکل کېږي، چې دا تاوانونه به د سلګونو میلیونو پونډو لګښت ولري.

د برېتانیا د عالي محکمې قاضي چمبرلین د دې پټ حکم له لغوه کېدو سره ویلي، چې د دې موضوع رسمي څېړنه باید بیا پیل شي، ځکه دا پېښه د ثبوتونو پر بنسټ، د حکومت د کړنو مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي.

اېنډېپنډنټ ورځپاڼه ټینګار کوي، چې د دفاع وزارت د رسنیو د کنټرول هڅې او د موضوع پټه ساتنه نه یوازې د خلکو ژوند له خطر سره مخ کړی، بلکې دا کار طالبانو ته د جلب توجه سبب شوی او ښایي له دې امله د لا زیاتو افغانانو ژوند له ګواښ سره مخ شوی وي.

طالبان: نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ژمنې عملي کړي

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۵ جولای ۲۰۲۵، ۱۶:۴۱ GMT+۱

د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال صدراعظم عثماني وايي نړیوالې ټولنې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې خپلې ژمنې نه دي عملي کړې. هغه وویل:«بزګرانو ته د بدیل معیشت برابرول او د دغه بهیر د پیاوړتیا لپاره د ملاتړ سرچینې برابرول دوی نه دي پوره کړي».

د طالبانو د کرنې وزارت نن سې شنبه «د چنګاښ ۲۴مه» په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د یادې ډلې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال صدراعظم عثماني له جرمونو او نشه‌يي توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر (یو ان او ډې سي) له عملیاتي رییس یومتیاسن، د افغانستان د چارو مسولې موریل جوردن او د دې ادارې د دفتر رییس پولیک اوک سیري سره د لیدنې پر مهال له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې په افغانستان کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزې ژمنې عملي کړي.

عثماني ټینګار کړی، چې نړیواله ټولنه باید د بدیلو کرنیزو فرصتونو، بنسټیزو پروژو جوړولو او بزګرانو ته د اقتصادي فرصتونو رامنځته کولو په برخه کې فعال او اغېزناک رول ولوبوي.

په دې لیدنه کې د (یو ان او ډې سي) دفتر مسوولینو ویلي، باید هغو بزګرانو ته چې پخوا یې کوکنار کرل، اړینې مرستې برابرې شي او دوی ته کرنیز بدیلونه وړاندي شي.

هغوی زیاته کړې، چې هڅه کوي د کرنیزو محصولاتو لپاره مناسبه بازار موندنه وکړي، څو بزګران ښه او تلپاتې عاید ولري.

د یادونې وړ ده، چې د د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي دا بودجه بسنه نه کوي او د نړیوالې ټولنې پراخو همکاریو ته اړتیا ده.

جې شنکر: د شانګهای غړي هېوادونه باید له افغانستان سره پراختیايي مرستې زیاتې کړي

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۵ جولای ۲۰۲۵، ۱۵:۳۹ GMT+۱

د هند د بهرنیو چارو وزیر د شانګهای سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه کې وویل، چې نړیواله ټولنه، په ځانګړي ډول د شانګهای سازمان غړي هېوادونه باید د افغانستان د پراختیایي مرستو په برخه کې خپلې هڅې زیاتې کړي. هغه زیاته کړه چې هند به له خپلې خوا بې له شکه دا کار کوي.

نوموړي همداراز په ډاګه کړه، چې اوس اړتیا ده نړۍواله ټولنه اوپه ځانګړې توګه د شانګهای د همکاریو سازمان غړي هېوادونه له افغانستان سره پراختیايي مرستې ډېرې کړي.

افغانستان د شانګهای همکارۍ سازمان ناظر غړی دی، خو دغه غړیتوب یې د افغانستان د جمهوري نظام له سقوط وروسته ځنډول شوی و.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دوی له دې امله دې غونډې ته نه دي غوښتل شوي، چې د شانګهای همکارۍ سازمان غړو هېوادونو غونډه ده او افغانستان یې ناظر غړی دی.

اسحاق ډار: د افغانستان ثبات د شانګهای سازمان د ګډو هیلو بنسټیزه برخه جوړوي

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۵ جولای ۲۰۲۵، ۱۵:۰۶ GMT+۱

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د افغانستان دوامداره سوله او ثبات د شانګهای د همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د ګډو هیلو بنسټ جوړوي. اسحاق ډار دا څرګندونې د شانګهای همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو شورا غونډه کې کړې.

نوموړي د افغانستان د وضعیت په اړه د سیمه‌ییزې همکارۍ پر اړتیا هم ټینګار وکړ.

هغه وړاندیز وکړ چې د “شانګهای د همکاریو سازمان ـ افغانستان د تماس ډله” باید بېرته فعاله شي. هغه وویل چې له دې سره به یو ارزښتناک، عملي او په پایلو متکي مشارکتي بستر برابر شي.

ډار د ترهګرۍ په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل: «ترهګري د بشریت یوه ګډه اندېښنه ده، چې نړیوال امنیت ته ګواښ پېښوي. د ترهګرۍ ټول ډولونه، که دولتي وي یا غیر دولتي، د غندنې وړ دي. موږ باید ترهګري د سیاسي موخو لپاره له کارولو راوګرځوو او د دې خطر پر ضد باید په ګډه او همغږې لارې سره مبارزه وکړو، چې پکې د ترهګرۍ د ريښو ایستل هم شامل دي.»

د شخصي معلوماتو د افشا کېدو له امله برېټانیا زرګونه افغانان انتقال کړي

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۵ جولای ۲۰۲۵، ۱۴:۳۵ GMT+۱

په افغانستان کې د بریټانیايي ځواکونو د افغان همکارانو د شخصي معلوماتو له افشا کېدو وروسته د ۸۵۰میلیونه پونډو په لګښت سره د یوه پټ پلان پر بنسټ ۹ زره افغانان دغه هېواد ته لیږدول شوي او تر دې وروسته به نږدې ۷ زره نور کسان هم دغه هېواد ته ولېږدول شي.

دغه پټ پروګرام وروسته له هغې جوړ شو چې د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې د بریټانیا د دفاع وزارت د یوه کارکوونکي له لوري په ناپامۍ سره د بریټانیايي ځواکونو د همکارو افغانانو معلومات چې له بریټانیا یې د پناه غوښتنه کړې وه، د یوه برېښنالیک له لارې شریک شول.

د بریټانیا دفاع وزیر جان هیلي د افغان همکارانو د شخصي معلوماتو د افشا کېدو له امله د بریټانیا حکومت په استازیتوب بښنه غوښتې ده.

په بریټانیا کې د اړوندې محکمې قاضیانو د ۲۰۲۴ کال په جون میاشت کې وویل چې تر سل زره کسانو نومونه او نور جزییات د دفاع وزارت د ناغېړیو له امله بربنډ شوي او په وینا یې که چېرې طالبان د یادو کسانو معلوماتو ته لاسرسی ومومي نو ښايي ژوند یې له جدي ګواښ سره مخ شي.

د اېنډېپېنډټ ورځپاڼې د راپور پر بنسټ، د وروستي پلان له مخې تر اوسه نږدې ۹ زره کسان له خپلو کورنیو سره یا برېټانیا ته لېږدول شوي او یا هم د لېږد په حال کې دي او تر دې وروسته به نږدې ۷ زره نور کسان هم دغه هېواد ته ولېږدول شي.

د دفاع وزارت وکیلانو په خپلو سپارښتنو کې په وار وار ویلي وو، چې که طالبان د یادو افشا شویو کسانو نوملړ ترلاسه کړي نو ښايي ژوند یې له جدي ګواښ سره مخ شي.

د اېنډېپېنډټ د راپور پر بنسټ، د ۲۰۲۵ کال د مارچ تر میاشتې له افغانانو سره د مرستو او لېږدونې پروګرام له لارې شاوخوا ۳۶ زره افغانان دغه هېواد ته لېږدول شوي دي.

دغه پروګرام د ۲۰۲۱ کال په اپرېل کې جوړ شو خو د روانې میشتې په پیل کې د کډوالۍ په قوانینو کې د بدلونونو له راوستل کېدو وروسته بند شوی دی.