• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

قرغیزستان وايي چې د طالبانو په رسمیت پېژندلو کې بیړه نه کوي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۶ جولای ۲۰۲۵، ۱۰:۱۲ GMT+۱

د قرغیزستان د ملي امنیت شورا وايي، چې د روسیې له خوا د طالبانو رسمیت پېژندل یو منطقي ګام دی، خو په دې معنا نه دی چې نور هېوادونه به هم زور ورته ګام واخلي، ځکه هر څوک د خپلو ګټو په رڼا کې عمل کوي.

د قرغیزستان د ملي امنیت شورا سکرتر بکتېبک بکبولوتوف د سې شنبې په ورځ تاس اژانس ته په یوه مرکه کې وویل، چې «په چولپون‌ اتا کې د ډله ییز امنیت سازمان د امنیت شورا د سکرترانو د کمیټې په وروستۍ غونډه کې، سره له دې چې د افغانستان له خاورې د ګواښونو د له منځه وړو په برخه کې د طالبانو نړیوالې ژمنې په پام کې نیول شوې، د افغانستان د سولې او ثبات لپاره د مرستې نیتونه تایید شول».

نوموړی وايي،په دې ناسته کې د نړیوالو هڅو په چوکاټ کې د ملګرو ملتونو مرکزي همغږی رول وپیژندل شو او له نړیوالې ټولنې نه د افغانانو لپاره د بشري مرستو د زیاتولو نوې غوښتنې وشوې.

د نوموړي په وینا، په دې شرایطو کې د روسیې فدراسیون له خوا رسمیت پېژندل یو مناسب او منطقي اقدام ښکاري، خو زیاتوي، چې دا په دې معنا نه ده چې نور هېوادونه به ژر ورته ګام پورته کړي، ځکه هر هېواد به د خپلو ملي ګټو پر اساس عمل کوي.

بکبولوتوف ټینګار وکړ چې «بیشکیک د طالبانو له رسمیت پېژندنې پرته لا هم افغانستان ته بشري مرسته رسوي، په ځانګړې توګه پامیر سیمه کې مېشت قرغیز قوم ته».

تر دې وړاندې، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت تاس خبري اژانس ته ویلي وو چې روسیې طالبان په رسميت پېژندلي دي.

تېر کال د سپټمبر په میاشت کې د قرغیزستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې اړوندو چارواکو پرېکړه کړې چې طالبان د د ممنوعه ډلو له لېست څخه وباسي.

بکبولوتوف وايي، د امنیت او ثبات د ټینګښت، د پایښت لرونکو پرمختیایي اهدافو د ترلاسه کولو او د نېک ګاونډیتوب د اړیکو د پیاوړتیا په موخه، د ډله ییز امنیت سازمان غړي هېوادونه په هغو نړیوالو همکاریو کې راښکون ښيي، چې په مساوي ډیالوګ، د دوه ګونو معیارونو د مخنیوي، قانون حاکمیت او د هېوادونو د تاریخي او کلتوري ځانګړتیاوو په درناوي باندې ولاړې وي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د قزاقستان ولسمشر د کابل او استانه ترمنځ د دوه‌ اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۶ جولای ۲۰۲۵، ۰۹:۵۵ GMT+۱

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکاېیف د افغانستان لپاره د دغه هېواد له ځانګړي استازي سره لیدلي او له هغه سره یې د کابل او استانه ترمنځ د دوه‌ اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

توکایف خپل ځانګړي استازي ته سپارښتنه کړې، چې د سوداګرۍ، اقتصاد او بشرپاله مرستو په برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګټورو اړیکو د پراخېدو لپاره هڅې وکړي.

نوموړي همداراز په منځنۍ اسیا او افغانستان کې د دوامداره پراختیایي موخو لپاره د ملګرو ملتونو د سیمه‌ییز مرکز له ظرفیت نه اغېزمنه ګټه‌ اخیستنه مهمه بللې ده. دا مرکز څه موده مخکې د قزاقستان په الماتا ښار کې پرانیستل شو.

د قزاقستان ولسمشر د افغانستان د ټیکاو او امنیت د ملاتړ په برخه کې د بشري مرستو او روزنیزو پروګرامونو د دوام لپاره د خپل هېواد پر ژمنې یو وار بیا ټینګار کړی دی.

د یادونې ده، چې قزاقستان پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته له دغې ډلې سره په بېلابېلو برخو کې ښه راکړه-ورکړه لري؛ خو لا یې دغه ډله په رسمیت نه‌ده پېژندلې.

د کابل-هرات پر لویه لاره د ټرافيکي پېښې په ترڅ کې ۱۵ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۶ جولای ۲۰۲۵، ۰۹:۲۹ GMT+۱

په هلمند کې طالبان وايي، چې د دغه ولایت د واشېر ولسوالۍ اړوند په «کارېز» سیمه کې د کابل-هرات پر لويه لاره د یوې ترافيکي پېښې په ترڅ کې ۱۱ کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.

د هلمند لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند عزت‌الله حقاني چهاشنبه (د چنګاښ ۲۵مه) سیمه‌ییزو سرچینو ته زیاته کړې، چې دا پېښه د ۵۸۰ ماډل مساپر وړونکي موټر او یوه فلانګ‌کوچ ترمنځ رامنځته شوې ده. د هغه په وینا؛ ټپیان د ګرشک ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي دي.

ورته مهال له هلمند نه ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته خبر ورکړی، چې په ټپیانو کې د دوو کسانو روغتیايي وضعیت نازک او د اندېښنې وړ دی. ویل کېږي، پېښه د موټر چلوونکو د بې‌غورۍ او بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.

له تېرو څه باندې درې نیمو کلونو راهیسې په افغانستان کې ټرافیکي پېښې په بې‌سارې توګه او تر بل هر وخت ډېرې شوې دي، چې له امله یې زرګونه کسان مړه او سلګونه نور سخت او برسېرن ټپيان شوي دي. د افغانستان انټرنشنل-پښتو د یوه راپور پر بنسټ؛ په تېر یوه کال دوه زره کسان د ټرافیکي پېښو له امله مړه شوي دي.

طالبانو په وار- وار ادعا کړې، چې له موټر چلوونکو یې غوښتي څو د هر ډول سفر پرمهال احتیاط وکړي او د مساپرو ژوند وژغوري او د دې ترڅنګ یې د ټرافیکي پېښو د مخنیوي په موخه د هېواد په یو شمېر لویو لارو د چلوونکو د ګړندي سرعت د پېژندنې او مخنیوي لپاره ځانګړې طرحې هم ترتیب کړې دي.

د یادونې ده، چې په نوره نړۍ کې هم ټرافیکي پېښې کېږي؛ خو افغانستان او پاکستان دوه یوازیني هېوادونه دي، چې له تېرو څو کلونو راهیسې په‌کې ترافیکي پېښې په بې‌ساري توګه ډېرې کېږي.

عبدالباقي حقاني وايي، سږکال زرګونه کسانو ته شفاف، عادلانه او معیاري خدمتونه وړاندې شوي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۶ جولای ۲۰۲۵، ۰۸:۵۳ GMT+۱

د طالبانو د ازموینې ملي ادارې مشر عبدالباقي حقاني ادعا کړې، چې دغې ډلې په روان ۱۴۰۴ لمریز کال کې ۲۱ زره او ۹۶۱ کسانو ته د ۷۰ ازموینو له لارې شفاف، عادلانه او معیاري خدمتونه وړاندې کړي دي.

د هغه په وینا؛ د ازموینو په جوړښت کې وروستي اصلاحات د ځانګړو معیارونو پر بنسټ او د بایومیټریک غوندې د عصري میتودونو له لارې پلي شوي دي.

نوموړي د رسنیو په مرکز کې خبریالانو ته په یوې جوړې شوې غونډه کې زیاته کړې، چې د «بدیل» د مخنیوي لپاره د بایومیټریک سیسټم کارول پلي شوی او اوس د دې ادارې دفترونه په رسمي ډول هرات، کندهار، بلخ، کندوز، پکتیا، بامیان او ننګرهار ولایتونو کې فعالیت لري.

ورته مهال، د دې ادارې مشر ویلي چې د کانکور، ماسټرۍ، دیني مدرسې، اې‌ایګسټ او تخصصي ازموینو لپاره د پوښتنو بانکونه چمتو شوي؛ څو په ازموینو کې د پوښتنو له تکرار او درغلۍ مخه ونیول شي. د نوموړي په وینا؛ په لومړي ځل زرګونه زده‌کړیالان په انلاین ډول د نوم‌لیکنې له خدمتونو برخمن شوي دي.

نوموړي همداراز ویلي، چې د دغې ادارې موخه دا ده چې د سیمې او نړۍ له تجربو څخه په ګټې‌اخیستنې، د ازموینو نوی افغاني او معیاري سېسټم رامنځته کړي.

د طالبانو د ازموینې ادارې مشر عبدالباقي حقاني د نجونو د ازموینو په تړاو هېڅ نه دي ویلي. دا په داسې حال کې ده، چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته نږدې څلور کاله کېږي چې له شپږم ټولګي پورته افغان نجونې له زده‌کړو بې‌برخې دي.

تېرکال هم دغې ادارې د هېواد په کچه ۴۴ لویې او وړې ازموینې اخیستې وې.

‏د طالب چارواکي ادعا: د جمهوریت ستونزې په میراث راپاتې شوې دي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۶ جولای ۲۰۲۵، ۰۸:۰۰ GMT+۱

د طالبانو د ریاست الوزرا د دفتر رییس ملا عبدالواسع ادعا کړې، چې د تېر جمهوري نظام ټولې ننګونې او ناخوالې دغې ډلې ته په میراث پاتې شوې دي. نوموړي د تېر جمهوري نظام ستونزې، کورني خنډونه او نړۍوال بندیزونه د طالبانو لپاره یوه ازموینه بللې ده.

د هغه په وینا؛ هغه مهال عمومي تصور دا و، چې طالبان به ونه‌شي کولای خپل رژیم ته دوام ورکړي؛ خو دی زیاتوي چې د یادې ډلې مشرانو په «مدبرانه هڅو» سره د هېواد په بېلابېلو برخو کې مثبت بدلونونه راوستي دي.

ښاغلي عبدالواسع همداراز د طالبانو د لاسته راوړنو په نوم رسنیو ته په خبرو کې ادعا کړې، چې افغانستان له یوه «کاذب اقتصاد» سره مخ او د بهرنیو مرستو پر بنسټ ولاړ و. نوموړي زیاته کړې، چې پر افغانستان نړۍوال فشارونه او بندیزونه لګېدلي وو او هڅه کېده چې هېواد منزوي شي.

د ریاست‌الوزرا دفتر رئیس ټینګار کړی، چې د دغې ډلې رژیم په تېرو څلورو کلونو کې له شته امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې د هېواد په امنیتي، اقتصادي، ټولنیزو او نورو برخو کې اصلاحات راوستي دي.

د طالبانو یاد چارواکی دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې پر افغانستان د دغې ډلې تر واکمنېدو وروسته د بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ لمن تر بل هر وخت پراخه شوې ده.

همداراز، طالبانو تراوسه د یو ټول‌ منلي او ټول‌ګډوني حکومت پر جوړېدو هوکړه نه‌ده کړې؛ بلکې واک یې یوازې د خپلې ډلې اړوند ملایانو په لاس کې ورکړی، چې دا چاره یې د کورنیو ستونزو مهم لامل بلل کېږي.

نوې څېړنه؛ طالبان په افغانستان کې له جهادي ډلو سره پېچلې اړیکې او محتاطه همکاري لري

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۶ جولای ۲۰۲۵، ۰۶:۳۰ GMT+۱

د برېتانیا د اېکسټر پوهنتون یوه نوې څېړنه ښيي، چې طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته د القاعده، تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي په ګډون له افراطي او جهادي ډلو سره محتاط؛ خو ښې اړیکې ساتلې دي.

د دې څېړنې پر بنسټ؛ طالبانو هڅه کړې، چې د «حساس توازن» په ساتلو سره د دې ډلو پر وړاندې مستقیم اقدام ونه کړي؛ خو په ورته وخت کې یې هغوی ته د فعالیت، پوځي روزنې، د جنګیالیو جلب‌‌جذب او ان د دیني مدرسو د پراخېدو زمینه برابره کړې. دا هرڅه د دې لامل شوي، چې دا ډلې افراطي افکار خپاره کړي.

د دې څېړنې د لوړپوړې څېړونکې ډاکټرې ویدا مهران په وینا؛ د طالبانو او جهادي ډلو ترمنځ اړیکې ډېرې پخوانۍ ریښې لري، خو اوس‌مهال اقتصادي ګټو په ځانګړې توګه د کانونو د استخراج په برخه کې دا اړیکې نورې هم پیاوړې کړې دي.

څېړنې ښودلې، چې طالبان د القاعدې له لارې د قاچاق نړۍوالو شبکو ته لاس‌رسی لري او په اوونۍ کې په مېلیونونه ډالر د سرو زرو د کانونو په څېر سرچینو نه ترلاسه کوي. دا عاید د طالبانو په رسمي بودجه کې شامل نه دي؛ بلکې د دواړو خواوو ترمنځ وېشل کېږي.

راپور ښيي، چې دا همکاري نه یوازې په مالي برخه کې ده؛ بلکې طالبانو القاعدې ته اجازه ورکړې، چې په افغان خاوره کې جهادي روزنیز مرکزونه پراخ او نوي کسان استخدام کړي.

بل‌خوا، د تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي هم د افغانستان په خاوره کې خوندي ځای پیدا کړی او دا ډله توانېدلې، چې بیا منظم شي، ځواکونه استخدام کړي او د خیبرپښتونخوا په قبایلي سیمو کې ترهرګریز بریدونه ډېر کړي. دغې ډلې د خپلو جنګیالیو د پیاوړتیا لپاره له طالبانو سره نږدې اړیکې ساتلې دي.

د دې څېړنې له مخې؛ طالبان له یادو ډلو سره په اېډیالوژیکي، لوژستیکي او عملیاتي برخو کې اړیکې لري. همداراز، طالبان هڅه کوي، د یادو وسله‌والو ډلې په کنټرول کې ملا هبت‌الله هم خپل رول ولري. راپور خبرداری ورکړی، چې د دغه ډول اړیکو دوام به د سیمې او نړۍ امنیت ته جدي ګواښ پېښ کړي.