د طالبانو یوه جګپوړي چارواکي ویلي، دا کسان له هېواده د وتلو اجازه نه لري او دا «جاسوسان» د طالبانو د عمومي عفوې برخه نه دي.
د برېتانیا د دفاع وزیر سې شنبې په ورځ پارلمان کې د دې تخنیکي تېروتنې له امله له هغو افغانانو بخښنه وغوښته، چې شخصي معلومات یې رسنیو ته رسېدلي.
دغه افشا شوی نوملړ نږدې ۲۵ زره کسان رانغاړي، چې پکې د پخوانیو افغان امنیتي ځواکونو هغه غړي هم شامل دي چې له برېتانیا سره یې همکاري کړې او د هغوی کورنۍ هم پکې شامل دي.
طالب چارواکو ټېلګراف ته ویلي، دوی دا نوملړ له ۲۰۲۲ کال راهیسې له انټرنټ څخه تر لاسه کړی او دا کار د برېتانیا پټ عملیات بې نتیجې کولی شي.
د طالبانو یوه جګپوړي چارواکي ویلي، که څه هم ډېری کسان له هېواده تښتېدلي یا پټ دي، خو طالبان یې د موندلو لپاره ځانګړي کسان ټاکلي.
هغه زیاته کړې: «موږ یوه ځانګړې ډله جوړه کړې چې دا کسان پیدا کړو، له کورنیو یې پوښتنې کوو، کورونه یې پلټو او پر هغوی فشار راوړو ترڅو ځای یې رابرسېره شي، ان د کندهار مشران پر کابل فشار راوړي چې دا خلک دې ژر پیدا شي، ځکه هغوی باور لري چې دغه کسان لا هم له برېتانیا سره اړیکې لري.»
یوه بل طالب چارواکي ویلي، چې د یاد نوملړ نومونه د طالبانو سرحدي ځواکونو ته هم ورکړل شوي، ترڅو دا کسان له هېواده ونه وځي. ډېری کسان یوازې هغه وخت پوه شوي چې په لېست کې دي، کله چې یې هڅه کړې له هېواده ووځي.
هغه وايي: «موږ ته امر شوی چې دې کسانو ته د وتلو اجازه ورنکړو. دوی زموږ په اند خاینین دي. هغه کس چې نوملړ افشا کړی، موږ ته یې مرسته کړې. عفوې شته، خو دا کسان ورته نه شاملېږي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د برېتانیا حکومت هڅه وکړه چې د نوملړ افشا کېدل پټ وساتي، ترڅو د افغانانو ژوند له ګواښ سره مخ نه شي او د دې لپاره یې نږدې ۷ میلیارد پونډه ولګول او زرګونه کسان یې په پټ ډول برېتانیا ته انتقال کړل.
د "روبیفیک" په نوم عملیات د برېتانیا تر ټولو ستر سوله ییز تخلیه ییز عملیات بلل شوي، چې شاوخوا ۲۴ زره افغانان تر اوسه برېتانیا ته انتقال شوي یا د انتقال بهیر کې دي.
خو یوه برېتانوي قاضي چمبرلین د پټ ساتلو حکم لغوه کړ او استدلال یې وکړ ،چې د موضوع پټ ساتل به طالبان نور هم د نوملړ په ارزښت پوه کړي.
د دیلي ټېلګراف په راپور کې راغلي، طالبان پر هغو کسانو هم فشار راوړي چې د یاد نوملړ کسانو خپلوان دي.
یو افغان چې دوه کاله مخکې له خپل کلي تښتېدلی او اوس په ایران کې دی، وایي چې طالبانو څو ځلې د دوی کور تلاشي کړی، ان د طالبانو له خوا نیول شوی او وهل شوی هم دی.
د هغه په خبره: «یو ځل یې راونیولم، ویی وهلم، ځکه زما تره له برېتانوي ځواکونو سره کار کړی و. طالبانو ویل باید د تحقیق لپاره ورسره ولاړ شي. دا چاره زموږ ټولې کورنۍ ته د وژلو له ګواښه کم نه دی.»
دا افغان لا هم په ایران کې دی، خو د ایران حکومت دا ډول کسان بېرته افغانستان ته لېږي.
د نوموړي خپلوان اندېښنه لري، چې که هغه بېرته هېواد ته ستون شي، طالبان به یې ووژني ځکه «طالبان یې ټول معلومات لري، د ده، مېرمنې او بچیانو نومونه هم په لېست کې ثبت شوي دي.»
طالبانو مخکې ویلي وو چې له چا سره د غچ اخیستو قصد نه لري او د عفوې فرمان نافذ دی. خو د دیلي ټیلیګراف راپور ښيي چې طالبان د بریتانیا له پخوانیو افغان همکارانو سره ځانګړې حسابکتاب لري.