
په اسلاماباد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د پنجشنبې په ورځ د افغان کډوالو د ستونزو حل لپاره له پاکستانه د بشري چلند غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې باید په دې اړه د پاکستان او طالبانو ترمنځ خبرې اترې له سره پیل شي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کميشنرۍ ویاند قیصر خان افریدي په وینا؛ دوی د پاکستان او افغانستان ترمنځ د رغنده خبرو اترو غوښتنه کړې ده.
نوموړي ویلي، د دغه خبرو په پایله کې کېدای شي چې افغان کډوال په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شي.
دغې ادارې دارنګه د افغان کډوالو د کوربهتوب په برخه کې د پاکستان ستاینه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان کې لاهم افغان کډوال د اېستلو له ګواښ سره مخ دي.
پاکستاني پولیس وخت ناوخت د افغانانو کورونو ته ورځي او د اسنادو پوښتنه یې کوي.
په اسلاماباد کې د جې اې سي «JAC» په نوم د کډوالو ملاتړې یوې ادارې دوهخ ورځې وړاندې هم ادعا کړې وه، چې د پاکستان په پلازمېنې اسلاماباد کې پرون نیول شوي ۱۵۰ کسان چې د «پي او ار» کارتونه یې لرل؛ د تورخم له لارې افغانستان ته په جبري توګه ستانه کړای شول.

د «ارغواني شنبو غورځنګ» په یوه خپاره کړي بیان کې د طالبانو د امربالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت غړو لهخوا د کابل په شهر نو کې د ۵۰ ښځو نیولکېدل غندلي دي. دغه غورځنګ د طالبانو له زندانه د دغه ښځو د سملاسي او ځنډ پرته د خوشېکېدو غوښتنه کړې ده.
د یاد غورځنګ په بیان کې راغلي، چې داغه کړنه په افغانستان کې د ښځو د ځپلو یوه څرګنده بېلګه ده. د دغې مدني ټولنې په وینا، په افغانستان کې ښځې د خپلو جامو د غوره کولو، د زدهکړې دوام، کار یا ان په عامه ځایونو کې ازادي نهلري او په خپل هېواد کې یرغملې شوې دي.
دغه غورځنګ دا پېښه د انساني وقار سپکاوی او د افغان ښځو له بنسټیزو حقونو ښکاره سرغړونه بللې او خبرداری یې ورکړی، چې د دا ډول سیاستونو دوام به د افغان ټولنې لپاره خطرناکې پایلې ولري.
نوموړي غورځنګ پر ملګرو ملتونو، د بشري حقونو سازمانونو او نړۍوالې ټولنې غږ کړی، چې د دغه ډول ظلمونو پر وړاندې غلي پاتې نهشي او طالبان د ښځو د نیولو او ځپلو مسوول وګڼي.
د ارغواني شنبو غورځنګ ټینګار کړی، چې د افغان ښځو د حقونو لپاره به مبارزې ته دوام ورکړي، د جنسیتي تبعیض پر وړاندې به مبارزه وکړي او پر نړۍوالې ټولنې به د عملي اقداماتو لپاره فشارونه راوړي.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون ځینو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته خبر ورکړی و چې طالبانو وړمه ورځ د کابل ښار په شهر نو سیمه کې لسګونه ځوانې ښځې نیولې او د امربالمعروف وزارت اړوند توقیف ځایونو ته یې لېږدولې دي.
د طالبانو د امر بالمعروف وزارت تر اوسه دا نه ده روښانه کړې، چې دا ښځې یې د کومو تورونو له امله نیولې دي؛ خو یو شمېر نیول شوې ښځې د کورنیو لهخوا د لیکلي ضمانت له وړاندې کولو او تر یوې شپې بند وروسته خوشې شوې دي.
فوربز امريکايي مجلې (د چنګاښ په ۲۸مه) ليکلي، چې له ایران او پاکستانه د افغانانو د اېستلو لړۍ لاهم دوام لري؛ خو طالبان د دغه کډوالو لپاره د لومړنیو اسانتياوو برابرولو وس نهلري. دارنګه ترهګرې ډلې کولای شي، چې د راستنېدونکو افغانانو له بېوزلۍ او بېکارۍ ګټه پورته کړي.
که څه هم د افغانانو اېستل د ۲۰۲۳ کال راهیسې پیل شوي وو؛ خو په وروستیو میاشتو کې دغه لړۍ خورا چټکه شوې او د کډوالو شړلو په لړ کې تر ټولو ناوړه حالت بلل کېږي.
اوسمهال په افغانستان کې په رسمي ډول تر ۲.۶ مېلیونو ډېر راستانه شوي کډوال ثبت شوي، چې د دې ترڅنګ ۳.۵ مېلیونه بېځایه شویو افغانانو دغه ناورین نور هم ژور کړی دی.
پاکستان هم ورته سياست غوره کړی او له خپل هېواده افغانان باسي. اسلاماباد د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کلونو ترمنځ تر ۶۰۰زره ډېر افغانان له خپلې خاورې اېستلي دي؛ دغه ډول یې له ۲۰۲۳کال راهیسې تر ۸۵۰زره ډېر نور افغانان هم له دغه هېواده اېستلي دي.
ایران په ډلهییز ډول د افغانانو د شړلو لاملونه امنیتي اندېښنې او اسراییل سره جګړه بولي، چې ځينې افغانان یې اسراييل ته په جاسوسۍ هم تورن کړي دي؛ خو له ایران څخه د افغانانو د اېستلو لوی لامل د ایران ویجاړ اقتصاد دی.
له کنټروله وتلی انفلاسیون او د بېکارۍ ډېرښت په ایران کې د افغانانو پر وړاندې کرکه زیاته کړې ده. له ډېرو افغانانو سره د ایران امنيتي ځواکونو زور زیاتی کړی، ان دا چې عامو خلکو هم افغانان ځورولي دي.
د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو داسې اسناد موندلي، چې په ایران کې افغانان فزيکي شکنجه کېږي، په ناقانونه ډول نیول کېږي او له خپلو کورنیو څخه جلا کېږي.
په ۲۰۱۸ کال کې چې په ایران کې بېکاري ډېره شوه، نږدې ۴۰۰زره ناقانونه افغانان په خپله خوښّ افغانستان ته ستانه شول.
په ایران کې ډېری افغانان د بېوزلۍ له کبله په ډېرو لږو پيسو کار کوي، ځینې افغانان تر څلورو ډالرو هم کم عاید لري.
په ایران کې ډېری پاتې افغانان ناقانونه بلل کېږي. هغه افغانان چې پخوا ایران ته تللي او هلته د کډوالو په نوم ثبت شوي، نسبتا ښه ژوند لري؛ خو هغه افغانان چې د طالبانو تر دویم ځل واکمنېدو وروسته تللي، ډېر لږ امکانات لري.
تر ۲۰۲۲کاله پورې په ایران کې شاوخوا ۲.۶ مېلیونه افغانان د کډوالو په نوم ثبت شوي وو؛ خو د روان کال د جون پر پنځمه نېټه د ایران حکومت اعلان وکړ، چې د دغو کډوالو د مهاجرت کارټونه نور اعتبار نه لري. د دغه اعلان له مخې؛ دوه مېلیونه نور افغانان پرته له دې چې یوه قانوني حل لاره وموندي، د اېستل کېدو له ګواښ سره مخ دي.
یو ړنګ هېواد ته ستنېدل
هغه افغانان چې اوس افغانستان ته اېستل کېږي له نامعلوم برخلیک سره مخ دي. د طالبانو تر مشرۍ لاندې حکومت د دې وس نه لري، چې سلګونه زره راستانه شوي افغانان ومني.
دغه ستنېدونکي افغانان کورونه او د اوسېدو ځایونه نه لري؛ نو له همدې امله دې ته اړ دي، چې بیا بېځایه شي
د طالبانو حکومت دومره عواید هم نه لري، چې دغه کډوالو ته د ژوند لومړنۍ اسانتياوې برابرې کړي؛ له افغانستان سره د نړۍوالو مرستو درېدو د دغه افغانانو ژوند نور هم له کړاوونو سره مخ کړی دی.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې؛ په افغانستان کې د بېوزلۍ کچه ۹۷ او د بېکاري ۶۹ سنله ده، چې د طالبانوله واکمنېدو سره د بېوزلۍ او بېکارۍ ګراف نور هم لوړ شوی.
له بل پلوه ۹۵ سلنه افغانان وايي، چې کافي خواړه نه لري او دې ستونزې پر ښځو او نجونو ډېر ناوړه اغېز کړی دی.
دغې مجلې د دغه راپور په وروستۍ برخه کې لیکلي، که څه هم افغانستان ته د کډوالو راستنېدل پر ترهګرۍ مستقیم اغېز نه لري؛ خو له بېوزلۍ او د ژوند له ناوړو شرايطو څخه ترهګر ناوړه ګټه اخيستلای شي.
د کډوالو نړیوال سازمان« ای او ایم » مشره، ایمي پاپ، وایي چې د افغان کډوالو چټک او جبري ډول راستنېدل د افغانستان د بشري مرستو کمزوری سیستم له شدید فشار سره مخ کړی دی، او راستنېدونکې کورنۍ بېوسیلې، ستړي او د ژغورنې په تمه دي.
د کډوالو نړیوال سازمان « ای او ایم »مشرې ایمي پاپ خبرداری ورکړی، چې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو جبري او ډلهيیز راستنېدل د افغانستان پر بشري سیسټمونو سخت فشار راوستی دی.
نوموړې ویلي: « راستنېدونکې کورنۍ یوازې له خپلو جامو پرته بله هیڅ نه لري، لوږې، ستړیا او بېوسیلۍ ډیر ځورولي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.»
د«ای او ایم »د معلوماتو له مخې، یواځې د ۲۰۲۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له ایران څخه څه باندې ۷۰۰ زره افغانان راستانه شوي دي، چې شاوخوا ۷۰ سلنه یې په زور راشړل شوي دي.
د دغو راستنېدونکو زیات شمېر یې ښځې، ماشومان او بېسرپرسته کسان دي، چې د استوګنې، خوړو، درملو او نورو لومړنیو مرستو ته سخت اړتیا لري.
بلخوا د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي، چې تر ۲۰۲۵ کال د شپږمې میاشتې پورې له ایران او پاکستان څخه شاوخوا ۱.۲ میلیونه افغانان راستنه شوي یا تبعيد شوي دي، چې ۷۰ سلنه یې په زور شړل شوي راستنېدونکي دي .
«یو این ایچ سي ار» زیاته کړې، چې په سرحدي کمپونو کې د ښځو او نجونو وضعیت د اندېښنې وړ دی، دوی اکثر بېله خپلوانو راځي، چې د جنسي ځورونې، باج اخیستنې او د نیونې له ګواښ سره مخ وی.
د یادولو وړ ده، چې د نړیوالو مرستو کموالی، د سرحدي تاسیساتو نشتون او په کور دننه ناوړه وضعیت دا بشري بحران لا پسې ژور کړی دی.
« ای او ایم » او نور نړیوال بنسټونه له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوي چې افغانستان ته بیړنۍ او په پراخه کچه مرستې برابرې کړي، ځکه چې دغه هیواد یوازې د دې ستر بحران د حل توان نه لري.
د مخکیني جمهوري حکومت د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د ځينو هېوادونو سره د طالبانو سوداګريزو تفاهم لیکونو امضاء ته په اشارې لیکلي: «په افغانستان کې د یو نامشروع او بې ثباته حاکمیت په چوکاټ کې ځيني د ټاپي، طبيعي ګاز پايپ لاین او اوس د افغانستان اورګاډي پټلۍ خوبونه ويني.»
امرالله صالح د طالبانو او ازبکستان ترمنځ د «افغان ټرانس» رېل پټلۍ د امکان سنجۍ درې اړخيز هوکړه لیک لاسلیک ته په اشارې لیکلي، چې لاسلیکونکي پوهېږي چې دوی د یو لنډ افسانوي فلم لوبغاړي دي.
هغه که څه هم په مشخص ډول د کوم چا او بل هېواد نوم نه دی اخیستی خو زياته کړې یې ده : «هغه کسان چې د دې پروژو او سرلیکونو یې کاغدونه لاسلیک کړي پوهيږي، چې دوی د افسانوي فلم لوبغاړي دي.»
طالبانو نن د پنجشنبه په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې رییس الوزرا د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر سره په لیدنه کې د « افغان ټرانس » رېل پټلۍ د امکان سنجۍ درې اړخیز هوکړه لیک لاسلیک کړ.
همدا ډول په همدې ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د ټرانس- افغان رېل پټلۍ د شونتیا څېړنې هوکړې لاسلیکېدل د سیمه ییز اتصال او اقتصادي پرمختګ لپاره یو مهم پړاو وباله.
اسحاق ډار ټینګار کړی چې په دې سره به د منځنۍ اسیا هېوادونه د افغانستان له لارې د پاکستان له سمندري بندرونو سره وصل شي.
فایر اوبزرور ویب پاڼه په یوه مقاله کې وایی چې د طالبانو بیا ځل واکمنۍ سره دغه هېواد د یوه سیاسي، اقتصادي، امنیتي او بشري ناورین پر لور تللی او د طالبانو د سخت دریځه واکمنۍ تر بیا ټینګېدو وروسته، افغانستان یو ځل بیا له ترهګرۍ، فقر، د ښځو پر وړاندې ظلم او نړیوالې انزوا سره مخ دی.
ددغه ویبپاڼې په مقاله کې راغلي، چې دا وضعیت نه یوازې د افغانستان راتلونکی له ګواښ سره مخ کوي، بلکې د سیمې او نړۍ امنیت ته هم یو خطر دی، د دې بحران د مخنیوي لپاره، متحده ایالاتو د مشرتابه لپاره یو تاریخي او ستراتیژیک فرصت دی، څو د سولې، ډیپلوماسۍ او بشري ارزښتونو پر بنسټ یو نړیوال غبرګون رهبري کړي.
ویبپاڼه زیاتوي، چې طالبانو له بېرته واک ته رسېدو وروسته، د ولس پر رضا نه، بلکې د زور او جبر له لارې حکومت ته دوام ورکړی. ډیموکراتیکې ادارې ړنګې شوي، مدني ټولنه خاموشه شوې، او مخالفین ځپل شوي دي. د طالبانو دننه هم اختلافونه شته، په ځانګړې توګه د کندهار مشرتابه او حقاني شبکې ترمنځ، چې د یوه ټولشموله حکومت رامنځته کېدل یې ستونزمن کړي.
په مقاله کې راغلي، چې د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۴ کال راپور ښيي چې ترهګرې ډلې لکه القاعده، داعش خراسان، او د پاکستاني طالبانو تحریک« ټي ټي پي » په افغانستان کې پراخ حضور لري، او القاعده ۹ نوي روزنیز مرکزونه جوړ کړي. دا وضعیت د طالبانو د واکمنۍ لاندې ترهګرۍ ته فضا برابروي.
له اقتصادي پلوه، افغانستان له ۳۰ سلنه څخه زیات اقتصادي کموالی تجربه کړی او د بهرنیو بشري مرستو پر اوږه ولاړ دی. طالبان د عاید لپاره له نشهيي توکو، ناقانونه کانکېندنې او قاچاق څخه کار اخلي. د کوکنارو د بندیز باوجود، د مصنوعي موادو تولید لکه «مټامفټامین» مخ پر زیاتېدو دی.
ویبپاڼه وایي، چې تر ۹۰ سلنه زیات خلک د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي، عامه خدمات ړنګ شوي، د ځوانانو بیکاري پراخه ده، او په زرګونو افغانان هر کال هېواد پرېږدي. په کلیوالو سیمو کې کورنۍ اړ کېږي چې ماشومان د کار یا ودونو لپاره وپلوري، او ګڼ ځوانان تندروه ډلو ته ورجذبېږي.
په مقاله کې راغلي چې د افغان مېرمنو پر وړاندې سسټماټیک ظلم یو جلا بحران دی. طالبان له ۸۰ زیات فرمانونه صادر کړي، چې له مخې یې نجونې تر شپږم ټولګي وروسته له زده کړو منع دي، ښځې له کار، سفر، او عامه ژوند نه محرومې شوې دي. دا تبعیض د انساني حقونو نه یوازې ښکاره سرغړونه ده، بلکې د هېواد له پراخ بشري ظرفیت څخه انکار دی.
افغانستان دا مهال یوې بندې کړۍ ته ورته حالت کې دی: ظلم توندلاري پیاوړې کوي، توندلاري اقتصاد خرابوي، فقر پراخوي، او انساني ناورینونه ژوروي. طالبان پخپله نه اصلاح کېږي او یوازې جدي نړیوال تعامل دا کړۍ ماتولی شي.
دغه ویبپاڼه وایي، چې له دننه د دې تعامل فرصت شته. له یوې خوا، افغان ولس د یوه ټولشموله حکومت غوښتنه لري، ښځې باریونونه کوي، پټ ښوونځي فعاله دي، ځوانان او مدني فعالان خاموشه پاتې شوي نهدي. له بلې خوا، د سیمې هېوادونه لکه پاکستان، ایران، روسیه او چین، د طالبانو له شتون څخه رنځ وړي او د ترهګرۍ زیاتوالی احساسوي.
سربېره پر دې، د طالبانو د بدلون ناهیلي نړیواله ټولنه دې ته اماده کړې چې نوې تګلاره غوره کړي. حتی د وسلهوال مقاومت نښې د هېواد په شمال او پنجشیر کې تر سترګو کېږي.
فایر اوبزرور وایي، چې متحده ایالات باید له فرصت څخه ګټه واخلي او د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې د سولې یو سیاسي چوکاټ رهبري کړي. دغه چوکاټ باید پنځه مهم عناصر ولري:
د ملګرو ملتونو تر رهبرۍ لاندې ټولشموله سیاسي بهیر چې طالبان، مخالفین، ښځې، مدني ټولنه او قومي اقلیتونه پکې برخه ولري. موخه باید د یوه انتقالي حکومت جوړول وي چې نوی اساسي قانون ترتیب کړي.
د سپینې ماڼۍ له لورې باید یو ځانګړی استازی وټاکل شي، څو د افغانستان لپاره نړۍوالې هڅې همغږي کړي. د ملګرو ملتونو له استازو سره نږدې همکاري به نړیواله ستراتیژي همغږې کړي.
همدا راز د دیني ډیپلوماسۍ کارول له اسلامي همکاریو سازمان او اسلامي هېوادونو سره، ترڅو د تعلیم، بشري حقونو او سولې ملاتړ وشي.
سیمه ییز ثباتي تړون چې پاکستان، ایران، هند، چین، روسیه او منځنۍ اسیا هېوادونه سره یوځای کړي، د نه مداخلې، ترهګرۍ ضد همکاریو، کډوالو راستنېدو او سیمه ییز اتصال په برخو کې.
او همدا ډول تر سیاسي هوکړې پورې، د مدني ټولنې ملاتړ، بندیزونه، ویزې بندیزونه، کنګل شوې شتمنۍ او د طالبانو د ظلم پر ضد فشارونه باید دوام ولري، خو د پرمختګ په صورت کې د تشویقي ګامونو ورکول هم اړین دي.
د امریکا لپاره دا مسله یوازې خیریه کار نه دی، بلکې ستراتیژیک او اخلاقي مسولیت دی چې د ملي امنیت، اقتصادي ګټو، جیوپولیټیکي اغیزو او نړیوال اعتبار ساتنه تضمین کړي.
افغانستان کې د ترهګرۍ د بیا راژوندي کېدو مخنیوی، د پراخو معدني زیرمو شفافه پرمختیا، سیمه ییزې سیالۍ کې د ګټو د ساتنې او د امریکا د ارزښتونو ژغورنه له دې ستراتیژۍ مهمې برخې دي.
مقاله زیاتوي چې امریکا له یوه تاریخي او اخلاقي انتخاب سره مخ ده: یا له افغانستانه په بېپامه توګه تر شا شي، یا د ډېپلوماسۍ، همکارۍ او پراخې سولې له لارې د رهبریت مسولیت ومني.
مقاله په پای کې تاکید کوي چې د سولې رامنځته کول تصادفي نه دي؛ دا باید جوړ شي،او دا کار د یوې هوښیارې او مسولې پریکړې څخه پیلېږي.