پکتیا کې د لسګونه ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ریاست خبر ورکړی، چې د‌ پکتیا ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ شوې دي. دغه اداره وايي، دا سیالۍ په ۱۲ کټګوریو کې ترسره شوې چې ۱۲ کسانو په‌کې لومړي، لومړي مقامونه ګټلي دي.