پاکستان د هند لپاره خپل فضایي حریم یو ځل بیا د یوې میاشت لپاره وتاړه

پاکستان د هندي الوتکو پرمخ خپل فضایي حریم یو ځل بیا د اګست میاشت پورې بند کړ، له دې پرېکړې سره به د هند ټولو الوتکو ته د پاکستان هوایي حریم ته ننوتل منع وي.

پاکستان د هندي الوتکو پرمخ خپل فضایي حریم یو ځل بیا د اګست میاشت پورې بند کړ، له دې پرېکړې سره به د هند ټولو الوتکو ته د پاکستان هوایي حریم ته ننوتل منع وي.
د پاکستان د هوایي ډګرونو ادارې له خوا خبرداری خپور شوی، چې له مخې یې د هندي الوتکو پر وړاندې فضایي حدودو بندېدل یوه میاشت نور تمدید شوي.
ددغه خبرداري په اساس، د هند ټولې الوتکې به تر اګست ۲۳پورې د پاکستان فضایي حدود ته د ننوتلو اجازه ونه لري.
د پاکستان هوایي ډګرونو ادارې زیاته کړه چې دغه بندیز یوازې د هند تجارتي طیارو پورې محدود نه دی، بلکه د هند په ملکیت کې اخیستل شوې پوځي او ملکي طیاري همپه دغه بندیز کې شاملې دي.
یاده دې وي چې د هندي الوتکو لپاره د پاکستان فضایي سرحدونه د ۲۳اپرېل راهیسې بند دي، او دا بندیز تر دې مخکې هم دوه ځله یوه یوه میاشت لپاره غځول شوې وو.

د امریکا پوځ د پخوانیو ځانګړو عملیاتو سرتیرو ته خبرداری ورکړی چې ممکن د سوریې او عراق پخواني خدمتګاران په فلوریډا کې د ترهګرۍ ګواښ سره مخ شي. په یادښت کې ځایي پولیسو ته د شکمنو فعالیتونو د راپور ورکولو غوښتنه شوې ده.
د امریکا پوځ د پخوانیو ځانګړو عملیاتو سرتیرو نه غوښتي چې خپل شاوخوا ته جدي امنیتي تدابیر ونیسي.
یو یادښت چې د العربيه انګلسي لخوا ترلاسه شوی، وايي: «دا پیغام تاسو ته د 'دندې له مخې خبرداري' په اړه یو تازه خبر درکوي چې ممکنه ترهګريز ګواښ د فلوریدا په سیمه کې د هغو پخوانیو پوځي چارواکو پر وړاندې وي چې د سوریې او عراق په ډګر کې یې خدمت کړی.»
دغه ګواښ د فلوریدا په سیمه کې متمرکز ښکاري، دغلته د امریکا ځانګړو عملیاتو قومانداني (SOCOM) مرکزي دفتر موقعیت لري، خو دا ګواښ د فعالو سرتیرو سره مستقیم تړاو نلري.
ددغه ګواښ په اړه زیات جزیات ندي ورکړل شوي چې دغه ګواښ د چا له لورې دوی ته متوجه دی.

د امریکا یوې فدرالي محکمې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه اجرایي فرمان ځنډولی، چې موخه یې په امریکا کې د غیر قانوني کډوالو زېږېدلي ماشومان د تابعیت له حقه محروم کړي.
د دغه پرېکړې ځنډونکي قاضي لاپلانټ ویلي: « دغه اجرایي حکم د لنډمهال لپاره ځنډول شوی، څو د ټرمپ اداره وکولای شي استیناف وکړي؛ خو تر اوسه هېڅ ډول استیناف نه دی شوی، نو د محکمې دا پرېکړه د اوس وخت لپاره د عملي کېدو وړ ده.»
د امریکا د مدني ازاديو ټولنې وکیل، کوډي ووفسي، چې د اغېزمنو ماشومانو استازیتوب کوي، ویلي دي چې دا پرېکړه د هغو ماشومانو حقونه خوندي کوي چې د ټرمپ د بندیز له امله د تابعیت له حقه بېبرخې کېدل.
ووفسي زیاتوي: « دا یوه مهمه قانوني شاته تمبونه ده، ځکه چې حکومت نه د استیناف غوښتنه کړی او نه یې د بېړني اقدام هڅه کړې. نو تر اوسه دا بندیز د ټول هېواد په کچه نافذ نهدی.»
سره له دې، چې د ټرمپ اداره لا هم کولی شي د استیناف غوښتنه وکړي، یا له اړوند قاضي څخه وغواړي چې خپله پرېکړه محدوده کړي، خو تر دې دمه هېڅ اقدام نه دی شوی.
د ټرمپ دا هڅه د هغو ماشومانو پر تابعیت اغېزه لري چې مور او پلار یې په امریکا کې غیرقانوني یا لنډمهاله مېشت دي.
د امریکا د عدليې وزارت تراوسه د دې موضوع په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.
بلخوا، د بوسټن په یوې محکمې کې د یوولسو ایالتونو استازو هم خپل دلایل وړاندې کړي دي.
هغوی د ټرمپ اجرایي فرمان د اساسي قانون خلاف بللی او ویلي یې دي چې دا هڅه د ایالتونو د عامه خدماتو بودیجه له خطر سره مخ کوي.
د یادو ایالتونو استازو غوښتنه کړې چې قضیه باید ژر تر ژره د امریکا تر ټولو لوړې محکمې ته ولاړه شي.

په ۲۰۰۵ کال کې د افغانستان په غزني ولایت کې د امریکا د یوې پوځې چورلکې د سقوط پېښه، چې ۱۸ تنه پکې ووژل شول، شل کاله وروسته هم د وژل شویو خپلوانو ترمنځ د پیوستون یوه ژوره حلقه پاتې ده.
د ۲۰۰۵ کال د اپرېل پر ۶مه نېټه په افغانستان کې د امریکایي پوځ یوه چینوک چورلکه«سي ایچ- ۴۷» چې د «وینډی ۲۵» په نوم پېژندل کېده، غزني ولایت ته نږدې د شګو په طوفان کې سقوط وکړ.
د چورلکې ټول ۱۸ امریکایي سپرلۍ، چې پکې ۱۴ پوځیان، یو د سمندري ځواک سرتېری او درې ملکي کارکوونکي شامل وو، ژوند له لاسه ورکړ.
د امریکایي پوځي « سټارز اینډ سټریپ » پر لیکه ورځپاڼې د راپور له مخې، دا پېښه، د طالبانو د لومړي ځل واک له نسکورېدو وروسته، د امریکایانو لپاره تر ټولو خونړۍ پېښه ګڼل شوې ده.
په راپور کې راغلي، چې شاوخوا ۲۰۰ کسان، د قربانیانو خپلوان، ملګري او پوځي چارواکي، د جمعې په ورځ د جرمني په انسباخ ښار کې د کټرباخ پوځي اډه کې راټول شوي وو، ترڅو د پېښې شلمه یادکلیزه ولمانځي او د قربانیانو یاد ژوندی وساتي.
په ګډون کوونکو کې په دغه پېښه کې د وژل شوي «چارلس چک» مېرمن ګوینډولین سانډرز او زوی یې ډریک هم شامل وو.
ګوینډولین وویل، چې د خاوند له مرګه وروسته یې داسې احساس کاوه لکه خپله پوځي کورنۍ یې هم له لاسه ورکړې وي، خو د ده د یاد ساتل یې د ژوند یوه اړتیا ګرځېدلې.
هغې له خندا سره وویل چې چک د «کینډر ایګز» مینهوال و، او دا یې په جرمني کې رانیول سوی لومړی توکی و.
راپور زیاتوي، ډریک، چې پلار یې د هغه د پنځه کلنۍ پر مهال مړ شوی و، اوس ۲۶ کلن دی. هغه د غونډې په ترڅ کې د لومړي ځل لپاره یوې چینوک چورلکې ته پورته شو او له هغو سرتېرو سره ولیدل چې پلار یې پېژندل.
هغه وویل: «کله چې موږ دا ډول مراسمو ته راځو، دا موږ ته دا پیغام راکوي چې قربانیان هېڅکله نه هېرېږي.»
ستارز اینډ سټریپ وځپاڼه لیکي، چې د پېښې پر مهال د« ایف ټولي » قوماندان کرېګ وېلهېلم هم د غونډې ګډونوال و. نوموړی چې په ۲۰۰۶ کال کې له پوځ څخه تقاعد شوی، پنځه کاله وروسته یې د Windy25 Memorial Fund په نوم یو بنسټ جوړ کړ څو د قربانیانو له کورنیو سره مرسته وکړي.
وېلهېلم وویل: « دا یو ډول کورنۍ ده. کېدای شي موږ دا کورنۍ نه غوښتله، خو اوس پرې ویاړو، ځکه پوهېږو چې یو بل څه حس کوي».
د چک سانډرز تر څنګ، په پېښه کې کلېنټ پرېټر، ډیوېډ ایالا، مایکل سپایوي او پینډلېټن سایکس هم وژل شوي وو.
ورځپاڼه لیکي، چې د مایکل سپایوي تره، شېلډن سپایوي، وویل چې له نورو خپلوانو سره د « وینډي – ۲۵ » له لارې نږدې اړیکې لري او دا ډول غونډې د روحیې لپاره ګټورې دي.
د هغه مېرمن، انجي، وویل: « موږ هر وخت یو بل ته لاسرسی لرو. دا زموږ تر منځ ژور انساني تړاو دی.»
د دغه مرسمو په پای کې د دې قطعې اوسني قوماندان، کپتان مېټ پاستینو، د قربانیانو نومونه ولوستل او ویې ویل: « یوه حقیقت دا دی، چې یو ځل که څوک د« بېګ وینډي » برخه شي، نو تل د هغې برخه پاتې کېږي.»

پاپ لیو، د اسراییل له لومړي وزير بنیامین نتنیاهو سره په ټلیفوني اړیکه کې غوښتنه کړې، چې د سولې خبرې اترې بیا پيل کړي. پاپ د غزې پر یوې کلیسا د اسراییل تر مرګونې برید وروسته «د مقدسو او عبادت ځایونو» د ساتنې غوښتنه کړې.
پاپ لیو، د جمعه په ورځ (د چنګاښ ۲۷مه) د اسراییل لومړۍ وريز نتنیاهو سره په ټلیفونې خبرو کې د عبادت ځایونو د ساتنې پر اهميت ټينګار کړی.
نوموړي په غزه کې د بشري ناورین په اړه اندېښنه ښودلې او د سمدتسي اوربند غوښتنه يې کړې.
واتیکان ویلي، چې پاپ یو ځل بیا د سولې د خبرو، اوربند او د جګړې د پای ته رسولو غوښتنه کړې او د فلسطيني سيمو د «دردناکې بشري وضعې» په اړه يې اندېښنه څرګنده کړې ده.
نوموړي ويلي: «عبادت ځایونه، مومن خلک، د فلسطین او اسراییل ټول وګړي باید خوندي وساتل شي.»
نتنیاهو هم په دې خبرو کې پر یادې پېښې خواشني ښودلې او دا يې د خپلو سرتيرو (ناپامي) ګڼلې ده.
د یادونې وړ ده، چې د غزې په هولي فاميلي( سپېڅلې کورنۍ ) کلیسا باندي د اسراييل په بريد کې درې تنه وژل شوي.

د جرمني لومړی وزیر فریدریښ مېرڅ وایي چې اوکراین به احتمالا تر ۲۰۳۴کال پورې د اروپايي ټولنې برخه نه شي او دا پروسه به اوږد وخت ونیسي.
فریدریښ مېرڅ، د رومانیا له ولسمشر نیکوسور ډان سره له یوې ناستې وروسته وویل،چې اوکراین به د اروپايي ټولنې د راتلونکې بودیجوي دورې پای ته رسیدو مخکې دغه اتحاد ته لاسرسی پيدا نکړي،
مېرڅ زیاته کړې،چې د جرمني لومړیتوب دادی چې د اوکراین پر وړاندې د روسیې جګړه پای ته ورسېږي او د دغه هېواد په اوږدمهاله بیا رغونې باندې تمرکز وکړي.
هغه وویل: « زموږ لپاره، تر ټولو لوی لومړیتوب دا دی چې لومړی د هرې ممکنه لارې هڅه وکړو چې دا جګړه پای ته ورسوو.»
هغه ټینګار وکړ، چې « بیا به موږ د اوکراین د بیا رغونې په اړه خبرې وکړو... خو دا به څو کاله وخت ونیسي. دا به شاید د اروپايي ټولنې اوسني منځمهالي مالي لید ته هم کوم اغېز ونه رسوي.»
یاده دې وي چې اوکراین د روسیې د ۲۰۲۲کال یرغل وروسته د اروپايي ټولنې غړیتوب ته غوښتنلیک ورکړ او په همدې کال کې یې د نوماند هېواد په توګه وضعیت ترلاسه کړ. د غړیتوب پروسه د شپږو بحثونو پر بنسټ رامنځته شوې چې پکې سیاسي، اقتصادي، او حقوقي اصلاحات شامل دي.
