• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکايي محکمې د ټرمپ له خوا د تابعیت ضد فرمان وځنډاوه

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۸ جولای ۲۰۲۵، ۲۲:۰۹ GMT+۱تازه شوی: ۲۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۹ جولای ۲۰۲۵، ۰۲:۱۸ GMT+۱

د امریکا یوې فدرالي محکمې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه اجرایي فرمان ځنډولی، چې موخه یې په امریکا کې د غیر قانوني کډوالو زېږېدلي ماشومان د تابعیت له حقه محروم کړي.

د دغه پرېکړې ځنډونکي قاضي لاپلانټ ویلي: « دغه اجرایي حکم د لنډمهال لپاره ځنډول شوی، څو د ټرمپ اداره وکولای شي استیناف وکړي؛ خو تر اوسه هېڅ ډول استیناف نه دی شوی، نو د محکمې دا پرېکړه د اوس وخت لپاره د عملي کېدو وړ ده.»

د امریکا د مدني ازاديو ټولنې وکیل، کوډي ووفسي، چې د اغېزمنو ماشومانو استازیتوب کوي، ویلي دي چې دا پرېکړه د هغو ماشومانو حقونه خوندي کوي چې د ټرمپ د بندیز له امله د تابعیت له حقه بې‌برخې کېدل.

ووفسي زیاتوي: « دا یوه مهمه قانوني شاته تمبونه ده، ځکه چې حکومت نه د استیناف غوښتنه کړی او نه یې د بېړني اقدام هڅه کړې. نو تر اوسه دا بندیز د ټول هېواد په کچه نافذ نه‌دی.»

سره له دې، چې د ټرمپ اداره لا هم کولی شي د استیناف غوښتنه وکړي، یا له اړوند قاضي څخه وغواړي چې خپله پرېکړه محدوده کړي، خو تر دې دمه هېڅ اقدام نه دی شوی.

د ټرمپ دا هڅه د هغو ماشومانو پر تابعیت اغېزه لري چې مور او پلار یې په امریکا کې غیرقانوني یا لنډمهاله مېشت دي.

د امریکا د عدليې وزارت تراوسه د دې موضوع په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.

بل‌خوا، د بوسټن په یوې محکمې کې د یوولسو ایالتونو استازو هم خپل دلایل وړاندې کړي دي.

هغوی د ټرمپ اجرایي فرمان د اساسي قانون خلاف بللی او ویلي یې دي چې دا هڅه د ایالتونو د عامه خدماتو بودیجه له خطر سره مخ کوي.

د یادو ایالتونو استازو غوښتنه کړې چې قضیه باید ژر تر ژره د امریکا تر ټولو لوړې محکمې ته ولاړه شي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

سټارز اینډ سټریپ ورځپاڼه: افغانستان کې د ۲۰۰۵ کال چینوک چورلکې پېښې قربانیان نه دي هېر شوي

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۸ جولای ۲۰۲۵، ۲۱:۳۶ GMT+۱

په ۲۰۰۵ کال کې د افغانستان په غزني ولایت کې د امریکا د یوې پوځې چورلکې د سقوط پېښه، چې ۱۸ تنه پکې ووژل شول، شل کاله وروسته هم د وژل شویو خپلوانو ترمنځ د پیوستون یوه ژوره حلقه پاتې ده.

د ۲۰۰۵ کال د اپرېل پر ۶مه نېټه په افغانستان کې د امریکایي پوځ یوه چینوک چورلکه«سي ایچ- ۴۷» چې د «وینډی ۲۵» په نوم پېژندل کېده، غزني ولایت ته نږدې د شګو په طوفان کې سقوط وکړ.

د چورلکې ټول ۱۸ امریکایي سپرلۍ، چې پکې ۱۴ پوځیان، یو د سمندري ځواک سرتېری او درې ملکي کارکوونکي شامل وو، ژوند له لاسه ورکړ.

د امریکایي پوځي « سټارز اینډ سټریپ » پر لیکه ورځپاڼې د راپور له مخې، دا پېښه، د طالبانو د لومړي ځل واک له نسکورېدو وروسته، د امریکایانو لپاره تر ټولو خونړۍ پېښه ګڼل شوې ده.

په راپور کې راغلي، چې شاوخوا ۲۰۰ کسان، د قربانیانو خپلوان، ملګري او پوځي چارواکي، د جمعې په ورځ د جرمني په انس‌باخ ښار کې د کټرباخ پوځي اډه کې راټول شوي وو، ترڅو د پېښې شلمه یادکلیزه ولمانځي او د قربانیانو یاد ژوندی وساتي.

په ګډون کوونکو کې په دغه پېښه کې د وژل شوي «چارلس چک» مېرمن ګوینډولین سانډرز او زوی یې ډریک هم شامل وو.

ګوینډولین وویل، چې د خاوند له مرګه وروسته یې داسې احساس کاوه لکه خپله پوځي کورنۍ یې هم له لاسه ورکړې وي، خو د ده د یاد ساتل یې د ژوند یوه اړتیا ګرځېدلې.

هغې له خندا سره وویل چې چک د «کینډر ایګز» مینه‌وال و، او دا یې په جرمني کې رانیول سوی لومړی توکی و.

راپور زیاتوي، ډریک، چې پلار یې د هغه د پنځه کلنۍ پر مهال مړ شوی و، اوس ۲۶ کلن دی. هغه د غونډې په ترڅ کې د لومړي ځل لپاره یوې چینوک چورلکې ته پورته شو او له هغو سرتېرو سره ولیدل چې پلار یې پېژندل.

هغه وویل: «کله چې موږ دا ډول مراسمو ته راځو، دا موږ ته دا پیغام راکوي چې قربانیان هېڅکله نه هېرېږي.»

ستارز اینډ سټریپ وځپاڼه لیکي، چې د پېښې پر مهال د« ایف ټولي » قوماندان کرېګ وېلهېلم هم د غونډې ګډونوال و. نوموړی چې په ۲۰۰۶ کال کې له پوځ څخه تقاعد شوی، پنځه کاله وروسته یې د Windy25 Memorial Fund په نوم یو بنسټ جوړ کړ څو د قربانیانو له کورنیو سره مرسته وکړي.

وېلهېلم وویل: « دا یو ډول کورنۍ ده. کېدای شي موږ دا کورنۍ نه غوښتله، خو اوس پرې ویاړو، ځکه پوهېږو چې یو بل څه حس کوي».

د چک سانډرز تر څنګ، په پېښه کې کلېنټ پرېټر، ډیوېډ ایالا، مایکل سپایوي او پینډلېټن سایکس هم وژل شوي وو.

ورځپاڼه لیکي، چې د مایکل سپایوي تره، شېلډن سپایوي، وویل چې له نورو خپلوانو سره د « وینډي – ۲۵ » له لارې نږدې اړیکې لري او دا ډول غونډې د روحیې لپاره ګټورې دي.

د هغه مېرمن، انجي، وویل: « موږ هر وخت یو بل ته لاسرسی لرو. دا زموږ تر منځ ژور انساني تړاو دی.»

د دغه مرسمو په پای کې د دې قطعې اوسني قوماندان، کپتان مېټ پاستینو، د قربانیانو نومونه ولوستل او ویې ویل: « یوه حقیقت دا دی، چې یو ځل که څوک د« بېګ وینډي » برخه شي، نو تل د هغې برخه پاتې کېږي.»

پاپ لیو له نتنیاهو څخه د بریدونو پرمهال د مقدسو ځایونو د ساتنې غوښتنه کړې

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۸ جولای ۲۰۲۵، ۲۱:۰۷ GMT+۱

پاپ لیو، د اسراییل له لومړي وزير بنیامین نتنیاهو سره په ټلیفوني اړیکه کې غوښتنه کړې، چې د سولې خبرې اترې بیا پيل کړي. پاپ د غزې پر یوې کلیسا د اسراییل تر مرګونې برید وروسته «د مقدسو او عبادت ځایونو» د ساتنې غوښتنه کړې.

پاپ لیو، د جمعه په ورځ (د چنګاښ ۲۷مه) د اسراییل لومړۍ وريز نتنیاهو سره په ټلیفونې خبرو کې د عبادت ځایونو د ساتنې پر اهميت ټينګار کړی.

نوموړي په غزه کې د بشري ناورین په اړه اندېښنه ښودلې او د سمدتسي اوربند غوښتنه يې کړې.

واتیکان ویلي، چې پاپ یو ځل بیا د سولې د خبرو، اوربند او د جګړې د پای ته رسولو غوښتنه کړې او د فلسطيني سيمو د «دردناکې بشري وضعې» په اړه يې اندېښنه څرګنده کړې ده.

نوموړي ويلي: «عبادت ځایونه، مومن خلک، د فلسطین او اسراییل ټول وګړي باید خوندي وساتل شي.»

نتنیاهو هم په دې خبرو کې پر یادې پېښې خواشني ښودلې او دا يې د خپلو سرتيرو (ناپامي) ګڼلې ده.

د یادونې وړ ده، چې د غزې په هولي فاميلي( سپېڅلې کورنۍ ) کلیسا باندي د اسراييل په بريد کې درې تنه وژل شوي.

جرمني: اوکراین به له ۲۰۳۴ کال مخکې د اروپايي ټولنې برخه نه شي

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۸ جولای ۲۰۲۵، ۲۰:۵۵ GMT+۱

د جرمني لومړی وزیر فریدریښ مېرڅ وایي چې اوکراین به احتمالا تر ۲۰۳۴کال پورې د اروپايي ټولنې برخه نه شي او دا پروسه به اوږد وخت ونیسي.

فریدریښ مېرڅ، د رومانیا له ولسمشر نیکوسور ډان سره له یوې ناستې وروسته وویل،چې اوکراین به د اروپايي ټولنې د راتلونکې بودیجوي دورې پای ته رسیدو مخکې دغه اتحاد ته لاسرسی پيدا نکړي،

مېرڅ زیاته کړې،چې د جرمني لومړیتوب دادی چې د اوکراین پر وړاندې د روسیې جګړه پای ته ورسېږي او د دغه هېواد په اوږدمهاله بیا رغونې باندې تمرکز وکړي.

هغه وویل: « زموږ لپاره، تر ټولو لوی لومړیتوب دا دی چې لومړی د هرې ممکنه لارې هڅه وکړو چې دا جګړه پای ته ورسوو.»

هغه ټینګار وکړ، چې « بیا به موږ د اوکراین د بیا رغونې په اړه خبرې وکړو... خو دا به څو کاله وخت ونیسي. دا به شاید د اروپايي ټولنې اوسني منځمهالي مالي لید ته هم کوم اغېز ونه رسوي.»

یاده دې وي چې اوکراین د روسیې د ۲۰۲۲کال یرغل وروسته د اروپايي ټولنې غړیتوب ته غوښتنلیک ورکړ او په همدې کال کې یې د نوماند هېواد په توګه وضعیت ترلاسه کړ. د غړیتوب پروسه د شپږو بحثونو پر بنسټ رامنځته شوې چې پکې سیاسي، اقتصادي، او حقوقي اصلاحات شامل دي.

حماس: په غزه کې د جګړې بشپړ حل لپاره لنډ مهاله اوربند بسنه کوي

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۸ جولای ۲۰۲۵، ۱۹:۰۹ GMT+۱

حماس ډلې په تازه څرګندونو کې ویلي چې د غزې روانه جګړه یوازې د لنډ مهاله اوربند له لارې نه، بلکې د یوه پراخ او دایمي تړون په چوکاټ کې باید پای ته ورسول شي. دغه ډله وايي که اسراییل د تلپاتې سولې لپاره جدي اقدامات ونه کړي، نو د خبرو اترو راتلونکی به له لا زیات ناورین سره مخ شي.

د حماس ډلې د وسله والې څانګې ویاند د جمعې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل، که څه هم حماس د یو لنډ مهاله اوربند په اړه خبرې کوي، خو دې ډلې په ډاګه کړې چې د جګړې بشپړ او تلپاتې حل یوازې د یو پراخ تړون له لارې ممکن دی.

د دغه وسله والې ډلې ویاند ابو عبیده، وویل: «که چېرې دښمن د سولې په لور ګامونه وانخلي او خپل ټینګار ته دوام ورکړي، نو د راتلونکو خبرو اترو د بیا پېلولو هیڅ تضمین نشته.»

حماس څو ځله وړاندیز کړی چې د غزې په ځمکه کې ټول هغه بندي کسان باید خوشې شي چې اسرایلو نیولي دي. حماس پخپله د بنديانو د خوشې کولو په اړه د یو دایمي اوربند غوښتنه کړې، خو اسراییل دغه وړاندیز رد کړی دی.

عمر داودزی: پخوانیو طالبانو دروغ نه ویل مګر اوسني طالبان دروغجن او فریبکاره دي

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۸ جولای ۲۰۲۵، ۱۷:۳۴ GMT+۱

د پاکستان لپاره د وروستي جمهوري دولت د ولسمشر پخوانی ځانګړی استازی محمد عمر داودزی وايي، چې د طالبانو د لومړۍ دورې چارواکو دروغ نه ویل؛ مګر اوسني طالبان دروغجن او فریبکاره دي.

نوموړي له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په ځانګړي اېکس سپیس کې وویل، چې طالبان که څه هم د دروغو شعارونه ورکوي چې امریکا یې ماته کړې ده؛ خو یوه ورځ به ولیدل شي چې خپل وسایل او وسلې ټولوي او بیا پاکستان ته ځي.

داودزي د روسیې له خوا د طالبانو د رسمیت پېژندنې مساله د جیوپولیټیکي تغیراتو نتیجه وبلله زیاته یې کړه چې دا د طالبانو لاسته راوړنه نه ده.

د داودزي په خبره چې په افغانستان کې د داعش او نورو وسله والو موجودیت د سیمې هېوادونو ته ګواښ پېښ کړی دی.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو په نېږدې څلور کلنه واکمنۍ کې روسیه لومړی هېواد دی چې د یادې ډلې حکومت په رسمیت پېژني.