• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۲۲ GMT+۱

د اوبلن ګاز د بیو لوړېدو په اړه د راپورونو له خپرېدو او پراخو شکایتونو وروسته د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د تېلو او ګازو شرکت د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې دي.

یاد شرکت سې‌شنبه (د چنګاښ ۳۰مه) په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د یوه کیلو اوبلن ګاز بیه په کابل او پروان کې ۶۶ افغانۍ، په بدخشان کې ۶۷ افغانۍ، په بلخ کې ۶۴ افغانۍ او په هرات کې ۶۰ افغانۍ ټاکل شوې ده.

تر دې شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې د کابل یوشمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې په پلازمېنه کې د اوبلن ګاز بیه په بې‌ساري ډول لوړه شوې او په ځینو سیمو کې ګاز په سخته پیدا کېږي.

د هغه مهال د معلوماتو له مخې؛ په کابل کې د یوه کیلو اوبلن ګاز بیه له ۵۶ افغانیو څخه ۶۴ افغانیو ته لوړه شوې وه، خو د کابل اوسېدونکو په وروستیو ورځو کې افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې په ځینو سیمو کې د یوه کیلو اوبلن ګاز بیه نږدې ۹۰ افغانیو ته رسېدلې ده.

د کابل اوسېدونکو دا هم ویلي وو، په ډېرو سیمو کې اوبلن ګاز په سختۍ موندل کېږي او له اړوندو ادارو یې غوښتي وو چې د ګازو د بیو د کنټرول، د بازار د څار او د عرضې د منظمېدو لپاره عملي اقدامات وکړي.

ترویج لرونکی

طالب سرتېری: موږ ته به مشرانو توصیه کوله چې د چوکۍ جنګ دی وطن مه ورانوئ
۱
ستاسو روایت

طالب سرتېری: موږ ته به مشرانو توصیه کوله چې د چوکۍ جنګ دی وطن مه ورانوئ

۲
ستاسو روایت

د کندهار صنعتکاران: د امر بالمعروف له خوا د کاریګرو نیول د تولید بهیر ټکنی کړی

۳

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۰ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۴

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې

۵
تازه خبر

سرچینې: د نورستان په مرکز پارون کې د سېلابونو له امله ۴۳ کسان مړه شوي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په کندهار او نیمروز کې تر ۱۴زره کیلو ګرامه ډېر نشه‌يي توکي او انساني درمل سوځولي

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۹:۴۶ GMT+۱
100%

په کندهار د طالبانو رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې ۱۳زره او ۸۷۰ کیلو ګرامه بېلابېل نشه‌يي توکي یې د یوه پلاوي په حضور کې سوځولي دي. په نیمروز کې بیا طالب مسولینو ویلي، شاوخوا ۸۰۰ کیلوګرامه انساني درمل یې نیولي چې له پاکستان نه افغانستان ته قاچاق کېدل.

په کندهار کې د طالبانو رسنیز دفتر د سې‌شنبې په ورځ (د چنګاښ ۳۰مه) ویلي، چې دغه نشه‌يي‌ توکي یې په تېرو درېیو میاشتو کې د بېلابیلو عملیاتو پرمهال نیولي. یاد دفتر زیاته کړې، په سوځول شویو نشه‌يي توکو کې ومان، تاریاک، د ټابلېټ کا ګولۍ او نور توکي‌ شامل وو.

طالبانو زیاته کړې، دغه نشه‌يي‌ توکي له پاکستان نه راوړل شوي وو او طالب ځواکونو نیولي. بل لوري بیا په نیمروز کې د طالبانو د فرعي ګمرکاتو مشر عبدالغفار محمود ویلي، د دوی ګرځنده ډلو ۸۰۰ کیلوګرامه انساني‌ درمل چې له پاکستان نه افغانستان قاچاق کېدل نیولي.

د دواړه ولایتونو طالب مسوولینو له یادو توکو سره د نیول شويو کسانو په اړه څه نه‌دي‌ ویلي.

طالبان: نورستان کې د سېلابونو له امله د ۱۰۰ لادرکه شویو کسانو د لټون عملیات لاهم روان دي

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۸:۱۸ GMT+۱
100%

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي ادارې مرستیال ویاند تاج محمد همت وایي، په نورستان کې د سېلابونو له امله ۲۳ کسان مړه او ۸۰ نور ټپیان شوي دي. د هغه په وینا؛ تراوسه د ۱۵ کسانو جسدونه موندل شوي او تر ۱۰۰ ډېر کسان لاهم لادرکه دي، چې د ژغورنې او لټون عملیات لاهم روان دي.

نوموړي زیاته کړې، چې په نورستان کې دغه سېلابونو پراخ مالي زیانونه هم اړولي دي. د هغه د معلوماتو له مخې؛ اووه استوګنیز کورونه په بشپړ ډول او ۲۳ نور په نسبي ډول ویجاړ شوي دي. همدارنګه ۷۰ هتۍ او ۱۱ هوټلونه له‌منځه تللي او ۴۰ لوی او واړه وسایط هم زیانمن شوي دي.

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي ادارې ټینګار کړی، چې دغه شمېرې لومړنۍ دي او د ژغورنې او لټون عملیات لاهم روان دي او د مرګ‌ژوبلې او زیانونو په شمېرو کې د بدلون امکان شته.

بلخوا دغه ادارې ویلي، چې نن سهار د یادې ادارې د عملیاتو د مرکز رییس سیداحمد عثماني په مشرۍ یو مرکزي پلاوی نورستان ته استول شوی؛ څو د ژغورنې او بېړنیو مرستو چارې له نږدې وڅاري.

طالبانو پکتیکا کې څه باندې ۱۵زره جریبه ځمکه دولتي اعلان کړه

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۷:۴۶ GMT+۱
100%

د طالبانو عدلیې وزارت خبر ورکړی، چې د یادې ډلې د مرکزي زون غصب شویو ځمکو ته د رسېدنې ځانګړې محکمې د پکتیکا ولایت په یوسف‌خېلو ولسوالۍ کې څه باندې ۱۵زره جریبه ځمکه دولتي اعلان کړې ده.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ محکمې د یادې ځمکې د اسناد، د ملکیتونو د ثبت دفترونه او د اړوندو ادارو د معلوماتو له ارزونې وروسته پرېکړه کړې، چې ۱۵زره او ۲۷ جریبه ځمکه دولتي ملکیت دی.

خبرپاڼه زیاتوي، چې یاده ځمکه د یوسف‌خېلو ولسوالۍ د میست کلي په اووه کیلومترۍ کې موقعیت لري او د ځمکو د غصب مخنیوي او بېرته راګرځولو کمېسیون له څېړنې وروسته ځانګړې محکمې ته سپارل شوې وه.

د طالبانو عدلیې وزارت ویلي، د محکمې د پرېکړې له مخې به دغه ځمکه د ځمکو د غصب مخنیوي او بېرته راګرځولو کمېسیون ته وسپارل شي. د یاد وزارت په وینا؛ په ټول هېواد کې د دولتي غصب شویو ځمکو د تثبیت او بېرته راګرځولو بهیر دوام لري.

سرچینې: د ملاهبت الله نږدې کړۍ له هغه سره د نړۍوال پلاوي د لیدنې اجازه نه‌ده ورکړې

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۷:۴۶ GMT+۱
100%

له کندهار نه سرچینې وایي، د دوشنبې په ورځ کندهار ته یو لوړپوړي نړۍوال پلاوي د سفر په ترڅ کې غوښتي چې د طالبانو له مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده سره هم وګوري؛ خو د هغه نږدې کړۍ د یادې لیدنې اجازه نه‌ده ورکړې.

د سرچینو په وینا؛ د نړۍوال بانک، اسیا پراختیايي بانک، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) او د نړۍوال مالي ملاتړ بنسټ (IFC) چارواکو د کندهار له والي ملاشیرین سره د لیدنې پرمهال د طالبانو له مشر سره د لیدنې غوښتنه وکړه؛ خو دغه غوښتنه یې ونه منل شوه.

دوو جلا سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، مخکې له دې چې خبره ملاهبت الله ته ورسېږي په مجلس کې نړۍوال پلاوي ته ویل شوي وو چې د طالبانو له مشر سره د لیدنې زمینه نه‌شي برابرېدای.

یوې سرچینې وویل، له دې وروسته نړۍوال پلاوي هم پر خپلې غوښتنې ټینګار ونه کړ. د سرچینو په وینا؛ دا لومړی ځل نه‌دی چې بهرني پلاوي په کندهار کې د طالبانو له مشر سره د لیدنې غوښتنه کوي.

د دوی په خبره؛ د ۲۰۲۱کال له اګست میاشتې راهیسې د بېلابېلو هېوادونو استازو، د ملګرو ملتونو چارواکو او نورو نړۍوالو بنسټونو پلاوو هم په بېلابېلو وختونو کې له ملا هبت‌الله سره د لیدنې غوښتنې کړې دي؛ خو په ټولو مواردو کې دغه غوښتنې نه‌دي منل شوې.

100%
کندهار ته په تللي پلاوي کې په کابل کې د مالي ملاتړ نړۍوال سازمان مشرې وږمې مهمند او یوې بلې مېرمنې هم ګډون درلود

سرچینې وایي، د طالبانو مشر له نړۍوالو استازو سره د مستقیمو لیدنو پرځای خپلې اړیکې د محدودو چینلونو او د خپل دفتر له لارې پر مخ وړي او تراوسه یې له هیڅ بهرني پلاوي سره مخامخ نه‌دي لیدلي.

یوې سرچینې وویل، د طالبانو په رهبرۍ کې داسې اندېښنه شته چې له بهرنیو چارواکو سره مستقیمې لیدنې ښایي د ملاهبت الله د امنیت، د پرېکړه‌ نیونې جوړښت او د هغه د محدود عامه حضور پر تګلارې اغېز وکړي؛ نو له همدې امله د دغه لیدنو د نه ترسره کېدو پرېکړه د هغه د نږدې سلاکارانو له‌خوا عملي کېږي.

د دوی په باور؛ که څه هم د طالبانو د حکومت ډېری ورځنۍ چارې د سرپرست وزیرانو او نورو چارواکو له‌خوا پر مخ وړل کېږي، خو د مهمو سیاسي او ستراتیژیکو پرېکړو وروستی صلاحیت د ملا هبت‌الله له دفتر سره دی.

100%
کندهار ته تللی نړۍوال پلاوی

په انځورونو کې د افغان کډوالو ژوند؛ په حمزه بابا پنډغالي کې تر باران لاندې د کډوالو انتظار

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۴۰ GMT+۱
100%

د خیبر پښتونخوا د خېبر ولسوالۍ په لنډي کوتل سیمه کې د حمزه بابا په نوم لنډمهاله پنډغالی چې له پاکستان نه د اېستل کېدونکو افغان کډوالو د راټولولو او ثبت مرکز دی، هره ورځ د لسګونه افغان کورنیو کوربه وي. زیاتې کورنۍ تر باران لاندې په دغه وروستي‌ تم ځای کې د تګ یو اوږد انتظار کوي.

زموږ همکار جواد شینواري په لنډي کوتل سیمه کې د هغو افغان کډوالو د ورځني ژوند انځورونه اخیستي، چې افغانستان ته د جبري ستنېدو لړۍ بشپړوي. دغه کورنۍ لومړی په لنډي کوتل سیمه کې د حمزه بابا پنډغالي ته راوستل کېږي، هلته یې د پاکستاني چارواکو له لوري د هویت او اسنادو د ثبت چارې ترسره کېږي او وروسته د تورخم له لارې افغانستان ته لېږدول کېږي.

100%
حمزه بابا پنډغالي کې افغان کډوال افغانستان ته د ستنېدو پر مهال

په پنډغالي کې ډېری مېشت کسان ښځې، ماشومان او سپین‌ږېري دي، چې د لنډمهاله استوګنځي له ستونزو سره مخ دي. د سیمې د پرونیو بارانونو له امله اوبه خېمو ته ننوتې او د کډوالو، په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو ژوند یې له لا ډېرو ستونزو سره مخ کړی دی.

100%
په پنډغالي کې د افغان کډوالو د انتظار او اوسېدو خېمې
100%
یوه افغانه کورنۍ چې تازه پنډغالي ته راوړل شوې او د قانوني‌پروسې تر بشپړېدو وروسته به افغانستان ته ستنه شي
100%
حمزه بابا پنډغالي کې د افغان کډوالو لپاره جوړې شوې د اوسېدو خېمې او د اسانتیاوو نشتوالی

د خیمو لمدېدل، د پاکو اوبو محدود لاسرسی، د حفظ‌الصحې ستونزې او د ماشومانو لپاره د مناسب سرپناه نشتوالی هغه ننګونې دي چې په پنډغالي کې د اوسېدونکو ورځنی ژوند یې اغېزمن کړی دی.

100%
تر باران وروسته د یوې افغانې کورنۍ وضعیت
100%
لنډي کوتل سیمه، د افغان کډوالو د ستنېدو ګادي
100%

پاکستان په وروستیو میاشتو کې د بې‌اسناده او یوشمېر نورو افغان کډوالو د اېستلو لړۍ چټکه کړې ده. د یاد بهیر له امله هره ورځ لسګونه کورنۍ د لنډي کوتل د حمزه بابا پنډغالي ته راوستل کېږي او له ثبت وروسته د تورخم له لارې افغانستان ته ستنېږي.

100%
100%

په پندغالي کې کډوالې کورنۍ وايي، چې د اوسېدو او ژوند هيڅ اسانتیاوې نشته او د ژوند دغه شیبې یې خورا سختې تېرېږي. د بشري حقونو فعالان او افغان کډوال د ملګرو متلونو، کډوالۍ عالي‌ کمېشنرۍ، پاکستان حکومت او اړوندو سازمانونو څخه غوښتنه کړې، چې د افغان کډوالو د ستنېدو په بهیر کې باید روڼتیا، انساني چلند او د لومړنیو اړتیاوو برابرول یقیني شي؛ ځکه د اغېزمن شویو کسانو په منځ کې ښځې، ماشومان او سپین‌ږېري هم شامل دي.

په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو پرضد روان اقدامات په داسې حال کې دي، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې، د سرحدي وضعیت او د افغان کډوالو موضوع لاهم د دواړه هېوادونو ترمنځ له حساسو مسلو ګڼل کېږي.

دغه وضعیت په داسې حال کې دوام لري، چې بشري مرستندویه ادارو تر دې وړاندې هم خبرداری ورکړی و، چې د کډوالو د ډله‌ییزې ستنېدو له امله به د ډیورنډ کرښې دواړه غاړو ته د سرپناه، روغتیايي خدمتونو، خوړو او نورو لومړنیو بشري اړتیاوو پر وړاندې کولو فشار لا زیات شي.

100%