زموږ همکار جواد شینواري په لنډي کوتل سیمه کې د هغو افغان کډوالو د ورځني ژوند انځورونه اخیستي، چې افغانستان ته د جبري ستنېدو لړۍ بشپړوي. دغه کورنۍ لومړی په لنډي کوتل سیمه کې د حمزه بابا پنډغالي ته راوستل کېږي، هلته یې د پاکستاني چارواکو له لوري د هویت او اسنادو د ثبت چارې ترسره کېږي او وروسته د تورخم له لارې افغانستان ته لېږدول کېږي.
حمزه بابا پنډغالي کې افغان کډوال افغانستان ته د ستنېدو پر مهال په پنډغالي کې ډېری مېشت کسان ښځې، ماشومان او سپینږېري دي، چې د لنډمهاله استوګنځي له ستونزو سره مخ دي. د سیمې د پرونیو بارانونو له امله اوبه خېمو ته ننوتې او د کډوالو، په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو ژوند یې له لا ډېرو ستونزو سره مخ کړی دی.
په پنډغالي کې د افغان کډوالو د انتظار او اوسېدو خېمې یوه افغانه کورنۍ چې تازه پنډغالي ته راوړل شوې او د قانونيپروسې تر بشپړېدو وروسته به افغانستان ته ستنه شي حمزه بابا پنډغالي کې د افغان کډوالو لپاره جوړې شوې د اوسېدو خېمې او د اسانتیاوو نشتوالی د خیمو لمدېدل، د پاکو اوبو محدود لاسرسی، د حفظالصحې ستونزې او د ماشومانو لپاره د مناسب سرپناه نشتوالی هغه ننګونې دي چې په پنډغالي کې د اوسېدونکو ورځنی ژوند یې اغېزمن کړی دی.
تر باران وروسته د یوې افغانې کورنۍ وضعیت لنډي کوتل سیمه، د افغان کډوالو د ستنېدو ګادي پاکستان په وروستیو میاشتو کې د بېاسناده او یوشمېر نورو افغان کډوالو د اېستلو لړۍ چټکه کړې ده. د یاد بهیر له امله هره ورځ لسګونه کورنۍ د لنډي کوتل د حمزه بابا پنډغالي ته راوستل کېږي او له ثبت وروسته د تورخم له لارې افغانستان ته ستنېږي.
په پندغالي کې کډوالې کورنۍ وايي، چې د اوسېدو او ژوند هيڅ اسانتیاوې نشته او د ژوند دغه شیبې یې خورا سختې تېرېږي. د بشري حقونو فعالان او افغان کډوال د ملګرو متلونو، کډوالۍ عالي کمېشنرۍ، پاکستان حکومت او اړوندو سازمانونو څخه غوښتنه کړې، چې د افغان کډوالو د ستنېدو په بهیر کې باید روڼتیا، انساني چلند او د لومړنیو اړتیاوو برابرول یقیني شي؛ ځکه د اغېزمن شویو کسانو په منځ کې ښځې، ماشومان او سپینږېري هم شامل دي.
په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو پرضد روان اقدامات په داسې حال کې دي، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې، د سرحدي وضعیت او د افغان کډوالو موضوع لاهم د دواړه هېوادونو ترمنځ له حساسو مسلو ګڼل کېږي.
دغه وضعیت په داسې حال کې دوام لري، چې بشري مرستندویه ادارو تر دې وړاندې هم خبرداری ورکړی و، چې د کډوالو د ډلهییزې ستنېدو له امله به د ډیورنډ کرښې دواړه غاړو ته د سرپناه، روغتیايي خدمتونو، خوړو او نورو لومړنیو بشري اړتیاوو پر وړاندې کولو فشار لا زیات شي.