• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ولې غوماشې ځینې انسانان ډېر چیچي او ځینې کم؟

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۵۸ GMT+۱تازه شوی: ۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۰۰ GMT+۱

ډېری خلک شکایت کوي چې غوماشې دوی تر نورو ډېر چیچي. علمي څېړنې ښيي چې د انسان د بدن طبیعي بوی، د ساه ایستلو پر مهال د کاربن ډای اکسایډ اندازه، د بدن تودوخه، خوله او ځینې نور بیولوژیکي عوامل ددې سبب کیږي، چې غوماشي ځینې کسان تر نورو ډېر وچیچي.

څېړنې ښيي چې د انسان د پوستکي طبیعي کیمیاوي مواد او د بدن بوی هغه مهم عوامل دي چې غوماشي ځینو کسانو ته تر نورو ډېر جذبوي.

روغتیایي متخصصین وايي، د هر انسان پر پوستکي بېلابېل کیمیاوي مرکبات موجود وي چې د بدن ځانګړی بوی جوړوي او غوماشې د همدې بوی له مخې خپل هدف ټاکي.

همداراز هغه کسان چې د ساه ایستلو پر مهال ډېر کاربن ډای اکسایډ تولیدوي لکه لویان، امیندواره ښځې او هغه کسان چې تازه یې ورزش یا سخت فزیکي فعالیت کړی وي، ښايي غوماشو ته ژر ورمعلوم شي.

د روغتیايي کارپوهانو په وینا، د بدن لوړه تودوخه، خوله او په خوله کې موجود لاکتیک اسید هم د غوماشو د جذب سبب ګرځي. له همدې امله له ورزش وروسته د غوماشې د چیچلو امکان زیاتېږي.

که څه هم ځینې څېړنې ښيي چې د O وینې ګروپ لرونکي کسان ښايي لږ څه زیات د غوماشو ښکار شي خو ساینسپوهان وايي دا یوازې یو فرعي عامل دی او اصلي لامل نه ګڼل کېږي.

د جامو رنګ هم رول لري؛ ځکه غوماشي تیاره رنګونه لکه تور، تیاره شین او سور تر روښانه رنګونو ښه تشخیصوي.

د غوماشې له چیچلو وروسته سوروالی، پړسوب او خارښت د بدن د معافیتي غبرګون له امله رامنځته کېږي. غوماشې د چیچلو پر مهال داسې مواد پوستکي ته داخلوي چې د بدن دفاعي سیستم یې پردي ګڼي او د هسټامین د ازادېدو له امله خارښت او حساسیت پیدا کېږي.

روغتیايي متخصصین سپارښتنه کوي چې د غوماشو د مخنیوي لپاره دې د غوماشو ضد کریمونه او سپرې وکارول شي، اوږده او روښانه کالي دې واغوستل شي، ډنډونه دې له منځه یووړل شي او د ماښام او سهار پر مهال دې زیات احتیاط وشي.

ترویج لرونکی

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې
۱

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې

۲

طالبانو په کندهار او نیمروز کې تر ۱۴زره کیلو ګرامه ډېر نشه‌يي توکي او انساني درمل سوځولي

۳
ستاسو روایت

طالب سرتېری: موږ ته به مشرانو توصیه کوله چې د چوکۍ جنګ دی وطن مه ورانوئ

۴
ستاسو روایت

د کندهار صنعتکاران: د امر بالمعروف له خوا د کاریګرو نیول د تولید بهیر ټکنی کړی

۵

ولې غوماشې ځینې انسانان ډېر چیچي او ځینې کم؟

•
•
•

نور کیسې

د بورې ډېر مصرف د زړه ناروغیو، شکرې او چاغښت لامل کېدای شي

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۵:۳۱ GMT+۱
100%

د روغتیا نړیوال سازمان وایي، بوره د انسان د بدن لپاره د انرژۍ مهمه سرچینه ده، خو د ازادې بورې زیات مصرف د چاغښت، د دوهم ډول شکرې، د زړه ناروغیو او د غاښونو د خرابوالي خطر زیاتوي. کارپوهان سپارښتنه کوي چې د بورې مصرف دې په اعتدال کې وساتل شي.

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، بوره په طبیعي ډول په مېوو، سبزیو او شیدو کې هم موندل کېږي، خو هغه بوره چې د خوړو او څښاک د تولید پر مهال ورزیاتېږي، د «ازادې بورې» په نوم یادیږي او د زیات مصرف په اړه یې خبرداری ورکړل شوی دی.

د راپور له مخې، د بورې مناسب مصرف د بدن او دماغ لپاره انرژي برابروي، خو دوامداره او ډېر استعمال یې د چاغښت، د دوهم ډول شکرې، د زړه او رګونو ناروغیو او د غاښونو د خرابېدو خطر زیاتوي.

د روغتیا نړیوال سازمان سپارښتنه کوي چې د ازادې بورې ورځنی مصرف باید د انسان د ټولې ورځې د انرژۍ له لس سلنې کم وي، او که تر پنځو سلنې پورې راکم شي، لا ډېرې روغتیايي ګټې لري.

د یوه عادي بالغ انسان لپاره دا شاوخوا ۲۵ تر ۵۰ ګرامه، یا نږدې ۶ تر ۱۲ کاچوغو پورې لازمه ده.

روغتیايي کارپوهان خلکو ته سپارښتنه کوي چې د خوږو مشروباتو او پروسس شویو خوړو پر ځای له مېوو، سبزیو او نورو طبیعي خوړو څخه ګټه واخلي، څو د بورې د زیات مصرف له زیانونو ځان وساتي.

سامسونګ د امریکا په نیوجرسي کې ۷۳۹ دندې کموي

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۹ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۳۶ GMT+۱
100%

سامسونګ الکترونیکس امریکا په نیوجرسي ایالت کې د ۷۳۹ کارکوونکو د دندو د کمولو خبر ورکړی. دا پرېکړه په داسې حال کې کېږي چې د شرکت امریکايي څانګه په دغه ایالت کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان په دندو ګومارلي دي.

د رویټرز د راپور له مخې، د سامسونګ الکترونیکس امریکا له لوري د کارکوونکو د کمولو موضوع د «کارکوونکو د تعدیل او بیا روزنې د خبرتیا» په رسمي خبرتیا کې څرګنده شوې ده.

د خبرتیا له مخې، د کارکوونکو د دندو کمول د نیوجرسي ایالت د انګلووډ کلفس په ښار کې ترسره کېږي. په دې ښار کې د سامسونګ الکترونیکس امریکا هغه څانګه فعالیت کوي چې په متحده ایالاتو کې د شرکت د نندارې وسایلو، ګرځنده ټیلیفونونو، تلویزیونونو او کورنیو برقي وسایلو د پلور او بازارموندنې چارې پر مخ وړي.

سامسونګ الکترونیکس د جنوبي کوریا له سترو ټکنالوژۍ شرکتونو څخه دی چې په نړیواله کچه د ځيرکو ټیلیفونونو، تلویزیونونو، حافظه‌يي چپونو، برېښنايي نندارو او کورنیو وسایلو په برخو کې فعالیت کوي. د شرکت امریکايي څانګه د دغو محصولاتو د پلور او بازارموندنې په برخه کې مهم رول لري.

تر دې دمه سامسونګ الکترونیکس امریکا د نیوجرسي په انګلووډ کلفس کې د ۷۳۹ دندو د کمېدو د دقیق لامل په اړه څرګندونې نه دي کړي.

هند د لومړي خصوصي فضايي توغندي «ویکرم-۱» بریالۍ ازموینه کړې

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۵۱ GMT+۱
100%

د هند فضايي شرکت سکای‌روټ اېروسپېس د دغه هېواد لومړی خصوصي جوړ شوی فضايي توغندی «ویکرم-۱» فضا ته وتوغاوه، چې د هند د خصوصي فضايي صنعت لپاره مهم ګام بلل کېږي.

د رویټرز د راپور له مخې، «ویکرم-۱» د شنبې په ورځ د هند د اندراپردېش ایالت په سریهاریکوټا کې له ساتیش دهاوان فضايي مرکز څخه وتوغول شو. دغه توغندي د خپلې لومړۍ فضايي دندې په ترڅ کې د مشتریانو توکي او فضايي تجربې له ځان سره لېږدولې.

د راپور له مخې، توغندي شاوخوا ۱۵دقیقې وروسته خپل توکي د ځمکې له سطحې ۴۵۰کیلومتره پورته مدار ته ورسول.

په دې سره هند درېیم هېواد شو چې خصوصي شرکت یې د فضايي توغندي د توغولو وړتیا ترلاسه کړه.

سکای‌روټ اېروسپېس ویلي چې د «اګمان ماموریت» موخه د توغندي د انجن، برېښنايي سیستمونو، مخابراتي وسایلو، لارښوونې او کنټرول سیستمونو ازموینه وه، څو د راتلونکو سوداګریزو فضايي توغونو لپاره معلومات راټول شي.

شرکت دغه ماموریت بریالی بللی، خو ویلي یې دي چې دا لا هم یوه ازمایښتي الوتنه ده او له منظمو سوداګریزو توغونو مخکې به څو نورې ازموینې هم وکړي.

ویکرم-۱ شاوخوا ۲۲ متره لوړوالی لري او کولای شي تر ۳۵۰کیلوګرامه توکي د ځمکې ټیټ مدارته ولېږدوي.

دغه توغندی درې جامد سون توکي پړاوونه او د مدار د تنظیم لپاره یو اوبلن سون توکي ماډل لري چې د درې‌بعدي انجن په وسیله چلېږي.

هند غواړي تر ۲۰۳۳ کال پورې خپل فضايي اقتصاد شاوخوا ۴۴میلیارده ډالرو ته ورسوي او دا پروژه د کوچنیو سپوږمکیو د نړیوال بازار د سیالۍ برخه بلل کېږي، چې د ایلان ماسک اېکس سپېس شرکت هم پکې مهم لوبغاړی دی.

قهوه د ورځې د انرژۍ تر څنګ د روغتیا لپاره هم ګټور څښاک دی

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۵:۵۱ GMT+۱
100%

څېړنې ښيي چې د قهوې په مناسب اندازه څښل نه یوازې ستړیا کموي او ذهني تمرکز زیاتوي، بلکې د زړه، ځیګر او دماغ د روغتیا لپاره هم ګټې لري. قهوه د انټي‌اکسیدان موادو ښه سرچینه ده چې د بدن د حجرو په ساتنه کې مهم رول لري.

قهوه د نړۍ له تر ټولو مشهور څښاکونو څخه ده او میلیونونه کسان هره ورځ د خپلې انرژۍ د زیاتولو لپاره ترې استفاده کوي.

روغتیايي څېړنې ښيي، په مناسب مقدار د قهوې څښل د ذهني تمرکز په ښه کېدو، د ستړیا په کمېدو او د حافظې په پیاوړتیا کې مرسته کوي.

همدارنګه، د زړه او ځیګر د ځینو ناروغیو او د دویم ډول شکر ناروغۍ د خطر په کمولو کې هم ګټوره بلل شوې ده.

قهوه د انټي‌اکسیدان موادو ښه سرچینه هم ده، چې د بدن د حجرو په ساتنه کې رول لري.

خو متخصصان خبرداری ورکوي چې د کافین ډېر استعمال د بې‌خوبۍ، اضطراب، د زړه د درزا د زیاتوالي او د وینې د فشار د لوړېدو لامل کېدای شي. د همدې لپاره سپارښتنه کېږي چې قهوه دې په مناسبه اندازه وڅښل شي او د ورځې ناوخته یې له څښلو ډډه وشي.

په چین کې د مصنوعي ځیرکتیا د همکاریو نړۍوال سازمان د جوړېدو تړون لاسلیک شو

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۷ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۳۹ GMT+۱
100%

د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي، د مصنوعي ځيرکتیا د همکاریو نړۍوال سازمان د جوړېدو تړون د لاسلیکولو مراسم د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۵مه) په شانګهای کې ترسره شول. د دغه وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د اوس لپاره په دغه سازمان کې د چین، پاکستان او روسیې په ګډون ۲۹ هېوادونه ګډون لري.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په یاد تړون کې روښانه شوې، چې د مصنوعي ځیرکتیا د همکاریو نړۍوال سازمان یو خپلواک نړیوال سازمان دی، چې د ملګرو ملتونو د منشور اهداف تعقیبوي، د ګډې مشورې، ګډې جوړونې او شریکو ګټو مفکوره پالي او پر انسان‌محورۍ ولاړ اصل ټینګار لري.

خبرپاڼه کاږي، د دې سازمان موخه د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د نړیوالې همکارۍ او نړیوالې حکومتولۍ وده ده، څو ډاډ ترلاسه شي چې مصنوعي ځیرکتیا د ټولو انسانانو د هوساینې لپاره په ګټور، خوندي، عادلانه او منظم لوري پرمختګ کوي.

په خبرپاڼه کې په ډاګه شوې، چې د مصنوعي ځیرکتیا د همکاریو نړۍوال سازمان مرکزي دفتر به د چین په شانګهای ښار کې وي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د قزاقستان، لاوس، پاکستان، روسیې او اندونیزیا په ګډون د ۲۹ هېوادونو استازو دغه تړون لاسلیک کړ او د دې سازمان بنسټ اېښودونکي غړي شول او د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترېش او د یو شمېر نورو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو هم په دې مراسمو کې ګډون کړی وو.