خو د امریکايي پوځیانو وتلو مساله یوازې تر افغانستان محدوده نه وه، بلکې یو له مهمو اغېزو نه یې د پاکستان او امریکا ترمنځ د اړیکو بدلون و؛ هغه هېواد چې د تېرو شلو کلونو په ترڅ کې د امریکا کلیدي متحد بلل کېده، په ځانګړي ډول د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې.
مقاله کاږي، سره له دې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور ژور کمښت موجود و، خو د پاکستان د جغرافیایي موقعیت له امله، واشنګټن مجبوره و چې له اسلاماباد سره همکاري وکړي. خو کله چې کابل سقوط وکړ او امریکایان بشپړ ووتل، دا اړیکې ژر بېرته سړې شوې؛ هماغسې لکه څنګه چې د شوروي اتحاد پر خلاف د جګړې له پای ته رسېدو وروسته، امریکا پاکستان یوازې پرېښی و.
د امریکا مخکېني ولسمشر جوبایډن د حکومت پر مهال، دا واټن نور هم زیات شو. بایډن د خپلې څلور کلنې دورې په جریان کې هېڅکله د پاکستان له لومړي وزیرانو سره اړیکه ټینګه نه کړه. دغه ډېپلوماټیکه چوپتیا او له دې وړاندې اقتصادي بندیزونه، د امریکا په اړه د پاکستان شکمن ذهنيت نور هم ژور کړ.
هغه مهال چې ډونالډ ټرمپ د خپلې دویمې دورې لپاره بیا سپینې ماڼۍ ته ننوت، سیمهییزې معادلې په ناڅاپي توګه بدلې شوې. شنونکو فکر کاوه چې امریکا به خپل تمرکز پر هند زیات کړي او پاکستان به له پامه وغورځوي؛ خو په افغانستان کې ځینو پېښو دا لوری بدل کړ.
د دغو اړیکو مهمه شېبه هغه وخت راغله چې پاکستان له امریکا سره د استخباراتي همکارۍ په ترڅ کې د کابل پر هوایي ډګر د برید یو طراح تر نیولو وروسته امریکا ته وسپاره. په دې برید کې ۱۳ امریکايي سرتېري وژل شوي وو او ټرمپ له مخکې ژمنه کړې وه چې عاملان به یې عدالت ته راکاږي.
مقاله زیاتوي، اسلاماباد نه یوازې په دې کار سره واشنګټن حیران کړ؛ بلکې د ټرمپ د کمپاین له ژمنو سره همغږي عمل یې ترسره کړ. دا کار د دواړو هېوادونو د استخباراتي او سیاسي ادارو ترمنځ د نوې نږدېوالي لامل هم شو.
همداراز، کله چې د هندوستان او پاکستان ترمنځ په پهلګام کې برید وشو او د دواړو هېوادونو ترمنځ سرحدي شخړې رامنځته شوې، امریکا د تاوتریخوالي د کمېدو او اوربند د منځګړیتوب په برخه کې مهم رول ولوباوه چې اسلاماباد یې هرکلی وکړ. تر دې ځایه چې د پاکستان حکومت، ټرمپ د سولې د نوبل جایزې لپاره هم نوماند کړ.
په همدغه سیوري کې کله چې د ایران او اسراییل ترمنځ جګړه روانه وه، ټرمپ د پاکستان لوی درستیز جنرال سید عاصم منیر ته د سپینې ماڼۍ بلنه ورکړه او له هغه سره یې غرمنۍ هم وکړه. اېکسپرېس ټربیون لیکي: «دې اقدام جوته کړه چې پاکستان لاهم د سیمې یو مهم لوبغاړی دی. دې ګام د هند غصه راوپاروله، ځکه هغوی هڅه کوله چې د پاکستان پوځ منفي انځور کړي».
په همدې لړ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار سره هم تازه په تازه واشنګټن کې ولیدل. دا لیدنه د څو کلن رکود وروسته، د دواړو هېوادونو ترمنځ لومړنی جوړښتي ډیالوګ و. روبیو، د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او د سیمې د ثبات لپاره د پاکستان هڅې وستایلې چې دا خبره د هند لپاره د منلو وړ نه وه.
اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې په مقاله کې راغلي، په داسې حال کې چې اسحاق ډار په امریکا کې و، د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر په بېجینګ کې له چینايي نظامي او ملکي مشرانو سره لیدنې کتنې لرلې. د مقاله پای کې راغلي چې دا هممهاله ډېپلوماټیک خوځښتونه ښيي چې پاکستان هڅه کوي د نړۍ د لویو قدرتونو ترمنځ توازن وساتي. دا هڅې د اقتصادي، امنیتي او جیوپولېټیکي ننګوونو تر سیوري لاندې، د دې هېواد د بقا لپاره تر بل هر وخت مهمې بلل کېږي.
د طالبانو د امر بالمعروف وزارت یو ځل بیا ټینګار کړی، چې استادان او محصلین باید په پوهنتونونو کې ږیره ولري او خولۍ پر سر کړي.
دغه وزارت په یوه مکتوب کې امر کړی، چې له دې وروسته به هغه استادان او محصلین چې د دوی له لارښوونو سرغړونه وکړي، مجازات او له پوهنتونه وشړي.
په دغه مکتوب کې ویل شوي، چې پوهنتونونه به وخت پر وخت تر څار او تفتیش لاندې وي او هر استاد یا محصل چې «پر شریعت برابر نه وي» له پوهنتون څخه به واېستل شي.
همداراز په دې مکتوب کې ویل شوي، چې استادان او محصلین باید افغاني جامې واغوندي او اجازه نه لري چې کرتۍ او پتلون واغوندي.
تر دې مخکې هم طالبانو له استادانو او محصلینو غوښتي و، چې پوهنتون ته دې له بګړۍ، خولۍ، محلي جامو او یوې قبضه ږیرې سره ورشي.
طالب چارواکو اعلان کړی، چې دا اقدامات د امربالمعروف وزارت د قانون د پلي کولو سره سم ترسره کېږي.
دا قانون له پراخو کورنیو او نړۍوالو نیوکو سره مخ شوی دی، ځکه چې ښځې یې په عملي ډول په کورونو کې بندیانې کړي او تر دې قانون لاندې د ټولنیزو ډلو نیول او ځورول هم ترسره کېږي.
دغه قانون پر رسنیو سخت محدودیتونه لګولي او ټولنیز او کلتوري ازادۍ یې ترې اخیستې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې طالبانو په دولتي ادارو کې هم د ږیرې پرېښودل، خولۍ او د افغاني جامو اغوستل لازمي کړي وو.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، له دغو پروژو څخه ډېر شمېر یې بشپړ شوي او ګټې اخیستنې ته هم سپارل شوي دي، په داسې حال کې چې د یو شمېر نورو کارونه یې لا هم روان دي.
د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت مسوولینو د شنبې په ورځ (د زمري ۴مه) د دغه وزارت د کلني لاسته راوړنو د راپور ورکولو پر مهال ویلي، چې د پروژو د کار پر مهال يې شاوخوا ۴۰۰ زره کسانو ته په مستقیم او غېرمستقیم ډول د کار زمينه برابره کړې.
د دغه وزارت چارواکو تر اوسه دغو کسانو ته د کار د زمینې د برابرولو، تنخواوو، د کاري مودې او نورو اړوندو برخو په اړه هېڅ ډول جزیات نه دي شریک کړي.
یو شمېر خلک وایي، چې د طالبانو په دغه ډول رغنیزو پروژو کې لکه د سړکونو او چریو پاکولو د کار موده یوازې یوه اوونۍ یا تر لسو ورځو پورې وي، چې د هېڅ یوې کورنۍ اقتصادي ستونزې نه شي حل کولای.
طالبان په داسې حال کې یاد شمېر کسانو ته د کاري فرصتونو د برابرولو خبره کوي، چې اوس مهال په افغانستان کې وزګاري خپل اوج ته رسېدلې او زرګونه مسلکي او کارګر کسان د کار په لټه کې ورځې او شپې سبا کوي.
د خلکو په خبره، د کار د نشتوالي له امله په دغه هېواد کې جنايي پېښې هم زياتې شوي، چې لویه برخه يې وسله والې غلاوې دي.
نوموړې وویل: «د مرکې پر سبا شپه ګڼ شمېر ګواښوونکي پیغامونه راته راغلل. ویل یې چې ته نور افغانستان ته نه راګرځې؛ موږ به تا پیدا کړو او ارام به دې پرېنږدو.»
نادیه سادات چې اوس له افغانستان د باندې ده او نه غواړي موقعیت یې ښکاره شي، وایي چې نه یوازې فزیکي امنیت یې له ګواښ سره مخ دی، بلکې ټولنیز چاپېریال یې هم له لاسه ورکړی.
سادات وایي: «ملګري، خپلوان او همکاران مې راباندې غوسه دي او وایي دا ظلمونه باید پټ پاتې شوي وای. هغوی مې بلاک کړي دي.»
نوموړې زیاتوي، چې د طالبانو لهخوا یې شتمني، کاروبار او نورې پانګې مصادره شوي او ان اجازه نه لري، چې د خپلو املاکو د پلور اقدام وکړي.
د نړۍوالو بې پامۍ ته اشاره
سادات چې دا مهال په یوه بهرني هېواد کې ده، وايي تر اوسه یې له هېڅ نړۍوال بنسټ یا سفارت څخه مرسته نه ده ترلاسه کړې.
نوموړې وایي: «هېڅ ارګان یا فرد راسره مرسته نه ده کړې، حتی سفارتونو زما ایمیلونو ته ځواب نه دی راکړی.»