شعاري عفوه؛ طالبانو په پکتیا کې د جمهوري نظام یو سرتېری وژلی

په پکتیا کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي چې طالبانو په دغه ولایت کې د عبدالظاهر په نوم د افغان پوځ پخوانی غړی تر سختې «شکنجې او ربړونې» وروسته وژلی دی.
په پکتیا کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي چې طالبانو په دغه ولایت کې د عبدالظاهر په نوم د افغان پوځ پخوانی غړی تر سختې «شکنجې او ربړونې» وروسته وژلی دی.
د سرچینې د معلوماتو پر بنسټ؛د پکتیا د مرکز ګردیز اوسېدونکی لومړی بریدمل عبدالظاهر شپږ میاشتې وړاندې د طالبانو له لوري نیول شوی و او بیا په یوه شخصي زندان کې ساتل کېده.
سرچینې وايي د نوموړي مړی د روانې جولای میاشتې پر ۱۰مه نېټه د پکتیا ولایت د احمداباد ولسوالۍ په غړک سیمه کې په داسې حال کې موندل شوی چې د «شکنجې او ربړونې» نښې پهکې جوتې وې. سرچینې همدا راز وایي چې عبدالظاهر د جمهوریت په دوره کې ننګرهار کې دنده لرله.
ورته مهال، د وژل شوي افغان پوځ غړي خپلوانو هم پیښه یایید کړې ده. د عبدالظاهر کورنۍ ته یوه نږدې کس افغانستان انټرنشل- پښتو ته ویلي چې نوموړی د طالبانو په یوه شخصي زندان کې د سختو شنکجو په پایله کې وژل شوی دی.
هغه وویل: «طالبانو د جولاۍ میاشتې پر ۱۰مه نېټه خبر راکړ چې مړی مو د احمداباد ولسوالۍ په غړک سیمه کې پروت دی، موږ چې ورغلو نو بریدمل صیب عبدالظاهر د تیږو لاندې پروت و او په ډېر وحشت یې شهـید کړی و.»
دې سره جوخت، په پکتیا کې ځايي سرچینې وايي چې طالبانو په دغه ولایت کې یو شمېر شخصي زندانونه هم لري، خو دغې ډلې تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.
دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو له لوري د پخواني افغان پوځ د وژنې په اړه دا ډول خبرونه خپریږي؛ بلکې تر دې وړاندې هم د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ورته پېښو په اړه راپورونه خپاره شوي، خو طالبانو بیا تل په داسې پېښو کې لاس لرل رد کړي دي.
طالبان وايي، د دغې ډلې مشر د عفوې د فرمان لهمخې هېڅوک حق نهلري چې د پخواني نظام کارکوونکي او د پوځ غړو ته څه ووايي؛ خو د پخوانیو افغان پوځیانو د وژنې او شکنجې په تړاو له خپرېدونکو خبرونو داسې ښکاري چې د طالبانو دغه خبره د شعار تر بریده سمه خو عملي شوې نه ده.