• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

منظور پښتین: چې وخت یې راغی هر پښتون به قاضي او سزا ورکوونکی وي

۳ زمری ۱۴۰۴ - ۲۵ جولای ۲۰۲۵، ۱۵:۲۰ GMT+۱تازه شوی: ۳ زمری ۱۴۰۴ - ۲۵ جولای ۲۰۲۵، ۱۷:۳۶ GMT+۱

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، پاکستانی پوځ پر پښتنو ظلمونه کوي او وخت به راځي چې هر پښتون به قاضي او سزا ورکوونکی واوسي.

نوموړي د خیبرپښتونخوا د سر وزیر علي امین ګنډاپور وروستیو څرګندونو ته چې د پوځ له خوا د وسله والو د خلاصون په تړاو یې کړې وې ویلي: " دا د ترهګرۍ تر شا پوځ دی د شعار تایید دی."

منظور پښتین پر فېسبوک پاڼه زیاته کړې چې د پاکستان استخباراتي ادارو او پوځ یوازې دا ظلم نه، بلکې پر پښتنو یې ګڼ نور ظلمونه هم کړي دي.

پښتین یو ځل بیا په ډاګه کړه چې د ترهګرو تر شا د پاکستان پوځ دی او په وینا یې دغه پوځ د پښتنو په ټول وژنه کې لاس لري او په دې برخه کې یې مقدمه هم ثبت کړې ده.

وړمه ورځ (سې شنبه) د خیبر پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور په یوې خبري غونډه کې ویلي، پښتونخوا صوبه د ناامنیو له امله سخته ځپل شوې او دې سیمه کې د نورو پوځي عملیاتو اجازه نه ورکوي.

ګنډا پور د پوځ له نوم یادونې پرته وویل: «زه له چا نه ډاریږم، ښه طالبان که ستاسې په کار وي په پوځ کې یې شامل کړئ، یا یې بل ځای وجنګوئ».

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

کرزي د مکرون هغه پرېکړه وستایله، چې غواړي فلسطین د خپلواک دولت په توګه په رسمیت وپېژني

۳ زمری ۱۴۰۴ - ۲۵ جولای ۲۰۲۵، ۱۰:۱۷ GMT+۱

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون له‌خوا هغه پرېکړه وستایله، چې غواړي فلسطین د خپلواک دولت په توګه په رسمیت وپېژني او دارنګه په غزه کې د اوربند او زندانیانو تبادله هم د سولې لپاره مهم اقدامات بولي.

نوموړي پر اېکس پاڼه کاږلي، چې د نړۍوالو قوانینو په چوکاټ کې د فلسطین په رسمیت پېژندل په منځني ختيځ کې د شخړو ختمولو او سولې راوستلو لپاره یوازینۍ لاره ده.

ښاغلي کرزي په غزه کې پر اوربند، د زندانیانو پر تبادلې او د مرستو پر رسولو هم ټینګار کړی دی.

د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون به په راتلونکې سپټمبر میاشت کې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د فلسطین په رسمیت پېژندل اعلان کړي.

په سوریه کې د وسلو په زېرمتون کې د چاودنې له امله ۱۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

۳ زمری ۱۴۰۴ - ۲۵ جولای ۲۰۲۵، ۰۱:۱۶ GMT+۱

د بشري حقونو د څار ډلې ویلي، چې د سوریې په شمال لویدیځ ادلب ولایت کې د وسلو په یوه زېرمتون کې د پرله‌ پسې چاودنو له امله لږ تر لږه ۱۲کسان وژل شوي او له ۱۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

د راپور له مخې، دغه چاودنې د پنجشنبې په ورځ د ادلب ولایت په شمال کې د معرت مصرین په سیمه کې د ترکستان اسلامي ډلې (TIP)اړوند وسلو او مهماتو په یوه زېرمتون کې رامنځته شوې دي.

بشري حقونو څار بنسټ تایید کړې چې په وژل شویو کې یوه ښځه او یو ماشوم هم شامل دي.

د سوریې د روغتیا وزارت د لومړنیو شمېرو له مخې، په چاودنو کې لږ تر لږه ۴ تنه وژل شوي او ۱۱۶ نور ټپیان دي، خو د بشري حقونو څار اداره وایي چې د مړو شمېر تر دې ډېر دی.

د چاودنو دقیق لامل تر دې دمه ندې روښانه شوې، خو د پېښې له ځایه خپاره شوي انځورونه ښيي چې له سیمې نه یو لوی سپین لوګی پورته شوی او ګڼ شمېر ماشومان هم ټپیان شوي دي.

زیلینسکي، د فساد ضد ادارو د خپلواکۍ خوندیتوب لپاره د قانون نوې مسوده پارلمان ته وړاندې کړه

۳ زمری ۱۴۰۴ - ۲۵ جولای ۲۰۲۵، ۰۰:۵۵ GMT+۱

د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زیلینسکي، د پراخو کورنیو نیوکو، لاریونونو او نړیوال فشار په غبرګون کې، د فساد ضد ادارو د خپلواکۍ د خوندیتوب لپاره د قانون نوې مسوده پارلمان ته وړاندې کړې ده.

د الجزیرې د راپور له مخې، دا مسوده د پنجشنبې په ورځ پارلمان ته وسپارل شوه. موخه یې دا ده چې د ملي فساد ضد اداره (NABU)او فساد ضد ځانګړې څارنوالۍ (SAPO)واکونه بېرته اعاده او د دوی خپلواکي تضمین شي.

دواړو ادارو د دې اقدام هرکلی کړی او ویلي یې دي: « نوې مسوده به زموږ د واکونو او خپلواکۍ تضمین بېرته راولي.»

دا اقدام وروسته تر هغې رامنځته شو چې ولسمشر زیلینسکي د سه‌شنبې په ورځ یو لانجمن قانون لاسلیک کړ، چې له مخې یې یادې ادارې د لوی څارنوال تر مستقیم واک لاندې راغلې. لوی څارنوال د ولسمشر له خوا ټاکل کېږي، چې د سیاسي نفوذ اندېښنې یې راوپارولې.

د دغه قانون تر تصویب وروسته، په اوکراین کې پراخ مدني اعتراضونه وشول، او اروپايي متحدینو هم سخت غبرګون وښود.

عمران خان: په مرګ هم د عاصم منیر پادشاهي نه منم

۲ زمری ۱۴۰۴ - ۲۴ جولای ۲۰۲۵، ۲۳:۴۴ GMT+۱

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان وايي، چې په دغه هېواد کې د عاصم منیر قانون پلی کيږي او د پاکستان استخبارات یې ساتنه کوي. نوموړي ویلي، چې عاصم منير به د خپل واک لپاره د هېواد هر څه قرباني کړی او پوځ به یو بدنام حالت ته ورسوي.

د پاکستان پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان د پنجنشبه په ورځ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې اوس مهال سنا مجلس، ملي اسمبلې، لومړۍ وزیر او ولسمشر ټول غيري قانوني دي.

هغه ویلي، چې پارلمانۍ څوکۍ د یو جعلي عدالت له لارې را کمې شوې او د یوې سیاسي ډلې څوکۍ بل چاته ورکول شوي، چې مخکي هيڅ وخت دا کار نه و شوی.

عمران خان پر عدالت، محکمې او قضايې برخو هم نیوکې کړې او دا يې د عاصم منير کړۍ يادي کړي دي.

خان ویلي، د اسلام اباد محکمې له اوو میاشتو راهيسي زما عريضې ګوري خو د عاصم منير د هدایت په اساس ورته ځواب نه وايي.

هغه زياته کړې: «اوس مهال په هېواد کې د عاصم منیر قانون روان دی، داسي لکه پاکستان چې د هغه شخصي ملکیت وي.»

عمران خان وايي، چې د هغه مېرمن بشری بي بي د فشار د وسيلې په توګه کارول کيږي؛ ترڅو دی مات کړي.

هغه په واضح ډول ويلي: «زه به مړ شم؛ خو هیڅکله به د عاصم منير بادشاهي ونه منم.»

د نوموړي په خبره، چې په پاکستان کې د انصاف برخه له منځه تللې او د پوليسو په وړاندي د قاضي حکم هم بې ارزښته شوی دی.

عمران خان لیکلي، چې «د نااهلو په واکمنېدو» یو هېواد تباهۍ ته ځي: «عاصم منير پر هېواد او محسن نقوي پر کرېکټ ناست دي، دوی کوم صلاحیت لري؟ دوی کومه وړتیا لري؟ د نقوي له کبله زموږ ټیسټ کرېکټ نهم ځای ته تللی.»

هغه دا یو خطرناکه حالت یاد کړی، چې له وړتیا پرته په زور ځينو کسانو ته د ادارو مشرې ورکول کيږي.

عمرخان د خپل زنداني وضعيت په اړه وايي، چې حکومت ورسره د نړیوالو بشري حقونو خلاف کړنې کوي.

هغه لیکلي: «ما شپه او ورځ ۲۲ ساعته بندې ساتي، کتابونه او اخبار نه راکوي، ټلویزیون نه شم لیدلی څو له حالاتو خبر شم. اوه میاشتي کېږي له خپلو بچانو سره د خبرو اجازه نه لرم»

خان پر ببرسټر ګوهر، سلمان اکرم راجه، علي امین ګنداپور او جنید اکبر غږ کړی، چې په زور سره تحریک انصاف ګوند مخ ته یوسي، چې موخه یې د عدل نظام، د قانون واکمني او د اساسي قانون ساتنه ده.

د هغه په خبره، چې مبارزه یې پر حق ده او ۸۰ سلنه ولس ورسره ولاړ دی.

رضا پهلوي: نړۍ باید د ایران اخوندي رژیم د ژغورنې هڅه ونه کړي

۲ زمری ۱۴۰۴ - ۲۴ جولای ۲۰۲۵، ۲۳:۳۰ GMT+۱

دایران پخواني وليعهد شهزاده رضا پهلوي د امریکا په کانګرس کې د قانون‌ جوړوونکو سره تر لیدنې وروسته ویلي چې د ایران د اخوندي رژیم پرځېدنه حتمي ده او باید نړۍ د ژغورنې فرصت ورنکړي.

هغه پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي: «ما د امریکا د کانګرس له قانون جوړوونکو سره د لیدنې پر مهال څرګنده کړه چې ایرانی رژیم د اټومي پروګرام، بالسټیک توغندیو، د ټرمپ پر ضد فتواوو، جنایتونو او پراخ فساد له لارې نړۍ ته ګواښ جوړ کړی دی، او دا ستونزې نه د بندیزونو او نه هم د ډیپلوماسۍ له لارې ختمېږي.»

نوموړي زیاته کړه: «دغه ګواښونه یوازې هغه وخت له منځه ځي چې د ایران اخوندي رژیم په بشپړه توګه له منځه لاړ شي.

هغه وویل: «زه،ایران د ډیموکراسۍ پر لور د رهبري کولو لپاره عملي پلان لرم.»

پهلوي ټینګار کړی: «نړۍ باید د ایراني رژیم د ژغورنې هڅه ونه کړي او باید د ایرانی ولس سره د ازادۍ په مبارزه کې ودریږي.»