رضا پهلوي: نړۍ باید د ایران اخوندي رژیم د ژغورنې هڅه ونه کړي

دایران پخواني وليعهد شهزاده رضا پهلوي د امریکا په کانګرس کې د قانون جوړوونکو سره تر لیدنې وروسته ویلي چې د ایران د اخوندي رژیم پرځېدنه حتمي ده او باید نړۍ د ژغورنې فرصت ورنکړي.

دایران پخواني وليعهد شهزاده رضا پهلوي د امریکا په کانګرس کې د قانون جوړوونکو سره تر لیدنې وروسته ویلي چې د ایران د اخوندي رژیم پرځېدنه حتمي ده او باید نړۍ د ژغورنې فرصت ورنکړي.
هغه پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي: «ما د امریکا د کانګرس له قانون جوړوونکو سره د لیدنې پر مهال څرګنده کړه چې ایرانی رژیم د اټومي پروګرام، بالسټیک توغندیو، د ټرمپ پر ضد فتواوو، جنایتونو او پراخ فساد له لارې نړۍ ته ګواښ جوړ کړی دی، او دا ستونزې نه د بندیزونو او نه هم د ډیپلوماسۍ له لارې ختمېږي.»
نوموړي زیاته کړه: «دغه ګواښونه یوازې هغه وخت له منځه ځي چې د ایران اخوندي رژیم په بشپړه توګه له منځه لاړ شي.
هغه وویل: «زه،ایران د ډیموکراسۍ پر لور د رهبري کولو لپاره عملي پلان لرم.»
پهلوي ټینګار کړی: «نړۍ باید د ایراني رژیم د ژغورنې هڅه ونه کړي او باید د ایرانی ولس سره د ازادۍ په مبارزه کې ودریږي.»

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د روسۍ الوتکې د پېښې غمیزې له امله د قربانیانو کورنیو ته د خواخوږۍ پیغام استولی او د روسیې ولس ته یې د یووالي او همدردۍ ډاډ ورکړی دی.
نریندرا مودي پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي: «د روسیې په الوتکه کې د خلکو ژوند له لاسه ورکولو له امله ژور خواشینی یم. موږ خپله ژوره خواخوږي د قربانیانو کورنیو ته څرګندوو. د روسیې له ولس او دولت سره په دې سختو شېبو کې ولاړ یو.»
هغه زیاته کړې: « هند د روسیې له خلکو سره د تلپاتې دوستۍ پر بنسټ، ځان د دې غمیزې په ټپ کې شریک ګڼي.»
تر اوسه روسي چارواکو د پېښې د مرګ ژوبلې وروستی کره شمېرې نه دي اعلان کړي، خو راپورونه د ګڼو قربانیانو خبر ورکوي.

د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون ویلي، چې هېواد به یې په راتلونکي سپټمبر میاشت کې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د فلسطین دولت پېژندنه اعلان کړي او هیله لري چې دا ګام به د سیمې دسولې بهیر ته لاره هواره کړي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ولسمشر مکرون د پنجشنبې په ورځ پر ایکس خواله رسنۍ اعلان وکړ، چې فرانسه به د فلسطین رسمي پېژندنه د ملګرو ملتونو په راتلونکې عمومي غونډه کې ترسره کړي.
نوموړي په یوه لیک کې، چې د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس ته یې لېږلی، د دې پرېکړې پخلی کړی دی.
مکرون وویل: «موږ باور لرو چې د فلسطین رسمي پېژندنه به د سیمې د سولې بهیر بیا فعالولو لپاره مهم ګام وي.»
نوموړي زیاته کړه ،فرانسه له اوږدې مودې راهیسې د دوه دولتونو د حل ملاتړ کوي او دا پرېکړه به د فلسطیني ولس د مشروع حقونو په رسمیت پېژندلو کې یو تاریخي ګام وي.
که دا اقدام عملي شي، فرانسه به د لوېدیځو هېوادونو له ډلې لومړنی ستر ځواک وي چې فلسطین په رسمي ډول د خپلواک دولت په توګه پېژني.
دا پرېکړه په داسې حال کې کېږي چې په منځني ختیځ کې جګړې، کړکېچونه او د سولې د خبرو ځنډېدنې نړیوال فشارونه زیات کړي دي.

ملګري ملتونه د اسلامي همکاريو سازمان سره د زياتېدونکي جیوپولیټيکي ګډوډۍ په منځ کې خپله همکاري پراخوي؛ څو له غزې او سوډان څخه تر مانمار او افغانستان پورې د اوږد مهاله شخړو په حل کې مرسته وکړي. ملګرو ملتونو ویلي، چې په ناامنو سیمو کې د دغه سازمان غږ ډیر ارزښت لري.
د منځنۍ ختيځ لپاره د ملګرو ملتونو مرستیال خالد خیاري امنیت شورا ته د پنجنشبه په ورځ (د زمري ۲مه) وویل، چې د اسلامي همکاريو سازمان د سولې د هڅو، د نړۍوال قانون د ملاتړ او د تلپاتې سیاسي حل لارو د برابرولو په برخه کې یو لازمي ملګری پاتې شوی دی.
د اسلامي همکاریو سازمان، چې مرکز يې د سعودي عربستان په جده کې دی، ۵۷ غړي هېوادونه او ۵ څارونکي لري، چې د سیاسي، اقتصادي او مذهبي مهمو برخو استازیتوب کوي.
ښاغلي خیاري وویل: «د دې سازمان غږ په هغو سيمو کې چې له شخړو سره مخ دي ډېر ارزښت لري.»
هغه زياته کړې: «ملګري ملتونه دا ملګرتیا نه یوازې د ادارو ترمنځ د همکارۍ په توګه ارزښتمنه بولي، بلکي دا یې د دوامدارې سولې، ټولګډونه حکومتولۍ، د نړۍوالو او بشري حقونو د قوانینو د درناوي لپاره د خپلو هڅو یو مهم عنصر ګڼي.»
نوموړي ټينګار کړی، چې دا همکاري د ملګرو ملتونو د منشور د اتم فصل سره سمون لري، چې له سیمه یيزو سازمانونو سره د سولې د ساتلو لپاره د همکاري هڅه ده.
د ناورینونو په حل کې مرسته
خالد خياري د ملګرو ملتونو او اسلامي همکاريو سازمان ترمنځ ګډو فعالیتونو ته په اشارې ویلي؛ دواړو په غزه کې د بیارغونې طرحه تایید کړې، د عربي لیګ ملاتړ يې کړی او د سينیګال په پلازمېنه ډاکار په کلنۍ غونډه کې يې د بیت المقدس د مسلې په اړه همکاري کړې ده.
د هغه په خبره، چې په سوډان کې يې په تېره دوه کلنه جګړه کې چې ویجاړونکي بشري پايلي یې لرلې، د اسلامي همکاريو سازمان د منځګړیتوب هرکلی کړی.
هغه د افغانستان د ستونزو په اړه د دوحې په پروسه کې د اسلامي همکاريو سازمان د ونډې ساتنه کړې او د طالبانو د لوړو چارواکو سره یې د دغه سازمان د دوامداره اړیکو او د افغان ښځو د حقونو د ملاتړ یادونه کړې.
په نړۍوالو مسلو کې همکاري
د عمومي منشي مرستیال خیاري وايي، چې په ټاکنو، د ټاکنو روزنې او د ښځو د سیاسي ګډون په برخو کې د دواړو سازمانونو همکاري زياته شوې او د راتلونکو کارونو اړوند یې اړيکې پراخې شوي دي.
نوموړي ویلي، چې د ۲۰۲۴ کال د مارچ په میاشت کې د یوه تفاهم په لاسلیک سره د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه لا پراخه شوې، چې په کې ګډ تخنیکي نوښتونه، له پارلمانونو سره تعامل او د حقونو پر بنسټ د ترهګرۍ د مخنيوي ستراتيژۍ شاملې دي.
خیاري زياته کړې، چې د راتلونکي تړون د عملي کولو لور ته روان دی، تر څو دواړه سازمانونه د تاوتريخوالي د کمولو، دوامداره سولې ته د رسېدو او د څو اړخيزو اصولو د پیاوړتيا لپاره ګټور تمام شي.

اکسپریس خبري اژانس وایي چې د اوکراین جګړې له امله د روسیې په کاري ځواک کې جدي کمښت رامنځته شوی او چارواکي اړ شوي چې یو میلیون هندي کارګر د اقتصادي سکتور د سقوط مخنیوي په موخه وګماري.
په راپور کې راغلي، له ۲۰۲۲کال د فبرورۍ راهیسې روسیې په اوکراین پراخ یرغل پیل کړ،چې ګڼ شمېر روسي کارګر پوځ ته بلل شوي. د جګړې د سختو تلفاتو له امله پوځ د تازه سرتېرو په لټه کې دی، څو د وژل شویو او ټپي شویو سرتېرو ځای ونیسي.
راپور زیاتوي، د ولادیمیر پوتین پوځ په نږدې درې نیمو کلونو کې له یو میلیونه زیاتو تلفاتو (مړو او ټپیانو) سره مخ شوی دی.
د دې وضعیت او د تقاعدونو زیاتوالي له امله، روسیه اوس د کارګرود جدي کمښت سره مخ ده او هڅه کوي له بهرنیو کارګروپه ځانګړي ډول له هند څخه د اړتیا تشه ډکه کړي.

د متحده عربي اماراتو بهرنیو چارو وزارت ویلي چې له ۲۰۲۱م کال راهیسې یې تر ۱۷،۶۰۰ زیات افغان کډوال منلي او د هغوی د اړتیاوو پوره کولو لپاره یې نږدې ۱.۳۵ میلیارده درهمه (۳۶۷.۶ میلیونه ډالر) لګولي دي.
یاد وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې زیاته کړې، « د منل شویو افغان وګړو د ژوند ټولې اړینې اړتیاوې لکه روغتیايي خدمات، استوګنځای، خواړه، اړیکې، د سفري اسنادو اسانتیاوې او ډیپلوماتیک ملاتړ برابر شوي، تر څو دوی ته د انساني کرامت او هوسا ژوند شرایط برابر شي.»
په اعلامیه کې راغلي، دغه منل شوي افغانان د اماراتو په ابوظبي کې د «اماراتو بشر دوستانه ښارګوڼي» په نوم کمپ کې ځای پر ځای کړل شوي دي.
په بشر دوستانه ښارګوټي کې همداراز ۱۷ دفترونه د هغو هېوادونو سفارتونو لپاره پرانیستل شوي چې افغان کډوال غواړي ور وکوچېږي.
د دې ترڅنګ یادو افغانانو لپاره زدهکړې، روزنیز پروګرامونه او د ښوونځیو ترانسپورت هم برابر شوی دی.
د راپور له مخې، نږدې ۲،۶۰۰ افغانانو د حرفوي او مسلکي زدهکړو له ورکشاپونو ګټه اخیستې ده.
د اماراتو د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویلي: « اماراتو د افغان ولس د مرستې لپاره هېڅ ډول هڅه نه ده سپمولي. دغه هېواد له هغو لومړنیو هېوادونو څخه دی چې له افغانستان سره یې بشري ملاتړ پيل کړی.»
په اعلامیه کې ویل شوي، چې دا اقدامات د اماراتو د بشري مرستو له اصولو، زغم، ګډ ژوند او د انساني ارزښتونو له روحیې سرچینه اخلي.
وزارت زیاتوي: انساني کرامت ته پاملرنه د اماراتو د تاسیس له وخته یو بنسټیز اصل پاتې شوی، پرته له دې چې د افرادو قومي، مذهبي یا جغرافیایي شالید وکتل شي.
