روسیه د کاري ځواک د کمښت له امله یو میلیون هندي کارګر ګوماري

اکسپریس خبري اژانس وایي چې د اوکراین جګړې له امله د روسیې په کاري ځواک کې جدي کمښت رامنځته شوی او چارواکي اړ شوي چې یو میلیون هندي کارګر د اقتصادي سکتور د سقوط مخنیوي په موخه وګماري.

اکسپریس خبري اژانس وایي چې د اوکراین جګړې له امله د روسیې په کاري ځواک کې جدي کمښت رامنځته شوی او چارواکي اړ شوي چې یو میلیون هندي کارګر د اقتصادي سکتور د سقوط مخنیوي په موخه وګماري.
په راپور کې راغلي، له ۲۰۲۲کال د فبرورۍ راهیسې روسیې په اوکراین پراخ یرغل پیل کړ،چې ګڼ شمېر روسي کارګر پوځ ته بلل شوي. د جګړې د سختو تلفاتو له امله پوځ د تازه سرتېرو په لټه کې دی، څو د وژل شویو او ټپي شویو سرتېرو ځای ونیسي.
راپور زیاتوي، د ولادیمیر پوتین پوځ په نږدې درې نیمو کلونو کې له یو میلیونه زیاتو تلفاتو (مړو او ټپیانو) سره مخ شوی دی.
د دې وضعیت او د تقاعدونو زیاتوالي له امله، روسیه اوس د کارګرود جدي کمښت سره مخ ده او هڅه کوي له بهرنیو کارګروپه ځانګړي ډول له هند څخه د اړتیا تشه ډکه کړي.

د متحده عربي اماراتو بهرنیو چارو وزارت ویلي چې له ۲۰۲۱م کال راهیسې یې تر ۱۷،۶۰۰ زیات افغان کډوال منلي او د هغوی د اړتیاوو پوره کولو لپاره یې نږدې ۱.۳۵ میلیارده درهمه (۳۶۷.۶ میلیونه ډالر) لګولي دي.
یاد وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې زیاته کړې، « د منل شویو افغان وګړو د ژوند ټولې اړینې اړتیاوې لکه روغتیايي خدمات، استوګنځای، خواړه، اړیکې، د سفري اسنادو اسانتیاوې او ډیپلوماتیک ملاتړ برابر شوي، تر څو دوی ته د انساني کرامت او هوسا ژوند شرایط برابر شي.»
په اعلامیه کې راغلي، دغه منل شوي افغانان د اماراتو په ابوظبي کې د «اماراتو بشر دوستانه ښارګوڼي» په نوم کمپ کې ځای پر ځای کړل شوي دي.
په بشر دوستانه ښارګوټي کې همداراز ۱۷ دفترونه د هغو هېوادونو سفارتونو لپاره پرانیستل شوي چې افغان کډوال غواړي ور وکوچېږي.
د دې ترڅنګ یادو افغانانو لپاره زدهکړې، روزنیز پروګرامونه او د ښوونځیو ترانسپورت هم برابر شوی دی.
د راپور له مخې، نږدې ۲،۶۰۰ افغانانو د حرفوي او مسلکي زدهکړو له ورکشاپونو ګټه اخیستې ده.
د اماراتو د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویلي: « اماراتو د افغان ولس د مرستې لپاره هېڅ ډول هڅه نه ده سپمولي. دغه هېواد له هغو لومړنیو هېوادونو څخه دی چې له افغانستان سره یې بشري ملاتړ پيل کړی.»
په اعلامیه کې ویل شوي، چې دا اقدامات د اماراتو د بشري مرستو له اصولو، زغم، ګډ ژوند او د انساني ارزښتونو له روحیې سرچینه اخلي.
وزارت زیاتوي: انساني کرامت ته پاملرنه د اماراتو د تاسیس له وخته یو بنسټیز اصل پاتې شوی، پرته له دې چې د افرادو قومي، مذهبي یا جغرافیایي شالید وکتل شي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په روسیه کې د یوې مسافر وړونکې الوتکې د لوېدو په پېښه کې د یو شمېر کسانو پر مړینې خپله ژوره خواشيني څرګنده کړې ده.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دغې پېښې له امله د روسیې فډراسیون له حکومت او د قربانيانو له کورنيو سره خواخوږي ښودلې ده.
د روسیې انتونوف ان-۲۴ مسافر وړونکې الوتکه چې نږدې ۵۰ کسان پکې سپاره وو د پنجشنبې په ورځ د دغه هېواد په ختیځ کې ولوېده او د رپوټونو له مخې په الوتکه کې ټول سپاره کسان مړه شوي دي.
روسیه په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې طالبان یې په رسمیت پېژندلي دي.

سعودي عربستان د پنجشنبې په ورځ وویل، چې په سوریه کې به ۶،۴ میلیارد ډالره پانګونه وکړي. د سعودي د پانګونې وزیر خالد الفالح دا اعلان د دمشق په یوه اقتصادي فورم کې وکړ او ویې ویل چې سفر یې د ولیعهد محمد بن سلمان په امر ترسره شوی.
په دې پانګونه کې شاوخوا ۲،۹۳میلیارد ډالر به د زیربناوو پر پروژو ولګول شي او نږدې ۱،۷ میلیارد ډالر به د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سکتور ته ځانګړي شي.
د فالح په وینا، د کنفرانس په جریان کې به ۴۷ تړونونه لاسلیک شي او له ۱۰۰زیات شرکتونه به پکې برخه واخلي.
په دې پانګونه کې د سعودي مخابراتي شرکتونه اېس ټي سي، ګو ټیلیکام، د سایبري امنیت شرکت سیپر او د زدهکړو ټکنالوژۍ شرکت کلاسیرا شامل دي. همداراز، د کنفرانس پر مهال د سعودي ـ سوریایي سوداګریزې شورا اعلان هم وشو.
د رویټرز د رپوټ له مخې، په دې اقتصادي پریکړې سره سعودي عربستان یو ځل بیا له سوریې سره خپلې ژورې اړیکې څرګندې کړې او هڅه کوي د احمد الشراع حکومت ته چې د بشارالاسد له پرځېدو وروسته واک ته رسېدلی، سیاسي او مالي مشروعیت ورکړي.
په وروستیو میاشتو کې قطر هم له سوریې سره د ۷ میلیارد ډالرو د برېښنا پروژه لاسلیک کړې او د اماراتو بندري شرکت د ۸۰۰ میلیونه ډالرو تړون ورسره کړی. امریکا هم د سوریې د انرژۍ سکتور لپاره یو پراخ ماستر پلان چمتو کوي.

د ایران ولسمشر وايي، چې که اسراییل قدرت ومومي نو ټول اسلامي هېوادونه به په نښه کړي. مسعود پزشکیان وویل، چې له اسراییل سره شوی اوربند د ګواښ پای نه دی او هر کله بیاځلي بریدونه ترسره کېدای شي.
مسعود پزشکیان له الجزیره ټلویزیون سره په یوه مرکه کې وویل، چې اسراییل له سوریې سره د خبرو او مذاکرې پر مهال هم هوايي بریدونه وکړل او په باور یې که د نړۍ مسلمانان سره یو موټی شي د اسراییل په ګډون هېڅ زبر ځواک به پر دې بریالی نه شي چې یو یو یې په نښه کړي.
مسعود پزشکیان ویلي، د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا دولت ایران د سیمې لپاره یو ګواښ معرفي کړی، په داسې حال کې چې ایران د ترورونو قرباني دی او د نا امنیو پيلوونکی نه و.
نوموړي اسراییل په سیمه کې د جګړې او بې ثباتۍ سرچینه وبلله او په وینا یې اسراییل له نیل تر فرات پورې د واکمنۍ طرحه لري خو ایران بیا هېڅکله هم داسې فکر نه لري او تهران د نورو هېوادونو ځمکمنۍ بشپړتیا ته درناوی لري.
پزشکیان پر ایران د اسراییل بریدونو ته په اشارې سره وویل، چې د دغو بریدونو موخه په دغه هېواد کې د نا ارامیو رامنځته کول او بالاخره د ایران تجزیه کول وو، خو په وینا یې بریالی نه شو.
د ایران ولسمشر په دې مرکه کې د خپل هېواد د اټومي پروګرام په تړاو د خبرو په اړه وویل، کله چې ټرمپ دا اعلان وکړ چې ایران اټومي وسله باید ونه لري نو تهران هم دا ومنله او که چېرې ایران له قانون سره سم حرکت کوي نو باید دغه مذاکره قانون منده او محترمانه وي.
مسعود پزشکیان زیاته کړه، چې ایران د اټومي وسلو په لټه کې نه دی بلکې د امنیت، ثبات او پرمختګ په لټه کې دی.
د ایران ولسمشر په ډاګه کړه، سره له دې چې پر امریکا هېڅ ډول باور نه لري خو بیا هم له واشنګټن سره د خبرو په ترڅ کې قانون ته درناوی او د هر ډول زور ویلو ردول د ایران سرې کرښې دي.
نوموړي په ډاګه کړه چې اسلامي جمهوري د ان، پي، ټي غړی دی خو دغه اژانس د ایران پر اټومي تاسیساتو د بریدونو په تړاو څه غبرګون ونه ښود او هغه یې ونه غانده او په وینا یې ایران د یاد اژانس د ارزونې مخالف نه دی خو دغه ډول چارې یې باید مشخصې او د امنیت شورا له مصوبې وروسته ترسره شي.
مسعود پزشکیان په دې ځانګړې مرکه کې د ایران او اسراییل تر منځ شوي اوربند ته په اشارې سره وویل، چې دغه شوی اوربند د ګواښ پای نه دی او هر کله بیاځلي بریدونه ترسره کېدای شي او ایران هم هر ډول شرایطو ته چمتووالی لري.
پزشکیان په ایران کې د نفوذیانو موجودیت تایید کړ او زیاته یې کړه چې تر هغو ټکنالوژیکي وسایل ډېر خطرناک دي.

اسوشټېډ پریس، فرانس پریس، بي بي سي او رویټرز د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره په غزه کې د خپلو خبریالانو په اړه ژوره اندېښنه ښودلي او وايي، د دوی خبریالان د غزې د اوسېدونکو په څېر له لوږې او سختو ستونزو سره مخ دي.
د نړۍ یادو څلورو مشهورو رسنیو او خبري اژانسونو د پنجشنبې په ورځ په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، چې په غزه کې د روان وضعیت له امله ورځ تر بلې د دوی خبریالان او کورنۍ یې د خوړو پیدا کولو توان له لاسه ورکوي.
په دې ګډه اعلامیه کې لیکل شوي:«دا خپلواک خبریالان په غزه کې له څو میاشتو راهیسې د نړۍ لپاره سترګې او غوږونه پاتې شوي، خو اوس هغوی هم د همغو خلکو په شان له سختو حالاتو سره مخ دي، چې راپورونه یې ترې ورکوي.»
د رسنیو په ګډه اعلامیه کې ویل شوي، چې خبریالان تل په جنګي سیمو کې له ډېرو سختیو او محرمیتونو سره مخ وي، خو اوس په غزه کې د دوی خبریالان د لوږې له ګواښ سره مخ دي.
یادو رسنیو پر اسراییل غږ کړی، چې په غزه کې دې خلکو ته د خوړو او مرستو رسولو ترڅنګ خبریالانو ته دننه او بهر د تګ راتګ اجازه ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په غزه کې روغتیايي چارواکو ویلي، چې په تېرو څو ورځو کې په غزه کې ۱۱۱ کسان د لوږې له امله مړه شوي دي.
