• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

څلور نړیوالې رسنۍ: موږ په غزه کې د خپلو خبریالانو په اړه اندېښمن یو

۲ زمری ۱۴۰۴ - ۲۴ جولای ۲۰۲۵، ۱۲:۳۵ GMT+۱تازه شوی: ۲ زمری ۱۴۰۴ - ۲۴ جولای ۲۰۲۵، ۱۳:۳۹ GMT+۱

اسوشټېډ پریس، فرانس پریس، بي بي سي او رویټرز د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره په غزه کې د خپلو خبریالانو په اړه ژوره اندېښنه ښودلي او وايي، د دوی خبریالان د غزې د اوسېدونکو په څېر له لوږې او سختو ستونزو سره مخ دي.

د نړۍ یادو څلورو مشهورو رسنیو او خبري اژانسونو د پنجشنبې په ورځ په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، چې په غزه کې د روان وضعیت له امله ورځ تر بلې د دوی خبریالان او کورنۍ یې د خوړو پیدا کولو توان له لاسه ورکوي.

په دې ګډه اعلامیه کې لیکل شوي:«دا خپلواک خبریالان په غزه کې له څو میاشتو راهیسې د نړۍ لپاره سترګې او غوږونه پاتې شوي، خو اوس هغوی هم د همغو خلکو په شان له سختو حالاتو سره مخ دي، چې راپورونه یې ترې ورکوي.»

د رسنیو په ګډه اعلامیه کې ویل شوي، چې خبریالان تل په جنګي سیمو کې له ډېرو سختیو او محرمیتونو سره مخ وي، خو اوس په غزه کې د دوی خبریالان د لوږې له ګواښ سره مخ دي.

یادو رسنیو پر اسراییل غږ کړی، چې په غزه کې دې خلکو ته د خوړو او مرستو رسولو ترڅنګ خبریالانو ته دننه او بهر د تګ راتګ اجازه ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په غزه کې روغتیايي چارواکو ویلي، چې په تېرو څو ورځو کې په غزه کې ۱۱۱ کسان د لوږې له امله مړه شوي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

اوکراین د پوتین او زېلېنسکي ترمنځ د مخامخ خبرو غوښتنه وکړه

۲ زمری ۱۴۰۴ - ۲۴ جولای ۲۰۲۵، ۰۹:۱۰ GMT+۱

د اوکراین د ملي امنیت شورا منشي رستم عمروف د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ترمنځ د مخامخ خبرو اترو غوښتنه کړې ده. هغه زیاته کړې :«د دواړو هېوادونو ولسمشرانو لیدنه دې تنظیم او لومړیتوب ورکړل شي.»

عمروف همداراز غوښتنه کړې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان دې په دې لیدنه کې ګډون وکړي.

دغه وړاندیز په استانبول کې د روسیې او اوکراین ترمنځ د مذاکراتو له نوي پړاو سره سم مطرح شوی دی.

ورته مهال د روسیې استازي ویلي، چې دواړو خواوې مفصل غږېدلي؛ خو توپیرونه لاهم لوی دي.

روسیې او اوکراین په دې مذاکراتو کې د ۱۲۰۰ اسیرانو پر تبادلې هوکړه کړې او همداراز مسکو چمتووالی ښودلی دی، چې د درې زره اوکرایني ځواکونو جسدونه به کېیف ته وسپاري.

د اسراییل دفاع وزیر: د یرغمل‌شویو د نه‌خوشې‌کېدو په صورت کې به «د دوزخ دروازې» خلاصې شي

۲ زمری ۱۴۰۴ - ۲۴ جولای ۲۰۲۵، ۰۸:۴۳ GMT+۱

د اسراییل دفاع وزیر یسراییل کاتز د حماس پر مشرانو د نیوکې ترڅنګ وايي، چې د دغې ډلې مشران د غزې د ویجاړۍ مسوول دي. هغه پرون (چهارشنبه) په یوې خبري غوڼده کې زیاته کړې، چې د «سنوار وروڼو» غزه ویجاړه کړې ده.

د اسراییل د دفاع وزیر په وینا؛ د یادې ډلې قوماندان عزالدین الحداد غزه پر کنډوالې بدله کړې ده.

هغه وویل: «د حماس مشران په بهر کې په لوکسو ماڼیو او هوټلونو کې ژوند کوي او په داسې حال کې چې دوی جشن لمانځي، د یرغمل‌شویو کسانو له خوشې‌کېدو نه انکار کوي.»

هغه خبرداری ورکړی، چې د یرغمل‌شویو د نه‌خوشې‌کېدو په صورت کې به د «دوزخ دروازې» خلاصې او ‌ډېرې ناوړه پایلې ولري.

اوچا: د افغانانو د بقا لپاره بشري مرستې حیاتي دي

۲ زمری ۱۴۰۴ - ۲۴ جولای ۲۰۲۵، ۰۱:۴۴ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږۍ دفتر«اوچا» په خپله تازه خپره کړې څېړنه کې ویلي، افغانستان لا هم د څلوېښت کلنې جګړې، بې‌ثباتۍ او طبیعي پېښو له ناوړو اغېزو ندی راوتلی. راپور خبرداری ورکوي چې د هېواد اوسنی وضعیت د خلکو پر ژوند، اقتصاد، خدماتو، او ټولنیز ثبات خورا ژور اغېز کړی دی.

اوچا لیکي، چې د خوندیتوب د فضا تنګېدو، د اقتصاد د کمزورۍ، اساسي خدماتو د محدود لاسرسي، طبیعي افتونو او د اقلیمي بدلون له امله رامنځته شویو شوکونو، او د سیمې د سیاسي بدلونونو دوامداره اغېزې، د افغانانو د بیا رغونې ظرفیت کمزوری کړی دی.

په راپور کې راغلي چې تمه ده په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۲۲.۹میلیونه کسان، چې د افغانستان نږدې نیمايي نفوس جوړوي، د بقا لپاره بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا ولري. دا وضعیت د نړیوالو مرستندویه ادارو لپاره یوه لویه ننګونه ګڼل شوې ده.

اوچا وايي، چې د طالبانو له‌ خوا د بشري حقونو د محدودولو دوام، په ځانګړي ډول د ښځو، نجونو، هلکانو، ځوانانو او نورو زیان‌ منونکو ټولنو پر وړاندې، یې د محافظتي ګواښونو کچه لوړه کړې ده. دغه محدودیتونه د خلکو لاسرسی د ژوند ژغورونکو خدمتونو لکه روغتیا، زده‌کړو، خوندیتوب او کاري فرصتونو له منځه وړي، او هغوی یې د لا ډېرو بشري اړتیاوو لور ته سوق کړي دي.

راپور کې راغلي، ښځې او نجونې له عامه ژوند، زده‌کړو، کار او بنسټیزو خدماتو څخه محرومې شوي، چې دا چاره نه یوازې فردي، بلکې ټولنیز، اقتصادي او سیاسي تاوانونه هم لرلي. د ناوړه وضعیت له امله، میلیونونه افغانان د خوړو، پاکو اوبو، سرپناه، روغتیايي خدمتونو، تعلیم او رواني ملاتړ له جدي کمښت سره مخ دي.

اوچا ټینګار کوي، چې د وضعیت د لا خرابېدو مخنیوي لپاره، نړیواله ټولنه باید له افغانستان سره بېړنۍ، همغږې او دوامداره مرستې وکړي، څو نه یوازې خلک ژغورل شي، بلکې د اوږدمهاله ثبات لپاره هم زمینه برابره شي.

راپور دغه راز یادونه کوي چې د افغانستان بشري اړتیاوې یوازې د طبیعي افتونو یا جګړې له امله نه، بلکې د سیاسي فشارونو، ناسمې اقتصادي پالیسۍ، او نړیوالې انزوا له امله هم ژورې شوې دي.

د بېوزلۍ، بې‌کارۍ، او کډوالۍ د کچې زیاتوالی، او د خلکو ترمنځ روانې رواني او ټولنیزې ستونزې، د یو اوږدمهاله ناورین نښې دي.

اوچا له نړیوالو مرستندویه بنسټونو، حکومتونو او تمویل‌کوونکو هېوادونو غوښتي چې د افغانستان د خلکو ملاتړ ته پراخ لومړیتوب ورکړي، ځکه د ناورین دوام نه یوازې د افغانستان، بلکې د ټولې سیمې لپاره ګواښ پېښولی شي.

متقي: برېتانوۍ جوړه په زندان کې له ټولو بشري حقونو برخمنه ده

۲ زمری ۱۴۰۴ - ۲۴ جولای ۲۰۲۵، ۰۱:۲۶ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو ویز امیر خان متقي د دغه وزارت د یو کلنې لاسته راوړنو په کنفرانس کې ویلي، چې د دوی په زندان کې د بريتانوۍ جوړې ټول بشري حقونه خوندي دي. نوموړي ویلي، چې دوی په دوامداره توګه له خپلې کورنۍ سره په اړیکه کې دي او روغتیا ته یې هم پاملرنه کېږي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د چهارشنبې په ورځ (د زمري لومړۍ نېټه) په دې جوړ شوي کنفرانس کې د دوی په زندان کې د برېتانوي خاوند او مېرمنې د وضعیت په اړه وویل: «برېتانوي جوړه وخت پر وخت د کورنيو سره په تماس کې ده، بشري حقونه يې په نظر کې نیول شوي، تماس، علاج او د استوګنې د ځای لپاره یې رسېدنه شوې.»

د متقي په خبره، د دې جوړې د خلاصون لپاره هڅې رواني دي خو د ده په خبره چې د ازادېدو یو شمېر پړاونه یې لا هم پاتې دي.

ګارډین ورځپاڼې دوه ورځې وړاندې راپور ورکړی و، چې په افغانستان کې د یوې زړې برېتانوۍ جوړې ماشومانو له طالبانو غوښتنه کړې وه، چې دوی مخکې له دې چې «په زندان کې مړه شي» خوشې کړي.

د برېتانوۍ جوړې ماشومانو اعلان وکړ، چې ملګري ملتونه به ډېر ژر په دې اړه یو بیان خپور کړي او د ۷۶ کلنې باربي رینالډز او د هغې د ۸۰ کلن مېړه پیټر د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه به وکړي.

د دغې برېتانوۍ جوړې اولادونو ویلي، چې ملګري ملتونه به ډېر ژر د دې موضوع په اړه خبرپاڼه خپره کړي او د ۷۶ کلنې باربي رینولډز او د هغې د ۸۰ کلن مېړه پيټر د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه به وکړي.

دغه خاوند او مېرمن له تېرو پنځو میاشتو راهيسې د طالبانو په زندان کې دي او تر اته اوونۍ مخکې دوی یو د بل څخه جلا ساتل کېدل، چې تر سخت امنيتي څار لاندې و.

امیرخان متقي په دې کنفرانس کې زياته کړې، چې دوی له زندانیانو څخه سیاسي استفاده نه کوي.

ملګرو ملتونو کې د قطر استازې: د افغانستان د ثبات لپاره خپلو منځګړو هڅو ته دوام ورکوو

۲ زمری ۱۴۰۴ - ۲۴ جولای ۲۰۲۵، ۰۱:۱۷ GMT+۱

په ملګرو ملتونو کې د قطر هېواد استازې شېخ عالیه احمد بن سیف ال ثاني وایي، چې هېواد به یې له افغانستان سره د سولې او ثبات د راوستلو لپاره خپلو سیاسي او منځګړو هڅو ته دوام ورکړي.

هغې د ملګرو ملتونو په غونډه کې د خبرو پر مهال زیاته کړه، قطر ژمن دی چې افغانستان بېرته نړۍوالو اړیکو ته ورستون کړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې چې د "نړۍوالې سولې او امنیت د ټینګښت لپاره د څو اړخیزې همکارۍ او د شخړو سوله‌ییز حل" تر سرلیک لاندې ترسره شوه، عالیه احمد بن سیف ال ثاني وویل، هېواد یې د افغانستان د ناورین د حل لپاره اوږدمهاله او فعاله هڅې کړي دي.

نوموړې وویل: «قطر ژمن دی چې له افغانستان سره د سولې، ثبات او نړۍوالې ټولنې سره د بیا یوځای کېدو لپاره د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې د دوحې بهیر کوربه‌توب ته دوام ورکړي.»

قطر له هغو هېوادونو څخه دی، چې له ډېر پخوا راهیسې په افغانستان کې د سیاسي کړکېچونو د حل لپاره منځګړی رول لوبوي. دوحه د طالبانو او امریکا ترمنځ د ۲۰۲۰ کال د سولې هوکړې کوربه و او همداراز یې د افغانانو ترمنځ د سیاسي خبرو او نړۍوالو همغږیو لپاره زمینه برابره کړې.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت استازې ټینګار وکړ، چې افغانستان لا هم له لویو بشري، اقتصادي او امنیتي ننګونو سره مخ دی او د حل یوازینۍ لاره‌یې د سولې، پراخې مشورې او نړۍوالې همکارۍ دوام دی.

قطر د ملګرو ملتونو له امنیت شورا وغوښتل، چې افغانستان ته ځانګړې پاملرنه وکړي او ډاډ دې ورکړي، چې د دغه هېواد د خلکو حقونه په ځانګړي ډول د ښځو، ماشومانو او اقلیتونو حقوق باید خوندي پاتې شي.

قطر همداراز له نړۍوالو مرستندویه ادارو وغوښتل، چې د افغانانو د بېړنیو اړتیاوو پوره کولو ته دوام ورکړي، ځکه د شخړو، وچکالۍ، اقتصادي سقوط او نړۍوالې انزوا له امله د افغانستان بشري وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي.

قطر یو ځل بیا څرګنده کړه، چې د خپل بهرني سیاست پر بنسټ د شخړو د سوله‌ییز حل پر اصولو ولاړ دی او د افغانستان د ثبات لپاره به خپل سیاسي نفوذ، همکارۍ او د دوحې بهیر له لارې هڅې جاري ساتي.