اوچا لیکي، چې د خوندیتوب د فضا تنګېدو، د اقتصاد د کمزورۍ، اساسي خدماتو د محدود لاسرسي، طبیعي افتونو او د اقلیمي بدلون له امله رامنځته شویو شوکونو، او د سیمې د سیاسي بدلونونو دوامداره اغېزې، د افغانانو د بیا رغونې ظرفیت کمزوری کړی دی.
په راپور کې راغلي چې تمه ده په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۲۲.۹میلیونه کسان، چې د افغانستان نږدې نیمايي نفوس جوړوي، د بقا لپاره بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا ولري. دا وضعیت د نړیوالو مرستندویه ادارو لپاره یوه لویه ننګونه ګڼل شوې ده.
اوچا وايي، چې د طالبانو له خوا د بشري حقونو د محدودولو دوام، په ځانګړي ډول د ښځو، نجونو، هلکانو، ځوانانو او نورو زیان منونکو ټولنو پر وړاندې، یې د محافظتي ګواښونو کچه لوړه کړې ده. دغه محدودیتونه د خلکو لاسرسی د ژوند ژغورونکو خدمتونو لکه روغتیا، زدهکړو، خوندیتوب او کاري فرصتونو له منځه وړي، او هغوی یې د لا ډېرو بشري اړتیاوو لور ته سوق کړي دي.
راپور کې راغلي، ښځې او نجونې له عامه ژوند، زدهکړو، کار او بنسټیزو خدماتو څخه محرومې شوي، چې دا چاره نه یوازې فردي، بلکې ټولنیز، اقتصادي او سیاسي تاوانونه هم لرلي. د ناوړه وضعیت له امله، میلیونونه افغانان د خوړو، پاکو اوبو، سرپناه، روغتیايي خدمتونو، تعلیم او رواني ملاتړ له جدي کمښت سره مخ دي.
اوچا ټینګار کوي، چې د وضعیت د لا خرابېدو مخنیوي لپاره، نړیواله ټولنه باید له افغانستان سره بېړنۍ، همغږې او دوامداره مرستې وکړي، څو نه یوازې خلک ژغورل شي، بلکې د اوږدمهاله ثبات لپاره هم زمینه برابره شي.
راپور دغه راز یادونه کوي چې د افغانستان بشري اړتیاوې یوازې د طبیعي افتونو یا جګړې له امله نه، بلکې د سیاسي فشارونو، ناسمې اقتصادي پالیسۍ، او نړیوالې انزوا له امله هم ژورې شوې دي.
د بېوزلۍ، بېکارۍ، او کډوالۍ د کچې زیاتوالی، او د خلکو ترمنځ روانې رواني او ټولنیزې ستونزې، د یو اوږدمهاله ناورین نښې دي.
اوچا له نړیوالو مرستندویه بنسټونو، حکومتونو او تمویلکوونکو هېوادونو غوښتي چې د افغانستان د خلکو ملاتړ ته پراخ لومړیتوب ورکړي، ځکه د ناورین دوام نه یوازې د افغانستان، بلکې د ټولې سیمې لپاره ګواښ پېښولی شي.