• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

برازیل غواړي د سوېلي افریقا له‌خوا د اسراییل پر ضد د نسل‌وژنې په قضیه کې ګډون وکړي

۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲۳ جولای ۲۰۲۵، ۲۳:۲۶ GMT+۱

د برازیل د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې هېواد یې د سوېلي افریقا له‌خوا د نړۍوالې محکمې (ICJ) سره د اسراییل پر ضد د نسل‌وژنې په قضیه کې د ملګرتیا لپاره چمتوالی نیسي.

دا قضیه په ۲۰۲۳ کال کې د سوېلي افریقا له خوا ثبت شوې وه، چې پکې اسراییل تورن شوی چې د ۱۹۴۸ د نسل‌وژنې کنوانسیون یې نقض کړی.

سوېلي افریقا ادعا کوي، چې اسراییلي پوځ د حماس پر ضد جګړه کې یوازې پر جنګیالیو نه، بلکې په قصدي ډول پر ملکي وګړو بریدونه کړي دي، چې ښوونځي، روغتونونه، کمپونه او پناه‌ځایونه هم په نښه شوي دي.

برازیل د اسراییل دا کړنې د نړۍوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې او د فلسطیني ولس پروړاندې تاوتریخوالي ته یې "ژوره اندېښنه" ښودلې ده.

برازیل د هغو هېوادونو په ډله کې دی، چې غواړي په دې قضیه کې د اسراییل پر ضد ګډون وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې هسپانیا، ترکیې او کولمبیا هم ورته اقدام کړی و.

اسراییل دا تورونه رد کړي او وايي، موخه یې یوازې د حماس له منځه وړل دي، نه د ملکي وګړو وژنه.

د اسراییل وکیلان د سوېلي افریقا قضیه د نسل‌وژنې له کنوانسیونه ناوړه ګټه اخیستنه بولي.

د برازیل او امریکا ترمنځ هم دې پرېکړې نوی سیاسي وزن پیدا کړی، په داسې حال کې چې د دواړو اړیکې لا دمخه ترینګلې دي.

له دې سره سره، برازیلي چارواکي وايي چې دا پرېکړه به د واشنګټن سره د اړیکو پر خرابېدو اغېز ونه لري.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

طالبان: قطر د افغان کارګرو د منلو شمېر ۲ زرو ته لوړ کړی دی

۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲۳ جولای ۲۰۲۵، ۱۸:۳۲ GMT+۱

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، چې قطر د افغان کارګرو د منلو په دویم پړاو کې ۱۳۰۰ نورو کارګرو ته کاري فرصتونه برابر کړي دي. طالبانو دوه ورځې وړاندې ویلي و، چې له قطر سره د یوې هوکړې له مخې به په لومړي پړاو کې ۷سوه کسان دغه هېواد ته ولېږي.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ (د زمري لومړۍ نېټه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې قطر دولت د افغان کارګرو لپاره د کاري فرصتونو شمېر ۲ زره ته لوړ کړی دی.

د طالبانو په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د شرایطو پوره کوونکو کسانو لپاره به د نوم‌لیکنې او ثبت بهیر ډېر ژر څرګند شي.

دغه وزارت وايي، چې هڅه کوي افغان کاګرو ته د کاري فرصتونو د برابرولو شمېر نور هم زيات کړي.

طالبانو تر دې مخکې هم په ځلونو په بېلابېلو ناستو کې له عربي هېوادونو څخه د افغان کارګرو د منلو غوښتنه کړې وه.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په افغانستان کې سلګونه زره کسان له خپلو دندو او روزګارونو بې‌برخې شوي دي.

هم‌مهاله په ایران او پاکستان کې پر کار بوخت سلګونه زره افغانان بېرته افغانستان ته شړل شوي او په کور دننه هم ورته کاري فرصتونه نشته.

پر طالبانو تور دی، چې هر څه یې تر خپلې ډلې محدود کړي او ان په حکومتي چوکاټ کې هم د عادي کچې کارګرو ته چې له دغه ډلې سره اړیکې ونه لري دندې نه ورکوي.

د بشري حقونو نړۍوالو بنسټونو اندېښنه څرګنده کړې، چې په افغانستان کې د وزګارۍ کچه ورځ تر بلې په ډېرېدو ده.

په ازبکستان کې یوه نیول شوې ۱۹ کلنه نجلۍ د داعش - خراسان د یوې شبکې مشره وه

۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲۳ جولای ۲۰۲۵، ۱۷:۵۱ GMT+۱

د ازبکستان د دولتي امنیت خدماتو (SSS) اعلان کړی چې د دغه هېواد په نامانګان ښار کې یې یوه افراطي ډله له منځه وړې چې مشري یې یوې ۱۹ کلنې نجلۍ کوله.

چارواکي وایي، دغه نجلۍ په ۲۰۲۲ کال کې د ترکیې په استانبول ښار کې د یوه شخصي دیني مدرسې زده‌کوونکې وه او هلته د افراطي فکر قرباني شوې وه.

د امنیتي سرچینو په وینا، دا نجلۍ له ترکیې تر ستنېدو وروسته، په خپل ولایت کې د داعش-خراسان (ISKP) یوه سیمه‌ییزه شبکه جوړه کړه او د افراطي مفکورو تبلیغ یې کاوه.

د راپورونو له مخې، د دغې ډلې فعالیتونه له نږدې څارل کېدل او بالاخره امنیتي ځواکونو دغه شبکه له منځه یووړه.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې له تېرو څو کلونو راهیسې داعش - خراسان هڅه کوي په منځنۍ اسیا کې هم خپل نفوذ پراخ کړي.

کرملین: روسي پلاوی اوکراین سره د سولې د خبرو درېیم پړاو لپاره استانبول ته روان شو

۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲۳ جولای ۲۰۲۵، ۱۴:۳۹ GMT+۱

کرملین ماڼۍ ویلي، چې د مسکو د سولې د خبرو پلاوی د چهارشنبې په ورځ د ترکیې استانبول ته روان شوی او تمه ده، چې مسکو او کېف به نن د سولې درېیم پړاو خبرې پیل کړي. د کرملین ویاند خبریالان ته ویلي:« هو زموږ پلاوی استانبول ته روان شوی او همدارنګه نن ماښام د خبرو پلان شته.»

دیمیتري پېسکوف زیاته کړه، چې دا به د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې د خبرو درېیم پړاو وي او وايي، دا ځل هم د روسیې په پلاوي کې کوم بدلون نه دی راغلی او د دې پلاوي مشري د ولادیمیر مېدینسکي په غاړه ده.

پېسکوف ویلي، چې د خبرو په اجنډا کې د بندیانو او د وژل شویو سرتېرو د جسدونو د تبادلې ترڅنګ د هغو یادښتونو مسوده هم شامل ده، چې د دویم پړاو خبرو پرمهال د دواړو لوریو ترمنځ تبادله شوې وه.

د کرملین ویاند د اوکراین او روسیې ترمنځ د سولې خبرې ډېرې پییچلې بللي او وايي، د دواړو هېوادونو نظرونه په بشپړ ډول متضاد دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د دوشنبې په ورځ ویلي و، چې د کېف او مسکو ترمنځ د سولې د خبرو نوی پړاو به د چهارشنبې په ورځ په ترکیه کې پیل شي او د اوکراین د ملي امنیت او دفاع شورا منشي به د کېف پلاوي مشري په غاړه ولري.

د جاپان لومړي وزیر له ټاکنیزې ماتې وروسته د استعفا پرېکړه کړې

۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲۳ جولای ۲۰۲۵، ۰۵:۵۴ GMT+۱

د جاپان لومړي وزیر شیګیرو ایشیبا د استعفا په اړه خبرونه داسې مهال لاس په لاس کېږي، چې اېتلافي حکومت یې (د روانې جولای میاشتې په ۲۱مه نېټه) ټاکنو کې د پارلمان ډېرې څوکۍ وبایللې.

د جاپان لومړی وزیر شیګیرو ایشیبا به د راتلونکې اګسټ میاشتې تر وروستیو خپله دنده پرېږدي.

شیګیرو ایشیبا ویلي، له امریکا سره د تعروفو په تړاو د شوي تړون تر وروستي کېدو به خپلې دندې ته دوام ورکړي.

دوه ورځې وړاندې د جاپان اوږدمهاله واکمن لیبرال ډیموکرات ګوند پارلماني ټاکنې وبایللې او په دغه ټاکنو کې د ښي اړخي ډلې ډېرې څوکۍ وګټلې.

په ټاکنو کې د جاپان لومړي وزیر شیګیرو ایشیبا ګوند او اېتلافي ملګرو یې له ۶۶ څخه ۱۹ څوکۍ ګټلې وې.

د اوسني لومړي وزیر د ماتې لامل د خوراکي توکو د بیو لوړوالی او امریکا سره د تعرفو په اړه تعامل کې ناکامي بلل شوې ده.

له سلو ډېرو مرستندویه او بشري بنسټونو په غزه کې د اوربند غوښتنه کړې

۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲۳ جولای ۲۰۲۵، ۰۵:۱۶ GMT+۱

د بشري حقونو او مرستندویه څه باندې سلو بنسټونو په یوه ګډ بیان کې له نړۍوالې ټولنې غوښتنه کړې، چې د غزې په تړاو بېړني اقدامات وکړي. دوی په یوه خوله په غزه کې له ځنډ پرته پر مرستو د لګېدلو محدودیتونو پای ته رسولو او د دايمي اوربند غوښتنه کړې ده.

د دغو بنسټونو له لوري په خپرې شوې خپرپانه کې راغلي، چې په غزه کې ورځ تر بلې لوږه مخ په پراخېدو ده؛ خو دا په داسې حال کې ده، چې خواړه، پاکې اوبه او درمل له پولې هاخوا بند پاتې دي.

دغه مرستندویه او د بشري حقونو سازمانونو همدا راز ویلي، چې د اسراییل له محاصرې سره، سره خلک اړ کېږي چې د مرستو د وېش مرکزونو ته ځانونه ورسوي.

دا په داسې حال کې ده، چې یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر غزې د اسراییل په بریدونو کې د څه باندې ۱۳۰ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.

د غزې د روغتیايي چارواکو د معلوماتو له مخې؛ څه باندې ۴۰ کسان هغه مهال ووژل شول، چې د مرستو د ترلاسه کولو لپاره یوه مرکز ته ورټول شوي و.