په ازبکستان کې یوه نیول شوې ۱۹ کلنه نجلۍ د داعش - خراسان د یوې شبکې مشره وه

د ازبکستان د دولتي امنیت خدماتو (SSS) اعلان کړی چې د دغه هېواد په نامانګان ښار کې یې یوه افراطي ډله له منځه وړې چې مشري یې یوې ۱۹ کلنې نجلۍ کوله.

د ازبکستان د دولتي امنیت خدماتو (SSS) اعلان کړی چې د دغه هېواد په نامانګان ښار کې یې یوه افراطي ډله له منځه وړې چې مشري یې یوې ۱۹ کلنې نجلۍ کوله.
چارواکي وایي، دغه نجلۍ په ۲۰۲۲ کال کې د ترکیې په استانبول ښار کې د یوه شخصي دیني مدرسې زدهکوونکې وه او هلته د افراطي فکر قرباني شوې وه.
د امنیتي سرچینو په وینا، دا نجلۍ له ترکیې تر ستنېدو وروسته، په خپل ولایت کې د داعش-خراسان (ISKP) یوه سیمهییزه شبکه جوړه کړه او د افراطي مفکورو تبلیغ یې کاوه.
د راپورونو له مخې، د دغې ډلې فعالیتونه له نږدې څارل کېدل او بالاخره امنیتي ځواکونو دغه شبکه له منځه یووړه.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې له تېرو څو کلونو راهیسې داعش - خراسان هڅه کوي په منځنۍ اسیا کې هم خپل نفوذ پراخ کړي.


کرملین ماڼۍ ویلي، چې د مسکو د سولې د خبرو پلاوی د چهارشنبې په ورځ د ترکیې استانبول ته روان شوی او تمه ده، چې مسکو او کېف به نن د سولې درېیم پړاو خبرې پیل کړي. د کرملین ویاند خبریالان ته ویلي:« هو زموږ پلاوی استانبول ته روان شوی او همدارنګه نن ماښام د خبرو پلان شته.»
دیمیتري پېسکوف زیاته کړه، چې دا به د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې د خبرو درېیم پړاو وي او وايي، دا ځل هم د روسیې په پلاوي کې کوم بدلون نه دی راغلی او د دې پلاوي مشري د ولادیمیر مېدینسکي په غاړه ده.
پېسکوف ویلي، چې د خبرو په اجنډا کې د بندیانو او د وژل شویو سرتېرو د جسدونو د تبادلې ترڅنګ د هغو یادښتونو مسوده هم شامل ده، چې د دویم پړاو خبرو پرمهال د دواړو لوریو ترمنځ تبادله شوې وه.
د کرملین ویاند د اوکراین او روسیې ترمنځ د سولې خبرې ډېرې پییچلې بللي او وايي، د دواړو هېوادونو نظرونه په بشپړ ډول متضاد دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د دوشنبې په ورځ ویلي و، چې د کېف او مسکو ترمنځ د سولې د خبرو نوی پړاو به د چهارشنبې په ورځ په ترکیه کې پیل شي او د اوکراین د ملي امنیت او دفاع شورا منشي به د کېف پلاوي مشري په غاړه ولري.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په کابل کې د نجونو او ښځو د نیولو لړۍ د کندهار د والي ملا شیرین په امر د ملا هبتالله په لارښوونه پیل شوې. سرچینې زیاتوي، چې ملا شیرین لس ورځې وړاندې د امربالمعروف د نوي قانون د پلي کېدو څارنې لپاره کابل ته تللی و.
سرچینو زیاته کړې، چې کابل ته د ملا شیرین له رسېدو وروسته په کابل ښار کې د امر بالمعروف د قانون د پلې کېدو په اړه د امر بالمعروف وزارت، کورنیو چارو وزارت او د ملا شیرین په مشرۍ د ملا هبت الله د استازو تر منځ ناسته شوې ده.
سرچینه وايي، له یادې ناستې وروسته پرېکړه وشوه، چې په کابل کې به پر ښځو سل سلنه حجاب جبري کیږي.
سرچینې د نوم نه اخیستلو په شرط افغانستان انټرنشنل ته وویل:«ملا هبت الله ته راپورونه رسېدلي و، چې د کورنیو چارو وزارت په کابل کې د امر بالمعروف د قانون په پلي کولو کې همکاري نه کوی. وروسته ملا هبت الله د ملا شرین په مشرۍ خپل استازي کابل ته ولېږل او بیا د ښځو او نجونو د نیولو کمپاین پیل شو.»
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د کندهاري طالبانو او حقانیانو ترمنځ تردې وړاندې هم په کابل کې د ښځو د ازادیو او د امر بالمعروف وزارت د قانون نه عملي کېدو په تړاو مخالفتونه رامنځ شوې و.
دغه سرچینې وايي، چې د ملا شرین په مشرۍ پلاوي له کابل څخه وروسته مزار شریف، بدخشان او ځینو نورو ولایتونو ته هم سفرونه کړي، تر څو په هغه ولایتونو کې هم د امر بالمعروف وزارت د قانون د پلي کېدو بهیر له نږدې وڅاري.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د تېرو څو ورځو راهیسي د کابل په بېلا بېلو سیمو کې یو شمېر ښځې او نجونې د حجاب نه مراعتولو په تور نیولي دي.
تردې وړاندې طالبانو په کندهار ښار کې د یو کمپاین پرمهال شاوخوا ۴۰۰ کسان د ږیرې د خریلو او سټایلي ورښتیانو جوړېدو په جرم نیولي و.

د جاپان لومړي وزیر شیګیرو ایشیبا د استعفا په اړه خبرونه داسې مهال لاس په لاس کېږي، چې اېتلافي حکومت یې (د روانې جولای میاشتې په ۲۱مه نېټه) ټاکنو کې د پارلمان ډېرې څوکۍ وبایللې.
د جاپان لومړی وزیر شیګیرو ایشیبا به د راتلونکې اګسټ میاشتې تر وروستیو خپله دنده پرېږدي.
شیګیرو ایشیبا ویلي، له امریکا سره د تعروفو په تړاو د شوي تړون تر وروستي کېدو به خپلې دندې ته دوام ورکړي.
دوه ورځې وړاندې د جاپان اوږدمهاله واکمن لیبرال ډیموکرات ګوند پارلماني ټاکنې وبایللې او په دغه ټاکنو کې د ښي اړخي ډلې ډېرې څوکۍ وګټلې.
په ټاکنو کې د جاپان لومړي وزیر شیګیرو ایشیبا ګوند او اېتلافي ملګرو یې له ۶۶ څخه ۱۹ څوکۍ ګټلې وې.
د اوسني لومړي وزیر د ماتې لامل د خوراکي توکو د بیو لوړوالی او امریکا سره د تعرفو په اړه تعامل کې ناکامي بلل شوې ده.

د بشري حقونو او مرستندویه څه باندې سلو بنسټونو په یوه ګډ بیان کې له نړۍوالې ټولنې غوښتنه کړې، چې د غزې په تړاو بېړني اقدامات وکړي. دوی په یوه خوله په غزه کې له ځنډ پرته پر مرستو د لګېدلو محدودیتونو پای ته رسولو او د دايمي اوربند غوښتنه کړې ده.
د دغو بنسټونو له لوري په خپرې شوې خپرپانه کې راغلي، چې په غزه کې ورځ تر بلې لوږه مخ په پراخېدو ده؛ خو دا په داسې حال کې ده، چې خواړه، پاکې اوبه او درمل له پولې هاخوا بند پاتې دي.
دغه مرستندویه او د بشري حقونو سازمانونو همدا راز ویلي، چې د اسراییل له محاصرې سره، سره خلک اړ کېږي چې د مرستو د وېش مرکزونو ته ځانونه ورسوي.
دا په داسې حال کې ده، چې یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر غزې د اسراییل په بریدونو کې د څه باندې ۱۳۰ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.
د غزې د روغتیايي چارواکو د معلوماتو له مخې؛ څه باندې ۴۰ کسان هغه مهال ووژل شول، چې د مرستو د ترلاسه کولو لپاره یوه مرکز ته ورټول شوي و.

د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې د هغو کسانو پر وړاندې ټولې لارې بندې کړې دي، چې له امریکايي پوځ سره یې کار کړی و او غوښتل یې د خونديتوب لپاره دغه هېواد ته لاړ شي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه کارکوونکي ویلي، چې دا مهال د دې پروسې اصلي خنډ طالبان نه، بلکې د ټرمپ اداره ده.
له هغه وروسته چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسېدل او امریکايي ځواکونه ووتل، نو ددغه هېواد یو افغان همکار امریکا ته ولاړ، څو خپله کورنۍ وژغوري.
نوموړي چې لومړی له امریکایانو سره د ژباړن په توګه کار کاوه او وروسته له پوځ سره یو ځای شو، وایي چې خپل یوازینی ورور یې له لاسه ورکړی، ځکه هغه هم له امریکایانو سره کار کړی و.
هغه د طالبانو له وېرې د خپل هویت د پټ ساتلو په شرط ویلي: «شاوخوا دوه کاله وروسته وتوانېدم چې خپلې مور او څو خویندو ته د امریکا د راتګ اجازه واخلم. هغوی دوحې ته ولاړل، په داسې باور چې بله خور به مې ډېر ژر له خپل مېړه او ماشومانو سره یوځای شي.»
د نوموړي په وینا، تېر کال د هغه خور او کورنۍ دوحې ته ورسېدل، چېرته چې د بایډن ادارې د افغان کډوالو د پروسس لپاره ځانګړی پروګرام پیل کړی و.
د هغه په وینا، دا پروګرام ځکه ډېر عام نه و، چې د خوندیتوب له ګواښونو سره مخ و.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخوانۍ کارکوونکې جېسیکا براډلي راشینګ وایي: «هغه مهال د امریکا حکومت هره میاشت نږدې ۵ زره افغانان خپلو مرکزونو ته انتقالول.»
د نوموړې په خبره، د ډونالډ ترمپ له بیا واکمنېدو سره سم نوموړي دغه الوتنې بندې کړې او د یوه اجراييوي فرمان له لارې يې د کډوالو د بیا مېشتېدنې پروګرام ودراوه.
د دې پروسې له درېدو سره یو شمېر افغانانو امریکا ته د تګ ټکټونه هم کړي و، چې په دې کې د امریکایانو د یاد افغان همکار خور هم شامله وه.
براډلي راشینګ وايي: «موږ اندېښنه درلوده که دا پروګرام عام شوی وای طالبانو به خنډ پېښ کړی و، اوسمهال طالبان خنډ نه دي، بلکې د ټرمپ اداره خنډ ده.»
جېسیکا براډلي راشینګ چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کې يې کار کاوه له دندې ګوښه شوې.
د ايډ خور د هغو شاوخوا ۱۵۰۰ افغانانو له ډلې ده، چې امریکا ته د تګ ژمنې ورسره شوي؛ خو اوسمهال په قطر کې سرګردانه پاتې ده او وېره لري، چې بیا یې افغانستان ته ونه لېږي.
د افغان اېواک بنسټ وايي، دا مهال تر ۵۰ زره زيات افغانان په درېیمو هېوادونو کې امریکا ته د تګ په تمه دي او ۲ سوه زره نور پېژندل شوي افغانان په هېواد کې دننه د انتظار شېبې تېروي.
ټرمپ له وروستي بندیز سره د امریکایي وګړو او شنه کارټ لرونکو د افغان خپلوانو د ویزې سپانسر کول هم بند کړي دي.
ځیني افغانان په خپله خوښه له هېواده تښتېدلي دي او ځانونه یې د امریکا پولو ته رسولي؛ خو د ټرمپ ادارې لهخوا د پناه غوښتنې په قانون کې رامنځته شویو بدلونونو دا لاره هم ډېره ستونزمنه کړې ده.
د دې ټولو پالیسیو پایله دا شوې ده، چې ګڼ شمېر افغانان له خپلو کورنیو بېل شي، په درېیمو هېوادونو کې بند پاتې دي، چې د اېستلو وېره هم ورسره ده او یا هم په افغانستان کې د طالبانو له وېرې پټ ژوند کوي.
بل لورې بیا د امریکا د امنیت وزارت یوازې په یوې خبرپاڼه کې اعلان وکړ، چې د افغانانو لپاره د موقت خوندیتوب پروسه ختمه شوې.
دا په داسې حال کې ده، چې د ځینو اندېښنو له امله ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ پر خپلو ټولنیزو رسنیو ولیکل: «له همدا اوس څخه زه هڅه کوم هغه افغانان وژغورم چې له امریکا سره یې کار کړی او دا مهال په متحده عربي اماراتو کې افغانستان ته د لېږلو ګواښ سره مخ دي.»
نوموړي د نورو هېوادونو یادونه نه ده کړې.