• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ځانګړی

سرچینې: په کابل کې د ښځو او نجونو د نیولو کمپاین د ملا شیرین په امر پیل شوی

۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲۳ جولای ۲۰۲۵، ۱۰:۴۲ GMT+۱

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په کابل کې د نجونو او ښځو د نیولو لړۍ د کندهار د والي ملا شیرین په امر د ملا هبت‌الله په لارښوونه پیل شوې. سرچینې زیاتوي، چې ملا شیرین لس ورځې وړاندې د امربالمعروف د نوي قانون د پلي کېدو څارنې لپاره کابل ته تللی و.

سرچینو زیاته کړې، چې کابل ته د ملا شیرین له رسېدو وروسته په کابل ښار کې د امر بالمعروف د قانون د پلې کېدو په اړه د امر بالمعروف وزارت، کورنیو چارو وزارت او د ملا شیرین په مشرۍ د ملا هبت الله د استازو تر منځ ناسته شوې ده.

سرچینه وايي، له یادې ناستې وروسته پرېکړه وشوه، چې په کابل کې به پر ښځو سل سلنه حجاب جبري کیږي.

سرچینې د نوم نه اخیستلو په شرط افغانستان انټرنشنل ته وویل:«ملا هبت الله ته راپورونه رسېدلي و، چې د کورنیو چارو وزارت په کابل کې د امر بالمعروف د قانون په پلي کولو کې همکاري نه کوی. وروسته ملا هبت الله د ملا شرین په مشرۍ خپل استازي کابل ته ولېږل او بیا د ښځو او نجونو د نیولو کمپاین پیل شو.»

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د کندهاري طالبانو او حقانیانو ترمنځ تردې وړاندې هم په کابل کې د ښځو د ازادیو او د امر بالمعروف وزارت د قانون نه عملي کېدو په تړاو مخالفتونه رامنځ شوې و.

دغه سرچینې وايي، چې د ملا شرین په مشرۍ پلاوي له کابل څخه وروسته مزار شریف، بدخشان او ځینو نورو ولایتونو ته هم سفرونه کړي، تر څو په هغه ولایتونو کې هم د امر بالمعروف وزارت د قانون د پلي کېدو بهیر له نږدې وڅاري.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د تېرو څو ورځو راهیسي د کابل په بېلا بېلو سیمو کې یو شمېر ښځې او نجونې د حجاب نه مراعتولو په تور نیولي دي.

تردې وړاندې طالبانو په کندهار ښار کې د یو کمپاین پرمهال شاوخوا ۴۰۰ کسان د ږیرې د خریلو او سټایلي ورښتیانو جوړېدو‌ په جرم نیولي و.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

په سرپل کې د ځمکې په سر خپلمنځي نښته کې دوه طالبان وژل شوي دي

۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲۳ جولای ۲۰۲۵، ۱۰:۱۶ GMT+۱

په سرپل ولایت کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د دغه ولایت د کوهستان ولسوالۍ په کچن کلي کې د ځمکې په سر د طالبانو خپلمنځي نښته شوې چې په‌کې دوه طالبان وژل شوي دي.

د سرچینو په وینا، په نښته کې یو کس ووژل شو؛ خو وروسته د طالبانو استخباراتو ادارې مامورانو قاتل ونیوو.

ځايي اوسېدونکي وايي، هغه مهال چې د طالبانو د استخباراتو موټر دغه کس کوهستان ولسوالۍ ته لېږداوه؛ د دوراهي خوامت په سیمه کې د وسله‌والو کسانو له کمین سره مخ شو او نښته رامنځته شوه. هغوی زیاته کړې، چې په دغه نښته کې قاتل هم وژل شوی دی.

د راپورونو له مخې؛ د شپږو موټرسایکل سپرو یوې ډلې د طالبانو د استخباراتو پر موټر برید وکړ.

د طالبانو رسمي سرچینو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

طالبان وايي، د افغانستان کنګل شوې پیسې د افغانانو حق دی

۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲۳ جولای ۲۰۲۵، ۱۰:۰۶ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک لومړي مرستیال صدیق‌الله خالد ویلي، د لوېدیځ له‌خوا د افغانستان کنګل شوې شتمني د افغانانو حق دی او ټینګار یې کړی چې د بېرته‌ تر ترلاسه کولو لپاره یې د دغې ډلې چارواکي هلې ځلې کوي.

هغه په کابل کې د دغې ډلې د «لاسته‌راوړنو» په نوم غونډه کې ویلي، چې د تېر کال پرتله د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت ۰.۷۹ سلنه لوړ شوی دی.

ښاغلي خالد ادعا کړې، چې دغې ډلې په تېر یوه کال کې د هېواد د مالي ټیکاو د تامین لپاره ډېر مهم اقدامات کړي.

نوموړي چهارشنبه (د زمري لومړۍ نېټه) زیاته کړې، چې ۴ مېلیارډه، ۸۶۷ مېلیونه او ۸۰۲ زره زاړه افغاني بانک‌نوټونه راټول، له رسمي طرز‌العمل سره سم سوځول شوي او همداراز پر ځای يې ۴۱ مېلیارډه او ۵۱۲ مېلیون افغاني بانک‌نوټونه بازار ته وړاندې شوي دي.

‏ورته مهال هغه ویلي، په تېر یوه کال کې د برېښنایي تادیاتو ټول ارزښت ۲۵.۴۲ مېلیارده افغانیو ته رسېده؛ خو سږکال۸۶ سلنه ډېروالی په‌کې راغلی دی.

د دغه بانک د معلوماتو‌ له‌مخې؛ د پیسو کچه ۴۶۰.۳۵ مېلیارډه او په بازار کې د راکړې‌ ورکړې پیسو کچه ۳۸۸.۰۳ مېلیارډه افغانیو ته رسېدلې ده.
دا راپور داسې مهال وړاندې کېږي، چې د افغانستان بانک په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې د نغدو پیسو محدودو سرچینو، نړۍوالو بندیزونو او اقتصادي فشارونو سره-سره د پیسو ټیکاو او د بانکي مدیریت د دوامدارو هڅو ادعاوې کوي.

امرالله صالح: جمهوریت د افغانستان لپاره و، خو اوس افغانستان د طالبانو لپاره دی

۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲۳ جولای ۲۰۲۵، ۰۹:۰۵ GMT+۱

د افغانستان د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح چهارشنبه (د زمري لومړۍ نېټه) پر اېکس‌پاڼې لیکلي، چې جمهوریت یو د نه‌انکار او د نه منلو وړ اصل دی او د هغه نظام د کمزورتیاوو ښودنې او د اصل له پامه غورځونې هڅې یې ناسمې دي.

ښاغلي صالح ټینګار کړی، چې جمهوریت د افغانستان لپاره و؛ خو اوس افغانستان «طالبستان» شوی دی.

نوموړي د هغو کسانو په ځواب کې چې له ده د جمهوریت خلاف نیوکې تمه لري، ویلي چې هېڅکله د پنځمې ستنې غړی، پټ وران‌کاری یا دوه‌مخې نه‌دی پاتې شوی او هغه سوګند ته چې د اساسي قانون او قران پر بنسټ یې یاد کړی؛ وفادار دی.

امرالله صالح په پای کې ویلي، چې راتلونکی لا هم روښانه نه‌دی او د تحولاتو له منځه به راټوکېږي؛ خو د هغه په باور طالبان هېڅکله پر یوه مشروع او باروي دولت نه‌بدلېږي.

هغه همداراز زیاته کړې، چې هر وګړی څو بُعدي هویت لري او دی خپله هم خپل ټاټوبي پنجشېر ته وفادار دی.

ښاغلی صالح چې د طالبانو له سر سختو مخالفینو څخه دی؛ وخت ناوخت یې د طالبانو پر سیاستونو او د دوحې په تړون نیوکې کړې دي.

متقي له تور نوملړه د مشرانو نوم اېستل لاسته‌راوړنه بولي،خو د نیولو په اړه یې څه نه‌دي ویلي

۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲۳ جولای ۲۰۲۵، ۰۸:۱۵ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وایي، چې تېرکال په څو هېوادونو کې د دغې ډلې د ماموریتونو کچه سفیرانو ته لوړه شوې؛ تر ۱۰۰ ډېر بهرني سفرونه برابر شوي او د یادې ډلې ډېپلوماټان اروپایي او اسیایي هېوادونو ته پېژندل شوي دي.

هغه زیاته کړې، چې د سیمې او نړۍ په کچه اړیکې دوام لري او هڅه کېږي چې د طالب چارواکو نومونه د بندیزونو له نوملړه و اېستل شي.

نوموړي چهارشنبه (د زمري لومړۍ نېټه) د «لاسته‌راوړنو» په نوم د رسنیو په مرکز کې د یوې خبري غونډې پرمهال ادعا وکړه، چې د طالبانو د متوازن او اقتصادمحوره سیاست پر بنسټ، د اعتماد فضا رامنځته‌کولو، د اړیکو پراختیا او د سیمه‌ییزې او نړۍوالې ډېپلوماسۍ د پیاوړتیا په موخه عملي ګامونه اخیستل شوي دي.

ورته‌مهال، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر له تور نوملړه د طالبانو د نومونو لرې‌کول یوه لاسته‌راوړنه وبلله؛ خو د جرمونو نړۍوالې محکمې له‌خوا یې د دغې ډلې د مشر هبت‌الله او قاضي القضات عبدالحکیم حقاني د نیولو امر په تړاو څه ونه ویل.

ښاغلي متقي وویل: «د متوازنې پالیسۍ په رڼا کې موږ له سیمه‌ییزو او نورو هېوادونو سره د دوامداره اړیکو په جوړونه کې بریالي شوي یو او په ډېرو مواردو کې دوه‌اړخیزه همکاري دوام لري.»

هغه زیاته کړه، چې د ډېپلوماټیکو ماموریتونو د کچې لوړېدل، متقابل سفرونو ترسره کېدل، دوه‌اړخیزو او څو اړخیزو اړیکو پراختیا او د بندیزونو له نوملړه د یوشمیر طالب چارواکو نومونو لرې کېدل، تېر کال د یاد وزارت د سیاسي هڅو یوه برخه وه.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په وینا؛ تېر کال په چین، متحده عربي اماراتو، ازبکستان، ترکیه، روسیه او پاکستان کې د افغان ماموریتونو کچه د سفیرانو کچې ته لوړه شوې او قزاقستان هم ژمنه کړې چې د افغان سفیر کوربه‌توب به وکړي. متقي وویل، چې طالب سفیر به ډېر ژر یاد هېواد ته ور وپېژندل شي.

دغه وزارت همداراز جرمني، ناروې، هند او اندونیزیا ته د ډېپلوماټانو د معرفي کولو اعلان وکړ او ویې ویل، چې په تېر کال کې د طالبانو د چارواکو تر۱۰۰ ډېرو بهرنیو سفرونو ته د وزارت له‌خوا اسانتیاوې برابرې شوې دي.

یاد وزارت ټینګار وکړ، چې د بهرني سیاست په برخه کې د یادې ډلې د رسمیت پېژندنې هڅې، له لوېدیځو هېوادونو سره دوه‌اړخیزې او څو اړخیزې اړیکې پیاوړې کېدل او د ډېپلوماټیکو ماموریتونو پراختیا د دغې ډلې له لومړیتوبونو دي.

د طالبانو د بهرنیو چاروز وزارت سرپرست امیرخان متقي دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې تر دې دمه یوازې له روسیې پرته د سیمې بل هېڅ هېواد د یادې ډلې رژیم په رسمیت نه دی پېژندلی.

سېلابونو په خوست او پکتیا ولایتونو کې خلکو ته مالي زیانونه اړولي دي

۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲۳ جولای ۲۰۲۵، ۰۷:۲۷ GMT+۱

په خوست او پکتیا کې ځینې باوري سرچینې وايي، چې سېلابونه سې شنبه د (چنګاښ ۳۱مه) او بېګاه شپه ناوخته د خوست دوو ولسوالیو نادرشاه کوټ، صبریو او د پکتیا وزي ځدراڼ ولسوالۍ اړوند سیمو کې راوتلي چې خلکو ته یې مالي زیانونه هم اړولي دي.

د سرچینو د معلوماتو پربنسټ؛ سېلابونو د خلکو کورونه نړولي، کرنیزې ځمکې یې ویجاړې کړې دي او د مېوو بڼونه یې له‌منځه وړي دي.

د خوست ولایت اوسېدونکی سمیع الله وايي، چې وروستیو سېلابونو خلکو ته د مالي زیانونو سربېره مرګ ژوبله هم اړولې ده.

هغه وایي:« پرون او بېګاه شپه د شمل خوړ سیمه کې چې د خوست له دوو ولسوالیو او د پکتیا له یوې ولسوالۍ تېرېږي؛ سېلابونه راوتلي و چې خلکو ته یې زیانونه اړولي او اوبو ځینې کسان هم وړي دي.» 

د یادو سېلابونو د راوتو او د اوښتو زیانونو په اړه تراوسه د طالبانو حکومت سیمه‌ییزو چارواکو څه نه دي ویلي.