د جاپان لومړي وزیر له ټاکنیزې ماتې وروسته د استعفا پرېکړه کړې

د جاپان لومړي وزیر شیګیرو ایشیبا د استعفا په اړه خبرونه داسې مهال لاس په لاس کېږي، چې اېتلافي حکومت یې (د روانې جولای میاشتې په ۲۱مه نېټه) ټاکنو کې د پارلمان ډېرې څوکۍ وبایللې.

د جاپان لومړي وزیر شیګیرو ایشیبا د استعفا په اړه خبرونه داسې مهال لاس په لاس کېږي، چې اېتلافي حکومت یې (د روانې جولای میاشتې په ۲۱مه نېټه) ټاکنو کې د پارلمان ډېرې څوکۍ وبایللې.
د جاپان لومړی وزیر شیګیرو ایشیبا به د راتلونکې اګسټ میاشتې تر وروستیو خپله دنده پرېږدي.
شیګیرو ایشیبا ویلي، له امریکا سره د تعروفو په تړاو د شوي تړون تر وروستي کېدو به خپلې دندې ته دوام ورکړي.
دوه ورځې وړاندې د جاپان اوږدمهاله واکمن لیبرال ډیموکرات ګوند پارلماني ټاکنې وبایللې او په دغه ټاکنو کې د ښي اړخي ډلې ډېرې څوکۍ وګټلې.
په ټاکنو کې د جاپان لومړي وزیر شیګیرو ایشیبا ګوند او اېتلافي ملګرو یې له ۶۶ څخه ۱۹ څوکۍ ګټلې وې.
د اوسني لومړي وزیر د ماتې لامل د خوراکي توکو د بیو لوړوالی او امریکا سره د تعرفو په اړه تعامل کې ناکامي بلل شوې ده.


د بشري حقونو او مرستندویه څه باندې سلو بنسټونو په یوه ګډ بیان کې له نړۍوالې ټولنې غوښتنه کړې، چې د غزې په تړاو بېړني اقدامات وکړي. دوی په یوه خوله په غزه کې له ځنډ پرته پر مرستو د لګېدلو محدودیتونو پای ته رسولو او د دايمي اوربند غوښتنه کړې ده.
د دغو بنسټونو له لوري په خپرې شوې خپرپانه کې راغلي، چې په غزه کې ورځ تر بلې لوږه مخ په پراخېدو ده؛ خو دا په داسې حال کې ده، چې خواړه، پاکې اوبه او درمل له پولې هاخوا بند پاتې دي.
دغه مرستندویه او د بشري حقونو سازمانونو همدا راز ویلي، چې د اسراییل له محاصرې سره، سره خلک اړ کېږي چې د مرستو د وېش مرکزونو ته ځانونه ورسوي.
دا په داسې حال کې ده، چې یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر غزې د اسراییل په بریدونو کې د څه باندې ۱۳۰ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.
د غزې د روغتیايي چارواکو د معلوماتو له مخې؛ څه باندې ۴۰ کسان هغه مهال ووژل شول، چې د مرستو د ترلاسه کولو لپاره یوه مرکز ته ورټول شوي و.

د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې د هغو کسانو پر وړاندې ټولې لارې بندې کړې دي، چې له امریکايي پوځ سره یې کار کړی و او غوښتل یې د خونديتوب لپاره دغه هېواد ته لاړ شي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه کارکوونکي ویلي، چې دا مهال د دې پروسې اصلي خنډ طالبان نه، بلکې د ټرمپ اداره ده.
له هغه وروسته چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسېدل او امریکايي ځواکونه ووتل، نو ددغه هېواد یو افغان همکار امریکا ته ولاړ، څو خپله کورنۍ وژغوري.
نوموړي چې لومړی له امریکایانو سره د ژباړن په توګه کار کاوه او وروسته له پوځ سره یو ځای شو، وایي چې خپل یوازینی ورور یې له لاسه ورکړی، ځکه هغه هم له امریکایانو سره کار کړی و.
هغه د طالبانو له وېرې د خپل هویت د پټ ساتلو په شرط ویلي: «شاوخوا دوه کاله وروسته وتوانېدم چې خپلې مور او څو خویندو ته د امریکا د راتګ اجازه واخلم. هغوی دوحې ته ولاړل، په داسې باور چې بله خور به مې ډېر ژر له خپل مېړه او ماشومانو سره یوځای شي.»
د نوموړي په وینا، تېر کال د هغه خور او کورنۍ دوحې ته ورسېدل، چېرته چې د بایډن ادارې د افغان کډوالو د پروسس لپاره ځانګړی پروګرام پیل کړی و.
د هغه په وینا، دا پروګرام ځکه ډېر عام نه و، چې د خوندیتوب له ګواښونو سره مخ و.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخوانۍ کارکوونکې جېسیکا براډلي راشینګ وایي: «هغه مهال د امریکا حکومت هره میاشت نږدې ۵ زره افغانان خپلو مرکزونو ته انتقالول.»
د نوموړې په خبره، د ډونالډ ترمپ له بیا واکمنېدو سره سم نوموړي دغه الوتنې بندې کړې او د یوه اجراييوي فرمان له لارې يې د کډوالو د بیا مېشتېدنې پروګرام ودراوه.
د دې پروسې له درېدو سره یو شمېر افغانانو امریکا ته د تګ ټکټونه هم کړي و، چې په دې کې د امریکایانو د یاد افغان همکار خور هم شامله وه.
براډلي راشینګ وايي: «موږ اندېښنه درلوده که دا پروګرام عام شوی وای طالبانو به خنډ پېښ کړی و، اوسمهال طالبان خنډ نه دي، بلکې د ټرمپ اداره خنډ ده.»
جېسیکا براډلي راشینګ چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کې يې کار کاوه له دندې ګوښه شوې.
د ايډ خور د هغو شاوخوا ۱۵۰۰ افغانانو له ډلې ده، چې امریکا ته د تګ ژمنې ورسره شوي؛ خو اوسمهال په قطر کې سرګردانه پاتې ده او وېره لري، چې بیا یې افغانستان ته ونه لېږي.
د افغان اېواک بنسټ وايي، دا مهال تر ۵۰ زره زيات افغانان په درېیمو هېوادونو کې امریکا ته د تګ په تمه دي او ۲ سوه زره نور پېژندل شوي افغانان په هېواد کې دننه د انتظار شېبې تېروي.
ټرمپ له وروستي بندیز سره د امریکایي وګړو او شنه کارټ لرونکو د افغان خپلوانو د ویزې سپانسر کول هم بند کړي دي.
ځیني افغانان په خپله خوښه له هېواده تښتېدلي دي او ځانونه یې د امریکا پولو ته رسولي؛ خو د ټرمپ ادارې لهخوا د پناه غوښتنې په قانون کې رامنځته شویو بدلونونو دا لاره هم ډېره ستونزمنه کړې ده.
د دې ټولو پالیسیو پایله دا شوې ده، چې ګڼ شمېر افغانان له خپلو کورنیو بېل شي، په درېیمو هېوادونو کې بند پاتې دي، چې د اېستلو وېره هم ورسره ده او یا هم په افغانستان کې د طالبانو له وېرې پټ ژوند کوي.
بل لورې بیا د امریکا د امنیت وزارت یوازې په یوې خبرپاڼه کې اعلان وکړ، چې د افغانانو لپاره د موقت خوندیتوب پروسه ختمه شوې.
دا په داسې حال کې ده، چې د ځینو اندېښنو له امله ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ پر خپلو ټولنیزو رسنیو ولیکل: «له همدا اوس څخه زه هڅه کوم هغه افغانان وژغورم چې له امریکا سره یې کار کړی او دا مهال په متحده عربي اماراتو کې افغانستان ته د لېږلو ګواښ سره مخ دي.»
نوموړي د نورو هېوادونو یادونه نه ده کړې.

د بنګله دېش په پلازمېنه ډاکه کې سلګونه زده کوونکي د ښوونځي پر ودانۍ د جېټ الوتکې له مرګوني سقوط وروسته سړکونو ته راوتلي دي. پوليسو پر لاریونوالو اوښکې بهوونکي ګاز استعمال کړی، چې له امله يې ۸۰ کسان ټپيان شوي دي.
د بنګله دېش چارواکي وایي، د دوشنبې په ورځ د دغه هېواد یوه جېټ الوتکه د ښوونځی پر ودانۍ لوېدلې، چې له امله یې د ۲۵ زده کوونکو په ګډون ۳۱ کسان وژل شوي دي.
د چارواکو په خبره، ډېری ماشومانو له ۱۲ کلونو کم عمر درلود او له ښوونځي څخه خپلو کورونو ته روان وو.
چارواکي زياتوي، چې الوتکه د تخنيکي ستونزو له امله لوېدلې ده او وروسته یې اور اخيستی.
له پيښې وروسته د ښونځي او پوهنتونونو لسګونه زده کوونکو لاریونونه کړي او شعارونه یې ورکول: «زموږ وروڼه ولې مړه شول؟ موږ ځواب غواړو!»
د ځايي رسنیو د راپور له مخې، پولیسو پر لاریونوالو اوښکې بهوونکي ګاز او غږ لرونکې وسلې کارولي، چې له امله یې ۸۰ کسان ټپيان شوي دي.
لاریونوالو د پېښې په اړه د وژل شویو او ټپیانو نوملړ، د قربانیانو له کورنیو سره د تاوان جبران، شفافې پلټنې، د مسوولینو محاکمه او د هوايي ځواک د روزنیزو کړنلارو بیاکتنه غوښتې ده.

د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت د خپلې فارسيژبې اېکس پاڼې له لارې د ایران د مشر علي خامنهیي یو کاریکاتور خپور کړی دی. په دې انځور کې خامنهیي اندېښمن او په یوه وچه دښته کې داسې ښودل شوی، چې یوې تابلو ته ګوري او په دې تابلو کې لیکل شوي "پای".
یاد کاریکاتور د عرب کاریکاتوریست «سائر سبیل» له لوري جوړ شوی او د اسرائیل د بهرنیو چارو وزارت د دې انځور له خپرولو سره یوازې یوه کلمه لیکلې ده: «ژر» یا به زودی. دغه عبارت په غیرمستقیم ډول د ایران د اسلامي جمهوري د نظام یا رهبر د پای ته رسېدو اشارې په توګه تعبیر شوی دی.
یاد کاریکاتور د عرب کاریکاتوریست «سایر سبیل» له لوري جوړ شوی او د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت د دې انځور له خپرولو سره یوازې یوه کلمه لیکلې: «ژر» یا «به زودی».
دا عبارت په غېرمستقیم ډول د ایران د اسلامي جمهوریت د نظام یا د رهبر د پای ته رسېدو په معنا تعبیر شوی دی.

په خېبر پښتونخوا کې د سوېلي وزیرستان په لوېدیځه برخه کې د ډرون د یوه خونړي برید له امله درې پاکستاني پوځيان وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.
د امنیتي سرچینو د معلوماتو له مخې، دا برید د سې شنبې په شپه شاوخوا ۱۰:۳۰ بجې د «میرا کلي» پر امنیتي پوستې ترسره شوی.
بریدګرو لومړی د پوستې پر لور مستقیم برید کړی او په عین وخت کې یې د یوه کوادکوپټر ډرون له لارې د هاوان مرمۍ پر پوستې غورځولې.
یوه امنیتي چارواکي چې له پېښې څخه یې مستقیم معلومات درلودل، خراسان ډایري ته ویلي: «بریدګرو لومړی پر پوستې برید وکړ او له امنیتي ځواکونو سره یې نښته پیل کړه. هممهاله یې د کوادکوپټر ډرون په وسیله د هاوان مرمۍ د پوستې دننه غورځولې.»
سره له دې چې تر اوسه د برید مسوولیت هېڅ یوې ډلې نه دی منلی، خو د امنیتي ځواکونو له لوري په سیمه کې عملیات پیل شوي دي.