زیلېنسکي وايي، روسیې پر اوکراین تر ۳۰۰ ډېر ډرون او توغندي توغولي دي

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلېنسکي وایي، چې تېره شپه روسیې د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو له ۳۰۰ څخه زیات ډرون او ۸ توغندي توغولي دي. د هغه په وینا؛ د دغه بریدونو له امله لږ تر لږه شپږ کسان چې یو شپږ کلن ماشوم هم پهکې شامل دی، وژل شوي دي.