• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
تازه خبر

پاکستاني پوځ د خېبرپښتونخوا په بنو کې ګرځ‌بندیز اعلان کړ

۹ زمری ۱۴۰۴ - ۳۱ جولای ۲۰۲۵، ۰۷:۱۱ GMT+۱

په خېبرپښتونخوا کې سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې پاکستاني پوځ د بنو ولسوالۍ په نور سیمه کې د نامعلومې مودې لپاره ګرځ‌بندیز لګولی دی. د سرچینو په وینا؛ دغه پرېکړه وسله‌والو ډلو پر وړاندې د پراخو عملیاتو د ترسره کولو په موخه شوې ده.

د سرچینو د معلوماتو پر بنسټ؛ امنیتي ځواکونو د سیمې له اوسېدونکو غوښتي، چې له خپلو کورونو څخه ونه وځي او که مشکوک کسان وویني؛ نو سملاسي دوی خبر کړي.

همداراز خبرداری ورکړل شوی، چې تخریبي عناصر ښايي ملکي وګړي د انساني ډال په توګه وکاروي.

سرچینې وايي، هغه کورونه که ډزې ترې وشي؛ د پوځ له‌خوا د سملاسي نړېدو ګواښ ورته شوی. همداراز د هغو کسانو پر وړاندې چې وسله‌والو ته پناه ورکوي، د سخت غبرګون ګواښ ورته شوی دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

عباس عراقچي له خپل تاجکستاني سیال سره د افغانستان او د سیمې د تحولاتو په اړه خبرې وکړې

۸ زمری ۱۴۰۴ - ۳۰ جولای ۲۰۲۵، ۲۲:۳۸ GMT+۱

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د چهارشنبې په ورځ د زمري په ۸مه تاجکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سراج الدین مهرالدین سره په کتنه کې د افغانستان او د لوېدیځې اسیا د سیمې د تحولاتو په اړه خبرې کړې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د دغو خبرو په تړاو نور جزییات نه دي ورکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې دواړو لوریو پر غزې د سراییل د بریدونو د درېدو او همداراز د غزې له ولس سره د مرستو لپاره د بېړني اقدام پر اړتیا هم ټينګار وکړ.

په دې کتنه کې دواړو لوریو په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزو اړیکو له ارزونې وروسته د تهران او دوشنبه تر منځ د اقتصادي او سوداګریزو مناسباتو پراختیا هم مهمه وبلله.

د ایران او تاجکستان د بهرنیو چارو وزیرانو همداراز ژمنه وکړه، چې په نړۍوالو غونډو کې به د یو بل له دریځه ملاتړ کوي.

فیصل کنډي: ناامنۍ نه یوازې حکومتونه، بلکې کډوال، محصلین او کاروباریان تر ټولو ډېر اغېزمنوي

۸ زمری ۱۴۰۴ - ۳۰ جولای ۲۰۲۵، ۲۱:۳۱ GMT+۱

د پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي په پېښور کې د طالبانو له قونسل حافظ محب‌الله سره په کتنه کې ویلي، چې ناامنۍ نه یوازې حکومتونه، بلکې کډوال، محصلین او کاروباریان تر ټولو ډېر اغېزمنوي.

د پاکستانۍ ورځپاڼې اېکسپریس ټریبون د راپور له مخې، د دې لیدنې پر مهال فیصل کریم کنډي ویلي، چې افغانستان او پاکستان د اسلامي ورورولۍ، کلتور، ژبې او تاریخ له پلوه ژورې اړیکې لري.

هغه ټینګار کړی: «موږ دواړه نه بېلېدونکي ګاونډیان یو، باید خپلو اړیکو ته لا زیات ارزښت ورکړو او یو بل ته د درناوي، همکارۍ او باور له لارې ستونزې حل کړو.»

هغه زیاته کړې، چې د دواړو هېوادونو د پرمختګ، هوساینې او ثبات لپاره دایمي سوله ضروري ده.

د هغه په وینا، ناامني او بې‌ثباتي نه یوازې حکومتونه زیانمنوي، بلکې عام خلک په ځانګړي ډول کډوال، محصلین او کاروباریان تر ټولو ډېر اغېزمنوي.

په راپور کې راغلي، دواړو لوریو د قانوني تګ راتګ، د سرحدي بازارونو فعالول، سوداګرو لپاره د ویزو اسانتیا او سیاسي تفاهم په پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

بلخوا، د طالبانو قونسل حافظ محب‌الله هیله څرګنده کړې چې دا اړیکې به لا پراخې شي.

هغه وویل، چې افغان ولس سوله او پرمختګ غواړي او د پاکستان د مثبت رول ستاینه کوي.

په دې ناسته کې که څه هم د طالبانو حکومت په ښکاره ډول یاد نه شو، خو سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته تایید کړه، چې دواړو لوریو د افغانستان د امنیتي وضعیت او د طالبانو د حکومت پر سیاستونو غېر رسمي خبرې هم شوې دي.

پاکستان چې له طالبانو سره محدودې سیاسي او امنیتي اړیکې لري، تر ډېره هڅه کوي له افغان خاورې د هر ډول ناامنۍ مخنیوی وشي.
دا اړیکې چې تل د شک او باور تر منځ پاتې شوي، اوس له اقتصادي، امنیتي او بشري اړخونو د بیا کتنې غوښتنه کوي.

د اېکسپرېس ټریبون په وینا، دواړو خواوو دا ژمنه وکړه چې د ګډو ګټو پر اساس به خپلو اړیکو ته دوام ورکوي او د خلکو لپاره به لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي.

عوامي نېشنل ګوند د اسلام اباد پر لور «تر سپینو بیرغونو لاندې» لاریون کوي

۸ زمری ۱۴۰۴ - ۳۰ جولای ۲۰۲۵، ۱۷:۱۱ GMT+۱

عوامي نېشنل پارټۍ د اګست پر ۲۳مه د اسلام ‌اباد پر لور د یو ستر سوله ییز لاریون اعلان کړی، چې زرګونه پښتانه به پکې له سپینو بیرغونو سره د جګړې پر ضد راوځي. دغه ګوند وايي، دا یواځې لاریون نه، بلکې د یو ملت د ویښتیا او ګډ ضمیر غږ دی، چې نور به د جګړو نه قرباني کیږي.

د عوامی نېشنل پارټۍ د قامي امن جرګې د ایالتي کمېټې مشر میا افتخار حسین د چارشنبې په ورځ، د زمري پر اتمه، د یوې اعلامیې په ترڅ کې وویل، «امن لاریون کې به د سیاسي ګوندونو، قبایلي مشرانو، مدني ټولنې او عام ولس کاروانونه برخه واخلي، څو نړۍ ته دا پیغام ورکړي چې پښتانه نور د تحمیلي جګړو د اور خوراک نه شي کېدلی، موږ سولې ته ژمن یو.»

میا افتخار حسین ویلي: «د پښتنو سیمو ته یو ځل بیا د جګړې، بدامنۍ او ترهګرۍ تیاره راوستل کېږي، خو دا ځل به پښتون قوم د چا د جنګي اجنډا برخه نه وي. موږ خپلو اولادونو ته ټوپک نه، بلکې سپین بیرغونه غواړو».

د نوموړي په وینا، د امن لاریون د بري لپاره به له نن نه تر اګست ۲۰مې پورې د ټولو سیاسي ګوندونو له مشرانو، قبایلي مشرانو او د مدني ټولنو استازو سره پراخې مشورتي ناستې وشي.‌

په دغه لړ کې د پاکستان پیپلز ګوند، مسلم لیګ (ن)، جمعیت علماء اسلام (ف)، جماعت اسلامي، ملي وطن ګوند، نیشنل ډيموکریټیک موومنټ، پختونخوا ملي عوامي ګوند، د مزدورانو او بزګرانو پارټۍ او نورو ګوندونو مشرانو هم د امن جرګې په غونډه کې ګډون کړی، خو د پي ټي ایم په څېر حرکتونه، چې له دې وړاندې یې د پښتون قومي جرګې او امن پاڅونونو بنسټ اېښی، په دې نوي حرکت کې محسوس رول نه لري.

میا افتخار ویلي، چې د امن لپاره د ولسي اجماع رامنځته کولو لپاره، ټولو ولسوالیو ته لارښوونه شوې چې هلته موجود سیاسي حرکتونه فعال شي او چېرته چې حرکتونه نشته، د عوامي نېشنل ګوند د ولسوالیو مشران دې ژر تر ژره د "ټول ګوندیز کنفرانس" راوبولي.

نوموړي وویل: «دا یوازې د یوې سیاسي ډلې حرکت نه دی، بلکې د پښتون ملت د ویښتابه، شعور او ګډ غږ څرګندونه ده،».

په خېبر پښتونخوا کې له تېرو څو کلونو راهیسې د ترهګرۍ، هدفي بریدونو او ناامنۍ نوې څپه پیل شوې، چې تر ټولو زیات یې عام ولس او سیاسي فعالان اغېزمن کړي دي.

د پښتونخوا د باجوړ او مومند اوسېدونکو د پوځي عملیاتو خلاف لاریونونه وکړل

۸ زمری ۱۴۰۴ - ۳۰ جولای ۲۰۲۵، ۱۴:۰۰ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا د باجوړ او مومند ولسوالیو اوسېدونکو د پاکستان د پوځ په عملیاتو کې د ملکي وګړو د وژل کېدو په غبرګون کې لاریونونه کړي او غوښتنه کوي، چې حکومت دې پوځي عملیات ودروي. خلکو د لاریون پرمهال په پوځي عملیاتو کې د وژل شویو ملکي وګړو جسدونه هم له ځان سره لېږدول.

د پښتونخوا د باجوړ ولسوالۍ لسګونو اوسېدونکو د چارشنبې په ورځ، د زمري پر اتمه، د پوځي عملیاتو او ملکي وګړو د وژل کېدو په غبرګون کې لاریونونه وکړل.

لاریون کوونکو په پوځي عملیاتو کې د د درې تنو ملکي وګړو جسدونه هم د اعتراض په موخه له ځان سره لېږدول.

لاریون کوونکي وايي، تېره ورځ د پاکستان پوځ د باجوړ ولسوالۍ په ۱۶ سیمو کې پوځي عملیات پیل کړي، چې له امله یې تردې مهاله د یوې ښځې په ګډون درې تنه وژل شوي او اته تنه نور ټپیان دي.

لاریون کوونکو ویلي، چې روان عملیات ملکي وګړو ته له کومې خبرتیا ورکولو پرته پیل شوي، چې له امله یې ملکي وګړو ته زیانونه اوښتي دي.

لاریون وال له پوځ او وسله والو جنګیالیو غوښتنه کوي، چې په ګڼ مېشتو سیمو کې جګړه ودروي.

د پاکستان د ملي شورا پخواني غړي ګل ظفر خان ویلي:« موږ نور د دې حالت نه تنګ شوي يو، موږ نه وسله وال منو او نه هم پوځیان منو. که دوی جنګ کوي، نو زموږ له کلیو بهر دې وکړي. زموږ سیمه دې د جګړې ډګر نه ګرځوي.»

په ورته وخت کې په مومند ولسوالۍ کې هم سلګونو کسانو د پوځي عملیاتو او ګرځبندیز پرضد لاریون کړی او وايي، د پاکستان د پوځي عملیاتو پرمهال ملکي وګړو ته زیانونه اوړي.

د خېبر پښتونخوا په باجوړ ولسوالۍ کې په داسې حال کې پوځي عملیات پیل شوي، چې څو ورځې وړاندې د دغه ایالت سر وزیر امین ګنډاپور ویلي، چې پښتونخوا ایالت د ناامنیو له امله سخت ځپل شوی او دې سیمه کې د نورو پوځي عملیاتو اجازه نه ورکوي.

د پزشکیان لومړی مرستیال: موږ د جګړې خلک نه یو، نو ځکه مو اوربند ته غاړه کېښوده

۸ زمری ۱۴۰۴ - ۳۰ جولای ۲۰۲۵، ۰۸:۱۳ GMT+۱

د ایران د ولسمشر مرستیال محمد رضا عارف د ایران او اسراییل ترمنځ ۱۲ ورځنۍ جګړې ته په اشارې سره ویلي، په دغه جګړه کې د خلکو د فعاله ونډې اخېستنې له کبله اسراییل اړ شو چې د اوربند غوښتنه وکړي.

نوموړي ویلي، چی دوی د جګړې خلک نه دي؛ نو ځکه د اوربند دغه غوښتنه یې ومنله.

هغه همدا راز د ایران او اسراییل ترمنځ د جګړې پرمهال د چارو د مدیرت په برخه کې د ایران ستر مشر علي خامنه‌یي رول هم ستایلی.

ایران او اسراییل یو بل ته په دغه ۱۲ ورځنۍ جګړه کې د ګڼې ویجاړۍ او مرګ ژوبلې د اړولو ادعاوې کړې دي.