د اوکراین شپږ چګپوړي چارواکي پوځ ته د ډرون الوتکو په پېرلو کې په درغلۍ تورن شوي

د اوکراین چارواکو د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې شپږ کسان یې پوځ ته د ډرونونو او مخابراتي تخنیکي وسایلو په پېرنه کې د فساد او درغلۍ په تور پېژندلي دي. د تورنو کسانو په منځ کې یو پارلماني غړی، یو حکومتي چارواکی، د ملي ګارډ یو قوماندان او دوه سوداګر شامل دي.