اوکراینۍ بېپيلوټه الوتکو د روسیې پر ولګاوګراډ سیمه برید کړی

اوکراینۍ بېپيلوټه الوتکو د روسیې پر ولګاوګراډ سیمه برید کړی، چې له امله یې د روسیې په سوېل کې د برېښنا مزي پرې شوي او د اورګاډي په تمځای کې اور لګېدلی دی.

اوکراینۍ بېپيلوټه الوتکو د روسیې پر ولګاوګراډ سیمه برید کړی، چې له امله یې د روسیې په سوېل کې د برېښنا مزي پرې شوي او د اورګاډي په تمځای کې اور لګېدلی دی.
د دغه برید له امله په سیمه کې د څو سیمهییزو اورګاډو سفرونه ځنډېدلي او ولګاوګراډ ښار هوايي ډګر هم د څو ساعتونو لپاره تړل شوی دی.
خو د ولګاوګراډ والي اندري بوچاروف بیا ويلي، چې اورګاډي ته کوم زیان نهدی اوښتی.
د روسیې دفاع وزارت ویلي، چې دوی تېره شپه ټولټال ۶۱ اوکراینۍ بېپيلوټه الوتکې نسکورې کړې دي.


د طبیعي پېښو پر وړاندې د پاکستان ملي ادارې خبر ورکړی، چې د جون له میاشتې راهیسې پرلهپسې سختو بارانونو او سېلابونو د دغه هېواد په بېلابېلو ایالتونو کې تر دې دمه ۲۹۹ کسان مړه کړي چې له ډلې یې ۱۴۰تنه ماشومان دي.
د پاکستان یاده اداره زیاتوي، دغه سېلابونه د جون له ۲۶مې نېټې پيل شوي او د هېواد په بېلابېلو سيمو کې يې درانه تاوانونه اړولي دي. د مړو شويو کسانو له ډلې ۱۰۲ نارينه، ۵۷ ښځې او ۱۴۰ ماشومان دي؛ همداراز، د ژوبل شويو کسانو په منځ کې ۲۳۹ ماشومان، ۲۰۴ ښځې او ۲۷۲ نارينه شامل دي.
د رسمي شمېرو له مخې؛ د دغه سېلابونو له امله تر اوسه ۱۶۷۶ کورونه زيانمن شوي، چې له ډلې یې ۵۶۲ کورونه په بشپړ ډول ويجاړ شوي او ۱۱۱۴کورونه نيمه ويجاړ دي. همداراز، ۴۲۸ څاروي هم له منځه تللي، چې له امله یې په کلیوالو سیمو کې د کورنیو پر اقتصادي وضعیت هم مستقیمې اغېزې کړې دي.
پاکستاني چارواکي وايي، د دغه طبيعي پېښو پر وړاندې یې تر دې دمه ۲۲۳ د ژغورنې عملیات ترسره کړي چې ۲۸۸۰ کسان يې له سېلابځپلو سيمو خوندي ځايونو ته لېږدولي.
يادې ادارې تر ۱۳۴۰۰ زیاتې مرستې پر اغېزمنو وېشلې دي، چې پکې نږدې ۲۰۰۰ خيمې، ۹۵۸ کمپلې، ۵۶۹ بسترې، ۶۱۳ توشکې او له ۱۱۰۰ زياتې خوراکي کڅوړې هم شاملې دي. همداراز د پخلي لپاره ۱۲۸۲ ډوله سامان، ۳۵۰ د ژغورنې واسکټونه، ۱۱۲۲ روغتیایي کڅوړې، ۲۱۷۰پلاستيکي خېمې او ۱۴۶ د اوبو پمپونه خلکو ته رسېدلي دي.
له بلې خوا د روغتيا لپاره ۷۱ لنډمهاله روغتونونه جوړ شوي، چې تر دې دمه ۵۷۷ ناروغانو ته درملنه پکې شوې ده.
د طبیعي پېښو پر وړاندې د پاکستان ملي اداره زياتوي، چې دې روان ناورین ډېرې ايالتونه اغېزمن کړي او د فدرالي او ايالتي ادارو په همکارۍ ګډې مرستندويه چارې دوام لري.
د بارانونو د نویو خطرناکو څپو اټکل
د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې (PMD) د وروستيو وړاندوينو له مخې؛ د اګست له ۴مې تر ۷مې پورې د دغه هېواد په شمالي سيمو کې د سختو بارانونو، باد او تندرونو پرېوتو وړاندوينه شوې ده. لومړنۍ څپو کې به د خېبر پښتونخوا، پنجاب او اسلاماباد سيمې به د بارانونو لاندې وي او په ګلګت بلتستان کې به د اګست ۵مې څخه ورښتونه پيل شي.
په بلوچستان ايالت کې به هوا زياتره ګرمه او مرطوبه وي؛ خو د اګست په ۶مه د شمال ختيځ او سوېلي سيمو کې د لږو بارانونو امکان شته. د سند ايالت زياتې سيمې به ګرمه او مرطوبه هوا ولري؛ خو د ساحلي سيمو لپاره د ورېځو او سپکو بارانونو احتمال ورکړل شوی دی.
اګسټ کې د سختو سېلابونو اټکل
په پنجاب کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې (PDMA)عمومي مدير عرفان علي کاثيا خبرداری ورکړی، چې خلک باید د اګسټ له ۵مې څخه د موسمي بارانونو شپږم پړاو ته چمتو شي.
نوموړي زياته کړه: «د بارانونو دوام ښایي د چناب او جهلم سيندونو د منځنۍ کچې يا سخت سېلاب لامل شي. دغه ګواښ به د اګسټ له ۵مې پيل شي».
د هغه په وینا؛ د اګسټ بارانونه به د تېرې مياشتې پرتله ډېر وي. لسګونه سيمې لکه لاهور، مري، اټک، چکوال، جهلم، ګوجرانواله، سيالکوټ، شيخوپوره، فيصلاباد، سرګوده، ميانوالي، ډېره غازي خان، بهاولپور، خانېوال او راجنپور هم د بارانونو لاندې راتلای شي.
په دغه خبرتيا کې همداراز د مري او ګلياتو په سېلاني سيمو کې د ځمکې ښویېدو ګواښ ته اشاره شوې ده.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف نن دوشنبه (د زمري ۱۳مه) پر اېکس پاڼه ليکلي، چې پاکستان د اسراييلي پوځیانو لهخوا د اقصی جومات وروستۍ بېاحترامي او یرغل غندي.
نوموړي ویلي، د دغه جومات سپکاوی د ټولې اسلامي نړۍ د احساساتو پر وړاندې تېری دی.
شهباز شریف زیاته کړې، چې دغه ډول کړنې د اشغال کړۍ پراخوي، کرکه راپاروي او د سولې شونتیا له جدي ګواښ سره مخ کوي.
هغه يو وار بيا په فلسطین کې پر بېړني اوربند او سولې ټینګار کړی.

د تحریک انصاف ګوند بنسټګر او د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان ویلي، چې له افغانستان سره ټولې ستونزې باید د خبرو له لارې حل شي. هغه پر اېکس پاڼه کاږلي:« افغانستان زموږ ګاونډی هېواد دی، باید ښې اړیکې ورسره ولرو او ټولې ستونزې د خبرو له لارې حل کړو.»
هغه دارنګه د پاکستان په خلکو غږ کړی، چې (د اګست پر۵مه نېټه) دې د ريښتنې خپلواکۍ لپاره پاڅون وکړي.
عمران خان د پاکستان اوسنی سیاسي وضعیت د «استعمار» تر دورې بد ګڼلی او زیاته کړې یې ده، چې دغه پاڅون به (د اګست د ۱۴مې) په شان اړین وي.
هغه دارنګه د خیبر پښتونخوا له سر وزیر علي امین ګنډاپور هم غوښتي، چې د پښتونخوا د قبایلي سیمو په ګډون باید په هیڅ یوې سیمه کې پوځي عملیات ونه شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یوه لوړپوړي سلاکار د یکشنبې په ورځ پر هند تور ولګاوه، چې د روسیې څخه د تېلو پېرلو له لارې د اوکراین پر ضد جګړه تمویلوي.
د ټرمپ د سلاکار د دفتر مشر سټیفن مېلر وویل: «دا د منلو وړ نه ده، چې هند له روسیې څخه تېل پېري. هغه زیاته کړه، چې هند له روسیې څخه ساوخوا د چین په اندازه تېل پېري.
هندي چارواکو له دې خبرداري سره، سره ويلي، چې دوی به له روسیې څخه تېلو اخیستلو ته دوام ورکړي.
امریکا د جمعې په ورځ پر هندي محصولاتو ۲۵ سلنه تعرفې ولګولې. ټرمپ ګواښ کړی، که روسیه له اوکراین سره سوله و نه کړي؛ پر هغو هېوادونو به ۱۰۰ سلنه تعرفې لوړې کړي، چې له روسیې څخه تېل پېري.

د برېتانیا د حکومتي معلوماتو له مخې، د اسبیسټوس (Asbestos) د وژونکو موادو له امله د وژل شویو نظامیانو شمېر، د افغانستان د جګړې پر مهال د طالبانو لهخوا د وژل شویو برېتانوي سرتېرو پرتله نهه برابره لوړ دی.
د ډيلي مېل د راپور له مخې، د دغې وژونکې مادې له امله چې په خرابو نظامي استوګنځایونو، بېړیو، اوبتلو، چورلکو او ټانکونو کې شته، هر کال په منځني ډول ۸۹ کسان د میسوتیلیوما (Mesothelioma) پر وژونکي سرطان اخته کېږي، دغه سرطان د اسبیسټوس له امله رامنځته کېږي.
په افغانستان کې په تېرو شلو کلونو کې له ۲۰۰۱ تر ۲۰۲۱ کال پورې له طالبانو سره په جګړه کې ۴۰۵ برېتانوي سرتېري وژل شوي، حال دا چې په دې موده کې د اسبسټوس اړوندو ناروغیو له امله ۳۵۶۰ کسان مړه شوي دي.
د اسبیسټوس اړوند ناروغۍ د برېتانیا تر ټولو ستره صنعتي وژونکې ناروغۍ دي، چې هر کال له ۵۰۰۰څخه زیات خلک وژني. له دې ډلې نیمایي یې د میسوتیلیوما له امله مري. د اسبیسټو له فایبرو سره تر تماس وروسته د دغې ناروغۍ نښې له ۲۰ تر ۶۰ کلونو وروسته څرګندېږي او له تشخیص وروسته اکثره ناروغان په یوه کال کې مري.
اسبېسټوس څه شی دی؟
«اسبیسټوس (Asbestos) یو طبيعي منرال دی، چې له څو ډوله فایبرو څخه جوړ شوی او دغه فایبرونه ډېر نري، قوي او د اور، تودوخې، کیمیاوي موادو او زنګ وهلو پر وړاندې مقاومت لري. دغه ماده په تېرو لسیزو کې له ودانیزو موادو سربېره په نظامي تجهیزاتو او نورو صنعتي توکو کې کارول کېده.
دغه منرالونه د زړو ودانیزو موادو د ماتېدو، د ودانیو د نړېدو او یا هم ترمیم پر مهال او زړو بېړیو او نورو نظامي تجهیزاتو د بیا کارونې پر مهال خپرېږي او کله چې دغه فایبرونه څوک تنفس کړي، نو بیا د میسوتیلیوما (Mesothelioma)د سږو یا معدې پر سرطان او ساه لنډۍ اخته کېږي. اسبیسټوس اوس په ډېریو هېوادونو کې بند دی، یعنې نه کارول کېږي.»
د برېتانیا د کاري حفظ الصحې ټولنه وایي، پخواني پوځیان تر عامو خلکو لس برابره زیات د اسبیسټوس اړوند ناروغیو له ګواښ سره مخ دي او ډېری مړه شوي کسان مسلکي نظامیان دي.
د ۲۰۱۶ کال راهیسې چې د پوځي میسوتیلیوما د تاوان ورکړې ځانګړې څانګه فعاله شوه، د برېتانیا د دفاع وزارت د شمېرو له مخې، تر اوسه پر یادو ناروغیو اخته ۸۰۳ کسانو ته ۱۱۲ اعشاریه ۵ میلیونه پونډه ورکړل شوي دي.
د روغتیا او خوندیتوب ادارې کلنۍ شمېرې ښيي، چې په ورته شمېر کسان د اسبیسټوس اړوند نورو ناروغیو له امله مړه شوي دي.