• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

شهباز شریف: موږ د اسراييل له‌خوا د اقصی جومات وروستۍ بې احترامي غندو

۱۳ زمری ۱۴۰۴ - ۴ اګست ۲۰۲۵، ۰۷:۲۵ GMT+۱

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف نن دوشنبه (د زمري ۱۳مه) پر اېکس پاڼه ليکلي، چې پاکستان د اسراييلي پوځیانو له‌خوا د اقصی جومات وروستۍ بې‌احترامي او یرغل غندي.

نوموړي ویلي، د دغه جومات سپکاوی د ټولې اسلامي نړۍ د احساساتو پر وړاندې تېری دی.

شهباز شریف زیاته کړې، چې دغه ډول کړنې د اشغال کړۍ پراخوي، کرکه راپاروي او د سولې شونتیا له جدي ګواښ سره مخ کوي.

هغه يو وار بيا په فلسطین کې پر بېړني اوربند او سولې ټینګار کړی.

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۳

ندیم امیري؛ افغاني‌الاصله فوټبالر چې جرمني یې له ماتې وژغورله څوک دی؟

۴

په سویس کې د امریکا او ایران د خبرو اترو لومړی پړاو پای ته رسېدلی

۵

خرم: د اپسټین قضیه او د سپینې ماڼۍ داخلي چارو په اړه نوی کتاب ښايي سیاسي بحث بیا تود کړي

•
•
•

نور کیسې

عمران خان: له افغانستان سره ټولې ستونزې باید د خبرو له لارې حل کړو

۱۳ زمری ۱۴۰۴ - ۴ اګست ۲۰۲۵، ۰۶:۵۰ GMT+۱
عمران خان: له افغانستان سره ټولې ستونزې باید د خبرو له لارې حل کړو
100%

د تحریک انصاف ګوند بنسټګر او د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان ویلي، چې له افغانستان سره ټولې ستونزې باید د خبرو له لارې حل شي. هغه پر اېکس پاڼه کاږلي:« افغانستان زموږ ګاونډی هېواد دی، باید ښې اړیکې ورسره ولرو او ټولې ستونزې د خبرو له لارې حل کړو.»

هغه دارنګه د پاکستان په خلکو غږ کړی، چې (د اګست پر۵مه نېټه) دې د ريښتنې خپلواکۍ لپاره پاڅون وکړي.

عمران خان د پاکستان اوسنی سیاسي وضعیت د «استعمار» تر دورې بد ګڼلی او زیاته کړې یې ده، چې دغه پاڅون به (د اګست د ۱۴مې) په شان اړین وي.

هغه دارنګه د خیبر پښتونخوا له سر وزیر علي امین ګنډاپور هم غوښتي، چې د پښتونخوا د قبایلي سیمو په ګډون باید په هیڅ یوې سیمه کې پوځي عملیات ونه شي.

د ټرمپ لوړپوړي سلاکار هند تورن کړ، چې د روسیې د جګړې مالي ملاتړ کوي

۱۳ زمری ۱۴۰۴ - ۴ اګست ۲۰۲۵، ۰۴:۱۳ GMT+۱
د ټرمپ لوړپوړي سلاکار هند تورن کړ، چې د روسیې د جګړې مالي ملاتړ کوي
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یوه لوړپوړي سلاکار د یکشنبې په ورځ پر هند تور ولګاوه، چې د روسیې څخه د تېلو پېرلو له لارې د اوکراین پر ضد جګړه تمویلوي.

د ټرمپ د سلاکار د دفتر مشر سټیفن مېلر وویل: «دا د منلو وړ نه ده، چې هند له روسیې څخه تېل پېري. هغه زیاته کړه، چې هند له روسیې څخه ساوخوا د چین په اندازه تېل پېري.

هندي چارواکو له دې خبرداري سره، سره ويلي، چې دوی به له روسیې څخه تېلو اخیستلو ته دوام ورکړي.

امریکا د جمعې په ورځ پر هندي محصولاتو ۲۵ سلنه تعرفې ولګولې. ټرمپ ګواښ کړی، که روسیه له اوکراین سره سوله و نه کړي؛ پر هغو هېوادونو به ۱۰۰ سلنه تعرفې لوړې کړي، چې له روسیې څخه تېل پېري.

په پاکستان کې مېشت افغان سوداګر، پانګه‌وال او صنعتکاران د اېستل کېدو له ګواښ سره مخ دي

۱۳ زمری ۱۴۰۴ - ۴ اګست ۲۰۲۵، ۰۳:۵۵ GMT+۱
په پاکستان کې مېشت افغان سوداګر، پانګه‌وال او صنعتکاران د اېستل کېدو له ګواښ سره مخ دي
100%

د طالبانو کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په اسلام‌اباد کې د دوی اتشې په پاکستان کې د افغان پانګه‌والو، سوداګرو او صنعتکارانو اندېښنې اورېدلې دي. دوی وایي، په پاکستان کې د اېستل کېدو له ګواښ سره مخ دي او غواړي خپلې پانګې افغانستان ته وباسي.

د سکندر خان په نوم یو افغان سوداګر د دغه ناستې پر مهال ویلي، چې پاکستان کې د ملګرو ملتونو سره ثبت «پي او ار» کارت لرونکو کډوالو د اېستلو په څپه کې د اېستل کېدو له ګواښ سره مخ دي او غواړي د خپلو پانګونو اړوند وسایل او ماشینرۍ افغانستان ته ولېږدوي.

هغه زیاته کړې، چې ۵۵۰ افغان پانګه‌والو د پاکستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې پانګونې کړې دي.

هغه له طالبانو غوښتي، چې د دوی د شتمنیو او ملکیتونو د خوندیتوب په تړاو دې اقدامات وکړي.

په اسلام کې د طالبانو د کډوالو چارو اتشې له دغو افغان پانګه‌والو او سوداګرو څخه غوښتي،‌ چې د خپلو شتمنیو او پانګونو اړوند اسناد له دوی سره شریک کړي.

هغه ویلي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سره په ګډه په ټول پاکستان کې د مېشتو افغانانو د منقولو او غیر منقولو شتمنیو په تړاو یوه مېکانیزم رامنځته کوي.

دغه اندېښنې داسې مهال دي، چې د ۲۰۲۳کال راهیسې د کډوالو د لومړۍ څپې او د روان زېږدیز کال د اپرېل له لومړۍ میاشتې د دوېیمې څپې د اېستل کېدو پر مهال یو شمېر افغانانو نیوکې کړې دي، چې پاکستاني پولیسو ان د خپلو کورونو سامانونو ته نه دې پرېښي او اېستلي یې دي. په پاکستان کې له ډېری افغانانو څخه کورونه، جایدادونه او شتمنۍ پاتې شوې دي، چې اوس د درېیم پړاو په پیلېدونکي بهیر کې هم دغه اندېښنې په جدي توګه مطرح کېږي.

د پاکستان په یو شمېر ښارونو کې ان خلکو د افغان کډوالو د کورونو توکي لوټ کړي او یا هم مجبوره شوي دي، چې په ناڅیزو بیو خپل ملکیتونه یا د کورونو توکي وپلوري. که څه هم کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د لومړي سفر پر مهال ژمنه شوې وه، چې اسلام‌اباد به د افغان کډوالو د شتمنیو خوندیتوب په تړاو اقدام کوي؛ خو لا هم په دې برخه کې بشپړ ډاډ نشته.

تازه د پاکستان حکومت د «پي او ار کارت لرونکو او بې اسناده افغان کډوالو» د اېستلو بهیر هم پیل کړی او اټکل کېږي، چې په نږدې راتلونکي کې به دغه څپه د پولیسو له لوري په لا جدیت او شدت سره پیل شي. یونسیار هم د اسلام اباد پر دغه اقدام خواشیني ښودلې او د افغانانو پر باعزته اېستل کېدو یې ټینګار کړی دی.

افغانستان هم‌مهاله له ایران څخه هم د افغان کډوالو د اېستل کېدو له لویو څپو سره مخ دی او یوازې تهران نږدې ۹۰۰زره کډوال په ۴۵ورځو کې اېستلي دي.

د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني خبرداری ورکړی، چې ګاونډي هېوادونه پلان لري تر ۶مېلیونه پورې افغانان خپل هېواد ته واستوي او دې سره په هېواد کې د بشري ناورین د پراخېدو اټکل هم شته.

افغانستان چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له جدي بشري ناورین سره مخ دی؛ یو شمېر نړۍوال سازمانونه وايي، د افغان کډوالو ورستنېدو دغه ناورین لا پراخ کړی او د بې روزګارۍ، لوږې، فقر او محرومیتونو کچه لا لوړه شوې ده.

د کډوالو ملاتړی بنسټ: پاکستان کې مېشت ۳ مېلیونه افغان کډوال د اېستلو له ګواښ سره مخ دي

۱۳ زمری ۱۴۰۴ - ۴ اګست ۲۰۲۵، ۰۳:۳۹ GMT+۱
د کډوالو ملاتړی بنسټ: پاکستان کې مېشت ۳ مېلیونه افغان کډوال د اېستلو له ګواښ سره مخ دي
100%

په پاکستان کې د جې اې سي «JAC» په نوم د کډوالو ملاتړی یو بنسټ وایي، چې پاکستان د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر میاشتې راهیسې ۱.۲ مېلیونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړي او درې مېلیونه نور د اېستلو له جدي ګواښ سره مخامخ دي.

دغه بنسټ تازه په دې اړه په یوه خپور کړي بیان کې ویلي، چې په پاکستان کې د پي او ار کارت لرونکو افغانانو په اړه د پاکستان حکومت وروستۍ پرېکړه د اندېښنې وړ ده.

په دغه بیان کې راغلي، چې د جبري ستنولو له کبله ځینې ستانه شوي افغانان او په ځانګړې توګه د بشري او ښځو حقونو فعالان، خبریالان او سیاسي فعالین له جدي ګواښونو سره مخ شوي دي.

په بیان کې د پاکستاني پولیسو له لوري وروستیو نیونو او د افغان کډوالو ځورونې ته هم اشاره شوې او ویل شوي، چې دغه چاره له ټولو نړۍوالو قوانیونو ښکاره سرغړونه ده.

دغه بنسټ د پاکستان پر حکومت غږ کړی، چې له ځنډ پرته دې د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ ودروي او له نړۍوالې ټولنې هم غوښتنه شوې چې په دې برخه کې خپل فشارونه لا زیات کړي.

له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنولو په اړه اندېښنې داسې مهال څرګندېږي، چې تر دې وړاندې د افغانستان بل ګاونډي ایران هم په بې ساري ډول د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ چټکه کړې ده.

د راپورونو پر بنسټ؛ د روان زېږدیز کال له پیله له ایران او پاکستانه څه باندې دوه مېلیونه کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

په برېتانیا کې اسبیسټوس د افغانستان د ۲۰ کلن ماموریت پرتله تراوسه ۹ برابره ډېر سرتېري وژلي

۱۳ زمری ۱۴۰۴ - ۴ اګست ۲۰۲۵، ۰۱:۴۱ GMT+۱
په برېتانیا کې اسبیسټوس د افغانستان د ۲۰ کلن ماموریت پرتله تراوسه ۹ برابره ډېر سرتېري وژلي
100%

د برېتانیا د حکومتي معلوماتو له مخې، د اسبیسټوس (Asbestos) د وژونکو موادو له امله د وژل شویو نظامیانو شمېر، د افغانستان د جګړې پر مهال د طالبانو له‌خوا د وژل شویو برېتانوي سرتېرو پرتله نهه برابره لوړ دی.

د ډيلي مېل د راپور له مخې، د دغې وژونکې مادې له امله چې په خرابو نظامي استوګنځایونو، بېړیو، اوبتلو، چورلکو او ټانکونو کې شته، هر کال په منځني ډول ۸۹ کسان د میسوتیلیوما (Mesothelioma) پر وژونکي سرطان اخته کېږي، دغه سرطان د اسبیسټوس له امله رامنځته کېږي.

په افغانستان کې په تېرو شلو کلونو کې له ۲۰۰۱ تر ۲۰۲۱ کال پورې له طالبانو سره په جګړه کې ۴۰۵ برېتانوي سرتېري وژل شوي، حال دا چې په دې موده کې د اسبسټوس اړوندو ناروغیو له امله ۳۵۶۰ کسان مړه شوي دي.

د اسبیسټوس اړوند ناروغۍ د برېتانیا تر ټولو ستره صنعتي وژونکې ناروغۍ دي، چې هر کال له ۵۰۰۰څخه زیات خلک وژني. له دې ډلې نیمایي یې د میسوتیلیوما له امله مري. د اسبیسټو له فایبرو سره تر تماس وروسته د دغې ناروغۍ نښې له ۲۰ تر ۶۰ کلونو وروسته څرګندېږي او له تشخیص وروسته اکثره ناروغان په یوه کال کې مري.

اسبېسټوس څه شی دی؟

«اسبیسټوس (Asbestos) یو طبيعي منرال دی، چې له څو ډوله فایبرو څخه جوړ شوی او دغه فایبرونه ډېر نري، قوي او د اور، تودوخې، کیمیاوي موادو او زنګ وهلو پر وړاندې مقاومت لري. دغه ماده په تېرو لسیزو کې له ودانیزو موادو سربېره په نظامي تجهیزاتو او نورو صنعتي توکو کې کارول کېده.

دغه منرالونه د زړو ودانیزو موادو د ماتېدو، د ودانیو د نړېدو او یا هم ترمیم پر مهال او زړو بېړیو او نورو نظامي تجهیزاتو د بیا کارونې پر مهال خپرېږي او کله چې دغه فایبرونه څوک تنفس کړي، نو بیا د میسوتیلیوما (Mesothelioma)د سږو یا معدې پر سرطان او ساه لنډۍ اخته کېږي. اسبیسټوس اوس په ډېریو هېوادونو کې بند دی، یعنې نه کارول کېږي.»

د برېتانیا د کاري حفظ الصحې ټولنه وایي، پخواني پوځیان تر عامو خلکو لس برابره زیات د اسبیسټوس اړوند ناروغیو له ګواښ سره مخ دي او ډېری مړه شوي کسان مسلکي نظامیان دي.

د ۲۰۱۶ کال راهیسې چې د پوځي میسوتیلیوما د تاوان ورکړې ځانګړې څانګه فعاله شوه، د برېتانیا د دفاع وزارت د شمېرو له مخې، تر اوسه پر یادو ناروغیو اخته ۸۰۳ کسانو ته ۱۱۲ اعشاریه ۵ میلیونه پونډه ورکړل شوي دي.

د روغتیا او خوندیتوب ادارې کلنۍ شمېرې ښيي، چې په ورته شمېر کسان د اسبیسټوس اړوند نورو ناروغیو له امله مړه شوي دي.