پاکستان غزې ته بشري مرستې واستولې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې نن د اسلاماباد په نړۍوال هوايي ډګر کې د دغه هېواد د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ د یو لړ مراسمو په لړ کې غزې ته بشري مرستې واستولې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې نن د اسلاماباد په نړۍوال هوايي ډګر کې د دغه هېواد د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ د یو لړ مراسمو په لړ کې غزې ته بشري مرستې واستولې.
دغه وزارت نن جمعه (د زمري ۱۷مه) پر اېکس پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه مرستې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شريف په لارښوونه او د ملي افتونو د مدیریت ادارې سره په همکارۍ لېږل شوې دي. په دغه مرستو کې خوراکي توکي او درمل شامل دي.

یوه مصري ډيپلوماټ خبرداری ورکړی، چې د اسراييل نوې جنګي طرحه به د حماس لهخوا د اسراييلي زندانیانو د وژل کېدو لامل شي. دغه ډول د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي هم غوښتنه کړې، چې باید په دې اړه په مستقیم ډول له ټرمپ سره خبرې وشي.
د لبنان الاخبار ورځپاڼې جمعه (د زمري ۱۷مه) لیکلي، که ټوله غزه ونیول شي او حماس د تېښتې یا ژوندي پاتې کېدو لاره ونه لري؛ نو خامخا به اسراييلي زندانیان ووژني.
راپور زیاتوي، د مصر لوړپوړي چارواکي غوښتنه کوي چې باید په غزه کې د اوربند لپاره سملاسي د اسرايیل او حماس ترمنځ خبرې پیل شي.

د برېتانیا لومړي وزیر کېیر سټارمر جمعه (د زمري ۱۷مه) پر اېکس پاڼه د غزې د بشپړ نیولو په اړه د اسراييل د نوې پرېکړې په غبرګون کې ویلي، چې دغه پرېکړه ناسمه ده. هغه اندېښنه ښودلې، چې دغه پرېکړه به په غزه کې د لا وینې تویېدو لامل شي.
هغه له اسراییل غوښتي، چې دغه پرېکړه بېرته واخلي. نوموړی وایي:« اوس باید اوربند وشي، په غزه کې د بشري مرستو اندازه ډېره شي، د حماس لهخوا یرغمل شوي اسراييليان خوشې شي او سياسي خبرو ته لاره هواره شي.»

د خېبر پښتونخوا په قبایلي سیمو کې د تاوتریخوالي له نوې څپې او د «ټيټيپي» د فعالیتونو له زیاتوالي سره، د پاکستان حکومت له سختو او حساسو پرېکړو سره مخ دی. ډان ورځپاڼه وایي، د ترهګرۍ ضد عملیاتو د پایلو په اړه د خلکو اندېښنو د سیمې فضا ترینګلې کړې ده.
یاده ورځپانه نن جمعه (د زمري ۱۷مه) په سرمقاله کې لیکي، په تېرو ورځو کې د خیبرپښتونخوا ایالتي حکومت په پخوانیو قبایلي سیمو کې درې سترې جرګې جوړې کړې دي چې د ترهګرۍ د تازه څپو پر وړاندې د خلکو نظرونه واوري.
قبایلي مشرانو په دغو ناستو کې له افغان طالبانو او همدارنګه له «ټيټيپي» سره د خبرو غوښتنه کړې ده. ځینې راپورونه وايي، چې په «فاټا» کې د پوځي عملیاتو پر ضد عمومي نظریاتي همغږي رامنځته شوې ده. د دغو غوښتنو په ځواب کې د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر سلاکار اعلان کړی، چې نوي پوځي عملیات به نه ترسره کېږي.
په نورو سیمو کې هم د جرګو ګډونوالو ورته غوښتنې کړې دي او ایالتي حکومت پلان لري، چې د قبایلي سیمو په ګډون د خېر پښتونخوا له بېلابېلو سیمو یوه لویه جرګه جوړه کړي او د راتلونکو اقداماتو لپاره لارې چارې وټاکي.
مقاله کې راغلي، له شلو کلونو راهیسې قبایلي سیمې او د خېبرپښتونخوا نورې برخې د ترهګرۍ او د ترهګرۍ ضد عملیاتو له امله د پرلهپسې تاوتریخوالو سره مخ دي. دې جګړو د زرګونو ملکي وګړو، پوځیانو او پولیسو ژوند اخیستی او همدا راز یې خلک هم له خپلو سیمو بې ځایه کېدو یا وتلو ته اړ کړي دي.
کارپوهان خبرداری ورکوي، چې د «ټيټيپي» په ګډون وسلهوالو ډلو څو ځله له حکومت سره خپلې هوکړې ماتې کړې دي او هېڅ ډاډ نشته چې هغوی به په راتلونکي کې خپلو ژمنو ته وفادار پاتې شي. له بلې خوا د پاکستان پوځ د تحریک طالبان پاکستان (TTP) د «هند له ملاتړه برخمن خوارج یا فتنه» بولي او دا لا روښانه نه ده؛ که خبرې پیل شي دا دریځ به بدل شي که نه.
ورځپاڼه کاږي، اصلي پوښتنه دا ده چې ایا وسلهوال به د تاوتریخوالي پای ته رسېدو سره هوکړه وکړي؟ که نه، نو هر ډول د سولې هوکړه به یوازې د حکومت د کمزورۍ لامل شي. همدا راز ویل شوي، چې د «ټيټيپي» د مخنېوي لپاره د کابل له واکمنو سره د اسلاماباد د پرلهپسې خبرو اترو او ناستو ولاړو هم کومه پایله نه ده ورکړې.
مقاله کې راغلي، چې د پاکستان پوځ د امنیت ټینګښت لپاره په تېرو وختونو کې هم د ترهګرۍ ضد تګلارې کارولې؛ خو چندان ګټه یې نه ده کړې او باید په نویو بڼو غور وشي. په پای کې راغلي، چې باید استخباراتي ادارې، د پوځ مشرتابه او متخصصین په داسې طرحې کار وکړي؛ څو د وسلهوالو د لهمنځه وړلو اړوند اقداماتو کې ملکي وګړي خوندي پاتې شي او د بېځایه کېدو ګواښ هم ورسره ختم شي.

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د سينيګال له لومړي وزیر عثمان سونکو سره په انقره کې يو ګډ خبري کنفرانس ته ویلي: «موږ د اسراييل د جنايتونو پر ضد د سينيګال دريځ ستایو او دغه دریځ د ډېرو هېوادونو لپاره يوه ښه بېلګه ده.»
اردوغان زیاته کړه:« زموږ مبارزه به تر هغه وخته دوام وکړي، چې په غزه کې نسلوژنه نه وي ختمه شوې او هغه کسان نه وي محاکمه شوي، چې په غزه کې یې بېګناه ماشومان له لوږې وژلي دي.»

د اسټرالیا حکومت له اسرايیل غوښتي، چې د ټولې غزې د نیولو پرېکړه دې بېرته واخلي. د اسټرالیا حکومت دا خبره داسې مهال کوي، چې د اسراييل کابینې د ټولې غزې د نیولو طرحه منظور کړې ده.
د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پني وونګ خبرداری ورکړی، چې د اسراييل وروستۍ پرېکړه په غزه کې بشري ناورین نور هم ډېروي او دا کار د نړۍوالو قوانینو تر پښو لاندې کول دي.
اسټرالیا یو وار بیا غوښتنه کړې، چې د اسراييل او حماس تر منځ دې اوربند وشي او په غزه کې دې له خنډ او ځنډ پرته خلکو ته بشري مرستې ورسول شي او دارنګه حماس دې هم اسراييلي زندانیان خوشې کړي.
