• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

فضل محمود فضلي: د طالبانو په قانع کولو باید وخت ضایع نه کړو

۱۸ زمری ۱۴۰۴ - ۹ اګست ۲۰۲۵، ۲۲:۴۲ GMT+۱

د افغانستان د مخکېني جمهوري نظام د چارو ادارې مشر فضل محمود فضلي وايي، په افغانستان کې له اوسني «افراطي او استبدادي» حاکمیت څخه باید فاصله واخیستل شي او په وینا یې د دوی په قانع کولو وخت ضایع نه شي او پر ځای یې باید د دغې «نیابتي ډلې» د اصلي ماهیت پر بربنډولو تمرکز وشي.

فضل محمود فضلي په خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي، هر څومره چې د نجونو د زده کړو او کار په اړه له اوسني «افراطي استبدادي» حاکمیت سره دیني یا عقلي استدلال زیات شي ،په هماغه اندازه به تعلیم دوښمنه استبداد دوام ومومي او ورسره به د هېواد نیمایي نفوس له زده کړو او ټولنیزو فعالیتونو وروسته پاتې شي.

فضلي زیاته کړې: «هرڅومره چې زموږ ځینې سیاسي څېرې، لیکوالان او ژورنالېستان د نجونو د زده کړو او کار په اړه له اوسني افراطي استبدادي حاکمیت سره دیني یا عقلي استدلال کوي، یا ورته عذرونه او زارۍ کوي، په هماغه اندازه تعلیم دوښمنه استبداد دوام مومي او زموږ د هېواد نیمایي نفوس به له زده کړو او ټولنیزو فعالیتونو څخه وروسته پاتې شي.»

د نوموړي په وینا، په افغانستان کې د دغه وضعیت په دوام سره به نارینه هم د دوامداره «انحطاط» او «اختناق» په پایله کې له خپلو ډېرو ابتدایي حقونو محروم شي.

فضل محمود فضلي وايي، له دغه وضعیته د وتنې لپاره باید له دغې «افراطي ډلې» څخه فاصله واخیستل شي او د دوی په قانع کولو باید وخت ضایع نه شي.

فضلي زیاته کړې: «د دې وضعیت د حل یوازینۍ لاره دا ده چې موږ باید له دې افراطي ډلې څخه فاصله واخلو، د هغوی په قانع کولو خپل وخت ضایع نه کړو او په زاریو او عذرونو سره هغوی ته عملي مشروعیت ورنه کړو.»

د نوموړي په وینا، د هغې پر ځای باید د دغې «نیابتي» ډلې د اصلي ماهیت پر بنډولو او په خپل انسجام او یووالي تمرکز وشي.

د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د طالبانو په بیا واکمنېدو سره له شپږم ټولګي پورته نجونې زده کوونکې او محصلانې له زده کړو محرومې شوې دي او په دې برخه کې پراخو کورنیو او نړۍوالو غبرګونونو هم څه اغېز ونه کړ او لا هم نجونې د زده کړو د دوام حق نه لري.

ترویج لرونکی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي
۱
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۲
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۳
ستاسو روایت

د سرپل یو شمېر اوسېدونکي: «د څښاک اوبو لپاره طالبان له خلکو پیسې اخلي»

۴

شاه محمود میاخېل: د امریکا د ولسمشر مرستیال د پاکستان د پوځ مشر له خپلې ښځې سره مقایسه کړی

۵
ځانګړی

سرچینې: اروپايي اتحادیې د طالبانو پنځه کسیز پلاوي ته د نـاستې لپاره درې سـاعتـه وخت ور کړی

•
•
•

نور کیسې

د حساب نابغه ماشوم په تړاو خلیلزاد:استعداد لرونکو نجونو او هلکانو ته باید فرصتونه برابر شي

۱۸ زمری ۱۴۰۴ - ۹ اګست ۲۰۲۵، ۲۲:۰۹ GMT+۱
د حساب نابغه ماشوم په تړاو خلیلزاد:استعداد لرونکو نجونو او هلکانو ته باید فرصتونه برابر شي
100%

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د حساب نابغه ۷ کلن سمیع الله ذکاوت ته په اشارې سره ویلي، په افغانستان کې ډېرې نجونې او هلکان ښه استعدادونه لري او په وینا یې باید وروزل شي او فرصتونه ورته برابر شي.

زلمي خلیلزاد په خپلې اېکس پاڼې لیکلي، «سمیع الله یو کوچنی ماشوم په ریاضياتو کې ځانګړې وړتیا لري. افغانستان ډېری استعداد لرونکي خلک لري: هلکان او انجونې، نارینه او ښځینه - خو استعداد باید وروزل شي او فرصتونه ورته برابر کړل شي.»

له دې سره سم، په داسې حال کې چې طالبان پر نجونو د زده‌کړو سخت بندیزونه لګولي خو د طالبانو پوهنې وزارت د شنبې په ورځ (د زمري په ۱۸مه) د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ریاضياتو په برخه کې د ځانګړي استعداد لرونکي زده‌کوونکي سمیع الله ذکاوت وستایه او د ملاتړ له څرګندولو سربېره یې ۵۰ زره افغانۍ نغدي ډالۍ، یو کمپیوټر او یوه جوړه جامې ورکړي دي.

په دې مراسمو کې د دغه وزارت مالي او اداري مرستیال صبغت الله وصیل وویل، د پوهنې وزارت دا خپل مسوولیت ګڼي چې ټول هغه زده کوونکي چې استعداد لري، وستایي او پر هغوی کار وکړي.

نوموړي زیاته کړه، «د سمیع الله جان په څېر استعداد لرونکو زده کوونکو لپاره مو داسې یو نمونوي ښوونځی پرانیستی، چې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه دغه ډول زده کوونکي پکې زده کړې وکړي او هغوی ته ځانګړې پاملرنه وشي.»

د نوموړي په وینا، د پوهنې وزارت به د حساب د دغه نابغه د زده کړو لپاره ټولې اړتیاوې پوره کړي او د زده کړو لګښتونه به یې هم په غاړه واخلي.

سمیع‌الله د لوګر ولایت اصلي اوسېدونکی دی او له خپلې کورنۍ سره د پښتونخوا په اکوړه خټک سیمه کې د کډوالو په یوه پنډغالي کې ژوند کوي.

د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې له څلورو کلونو راهیسې نجونې زده کوونکې له شپږم ټولګي پورته د زده کړو حق نه لري او دغه وضعیت د نړۍوالو له غبرګونونو سره سره لا هم پر خپل حال دی.

د تهران والي: له څه باندې ۱ میلیونه اېستل شویو افغانانو، ۴۵۰ زره یې له تهرانه اېستل شوي

۱۸ زمری ۱۴۰۴ - ۹ اګست ۲۰۲۵، ۲۱:۲۸ GMT+۱
د تهران والي: له څه باندې ۱ میلیونه اېستل شویو افغانانو، ۴۵۰ زره یې له تهرانه اېستل شوي
100%

په داسې حال کې چې څو میاشتې مخکې ایران د ناقانونه افغان کډوالو د اېستنې بهیر پیل کړ، د تهران والي وایي چې تر اوسه له دغه هېواده څه باندې یو میلیونه ناقانونه افغان کډوال اېستل شوي او په دې اېستل شویو کې یوازې ۴۵۰ زره ناقانونه کډوال د دغه هېواد له پلازمېنې تهران څخه اېستل شوي دي.

د تهران والي محمد صادق معتمدیان د شنبې په ورځ (د زمري په ۱۸مه) په تهران کې په یوې خبري غونډه کې زیاته کړه، په دغو اېستل شویو کسانو کې ځينې یې په خپله خوښه بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د معتمدیان په وینا، پروسږکال د تهران په ښوونځیو کې د کډوالو زده کوونکو شمېر ۲۲۰ زرو ته رسېده، خو سږکال د مجازو کډوالو زده کوونکو شمېر شاوخوا ۸۰ زرو ته رسېږي.

د نوموړي په وینا، له دې وروسته به په تهران کې د مجازو کډوالو د اوسېدو ځایونه او د کارونو څرنګوالی هم د دوی له لوري وټاکل شي.

د تهران والي په ایران کې د ناقانونه کډوالو د کار په تړاو وايي، پخوا همدغو ناقانونه کډوالو د کارګرو ایرانیانو ځای نیولی وو، خو تر دې وروسته به په هر ولایت کې د اړتیا وړ افغان کارګر په رسمي توګه جذب شي او په وینا یې هر کارګر باید بیمه هم ولري.

نوموړي همداراز په ډاګه کړې، لا هم په ځينو برخو کې ناقانونه کډوال په کارونو کې جذب شوي چې په وینا یې دوی ته دغه ډول وضعیت د منلو نه دی.

که څه هم له ایرانه په یو مخیز ډول د افغان کډوالو اېستنې ګڼ نړۍوال غبرګونونه راپارولي، خو لا هم دغه بهیر روان دی.

اخوا، د «اوا» د حقوقي او ټولنیزو مشورو مرکز په یوه څېړنیز راپور کې ویلي، چې سلګونه افغان کډوال له ایران څخه د جبري اېستلو پر مهال له زور زیاتي سره مخ او د دوی ملکیتونه ضبط شوي دي. دې مرکز د نړۍوالو سازمانونو د سمدستی مداخلې غوښتنه او د ایران حکومت څخه یې غوښتي، چې بشري حقونو ته ژمن پاتې شي.

له دې سره، طالبانو بیا په دې وروستیو کې اعلان وکړ، چې په تېرو درېیو میاشتو کې نږدې دوه ملیونه افغانان له ایران څخه په زوره اېستل شوي دي.

طالبان: د ټرانسپورټ د حق‌الخدمت پروسه برېښنايي سیسټم ته اړول شوې ده

۱۸ زمری ۱۴۰۴ - ۹ اګست ۲۰۲۵، ۲۰:۵۲ GMT+۱
طالبان: د ټرانسپورټ د حق‌الخدمت پروسه برېښنايي سیسټم ته اړول شوې ده
100%

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت خبر ورکړی، چې پر لویو لارو د ټرانسپورټي «حق الخدمت» سیسټم یې له «فزیکي څخه الکترونیکي» ته اړولی. دغه وزارت ویلي، د الکترونیکي تادیاتو د سیسټم موخه د بهیر شفافیت، د اداري فساد کمول او د ټرانسپورټي شرکتونو لپاره اسانتیاوې رامنځته کول دي.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د شنبې په ورځ (د زمري ۱۸مه) ویلي، چې د موټرو د ثبت، مالیې، تدارکاتو او اداري برخو کې یې نوي سیسټمونه جوړ کړي.

دغه وزارت زياته کړې: «له دوو کلنو پرله پسې هڅو وروسته وتوانېدو، چې په فزیکي ډول حق الخدمت اخیستل الکترونیکي برخې ته واړو.»

دا په داسې حال کې ده، چې پر لویو لارو او ښارونو کې له ټرانسپورتي موټرو، ښاري ټکسي او بسونو څخه به دغه وزارت د «حق الخدمت» په نوم مالیه اخیسته.

اوس د طالبانو د ټرانسپورټ وزارت ویلي، چې د نوي سیسټم له لارې موټر چلونکي او ټرانسپورټي شرکتونه کولی شي، مالیات تحویل او د خاصو کډونو په ترلاسه کولو فعالیت وکړي.»

د دوی په خبره، ښاري بسونه او ټکسي چلوونکي هم کولی شي، «خپل میاشتني حق الخدمت» پيسې د همدې سیسټم له لارې تحویل کړي.

د طالبانو په خبره، دغه پروسه د ټولو لپاره اسانه، شفافه او له فساد څخه خلاصه ده.

د معلوماتو له مخې، دغه پروسه لومړی د کابل ټرانسپورټي ترمينل څخه پیل او تمه ښودل شوې، چې ټولو ولایتونو ته ولېږل شي.

د افغانستان سفارت او سویډن افغان پناه غوښتونکو ته د بدیلو اسنادو پر ورکړې سلا وکړه

۱۸ زمری ۱۴۰۴ - ۹ اګست ۲۰۲۵، ۲۰:۱۰ GMT+۱
د افغانستان سفارت او سویډن افغان پناه غوښتونکو ته د بدیلو اسنادو پر ورکړې سلا وکړه
100%

د سویډن له لوري د افغان پناه غوښتونکو د تمدید شویو پاسپورټونو د نه منل کېدو له پرېکړې وروسته په استکهلم کې د افغانستان سفارت د شنبې په ورځ (د زمري ۱۸مه) اعلان وکړ، چې د دغه هېواد د کډوالو له ادارې سره یې افغان پناه غوښتونکو ته د بدیلو اسنادو د ورکړې په برخه کې هوکړې ته رسېدلي دي.

د دغې هوکړې له مخې، هغه افغانان چې سیاسي، ټولنیز ملاتړ او یا هم کاري اسناد لري او پاسپورټونه یې تمدید شوي، کولی شي د بدیلو اسنادو د ورکړې غوښتنه وکړي.

د سویډن د کډوالو ادارې په دې وروستیو کې ویلي، د ۲۰۲۵ کال له اکټوبر میاشتې وروسته د افغان پناه غوښتونکو تمدید شوي پاسپورټونه نه مني، خو په استکهلم کې د افغانستان سفارت ویلي، د سویډن د کډوالو ادارې د حقوقي څانګې له مسوولینو سره په کتنه کې د اکټوبر له لومړۍ وروسته د تمدید شویو پاسپورټونو د باطل کېدو په تړاو خپله اندېښنه شریکه کړې او همداراز یې له دغې ادارې سره هوکړه کړې، چې له ټولنیز ملاتړ برخمن افغان پناه غوښتونکي کولی شي د پاسپورټ پر ځای د بدیلو اسنادو غوښتنه وکړي.

د سفارت د اعلامیې پر بنسټ، د کاري اسنادو لرونکي افغانان باید د نوي پاسپورټ د اخیستلو په برخه کې هڅې وکړي او که چېرې د پاسپورټ پر اخیستو بریالي نشول، نو د خپلو هڅو له ثابتولو وروسته کولی شي د سویډن د کډوالو له ادارې د بدیلو اسنادو غوښتنه وکړي.

دغه سفارت په سویډن کې له مېشتو افغانانو غوښتي، چې د خپل اقامتي وضعیت له مخې د سفر اسنادو د ترلاسه کولو لپاره نېغ په نېغه د سویډن د کډوالو ادارې ته مراجعه وکړي. همداراز یې هغو افغانانو ته سپارښتنه کړې، چې غواړي په تمدید شویو پاسپورټونو نورو هېوادونو ته سفر وکړي، باید د روان کال د اکټوبر میاشتې تر راتلو مخکې بېرته سویډن ته ستانه شي.

د یادونې وړ ده، چې د سویډن د کډوالو ادارې د زمري په ۶مه اعلان کړی وو چې د ۲۰۲۵ کال د اکټوبر له لومړۍ وروسته د کرونا پر مهال د تمدید شویو پاسپورټ لرونکي نه شي کولی دغه هېواد ته سفر وکړي او پاسپورټونه یې هم د اقامت لپاره د منلو نه دي.

د خبریالانو د ملاتړو سازمانونو اندېښنه: فرانسې افغانانو ته د ویزې د ورکړې بهیر کم کړی

۱۸ زمری ۱۴۰۴ - ۹ اګست ۲۰۲۵، ۲۰:۰۷ GMT+۱
د خبریالانو د ملاتړو سازمانونو اندېښنه: فرانسې افغانانو ته د ویزې د ورکړې بهیر کم کړی
100%

د خبریالانو ملاتړ سازمانونه اندېښنه لري، چې فرانسې او یو شمېر اروپايي هېوادونو افغانانو په ځانګړي ډول خبریالانو ته د ویزې د ورکړې بهیر کم یا په بشپړ ډول بند کړی دی. د معلوماتو له مخې، فرانسې له شاوخوا ۱۷۰ خبریالانو د ویزو مرکې هم اخیستي، خو هغوی له میاشتو راهیسې بې برخلیکه دي.

د خبریالانو د ملاتړ یو شمېر سازمانونو د شنبې په ورځ (د زمري ۱۸مه) افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د اندېښنې په څرګندولو ویلي، چې فرانسې او یو شمېر نورو اروپايي هېوادونو افغانانو، په ځانګړي ډول خبریالانو ته، د ویزو د ورکړې بهیر کم یا بشپړ بند کړی دی.

یو شمېر سازمانونو د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته معلومات ورکړي، چې یوازې فرانسې له ۱۷۰ خبریالانو د ویزې مرکې اخیستي، خو دغه خبریالان له میاشتو راهیسې په پاکستان کې بې برخلیکه او د سختو حالاتو سره مخ دي.

سرچینو په پاکستان او ایران کې د مېشتو افغان خبریالانو وضعیت ناسم بللی او ویلي یې دي: «په پاکستان کې د افغان خبریالانو ګڼ شمېر کورنۍ درېیمو هېوادونو ته د تګ په تمه دي؛ له ځینو یې د اړوندو هېوادونو سفارتونو مرکې هم اخیستي، خو لا هم په اوږده انتظار کې دي.»

د دوی په وینا، پاکستان نږدې هره ورځ له نورو افغانانو سره یو ځای خبریالان هم نیسي او ځانګړو امنیتي حوزو ته یې لېږي، او ایران هم خبریالان له هېواده شړي.

په تېره یوه اوونۍ کې پاکستاني پولیسو د اسلام اباد په بېلابیلو سیمو کې یو شمېر هغه خبریالان چې درېیم هېواد ته د ویزو په تمه و، نیولي او غواړی چې ځانګړو کمپونو ته یې ولېږي.

په اسلام‌اباد کې یو نیول شوی خبریال چې د پولیسو له زیاتو پوښتنو وروسته خوشې شوی، وايي: «په پاکستان کې د خبریالانو وضعیت ډېر خراب دی. د ډېرو افغانانو د لنډمهاله اوسېدنې ویزې ختمې شوې، ډېر یې نورو هېوادونو ته د تګ مرکې ورکړې او ویزو ته په تمه دي، خو بیا هم نیول او ځورول کېږي.»

په پاکستان کې مېشت خبریالان د اندېښنې په توګه وايي، که افغانستان ته ولېږل شي؛ ژوند به یې له ګواښ سره مخ شي.

دوی زیاتوي: «په اسلام‌اباد کې د پولیسو له لوري نیول شوي خبریالان لومړی اړوندو امنیتي حوزو ته انتقالېږي، وروسته یې حاجي کمپ ته وړي او بیا یې د بشپړ معلوماتي لېست سره د تورخم له لارې طالبانو ته سپاري. په داسې حالت کې د خبریال ژوند سل سلنه له ګواښ سره مخ کېږي.»

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان مشر حامد عبیدي له افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په خبرو کې هم د اندېښنې په توګه ویلي: «له بدمرغه په پاکستان او ایران کې د خبریالانو وضعیت ډېر بد دی، ورځ تر بلې محدودیتونه پرې زياتېږي او پاکستان وېزې هم نه ورته تمدید کوي او ایران خبریالان په جبري‌توګه باسي.»

ښاغلی عبیدي وايي، چې په پاکستان او ایران کې د خبریالانو سره په تفاهم هڅه کوي د یوه میکانیزم له لارې پر نړۍوالو سازمانونو او هېوادونو فشار راوړی، چې خبریالانو ته د ویزې د ورکړې پروسه چټکه او بیا شروع کړي.

په اسلام اباد کې مېشت یو افغان خبریال د نوم د نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې فرانسې ته یې د تګ لپاره انټرويو هم ورکړې، خو له نږدې څلورو میاشتو راهیسې د وېزو ورکړې ته په تمه دی.

د هغه په خبره، «په پاکستان کې هره ورځ د افغانانو نیونې جریان لري، نږدې ۴ میاشتې کېږي فرانسې ته مې د تګ لپاره انټرويو ورکړې او په تمه یم، که دا ستونزې حل نه شي یو فاجعه رامنځته کېږي.»

دغه راز یو بل خبریال هم د امنیتي اندېښنې له امله د نوم د نه ښودلو په شرط وایي، چې له تېرو دوو کلونو څخه په اسلام اباد کې درېيم هېواد ته د تګ لپاره د ژوند شپې سبا کوي.

هغه وايي: «دوه کاله کېږي پاکستان کې یم، درې میاشتي کېږي انټروي مي ورکړې خو ځواب می نه دی ترلاسه کړی، د خبریالانو اوسنی وضعیت ډېر دردونکی دی.»

خبریالانو له اروپايي هېوادونو غوښتي، چې په تمه ناست افغانانو ته دې د ویزو پروسه چټکه او یا دې له پاکستان سره د یو تفاهم له لارې د لنډمهالې اوسېدنې زمینه برابره کړي.

د معلوماتو له مخې، فرانسې، المان او نورو اروپايي هېوادونو هم په پاکستان او ایران کې په تمه ناستو افغانانو لېست له اړوندو هېوادونو سره نه دی شریک کړی، خو ویل کېږي چې دې هېوادونو کډوالو ته داسې پاڼې لېږلې چې د نیول کېدو په صورت کې له هېواد څخه و نه ایستل شي. خو ایراني او پاکستاني پولیس له ویزې پرته بل هېڅ ډول پاڼه یا سند نه مني.

دا په داسې حال کې ده، چې یوازې امریکا د پاکستان حکومت ته د هغو کسانو نوملړ ورکړی، چې دغه هېواد ته د تګ لپاره ویزو ته انتظار دي.

د یادونې ده، چې تېره ورځ هم پاکستاني پولیسو دوه افغان خبریالان د ویزې د نه لرلو له امله نیولي وو، چې یو یې خوشې شوی او بل یې د اېستلو په موخه حاجي کمپ ته لېږدولی دی.