ټرمپ: باید خبریالانو ته د غزې سیمې ته ننوتلو اجازه ورکړل شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ غوښتنه کړې چې خبریالانو ته دې اجازه ورکړل شي، ترڅود غزې سیمې ته ولاړ شي او هلته د مرستندویو هڅو له بهیر څخه لیدنه وکړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ غوښتنه کړې چې خبریالانو ته دې اجازه ورکړل شي، ترڅود غزې سیمې ته ولاړ شي او هلته د مرستندویو هڅو له بهیر څخه لیدنه وکړي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، اسراییل له ۲۰۲۳کال د اکتوبر راهیسې چې جګړه یې پیل کړې، بهرنیو خبریالانو ته غزې ته د ننوتو اجازه نه ده ورکړې، پرته له دې چې د اسراییلي پوځ له لوري ورسره پوځي ملتیا وي.
ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د اګست په ۱۴مه خبریالانو ته وویل چې غواړي دا کار ترسره شي او د خبریالانو د تګ په اړه کومه ستونزه نه لري.
هغه زیاته کړه: «لکه څنګه چې پوهېږئ، د خبریال لپاره دا یو ډېر ګواښونکی ځای دی، خو زه غواړم دا امکان برابر شي.»
د ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د اسراییل په تازه بریدونو کې په غزه کې شپږ خبریالان، په شمول د الجزیرې پېژندل شوي خبریال انس الشریف، د الشفاء روغتون په محوطه کې وژل شوي دي


د نیو هیومنټیرین ویب پاڼې د افغانستان په اړه یوه څېړنه کې ویلي، چې په تېرو څلورو کلنو کې نیوکو او ګوتڅنډنو د وضعیت ښه کېدو لپاره بسنه نده کړې. تحلیل کې ویل شوي، چې د طالبانو د پراخو بندیزونو سره سره افغانان د نړیوالو مرستندویه بنستونو په تمه نه دي او د یو بل د لاس نیوي هڅه کوي.
د نیو هیومنټرین ویب پاڼې د پنجشنبه په ورځ د افغانستان ستونزو ته د حل لارو په یوه تحلیل کې ویلي، چې د ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې په افغانستان کې طبیعي پيښې، له ګاونډيو هېوادونو د افغانانو ډله ییز ایستل، د مرستو کمښت، د طالبانو له خوا د نجونو پر مخ د زده کړو بندیز او نورو محدودیتونو سره سره لا هم هیله مندي شته.
دوی ویلي: «افغانان د مرستندویه بنسټونو یا حکومت په تمه نه دي بلکي په خپله هڅه کوي چې یو بل ته لاس ورکړي او مرسته کړي.»
په تحلیل کې ویل شوي، چې طالبان لا هم د خپلي لومړۍ دروې په څېر د سخت دريځۍ پاليسي مخ ته وړي.
د دوی په خبره له هېواده بهر خلک د افغانانو څخه زده کړه کوي او هغه ګڼو ټولنیزو، اقتصادي اوبشري ستونزو ته عملي حل لارې پيدا کړي، چې افغانستان ورسره مخ دی.
مرسته، نه ډالۍ
په تېرو شلو کلنو کې لویدیځو هېوادونو لسګونه میلیارده ډالر هغه حکومتونو ته ورکړل، چې د شفافیت نړیوال سازمان په وینا تل د نړۍ له فاسدترینو هېوادونو ګڼل کېدل.
اوس افغان ولس داسې څه غواړي چې هېواد یې وده وکړي داسې غوښتنې چې باید سیاسي نه شي.
اوس افغان ولس د هېواد وده غواړي او هیله لري، چې باید سیاسي نه وي.
په تحلیل کې راغلي: «افغانان پانګونه او پرمختګ غواړي، سړکونه، فابریکې او برېښنا غواړي، دوی د مرستې غوښتونکي دي نه د ډالۍ.»
لیکوال لیکلي، چې د کندهار په سپين بولدک کې مشرانو د یوې امریکایي مرستندویه موسسې څخه د ۴۰۰ متره اوږده بند د جوړېدو غوښتنه کړې، تر څو په راتلونکې کې د ۲۰۰ زره کورنه له سېلابونو وژغورل شي، خو حکومت بودیجه نه درلوده او بهرنیو هېوادونو بیا مرستې بندې کړي.
د پرمختيايي مرستو د موضوع په اړه لوېديځ ډیپلوماټان هم خبرې نه نه کوي، د افغانستان لپاره د امریکا شارژادفیر کارن ډېګر په اپریل میاشت کې وویل: «له دولتي وزارتونو پرته د سړکونو، فابریکو او سترو بنسټیزو پروژو کې کار کول سخت دي.»
د پرمختيايي مرستو بندول یو ډول سیاسيفشار دی او کوچنۍ پروژې یې هم اغېرمنې کړي دي.
همدې ټولو ستونزو، طبيعي پيښو او د کډوالو ځای پر ځای کولو ته یوازي افغانان یو د بل سره مرسته کوي.
افغانان د طالبانو د سیاستونو، محدودیتونو او بشري حقونو د وضعیت په اړه دا درکوي، چې هغوی یو پر بل د مرستې اخلاقي مسولیت لري او د نړۍ پام د ټرمپ تعرفو، په غزه کې نسل وژنې او په سیمه کې د اسراییل بریدونو ته اوښتی.
افغانانو یوازي په طبيعي پيښو او د کډوالو ستنېدو پر مهال پر خپل ځان تکیه کړې او په هغو سیمو کې د خپلو افغانانو لاس نیوی او مرستې راټولوي چې مخکې یې ان لیدلي هم نه وې.
لیکوال ویلي: «ما داسي نارینه او ښځينه لیدلي او خبر مې ورباندې جوړ کړی چې په خپلو کورنو کې یې ښوونځي جوړي کړي او همدا ډول د ښځينه مشرانو غيري دولتي موسسو په اړه له سیمه ييزو چارواکو سره خبري کړي.
په دې راپور کې د نجونو کار، د زده کړو بندیز، پر رسنیو او ټولنیزو برخو د طالبانو پراخو محدودیتونو ته هم اشاره شوې او له یو شمېر ښځينه او نارینه و سره هم خبرې شوي.
په تحیلی کې زیاته شوې، چې له دې هر څه سره سره ښځې او نجونې لا هم هڅه کوی تر خپله توان ژوند ته دوام ورکړي.
دوی لیکلي: «افغانان حتی ښځې، هره ورځ هڅه کوي چې کاروبارونه پیل کړي او نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړي نه یوازې په ښارونو کې، بلکې له مرکزونو لرې هم، سره له ګڼو ټولنیزو محدودیتونو سره مخ دي.»
دوی ویلي، چې افغانستان لا هم له جدي ننګونو سره مخ دی. رسنۍ له بندیزونو سره مخ دي، د خلکو غږ خاموش دی او ان خبریالان په زندانونو کې وخت تېروي.
حل لارې:
د ۲۰۲۳ کال تر پایه د بې کاره افغانانو زیاته برخه ځوانان وه خو لا بیا یې هم نوښتونو ته مخه کړې.
په تحلیل کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې ډېری خلک مرستو ته اړتیا لري.
خلک هیله لري: «د میلیاردونو دالرو بشري مرستو پر ځای نړۍ باید د افغانستان د پراختیا لپاره مرسته او پانګونه وکړي.»
د تېرو دریو کلونو د مرستو کمښت دا وښوده چې د مرستو وېش څومره شکمن او استثماري بڼه درلوده.
تېرې میاشت، یو لوړپوړي امریکایي چارواکي وویل: «امریکا چې له شلو کلونو راهیسې د افغانستان تر ټولو لوی تمویلوونکی و، نور ستړی شوی دی. موږ خپل وخت، پیسې او تر ټولو مهم د امریکایي وګړو ژوند د افغان ولس لپاره قرباني کړی.»
دا هغه دلیل دی چې ولې د افغانستان د مرستې بڼه باید بدله شي.
لیکوال وايي، چې د افغانانو لپاره میلیارده پانګونه، لسګونو ښځو لپاره دندې او ان که سل افغانۍ مرستې هم وي اړتیا یې خورا ډېره ده.
دوی وايي، چې اوس مهال شاوخوا ۹.۵ میلیونه افغانان له شدیدې لوږې سره مخ دي، ۳.۷ میلیونه ماشومان له زده کړو محروم دي.
ټولو ته حل لارې پکار دي که هر څومره کوچنۍ هم وي.
څلور کاله سیاسي نیوکې او ګوته څنډنې د وضعیت د بدلون لپاره بسنه نه کوي: «افغان ولس ته ریښتینې، دوامداره مرسته پکار ده نه وعظ او نه لنډمهاله مرستې.»

ټاکل شوې چې سبا د جمعې په ورځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د الاسکا ایالت په المندورف هوايي اډه کې مخامخ خبرې اترې وکړي.
د دواړو مشرانو تر منځ دا لیدنه د لوړې کچې د خبرو یوه مهمه برخه ګڼل کېږي چې پکې به د روسیې او اوکراین د جګړې د ختمېدو لارې چارې او د اقتصادي همکاریو د پراختیا پر موضوعاتو بحث وشي.
سرچینې وايي، که څه هم د جګړې د بندېدو تمې ډېرې لوړې نه دي، خو تمه کېږي چې دواړه خواوې د خبرو د دوام لپاره یو چوکاټ جوړ کړي.
همدارنګه، اقتصادي اړیکې، د انرژۍ بازار او د نړیوال امنیت مسایل هم د اجنډا برخه ده.

د ایران بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي، ویلي چې په ایران کې د کورنیو غونډو، علمي او پوهنتوني حلقو او عامو خلکو تر منځ د اسراییل د احتمالي نوې پوځي حملې په اړه پوښتنې مطرح دي او ټولنه بېپروا نه ده.
عراقچي، چې په نړیوالو اړیکو کې ۴۰کلنه تجربه لري، څرګنده کړې چې شخصاً د نږدې راتلونکي جګړې امکان نه ویني، خو مسوولین او وسلهوال ځواکونه باید یوازې پر دې نظر بسنه ونه کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې ګومان کوي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوې هوکړې کولو ته چمتو دی. ټرمپ په یوه راډیويي مرکه کې وویل: «زه فکر کوم هغه (پوتین) به معامله وکړي».
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي او د هغه اروپايي متحدین هڅه کوي چې د امریکا او روسیې تر منځ داسې تړون رامنځته نه شي چې اوکراین د راتلونکي برید پر وړاندې بېوسه پرېږدي.
ټرمپ په یوه راډیويي مرکه کې وویل چې که غونډه ښه پر مخ لاړه، نو له زیلینسکي او اروپایي مشرانو سره به اړیکه ونیسي، خو که بده پایله ولري، نو اړیکه به نه نیسي.
د ټرمپ په وینا، د جمعې د ورځې خبرې د دې لپاره دي چې یوه دویمه ناسته هم د اوکراین په ګډون جوړه شي، خو په وینا یې، «ډاډه نه دی چې سملاسي به اوربند وشي».
پوتین د غونډې تر مخه خپلو لوړپوړو وزیرانو او امنیتي چارواکو ته وویل چې د جګړې او کړکېچ د بندولو لپاره د امریکا هڅې «انرژیکې او صادقانه» دي او که د ستراتیژیکو بریدګرو وسلو د کنټرول په برخه کې هوکړې ته ورسېږي، هدف یې د اوږدمهاله سولې شرایط برابرول دي.
د کرملین یوه مرستیال وویل، چې د اټومي وسلو د کنټرول تر څنګ به اقتصادي اړیکې هم د خبرو مهمه موضوع وي.
اروپايي چارواکي وايي، پوتین ښایي د اټومي وسلو یا سوداګرۍ په وړاندیزونو له اوکراین څخه دټرمپ د پام اړولو هڅه وکړي.

هند د پنجشنبې په ورځ وویل، هیله لري چې له متحده ایالاتو سره یې اړیکې د متقابل احترام او ګډو ګټو پر بنسټ مخته لاړې شي، څو هغه اندېښنې کمې شي،چې ګواکې اړیکې د واشنګټن د لوړو تعرفو له لګولو وروسته خرابې شوې دي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د امریکا د دفاع د پالیسۍ یوه ډله به سږکال په روانه میاشت کې په نوي ډیلي کې له هندي چارواکو سره خبرې وکړي. یاد وزارت ویلي چې له امریکا سره د اړیکو له ستونزو سره-سره د وسلو پېرېدل به پر خپل مهال وشي.
د دواړو هېوادونو تر منځ جوړه شوې نوې ملګرتیا وروسته له هغه له ستونزو سره مخ شوه چې ولسمشر ټرمپ تېره اونۍ د هندي توکو پر محصولاتو ۵۰ سلنه تعرفه لوړه کړه او دا یې له روسیې څخه د دوامداره تېلو د وارداتو د سزا په توګه یاد کړه.
هند بیا د امریکا دا کړنه دوه مخیزتوب یاد کړی چې یوازې یې د روسیي تېلو د وارداتو په خاطر پر هند لوړه تعرفه ولګوله او دغه تعرفه یې ناعادلانه، بې ځایه او غیر منطقي وبلله.
همدارنګه، هند ویلي چې د اړیکو ګرمښت چې د پېړۍ په پیل کې پیل شوی، په بېلابېلو برخو کې دی او باید یوازې د سوداګرۍ له نظره ونه ګڼل شي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جېسوال د یوې خبري غونډې پر مهال وویل: «دا شراکت له څو مرحلو او ستونزو څخه تیر شوی او موږ هیله لرو چې اړیکې به د متقابل احترام او ګډو ګټو پر بنسټ وړاندې لاړې شي.»
رویټرز تېره اونۍ راپور ورکړی و چې هند د نویو امریکايي وسلو او الوتکو د پېرلو پلان ځنډولی او د هند د دفاع وزیر واشنګټن ته د سفر پلان لغوه شوی.
وروسته د هند حکومت وویل، چې د خبرو د ځنډیدو راپورونه غلط دي.