هند وايي له امریکا سره د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ اړیکې غواړي

هند د پنجشنبې په ورځ وویل، هیله لري چې له متحده ایالاتو سره یې اړیکې د متقابل احترام او ګډو ګټو پر بنسټ مخته لاړې شي، څو هغه اندېښنې کمې شي،چې ګواکې اړیکې د واشنګټن د لوړو تعرفو له لګولو وروسته خرابې شوې دي.