• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

دوو بنسټونو له پاکستان څخه د افغانانو د اېستلو په تړاو د جرمني د چارواکو پر ضد دعوه کړې ده

۲۴ زمری ۱۴۰۴ - ۱۵ اګست ۲۰۲۵، ۱۴:۵۶ GMT+۱تازه شوی: ۲۴ زمری ۱۴۰۴ - ۱۵ اګست ۲۰۲۵، ۱۶:۴۸ GMT+۱

وروسته له هغه چې جرمني ته د تګ په تمه یو شمېر افغانان له پاکستان څخه واېستل شول، د کډوالو د حقونو دوو بنسټونو د جمعې په ورځ د جرمني د بهرنیو او کورنیو چارو وزیرانو پر وړاندې دعوه ثبت کړې او د جرمني چارواکي یې د افغان کډوالو د ژوند په ژغورلو کې په پاتې راتلو تورن کړي دي.

پاکستان څو اوونۍ وړاندې د ثبت شویو افغان کډوالو د اېستلو لړۍ پیل کړې ده، چې د ملګرو ملتونو په وینا ښايي له یو میلیون څخه ډېر افغانان اړ کړي، چې له پاکستان څخه ووځي.

په دې ډله کې له دوه زرو ډېر هغه کسان هم شامل دي، چې جرمني د زیانمنو کسان په توګه منلي وو او د دغه هېواد له خوا په تمویلیدونکو استوګنځایونو کې اوسیدل.

خو د جرمني د نوي حکومت له راتګ او کډوالۍ د پروګرامونو له بیا کتنې سره جرمني ته د یادو کسانو د انتقال لړۍ درېدلې ده.

د «پرو اسیل» او «د سیمه ییزو کارکوونکو د ملاتړ شبکې» د جمعې په ورځ د بایرن په څارنوالۍ کې یو شکایت ثبت کړی او ادعا یې کړې، چې د جرمني د بهرنیو او کورنیو چارو وزیرانو پاکستان ته د هغو افغانانو د شړلو اجازه ورکړې، چې په جرمني کې د بیا مېشتیدنې پروګرام کې منل شوې وو. دوی وايي، یادو وزیرانو د منل شویو افغانانو په را اېستلو کې بې پروايي کړې ده.

یادو بنسټونو ویلي، چې په ورستیو اونیو کې د دې کډوالو له ډلې له ۴۰۰ څخه ډېر کسان د پاکستان پولیسو نیولي او ۳۴ تنه نور یې افغانستان ته اېستل شوي دي.

دوی خبرداری ورکړی، چې ښايي یاد کسان افغانستان ته په ستنېدو سره د زنداني کېدو، شکنجې او یا هم د اعدام له ګواښ سره مخ شي.

د دغو کډوالو وکیلې ویکټوریا لیز ویلي، ځیني موکلان یې له خپلو کورنیو جلا شوي چې په دوی کې افغانستان ته د یوې ځوانې او یوازې نجلې استول شامل دي.

تر اوسه د جرمني د کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو د یاد شکایت په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو د جرمني د بهرنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ ویلي، چې هېواد یې د پاکستان له حکومت سره په مستقیم ډول اړیکه کې دی، څو د دې کسانو د خوندیتوب لپاره بیړنۍ مرسته برابره کړي.

همدارنګه د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د بیا مېشتنېدنې پروګرام په اړه به خپله وروستۍ پرېکړه ډېر ژر اعلان کړي.

دا دعوه، د جولای په اتمه د یوه حقوقي نظر پر بنسټ جوړه شوې چې خبرداری ورکوي، که د جرمني چارواکي له پاکستان څخه د افغان کډوالو د اېستلو مخه ونه نیسي، ښايي جزايي مسوولیت ولري.

دا دعوه د لسګونو نورو هغو شکایتونو سره یوځای شوې، چې د جرمني د ویزې په لټه افغانانو له خوا وړاندې هم ثبت شوي.

محکمې د دغو قضیو په ځینو مواردو کې د کډوالو په ګټه پرېکړه کړې ده، خو د جرمني د کورنیو چارو وزارت یې پر وړاندې اعتراض کړی دی.

ترویج لرونکی

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو
۱

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو

۲

طالبانو د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو پخوانی مدیر د یوې نجلۍ د تښتونې په تور نیولی

۳

افغان یوټیوب چلوونکي: پاکستاني پولیسو په زندان کې ذهني شکنجه کړي یو

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

پر افغانستان د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو موخې

۵

جماعت الاحرار ډلې ویلي چې ددوی هدف په پاکستان د بشپړ اسلامي نظام نافذول دي

•
•
•

نور کیسې

میاخېل: جمهوریت ولس بېدار کړی دی او طالبان خپل نظریات د دین په نوم په خلکو نه شي منلی

۲۴ زمری ۱۴۰۴ - ۱۵ اګست ۲۰۲۵، ۱۴:۱۳ GMT+۱
میاخېل: جمهوریت ولس بېدار کړی دی او طالبان خپل نظریات د دین په نوم په خلکو نه شي منلی
100%

د پخواني جمهوري دولت د ملي دفاع وزارت پخوانی سرپرست شاه محمود میاخېل وايي چې وروستي جمهوري دولت افغان ولس بېداره کړی او طالبان نه شي کولی چې خپل شخصي نظریات د دین په نوم په خلکو ومني ځکه خلک د طالبې حاکمیت او اسلام تر منځ توپیر کولی شي.

میاخېل ټینګار وکړ چې جمهوري نظام د چا شخصي ملکیت نه و، بلکې د ولس شتمني او ملکیت و.

هغه وویل: «د نظام جوړونه یوه قیمتي او اوږدمهاله پروسه ده او د نیمګړتیاو له امله ټول نظام نه ړنګیږي. هر څوک چې د خرابو نظامونو ړنګیدو ته خوشحالېږي، د خپل وطن او خلکو سره مینه نه لري.»

هغه د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د افغانستان د بشري پانګې د وتلو او د هېواد د شاته تګ یادونه هم کړې او زیاته یې کړه: «که څه هم په خصوصي مجالسو کې طالبان اقرار کوي چې د جمهوریت په وخت کې ډېر څه شوي دي او دوی یې هیڅ تصور نه شو کولی، خو علني بیا وایي چې د جمهوریت نه دوی ته ډېرې ستونزې پاتې دي. په خپل میراث فکر نه کوي چې د دوی نه جمهوریت ته غیر د زړو شطرنجیو نور څه نه وو پاتې.»

هغه ټینګار وکړ چې د جمهوریت سقوط په تېرو څلورو کلونو کې افغانستان لسګونه کاله شاته پاتې شوی او د هېواد د بیا پرمختګ په کم وخت کې شونی نه دی؛ خو په عین وخت کې یې د افغانانو د راتلونکې لپاره د همکارۍ، انحصار نه ختمولو او د یو بل د نفې کولو پر ځای د شریک کار کولو یادونه هم وکړه.

شاه محمود میاخېل د جمهوري دولت سقوط د افغانستان د تاریخ یوه توره ورځ بللې ده.

کاناډا: په افغانستان کې د ترهګرو ډلو ازاد فعالیت د سیمې او نړۍ امنیت ته جدي ګواښ پېښوي

۲۴ زمری ۱۴۰۴ - ۱۵ اګست ۲۰۲۵، ۱۴:۰۷ GMT+۱
کاناډا: په افغانستان کې د ترهګرو ډلو ازاد فعالیت د سیمې او نړۍ امنیت ته جدي ګواښ پېښوي
100%

کاناډا پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو څلورمې کلیزې سره سم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دې ډلې تر واک لاندې افغانستان کې روان وضعیت، بشري سرغړونې او د بنسټیزو ازادیو غندنه کړې ده او وايي، افغانستان کې د ترهګرو ډلو ازاد فعالیت د سیمي او نړۍ امنیت ته جدي ګواښ پېښوي.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې انیتا انند، د نړیوالې پراختیا لپاره د دولت وزیر رندېپ سرا او د کډوالو وزیرې لینا میټلیج په یوې ګډه اعلامیه کې ویلي:«کاناډا په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې روان وضعیت، د بشري حقونو سرغړونې او د بنسټیزو ازادو له منځه وړل په کلکه غندي.»

په دغه اعلامیه کې ویل شوي، چې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو د څلورو کلونو په تېرېدو سره لا هم افغانستان د ژور کړکېچ ښکار دی، میلیونونه افغان نجونې له زده کړو محرومې دي او د ښځو لپاره د کار، د بیان ازادي او له وېرې پرته د باعزته ژوند فرصتونه له منځه تللي دي.

په اعلامیه کې راغلي:«د مدني ټولنو فعالیت له منځه وړل شوی، هر ډول ولسواک بیان یا ټولشموله سیاسي ګډون له منځه وړل شوی دی. طالبان د ولسواک حکومت جوړولو لپاره هېڅ نیت نه لري. ترهګرې ډلې یو ځل بیا په ازاده فضا کې فعالیت کوي چې د سیمي او نړۍ امنیت ته جدي ګواښ پېښوي.»

د کاناډايي وزیرانو په ګډه اعلامیه کې ویل شوي، چې د طالبانو سره د اړیکو عادي کول هله شونی دی، چې دغه ډله د بشري حقونو، ټولشموله حکومتولۍ او د بنسټیزو ازادیو د خوندیتوب اراده ولري.

سره له دې چې طالبانو په وار وار افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون رد کړی، خو ګڼ هېوادونه وايي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان اوس د ترهګرو ډلو لپاره مهم او امن پټنځای دی.

اسلام‌اباد کې افغان مېرمنو د اګست ۱۵مه د افغانستان لپاره "تور ورځ" وبلله

۲۴ زمری ۱۴۰۴ - ۱۵ اګست ۲۰۲۵، ۱۳:۵۸ GMT+۱
اسلام‌اباد کې افغان مېرمنو د اګست ۱۵مه د افغانستان لپاره "تور ورځ" وبلله
100%

د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې یو شمېر افغان مېرمنو، د بشر حقونو فعالانو او خبریالانو د جمعې په ورځ، د خبري ناستې او اعتراضيه غونډې له لارې د افغانستان د جمهوري نظام د سقوط څلورمه کلیزه د "تورې ورځې" په نوم یاده کړه.

ګډونوالو د طالبانو پر ضد شعارونه ورکړل او طالبان یې یوه "ترهګره ډله" وبلله، چې د دوی په وینا د افغانستان د ښځو او ټول ولس حقونه یې سلب کړي دي.

د دغه غونډې یو تن ګډونوال او د نړیوال فدراسیون د بشري حقونو د مدافعینو مشر سمیع‌الله عزیزی، افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې د دغه غونډې په اړه وویل: "افغانستان د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه ونه لوېد، بلکې په یوه پټه او د پردې شاته معامله کې په بې‌رحمۍ سره طالبانو ته وسپارل شو. دا د نظامي ماتې یا د ولس د نه مقاومت نتیجه نه وه، بلکې د هغو سیاسي او شخصي معاملاتو پایله وه چې د افغانستان د ملت ګټې یې قرباني کړې، دا تسلیمي یوازې د ارګ او سیاسي دستګاه نه وه، بلکې د میلیونونو افغانانو د دوو لسیزو هڅو، هیلې او وینې تسلیمول و."

د غونډې بله ګډنواله او د ښځو د حقونو فعاله دریا نشاط، زیاته کړه: «نن موږ د افغانستان د سقوط څلورمې کلیزې او د هېواد د طالبانو پر وړاندې تسلیمېدو په درشل کې ولاړ یو. طالبان دا ورځ د "بریا" په نوم نمانځي، خو زموږ لپاره دا د یو ملي زخم نښه ده؛ د ښځو د سپکاوي ورځ ده، د سړيو د شکنجې ورځ ده، د ماشوم د زده کړو د محرومېدو ورځ ده او د یوه ملت د تیارو پر لور د لوېدو ورځ ده.«

د دغه پروګرام یوې بلې ګډونوالې یاسمین، افغانستان انټرنشنل سره په خپلو څرګندونو کې ټینګار وکړ چې دا ورځ یوازې د تقویم یوه نیټه نه ده.

نوموړې زیاته کړه: «اګست ۱۵مه د افغانستان د خلکو لپاره د یوې ملي فاجعې، دردناکې لوېدنې او تپل شوې ماتې سمبول دی، دا ورځ باید د مدني مقاومت، ملي بیدارۍ او زموږ د تاریخي مسوولیت د یادونې په توګه ثبت شي، موږ دا پیغام ورکوو چې افغانستان مه هېروئ، خلک یې، په ځانګړي ډول ښځې، ماشومان، لږکۍ ډلې او مدني فعالان، عملي او دوامدار ملاتړ ته اړتیا لري.«

دوی له نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې طالبان په رسمیت و نه پېژني او خبرداری یې ورکړ چې دغه ډله د ترهګرو سازمانونو ملاتړې ده او د سیمې او نړۍ لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي.

ګډونوالو یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د افغانستان د ازادۍ، عدالت او انساني کرامت لپاره به مبارزه تر بریا پورې دوام وکړي او د دې ورځې یادونه به د ولس د مقاومت او یووالي سمبول پاتې شي.

د ټرمپ له وینا وروسته سږکال طالبانو په بګرام کې له امریکايي وسلو سره پوځي ننداره ونه کړه

۲۴ زمری ۱۴۰۴ - ۱۵ اګست ۲۰۲۵، ۱۳:۵۲ GMT+۱
د ټرمپ له وینا وروسته سږکال طالبانو په بګرام کې له امریکايي وسلو سره پوځي ننداره ونه کړه
100%

وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، له امریکايي وسلو سره د طالبانو پوځي ننداره نه شي زغملی، طالبانو په بګرام کې د خپلې واکمنۍ د څلورم کال د نمانځنې په ترڅ کې له امریکايي وسلو سره پوځي ننداره ونه کړه.

د امریکا ولسمشر څو ځله نارضایتي څرګنده کړې چې امریکايي وسلې په افغانستان کې پاتې شوې او طالبان یې په خپلو پوځي نندارو کې کاروي.

ټرمپ وايي چې بګرام «د نړۍ قوي‌ترینه هوایي اډه» ده،او متحده ایالاتو باید دا اډه ساتلې وای. هغه ویلي چې دغه اډه د چین د اټومي تاسیساتو سره نږدې ده.

طالبانو د جمعې په ورځ (د اسد ۲۴) په بېلابېلو ښارونو کې د خپلې څلور کلنۍ واکمنۍ جشن ونمانځه. د طالبانو جنګیالیو په ځینو ښارونو کې د زړو بوشکو ننداره وکړه چې د ځانمرګو بریدونو او سړک غاړې بمونو سمبول دی.

100%

په تېرو درې کلونو کې طالبان په بګرام هوایي اډه او همدارنګه په بېلابېلو ښارونو کې د پخواني جمهوري دولت له پوځي وسایلو سره نظامي ننداره ترسره کوله.

سږکال بیا داسې ښکاري چې د ټرمپ د پرله‌پسې خبرداریو له امله، طالبانو په بګرام کې له پوځي نندارې ډډه کړې ده.

د امریکا ولسمشر سږکال د سرطان په میاشت کې ویلي وو چې د جو بایدن ادارې امریکايي وسلې طالبانو ته پرېښي او طالبان هر کال له دې وسلو سره په «یو بدرنګ سړک» پوځي ننداره وړاندې کوي؛ خو هغه یې نه شي زغملی.

ډونالډ ټرمپ همدارنګه د امریکايي وسلو او د بګرام د ستراتیژیکې اډې د بیرته ترلاسه کولو په اړه بار - بار خبرداری ورکړی دی.

بل خوا د طالبانو لوی درستیز فصیح الدین فطرت په تازه مرکه کې ویلي چې ټرمپ د دې ډلې د نظامي نندارو په اړه حسادت کوي.

هغه ټینګار وکړ چې طالبان به د بګرام کنترول هېڅ هېواد ته نه سپاري.

جرمنی: طالبان نړیوالې ټولنې ته یوازې د نړیوالو مکلفیتونو په منلو ستنېدای شي

۲۴ زمری ۱۴۰۴ - ۱۵ اګست ۲۰۲۵، ۱۳:۴۵ GMT+۱
جرمنی: طالبان نړیوالې ټولنې ته یوازې د نړیوالو مکلفیتونو په منلو ستنېدای شي
100%

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر پر افغانستان د طالبانو د واک څلورم کال په تړاو ویلي، نړیوالې ټولنې ته د بېرته راستنېدو یوازینی امکان هغه وخت شونی دی، چې طالبان په رښتیا نړیوال مکلفیتونه، په ځانګړي ډول د افغان ښځو او نارینه وو بشري حقونه، په پام کې ونیسي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر وادیفول د جمعې په ورځ، د زمري پر ۲۴مه وویل، چې د طالبانو تر واک لاندې د بشري حقونو جدي سرغړونې د ورځني ژوند برخه ګرځېدلې ده.

د وادیفول پیغام د جرمني د بهرنیو چارو وزارت پر رسمي ویبپاڼه خپور شوی.

وادیفول وايي، « له نن څخه څلور کاله وړاندې د طالبانو په واکمنېدو سره د افغانستان د خلکو ژوند په ډراماتیک ډول بدل شو. د ښځو او نجونو لپاره د ۲۰۲۱ کال د اګست ۱۵مه یو جدي بدلون ټکی و، د داسې ژوند پیل چې ازادي او د زده‌کړې او کار هېڅ راتلونکې پکې نشته.»

وادیفول وویل، چې طالبانو د ښځو او لږکیو حقونه لا ډېر محدود کړي دي.

د نوموړي په وینا، افغانان د ژوند بنسټیزو توکو، او له نیمایي زیات خلک کافي خوړو، د څښاک پاکو اوبو، یا روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

وادیفول وايي، « ماشومان او امیندواره ښځې د خوړو له کمښت سره مخ دي. دوی بیړنۍ مرستې ته اړتیا لري.»

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، چې له همدې امله هڅه کوي له افغانستان سره بېړنۍ بشري مرسته وکړي، خو دا کار به د طالبانو له عملي واکمنۍ لرې او یوازې د ملګرو ملتونو په څېر د نړیوالو سازمانونو له لارې ترسره کیږي.

وادیفول وویل، د افغانستان د بحراني وضعیت په پام کې نیولو سره، برلین د اقتصاد او پرمختګ له فدرالي وزارت سره په ګډه پرېکړه وکړه، چې له افغانستان سره ۵،۸ میلیونه یورو نورې مرستې وکړي.

د جرمني دولت روښانه کړې، چې دغه مرستې به را ستنو شویو او په پولو کې ایسارو افغانانو ته بېلې شي.

وادیفول دغه راز په پاکستان کې د جرمني حکومت د بیا مېشتونې پروګرامونو لپاره د منتظرو افغانانو پر وضعیت اندېښنه ښودلې او وايي، چې د پاکستان له حکومت سره په لوړه کچه اړیکې لري، څو د دغو خلکو خوندیتوب ډاډمن شي او شړل شوي او له شړل کېدو سره مخ افغانان د ملاتړ چتر ومومي.