• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

جرمنی: طالبان نړیوالې ټولنې ته یوازې د نړیوالو مکلفیتونو په منلو ستنېدای شي

۲۴ زمری ۱۴۰۴ - ۱۵ اګست ۲۰۲۵، ۱۳:۴۵ GMT+۱تازه شوی: ۲۴ زمری ۱۴۰۴ - ۱۵ اګست ۲۰۲۵، ۱۵:۰۰ GMT+۱

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر پر افغانستان د طالبانو د واک څلورم کال په تړاو ویلي، نړیوالې ټولنې ته د بېرته راستنېدو یوازینی امکان هغه وخت شونی دی، چې طالبان په رښتیا نړیوال مکلفیتونه، په ځانګړي ډول د افغان ښځو او نارینه وو بشري حقونه، په پام کې ونیسي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر وادیفول د جمعې په ورځ، د زمري پر ۲۴مه وویل، چې د طالبانو تر واک لاندې د بشري حقونو جدي سرغړونې د ورځني ژوند برخه ګرځېدلې ده.

د وادیفول پیغام د جرمني د بهرنیو چارو وزارت پر رسمي ویبپاڼه خپور شوی.

وادیفول وايي، « له نن څخه څلور کاله وړاندې د طالبانو په واکمنېدو سره د افغانستان د خلکو ژوند په ډراماتیک ډول بدل شو. د ښځو او نجونو لپاره د ۲۰۲۱ کال د اګست ۱۵مه یو جدي بدلون ټکی و، د داسې ژوند پیل چې ازادي او د زده‌کړې او کار هېڅ راتلونکې پکې نشته.»

وادیفول وویل، چې طالبانو د ښځو او لږکیو حقونه لا ډېر محدود کړي دي.

د نوموړي په وینا، افغانان د ژوند بنسټیزو توکو، او له نیمایي زیات خلک کافي خوړو، د څښاک پاکو اوبو، یا روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

وادیفول وايي، « ماشومان او امیندواره ښځې د خوړو له کمښت سره مخ دي. دوی بیړنۍ مرستې ته اړتیا لري.»

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، چې له همدې امله هڅه کوي له افغانستان سره بېړنۍ بشري مرسته وکړي، خو دا کار به د طالبانو له عملي واکمنۍ لرې او یوازې د ملګرو ملتونو په څېر د نړیوالو سازمانونو له لارې ترسره کیږي.

وادیفول وویل، د افغانستان د بحراني وضعیت په پام کې نیولو سره، برلین د اقتصاد او پرمختګ له فدرالي وزارت سره په ګډه پرېکړه وکړه، چې له افغانستان سره ۵،۸ میلیونه یورو نورې مرستې وکړي.

د جرمني دولت روښانه کړې، چې دغه مرستې به را ستنو شویو او په پولو کې ایسارو افغانانو ته بېلې شي.

وادیفول دغه راز په پاکستان کې د جرمني حکومت د بیا مېشتونې پروګرامونو لپاره د منتظرو افغانانو پر وضعیت اندېښنه ښودلې او وايي، چې د پاکستان له حکومت سره په لوړه کچه اړیکې لري، څو د دغو خلکو خوندیتوب ډاډمن شي او شړل شوي او له شړل کېدو سره مخ افغانان د ملاتړ چتر ومومي.

ترویج لرونکی

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو
۱

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو

۲

طالبانو د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو پخوانی مدیر د یوې نجلۍ د تښتونې په تور نیولی

۳

افغان یوټیوب چلوونکي: پاکستاني پولیسو په زندان کې ذهني شکنجه کړي یو

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

پر افغانستان د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو موخې

۵

جماعت الاحرار ډلې ویلي چې ددوی هدف په پاکستان د بشپړ اسلامي نظام نافذول دي

•
•
•

نور کیسې

فوزیه کوفي: موږ قرباني شوی نسل یو خو هېڅکله تسلیم شوي نه یو

۲۴ زمری ۱۴۰۴ - ۱۵ اګست ۲۰۲۵، ۱۲:۵۴ GMT+۱
فوزیه کوفي: موږ قرباني شوی نسل یو خو هېڅکله تسلیم شوي نه یو
100%

د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي د افغانستان د جمهوري نظام د سقوط د څلورمې کلیزې په مناسبت ویلي څلور کاله کیږي، چې د افغانستان نوی نسل د «جهالت، تیارو او ظلم پر وړاندې ولاړ دي. هغې ویلي: «موږ قرباني شوی نسل یو، خو هېڅکله تسلیم شوی نسل نه یو.»

هغې زیاته کړې: «موږ قرباني شوی نسل یوو، خو هېڅکله تسلیم شوی نسل نه یوو. موږ نه مظلومیت منو او نه ځان ټیټ بولو.»

کوفي ټینګار وکړ چې تر بریا ورځې په میدان کې پاتې کېږو او مبارزه به یې دوام لري.

یاده دې وي چې نن د طالبانو له لورې د کابل د نیولو څلورمه کلیزه ده. د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه طالبانو کابل ونیو او د جمهوري نظام د نسکورېدو وروسته یې ټول واک په لاس کې واخیست. د دې مودې په اوږدو کې یې د ښځو پر زده کړو او کار پراخ بندیزونه لګولي، د بیان او رسنیو ازادۍ یې محدودې کړي او له نړیوالې ټولنې سره یې اړیکې تر اوسه په رسمي کچه نه دي ټینګې شوې.

سپنتا: د طالبانو څلور کلنه واکمني د څلورو پېړیو تیارو او ورانۍ سره برابره ده

۲۴ زمری ۱۴۰۴ - ۱۵ اګست ۲۰۲۵، ۱۲:۵۳ GMT+۱
سپنتا: د طالبانو څلور کلنه واکمني د څلورو پېړیو تیارو او ورانۍ سره برابره ده
100%

د جمهوري نظام د بهرنیو چارو پخواني وزیر رنګین دادفر سپنتا د زمري ۲۴مه د افغانستان د تاریخ «تر ټولو توره ورځ» بللې او ویلي یې دي: «زموږ څلور کاله د څلورو پېړیو د تیارو او ورانۍ سره برابر تېر شول.» سپنتا هیله ښودلې چې تورې شپې به تېرې شي او روڼ سهار په راختلو دی.

سپنتا د جمعې په ورځ (د زمري ۲۴مه) پر اېکس‌پاڼې لیکلي: «څلور کاله ښایي د هېوادونو په تاریخ کې لنډ وخت وي، خو زموږ څلور کاله د څلورو پېړیو د تیارو او ورانۍ سره برابر وو.»

سپنتا پر افغانستان د طالبانو د تسلط له امله د افغانستان خلکو ته «تسلیت» ویلی.

سپنتا تر دې وړاندې د طالبانو پر وړاندې د مخالفو ډلو د یووالي غوښتنه کړې وه او د دې ډلې پر وړاندې یې پر ولسي پاڅون ټینګار کړی و.

هغه یو وخت طالبان «مصیبت» بللي وو او د طالبانو له اپوزیسیون ډلو یې غوښتي وو چې له دې مصیبت څخه د افغانستان د ژغورلو لپاره، سره یو موټۍ شي.

په هالنډ کې د نړیوالو جزايي حقوقو بنسټ پرانېستل شو

۲۴ زمری ۱۴۰۴ - ۱۵ اګست ۲۰۲۵، ۱۲:۲۹ GMT+۱
په هالنډ کې د نړیوالو جزايي حقوقو بنسټ پرانېستل شو
100%

پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو د څلورمې کلیزې سره سم په هالنډ کې د نړیوالو جزايي حقوقو بنسټ فعالیت پیل کړ. دغه بنسټ د افغانستان د جګړې، تاوتریخوالي او بې عدالتۍ د قربانیانو لپاره د عدالت د ترلاسه کولو په موخه رامنځته شوی دی.

د نړیوالو جزايي حقونو بنسټ د جمعې په ورځ د هالنډ په هاګ ښار کې په رسمي ډول خپل فعالیت پیل کړی دی.

د یاد بنست د پرانیستنې سره سم د «هاګ خبرې» تر سرلیک لاندې یو ورځنۍ سمینار هم شوی، چې په کې د افغانستان ترڅنګ د نورو هېوادونو یو شمېر حقوقي او علمي شخصتیونو هم ګډون کړی و.

د یاد بنسټ غړي فرهاد رفیف وايي:« نن موږ یوازې د بشري حقونو خبره نه کوو، بلکې د هغو کسانو غږ یوو، چې ژوند یې د جګړې له امله تیت پرک شوی او غږ یې د کلونو راهیسې چوپ شوی دی.»

پر همدغه مهال د چارو شنوني ډاکټر ملک ستیز ویلي، چې په نړیواله کچه د جنایتکارانو سره سیاسي چلند کیږي او هغه کسان په افغانستان کې د عدالت د پلي کولو لپاره ټاکل شوي وو، چې پخپله په جنایتونو کې ښکېل و.

نوموړي زیاته کړه:«په نړیواله کچه ډېر کله جنایتکاران جدي نه نیول کیږي او سیاسي چلند ورسره کیږي. په افغانستان کې هم هغه کسان د عدالت د پلي کولو لپاره ټاکل شوي وو، چې پخپله په جنایتونو کې ښکېل وو او باید قانوني ځواب ویونکي واي.»

دغه بنسټ ویلي، چې بشري حقونو ته د درناوي په موخه به پر طالبانو د فشارونو راوړلو په موخه په نړیواله کچه خپل فعالیتونه پراخ کړي او د افغان ښځو او نارینه وو د حقونو د سرغړونې قضیې به په نړیوالو محکمو کې تعقیب کړي.

د تېر جمهوري نظام پخواني جنرالان: افغانستان به له طالبانو بېرته نیسو

۲۴ زمری ۱۴۰۴ - ۱۵ اګست ۲۰۲۵، ۱۲:۱۸ GMT+۱
 د تېر جمهوري نظام پخواني جنرالان: افغانستان به له طالبانو بېرته نیسو
100%

د افغانستان د تېر جمهوري نظام دوه پخوانیو لوړپوړو پوځي چارواکو د طالبانو د واک ته رسېدو څلورمې کلیزې په مناسبت ویلي چې د هېواد د بېرته نیولو او د اوسني نظام د پای ته رسولو هوډ لري.

د تېر جمهوري نظام د ځانګړو ځواکونو پخواني قوماندان جنرال سمیع سادات پر اېکس‌پاڼې لیکلي:«اوس وخت رارسېدلی چې افغانستان له طالبانو بېرته ونیسو.»

همداراز، د ملي اردو پخواني ویاند جنرال اجمل عمر شینواري له پوځيانو او خلکو غوښتي چې د هېواد د ژغورنې لپاره ګډ ګامونه واخلي. هغه پر اېکس‌پاڼې لیکلي: «با عزته، ملي او مسلکي نظامیانو! هوښیار اوسئ، د ملت د ټولو قومونو او قشرونو باور پر تاسو دی، دا کړکېچ تېرېدونکی دی. هېوادوالو! ستاسو ملاتړ زموږ ځواک دی.»

طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه کابل ونیو او جمهوري نظام یې ړنګ کړ او واک ته له رسېدو سره دې ډلې، د ښځو پر زده کړو او کار پراخ بندیزونه لګولي، د رسنیو او سیاسي فعالیتونو ازادي یې سخته محدودې کړې او له نړیوالو سره یې اړیکې د رسمي پېژندنې له کچې لا هم لرې دي. یوازې روسیه ده چې طالبان په رسمیت پیژني.

سراج الدین حقاني: موږ د دوحې تړون ته بشپړه ژمنتیا لرو

۲۴ زمری ۱۴۰۴ - ۱۵ اګست ۲۰۲۵، ۱۱:۴۴ GMT+۱
سراج الدین حقاني: موږ د دوحې تړون ته بشپړه ژمنتیا لرو
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني وايي، افغانستان د هېڅ هېواد لپاره ګواښ نه دی او طالبانو چې د دوحې په تړون کې کومې ژمني کړې دي، هغه ته بشپړه ژمنتیا لري.

سراج الدین حقاني د جمعې په ورځ (د زمري ۲۴مه) د طالبانو د بیا ځل واکمنۍ د څلورمې کلیزې نمانځنې غونډه کې ویلي، د افغانستان له خوا نورو هېوادونو ته د ګواښ په اړه ادعاوې ناسمې دي.

نوموړي وویل:«ځیني خلک افغانستان تورن کوي، چې د نړیوالو ترهګرو اډه او مرکز تېر شوی یا اوس هم دلته د هغوی پاتې شونې شته او یا ګواښونه موجود دي. ګورئ اوسنی نظام لکه څرنګه چې خپله ژمنتیا، تعهد یې تاسو ته په دوحه کې درکړی دی، موږ پر هغه خپل تعهد ولاړ یوو.»

نوموړي د کوم هېواد له نوم یادولو پرته وویل، چې ګاونډي او سیمه‌ییز هېوادونه دې خپلې ستونزې په خپل منځ کې حل کړې او د دې ډلې تر واک لاندې افغانستان د هېڅ نږدې او لرې هېواد لپاره ګواښ نه دی.

سراج دې حقاني زیاته کړه:« موږ پر نړیوال سټیج هم دا خبره کوو، د کور دننه هم دا خبره کوو، خپلو ګاونډیانو ته هم دا خبره کوو، سیمه ییزو او هېوادونو ته همدا خبره کوو چې خپل ستونزې په خپله حل کړئ. دا فرصت موږ درته چمتو کوو. دغه ستونزې پر افغانستان مه تپئ. هغه ژمنې چې موږ په دوحه کې کړې دي، بیا يي تازه کوو، چې موږ د هېچا لپاره ګواښ نه یوو.»

نوموړي د خپلو خبرو پرمهال وویل، چې په تېرو څلورو کلونو کې یې دا ثابته کړې، چې د هېڅ هېواد لپاره ګواښ نه دي او بل هېواد هم باید د افغانستان لپاره ګواښ ونه ګرځي.

سره له دې چې نوموړي ویلي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د ګاونډیو او سیمه‌ییزو هېوادونو لپاره ګواښ نه دی، خو د پاکستان په ګډون ځیني هېوادونه ادعا کوي، چې د ترهګرو ځېني پټنځایونه په افغانستان کې دي، خو طالبانو تل دا ډول ادعاوي رد کړي دي.