ګډونوالو د طالبانو پر ضد شعارونه ورکړل او طالبان یې یوه "ترهګره ډله" وبلله، چې د دوی په وینا د افغانستان د ښځو او ټول ولس حقونه یې سلب کړي دي.
د دغه غونډې یو تن ګډونوال او د نړیوال فدراسیون د بشري حقونو د مدافعینو مشر سمیعالله عزیزی، افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې د دغه غونډې په اړه وویل: "افغانستان د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه ونه لوېد، بلکې په یوه پټه او د پردې شاته معامله کې په بېرحمۍ سره طالبانو ته وسپارل شو. دا د نظامي ماتې یا د ولس د نه مقاومت نتیجه نه وه، بلکې د هغو سیاسي او شخصي معاملاتو پایله وه چې د افغانستان د ملت ګټې یې قرباني کړې، دا تسلیمي یوازې د ارګ او سیاسي دستګاه نه وه، بلکې د میلیونونو افغانانو د دوو لسیزو هڅو، هیلې او وینې تسلیمول و."
د غونډې بله ګډنواله او د ښځو د حقونو فعاله دریا نشاط، زیاته کړه: «نن موږ د افغانستان د سقوط څلورمې کلیزې او د هېواد د طالبانو پر وړاندې تسلیمېدو په درشل کې ولاړ یو. طالبان دا ورځ د "بریا" په نوم نمانځي، خو زموږ لپاره دا د یو ملي زخم نښه ده؛ د ښځو د سپکاوي ورځ ده، د سړيو د شکنجې ورځ ده، د ماشوم د زده کړو د محرومېدو ورځ ده او د یوه ملت د تیارو پر لور د لوېدو ورځ ده.«
د دغه پروګرام یوې بلې ګډونوالې یاسمین، افغانستان انټرنشنل سره په خپلو څرګندونو کې ټینګار وکړ چې دا ورځ یوازې د تقویم یوه نیټه نه ده.
نوموړې زیاته کړه: «اګست ۱۵مه د افغانستان د خلکو لپاره د یوې ملي فاجعې، دردناکې لوېدنې او تپل شوې ماتې سمبول دی، دا ورځ باید د مدني مقاومت، ملي بیدارۍ او زموږ د تاریخي مسوولیت د یادونې په توګه ثبت شي، موږ دا پیغام ورکوو چې افغانستان مه هېروئ، خلک یې، په ځانګړي ډول ښځې، ماشومان، لږکۍ ډلې او مدني فعالان، عملي او دوامدار ملاتړ ته اړتیا لري.«
دوی له نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې طالبان په رسمیت و نه پېژني او خبرداری یې ورکړ چې دغه ډله د ترهګرو سازمانونو ملاتړې ده او د سیمې او نړۍ لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي.
ګډونوالو یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د افغانستان د ازادۍ، عدالت او انساني کرامت لپاره به مبارزه تر بریا پورې دوام وکړي او د دې ورځې یادونه به د ولس د مقاومت او یووالي سمبول پاتې شي.