• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
پروفایل\ژوندلیک

ضیاءالدین یوسفزی: د اګست ۱۵مه د تیارو او د جنډر اپارتاید پیل دی

۲۴ زمری ۱۴۰۴ - ۱۵ اګست ۲۰۲۵، ۱۵:۳۸ GMT+۱

ضیاءالدین یوسفزي پر اېکس پاڼې له خپلې مېرمنې سره یو ګډ انځور خپور کړی او لیکلي یې دي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست ۱۵مه یوازې د یوه سیاسي بدلون ورځ نه ده، بلکې د تیارو او د جنډر اپارتاید پیل دی چې د افغانستان د ښځو او نجونو پر وړاندې یې د حقونو پراخ او سیسټماتیک محدودیتونه رامنځته کړي دي.

یوسفزي ټینګار کړی چې وخت رارسېدلی تر څو نړیواله ټولنه د "جنډر اپارتاید" اصطلاح په رسمیت وپېژني او دا کړنه د بشریت پر ضد جنایت وګڼي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ښځې او نجونې له زده کړو، کار او بنسټیزو حقونو بې‌برخې شوي دي، نړیوال سازمانونه پر طالبانو غږ کوي چې د بشري حقونو نړیوالو ژمنو ته غاړه کېږدي.

ترویج لرونکی

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو
۱

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو

۲

طالبانو د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو پخوانی مدیر د یوې نجلۍ د تښتونې په تور نیولی

۳

افغان یوټیوب چلوونکي: پاکستاني پولیسو په زندان کې ذهني شکنجه کړي یو

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

پر افغانستان د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو موخې

۵

جماعت الاحرار ډلې ویلي چې ددوی هدف په پاکستان د بشپړ اسلامي نظام نافذول دي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د دفاع وزارت مرستیال: امریکا له افغانستانه په خپله نه بلکې موږ په زور ویستې ده

۲۴ زمری ۱۴۰۴ - ۱۵ اګست ۲۰۲۵، ۱۵:۲۶ GMT+۱
د طالبانو د دفاع وزارت مرستیال: امریکا له افغانستانه په خپله نه بلکې موږ په زور ویستې ده
100%

د طالبانو د دفاع وزارت مرستیال ملا فاضل مظلوم وايي چې امریکا له افغانستان څخه په خپله خوښه نه ده وتلې؛ بلکې دوی په زور ویستې ده. نوموړي له افغانانو غوښتي چې د دوی احترام وکړي.

نوموړي د طالبانو د واکمنۍ د څلورم کال په مناسبت ویلي: " افغانانو ته مو پیغام دی چې د خپل حریت او خپلو مجاهدینو احترام وکړي".

ملا فاضل پر طالب وسله والو غږ کوي چې په خپل منځ کې اتفاق ولري او بل چا ته بیا د راتګ زمینه برابره نه کړي.

هغه وویل: " بیا به داسې څوک پېدا نه شي چې د افغانستان د اشغال اراده ولري، د امریکا په مقابل کې ځوانانو قربانۍ ورکړي او هغوی په زور وتلي په خپله خوښه نه دي وتلي".

دوو بنسټونو له پاکستان څخه د افغانانو د اېستلو په تړاو د جرمني د چارواکو پر ضد دعوه کړې ده

۲۴ زمری ۱۴۰۴ - ۱۵ اګست ۲۰۲۵، ۱۴:۵۶ GMT+۱
دوو بنسټونو له پاکستان څخه د افغانانو د اېستلو په تړاو د جرمني د چارواکو پر ضد دعوه کړې ده
100%

وروسته له هغه چې جرمني ته د تګ په تمه یو شمېر افغانان له پاکستان څخه واېستل شول، د کډوالو د حقونو دوو بنسټونو د جمعې په ورځ د جرمني د بهرنیو او کورنیو چارو وزیرانو پر وړاندې دعوه ثبت کړې او د جرمني چارواکي یې د افغان کډوالو د ژوند په ژغورلو کې په پاتې راتلو تورن کړي دي.

پاکستان څو اوونۍ وړاندې د ثبت شویو افغان کډوالو د اېستلو لړۍ پیل کړې ده، چې د ملګرو ملتونو په وینا ښايي له یو میلیون څخه ډېر افغانان اړ کړي، چې له پاکستان څخه ووځي.

په دې ډله کې له دوه زرو ډېر هغه کسان هم شامل دي، چې جرمني د زیانمنو کسان په توګه منلي وو او د دغه هېواد له خوا په تمویلیدونکو استوګنځایونو کې اوسیدل.

خو د جرمني د نوي حکومت له راتګ او کډوالۍ د پروګرامونو له بیا کتنې سره جرمني ته د یادو کسانو د انتقال لړۍ درېدلې ده.

د «پرو اسیل» او «د سیمه ییزو کارکوونکو د ملاتړ شبکې» د جمعې په ورځ د بایرن په څارنوالۍ کې یو شکایت ثبت کړی او ادعا یې کړې، چې د جرمني د بهرنیو او کورنیو چارو وزیرانو پاکستان ته د هغو افغانانو د شړلو اجازه ورکړې، چې په جرمني کې د بیا مېشتیدنې پروګرام کې منل شوې وو. دوی وايي، یادو وزیرانو د منل شویو افغانانو په را اېستلو کې بې پروايي کړې ده.

یادو بنسټونو ویلي، چې په ورستیو اونیو کې د دې کډوالو له ډلې له ۴۰۰ څخه ډېر کسان د پاکستان پولیسو نیولي او ۳۴ تنه نور یې افغانستان ته اېستل شوي دي.

دوی خبرداری ورکړی، چې ښايي یاد کسان افغانستان ته په ستنېدو سره د زنداني کېدو، شکنجې او یا هم د اعدام له ګواښ سره مخ شي.

د دغو کډوالو وکیلې ویکټوریا لیز ویلي، ځیني موکلان یې له خپلو کورنیو جلا شوي چې په دوی کې افغانستان ته د یوې ځوانې او یوازې نجلې استول شامل دي.

تر اوسه د جرمني د کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو د یاد شکایت په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو د جرمني د بهرنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ ویلي، چې هېواد یې د پاکستان له حکومت سره په مستقیم ډول اړیکه کې دی، څو د دې کسانو د خوندیتوب لپاره بیړنۍ مرسته برابره کړي.

همدارنګه د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د بیا مېشتنېدنې پروګرام په اړه به خپله وروستۍ پرېکړه ډېر ژر اعلان کړي.

دا دعوه، د جولای په اتمه د یوه حقوقي نظر پر بنسټ جوړه شوې چې خبرداری ورکوي، که د جرمني چارواکي له پاکستان څخه د افغان کډوالو د اېستلو مخه ونه نیسي، ښايي جزايي مسوولیت ولري.

دا دعوه د لسګونو نورو هغو شکایتونو سره یوځای شوې، چې د جرمني د ویزې په لټه افغانانو له خوا وړاندې هم ثبت شوي.

محکمې د دغو قضیو په ځینو مواردو کې د کډوالو په ګټه پرېکړه کړې ده، خو د جرمني د کورنیو چارو وزارت یې پر وړاندې اعتراض کړی دی.

میاخېل: جمهوریت ولس بېدار کړی دی او طالبان خپل نظریات د دین په نوم په خلکو نه شي منلی

۲۴ زمری ۱۴۰۴ - ۱۵ اګست ۲۰۲۵، ۱۴:۱۳ GMT+۱
میاخېل: جمهوریت ولس بېدار کړی دی او طالبان خپل نظریات د دین په نوم په خلکو نه شي منلی
100%

د پخواني جمهوري دولت د ملي دفاع وزارت پخوانی سرپرست شاه محمود میاخېل وايي چې وروستي جمهوري دولت افغان ولس بېداره کړی او طالبان نه شي کولی چې خپل شخصي نظریات د دین په نوم په خلکو ومني ځکه خلک د طالبې حاکمیت او اسلام تر منځ توپیر کولی شي.

میاخېل ټینګار وکړ چې جمهوري نظام د چا شخصي ملکیت نه و، بلکې د ولس شتمني او ملکیت و.

هغه وویل: «د نظام جوړونه یوه قیمتي او اوږدمهاله پروسه ده او د نیمګړتیاو له امله ټول نظام نه ړنګیږي. هر څوک چې د خرابو نظامونو ړنګیدو ته خوشحالېږي، د خپل وطن او خلکو سره مینه نه لري.»

هغه د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د افغانستان د بشري پانګې د وتلو او د هېواد د شاته تګ یادونه هم کړې او زیاته یې کړه: «که څه هم په خصوصي مجالسو کې طالبان اقرار کوي چې د جمهوریت په وخت کې ډېر څه شوي دي او دوی یې هیڅ تصور نه شو کولی، خو علني بیا وایي چې د جمهوریت نه دوی ته ډېرې ستونزې پاتې دي. په خپل میراث فکر نه کوي چې د دوی نه جمهوریت ته غیر د زړو شطرنجیو نور څه نه وو پاتې.»

هغه ټینګار وکړ چې د جمهوریت سقوط په تېرو څلورو کلونو کې افغانستان لسګونه کاله شاته پاتې شوی او د هېواد د بیا پرمختګ په کم وخت کې شونی نه دی؛ خو په عین وخت کې یې د افغانانو د راتلونکې لپاره د همکارۍ، انحصار نه ختمولو او د یو بل د نفې کولو پر ځای د شریک کار کولو یادونه هم وکړه.

شاه محمود میاخېل د جمهوري دولت سقوط د افغانستان د تاریخ یوه توره ورځ بللې ده.

کاناډا: په افغانستان کې د ترهګرو ډلو ازاد فعالیت د سیمې او نړۍ امنیت ته جدي ګواښ پېښوي

۲۴ زمری ۱۴۰۴ - ۱۵ اګست ۲۰۲۵، ۱۴:۰۷ GMT+۱
کاناډا: په افغانستان کې د ترهګرو ډلو ازاد فعالیت د سیمې او نړۍ امنیت ته جدي ګواښ پېښوي
100%

کاناډا پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو څلورمې کلیزې سره سم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دې ډلې تر واک لاندې افغانستان کې روان وضعیت، بشري سرغړونې او د بنسټیزو ازادیو غندنه کړې ده او وايي، افغانستان کې د ترهګرو ډلو ازاد فعالیت د سیمي او نړۍ امنیت ته جدي ګواښ پېښوي.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې انیتا انند، د نړیوالې پراختیا لپاره د دولت وزیر رندېپ سرا او د کډوالو وزیرې لینا میټلیج په یوې ګډه اعلامیه کې ویلي:«کاناډا په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې روان وضعیت، د بشري حقونو سرغړونې او د بنسټیزو ازادو له منځه وړل په کلکه غندي.»

په دغه اعلامیه کې ویل شوي، چې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو د څلورو کلونو په تېرېدو سره لا هم افغانستان د ژور کړکېچ ښکار دی، میلیونونه افغان نجونې له زده کړو محرومې دي او د ښځو لپاره د کار، د بیان ازادي او له وېرې پرته د باعزته ژوند فرصتونه له منځه تللي دي.

په اعلامیه کې راغلي:«د مدني ټولنو فعالیت له منځه وړل شوی، هر ډول ولسواک بیان یا ټولشموله سیاسي ګډون له منځه وړل شوی دی. طالبان د ولسواک حکومت جوړولو لپاره هېڅ نیت نه لري. ترهګرې ډلې یو ځل بیا په ازاده فضا کې فعالیت کوي چې د سیمي او نړۍ امنیت ته جدي ګواښ پېښوي.»

د کاناډايي وزیرانو په ګډه اعلامیه کې ویل شوي، چې د طالبانو سره د اړیکو عادي کول هله شونی دی، چې دغه ډله د بشري حقونو، ټولشموله حکومتولۍ او د بنسټیزو ازادیو د خوندیتوب اراده ولري.

سره له دې چې طالبانو په وار وار افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون رد کړی، خو ګڼ هېوادونه وايي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان اوس د ترهګرو ډلو لپاره مهم او امن پټنځای دی.

اسلام‌اباد کې افغان مېرمنو د اګست ۱۵مه د افغانستان لپاره "تور ورځ" وبلله

۲۴ زمری ۱۴۰۴ - ۱۵ اګست ۲۰۲۵، ۱۳:۵۸ GMT+۱
اسلام‌اباد کې افغان مېرمنو د اګست ۱۵مه د افغانستان لپاره "تور ورځ" وبلله
100%

د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې یو شمېر افغان مېرمنو، د بشر حقونو فعالانو او خبریالانو د جمعې په ورځ، د خبري ناستې او اعتراضيه غونډې له لارې د افغانستان د جمهوري نظام د سقوط څلورمه کلیزه د "تورې ورځې" په نوم یاده کړه.

ګډونوالو د طالبانو پر ضد شعارونه ورکړل او طالبان یې یوه "ترهګره ډله" وبلله، چې د دوی په وینا د افغانستان د ښځو او ټول ولس حقونه یې سلب کړي دي.

د دغه غونډې یو تن ګډونوال او د نړیوال فدراسیون د بشري حقونو د مدافعینو مشر سمیع‌الله عزیزی، افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې د دغه غونډې په اړه وویل: "افغانستان د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه ونه لوېد، بلکې په یوه پټه او د پردې شاته معامله کې په بې‌رحمۍ سره طالبانو ته وسپارل شو. دا د نظامي ماتې یا د ولس د نه مقاومت نتیجه نه وه، بلکې د هغو سیاسي او شخصي معاملاتو پایله وه چې د افغانستان د ملت ګټې یې قرباني کړې، دا تسلیمي یوازې د ارګ او سیاسي دستګاه نه وه، بلکې د میلیونونو افغانانو د دوو لسیزو هڅو، هیلې او وینې تسلیمول و."

د غونډې بله ګډنواله او د ښځو د حقونو فعاله دریا نشاط، زیاته کړه: «نن موږ د افغانستان د سقوط څلورمې کلیزې او د هېواد د طالبانو پر وړاندې تسلیمېدو په درشل کې ولاړ یو. طالبان دا ورځ د "بریا" په نوم نمانځي، خو زموږ لپاره دا د یو ملي زخم نښه ده؛ د ښځو د سپکاوي ورځ ده، د سړيو د شکنجې ورځ ده، د ماشوم د زده کړو د محرومېدو ورځ ده او د یوه ملت د تیارو پر لور د لوېدو ورځ ده.«

د دغه پروګرام یوې بلې ګډونوالې یاسمین، افغانستان انټرنشنل سره په خپلو څرګندونو کې ټینګار وکړ چې دا ورځ یوازې د تقویم یوه نیټه نه ده.

نوموړې زیاته کړه: «اګست ۱۵مه د افغانستان د خلکو لپاره د یوې ملي فاجعې، دردناکې لوېدنې او تپل شوې ماتې سمبول دی، دا ورځ باید د مدني مقاومت، ملي بیدارۍ او زموږ د تاریخي مسوولیت د یادونې په توګه ثبت شي، موږ دا پیغام ورکوو چې افغانستان مه هېروئ، خلک یې، په ځانګړي ډول ښځې، ماشومان، لږکۍ ډلې او مدني فعالان، عملي او دوامدار ملاتړ ته اړتیا لري.«

دوی له نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې طالبان په رسمیت و نه پېژني او خبرداری یې ورکړ چې دغه ډله د ترهګرو سازمانونو ملاتړې ده او د سیمې او نړۍ لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي.

ګډونوالو یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د افغانستان د ازادۍ، عدالت او انساني کرامت لپاره به مبارزه تر بریا پورې دوام وکړي او د دې ورځې یادونه به د ولس د مقاومت او یووالي سمبول پاتې شي.