• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

فایق: د اګسټ ۱۵مه د افغان مېرمنو او نجونو لپاره د «تاریخ توره او نه هېرېدونکې» ورځ ده

۲۴ زمری ۱۴۰۴ - ۱۵ اګست ۲۰۲۵، ۱۰:۱۶ GMT+۱

ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی نصیراحمد فایق وايي، چې (د اګسټ ۱۵مه) د افغان مېرمنو او نجونو لپاره د «تاریخ توره او نه هېرېدونکې» ورځ ده. هغه وایي، په دغه ورځ د افغان مېرمنو د دوو لسیزو لاسته راوړنې چې د زرګونه امنیتي ځواکونو د قربانۍ په بیه ترلاسه شوې وې؛ له‌منځه ولاړې.

نوموړي د طالبانو د بیا واکمنۍ څلورمې کلیزې په مناسبت پر اېکس پاڼه کاږلي: «د جمهوري نظام د مشرانو خیانت، معاملې، تعصب او سیالۍ او د فاسدو سیاست‌والو له امله جمهوري نظام یوې جاهلې او متعصبې ډلې ته وسپارل شو.»

هغه وایي:« هر هغه څوک چې د ښځو او نجونو د زده‌کړو، د افغانانو د پرمختګ، یووالي او پیوستون مخه نیسي؛ د دغې خاورې نه دي او د افغانانو دښمنان دي.»

هغه زیاته کړې، د طالبانو او د جمهوريت مشران دواړه د تېرو څلورو کلونو او له هغه وړاندې د ښځو، نجونو، ځوانانو، قومي او مذهبي لږکیو، پخوانیو امنیتي ځواکونو، مېلیونونه کډوالو او بې‌ځایه شویو خلکو په وړاندې د جرمونو او ظلمونو لپاره د افغانستان تاریخ او خلکو ته یو برابر مسوول او ځواب ویونکي دي.

نن طالبان د خپلې بیا واکمنېدو څلورمه کلیزه نمانځي؛ خو له بل پلوه افغان مېرمنې دغه ورځ د افغانستان د تاریخ توره ورځ ګڼي او وایي، چې په دغه ورځ د دوی حقونه او ازادۍ تر وړل شوي دي.

ترویج لرونکی

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو
۱

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو

۲

طالبانو د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو پخوانی مدیر د یوې نجلۍ د تښتونې په تور نیولی

۳

افغان یوټیوب چلوونکي: پاکستاني پولیسو په زندان کې ذهني شکنجه کړي یو

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

پر افغانستان د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو موخې

۵

جماعت الاحرار ډلې ویلي چې ددوی هدف په پاکستان د بشپړ اسلامي نظام نافذول دي

•
•
•

نور کیسې

امیرخان متقي: ۳۴ولایتونو او ۴سوه ولسوالیو کې «شریعت» پلی او د بې‌عدالتۍ مخه نیول شوې

۲۴ زمری ۱۴۰۴ - ۱۵ اګست ۲۰۲۵، ۰۹:۴۴ GMT+۱
امیرخان متقي: ۳۴ولایتونو او ۴سوه ولسوالیو کې «شریعت» پلی او د بې‌عدالتۍ مخه نیول شوې
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په کابل کې د خپلې ډلې د بیا ځل واکمنۍ د څلورمې کلیزې نمانځنې غونډه کې ویلي، چې دوی ۴۰لویې لاسته راوړنې لري او په ۳۴ولایتونو او ۴سوه ولسوالیو کې یې «اسلامي شریعت» پلی کړی دی. هغه وایي، طالبانو د ظلم او بې‌عدالتیو مخنېوی کړی.

هغه د جمعې په ورځ د (زمري ۲۴مه) خپلو خبرو کې زیاته کړې، چې دوی د بښنې په اعلان سره «د غچ اخیستنې سیاست» ته د پای ټکې اېښی او هر ډول قومي تبعیض یې له‌منځه وړی دی. هغه داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې د همدې عفوې تر نامه لاندې د مخکني جمهوري نظام پوځیان او امنیتي منسوبین زنداني کېږي او ان وژل کېږي.

د متقي په وینا؛ افغانستان کې هر ډول زورواکي ختمه شوې او هېڅوک نه شي کولای چې خپل شخصي زندانونه ولري او یا هم خپلسرې محکمې وکړي. نوموړي همدا راز ادعا کړې، چې افغانستان اوس‌مهال په سرتاسري توګه امن دی او هر څوک د هېواد هرې سیمې ته ډاډه تګ راتګ کولای شي.

نوموړي وویل: «هغه فکرونه له خاورو سره خاورې شول، چې د افغانستان د تجزیې خوبونه یې لیدل او مرکزي واک ټینګ شوی دی. افغانستان کې زورواکي وه،‌ ملوک الطوایفي وه؛ خو نن متحد افغانستان دی او یو مرکزي حکومت لري.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر همدا راز ادعا کوي، چې تر یوې قوماندې او لارښوونې لاندې امنیتي ادارې او پوځ یې جوړ کړی او هېڅوک شخصي امر نه‌شي کولای.

امیرخان متقي همدا راز د داعش په ګډون د بېلابېلو وسله‌والو ډلو د ځپلو او مخنېوي په تړاو هم یادونه کوي. هغه په خپله وینا کې وړاندې وایي،‌ د قومونو ترمنځ تربګني یې ختمه کړې او د واک جزیزې یې هم له‌منځه وړې دي.

د نوموړي په خبره: «افغانستان د نړۍ په سطحه د مخدره موادو اول نمبر هېواد و. ۴مېلونه افغانان په نشو معتاد وو او نن د نشه‌يي توکو کښت صفر ته راښکته شوی دی.» د طالبانو دغه جګپوړي چاراکي ادعا کړې، چې بهرنیانو افغانان په نشو اخته کول او دوی د خپلې روانې واکمنۍ په لړ کې د ۱۲۰زره روږدو کسانو درملنه کړې ده.

هغه د خپلې وینا پر مهال همدا راز د قوشتیپې کانال په ګډون یو شمېر نورو رغنېزو پروژو ته اشاره کړې او د خپل عادت له مخې یې خپل حکومت د بیا رغونې په برخه کې بریالی ګڼلی دی. د متقي د خبرو ټولې برخې یوازې د طالبانو په ستاینو او کارونو باندې راڅرخېدې.

سره له دې چې د‌ طالبانو په واکمنۍ کې د پراخ فساد شواهد شته او د دغه ډلې غړي هم په پراخه کچه په اداري فساد کې ښکېل دي؛ متقي بیا هم ادعا کوي، چې دوی رشوت له منځه وړی دی. هغه په دې تړاو زیاتوي: «نن د اختلاس او رشوت دور پای ته رسېدلی دی.»

د مخکني جمهوري نظام او یو شمېر نړۍوالو سازمانونو په باور طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې افغانستان په تیاره کې ساتلی او د خپلې سختدریځې مفکورې له مخې یې د ټولنې د بېلابېلو قشرونو بنسټیز حقونه تر پښو لاندې کړي دي. یو شمېر سیاست‌والو لا دا هم ویلي، چې افغانستان اوس‌مهال د خلکو لپاره په یو دوزخ بدل شوی او خلک په کې د لوږې، فقر او اقتصادي ستونزو تر څنګ له ګڼو بندیزونو سره مخ دي.

افغان مېرمنې وايي، د طالبانو د بندیزونو او محدودیتونو په لړ کې نړۍ هم هېرې کړې دي

۲۴ زمری ۱۴۰۴ - ۱۵ اګست ۲۰۲۵، ۰۸:۲۴ GMT+۱
افغان مېرمنې وايي، د طالبانو د بندیزونو او محدودیتونو په لړ کې نړۍ هم هېرې کړې دي
100%

د طالبانو د بیا واکمنۍ څلورمې کلیزې په درشل کې یوشمېر افغان مېرمنې ګېله کوي، چې نړۍ له دوی مخ اړولی او پر کابل د حاکمې ډلې له لوري پر دوی د بندیزونو تر څنګ محدودیتونه ورځ تر بلې زیاتېږي.

د انډېپېنډېنټ ورځپاڼې موندنو ښوولې، چې د طالبانو روانه واکمنۍ کې د ښځو محدودېدو په تړاو ملاهبت الله ۱۰۰ فرمانونه صادر کړي. یادې ورځپاڼې لیکي، چې د روان زېږدیز کال (د جنورۍ په ۸مه) طالبانو په هرات کې د شبانې په نوم یوه ښوونکې فېسبوک کې د لیکنې له امله ونیوله. هغې د نجونو د ښوونځیو تړل کېدو او د ښوونکو د تنخواوو تر څنګ د کمو امکاناتو په تړاو یاد پوسټ کې شکایت کړی و. هغې لیکلي و: «زما لورې، موږ وبښه د هغه څه لپاره چې پر تا مو وکړل. موږ له دې وحشي ډلې څخه حتی تښتېدلی هم نه‌شو.»

تر دې پوسټ وروسته طالبانو نوموړې ته د یو پېغام له لارې ګواښ وکړ، چې ژر تر ژره دې خپل پوسټ بېرته ړنګ کړي. شبانې زیاته کړې: «په زندان کې وحشتناک حالت و، اوبه او ډوډۍ نه وه، په تیاره او بې کړکۍ کوټه کې بندیان ساتل کېدل. د شپې به ساتونکو ښځې له ځان سره وړلې او کله چې به بېرته راغلې، ویل به یې چې پر دوی تېری شوی دی». هغه یوه میاشت وروسته خوشې شوه؛ خو لا هم په وېره کې ژوند کوي.

پراخ محدودیتونه او وژونکي پایلې

افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) د روانې میاشتې د راپور له مخې؛ له ۷۸ سلنې ډېرې افغان نجونې او مېرمنې اوس زده‌کړو، کار او مسلکي روزنې ته لاسرسی نه‌لري. د ښځینه روغتیايي کارکوونکو کمښت د ښځینه ناروغانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی. انډیپنډنټ زیاتوي، چې په ځینو سیمو لکه هرات کې ښځې اړې دي په بشپړه توګه ځانونه حجابونو کې پټې کړي او له محرم پرته له کوره هم نه‌شي وتلای.

انډیپنډنټ د عاصمې په نوم د یوې کابل مېشتې حقوقي مشاورې په حواله لیکلي، چې د کورني تاوتریخوالي ښکار ښځې د دوه ډوله «دوزخي» انتخابونو سره مخ دي. یا به د مېړه کور ته ستنېږي او یا به زندان ته ځي، چې ډېری ښځې بیا دوېیمه لاره غوره ګڼي. هغې همدا راز د ښځو پر وړاندې د جنسي تېریو او فزیکي تاوتریخوالو ته هم اشاره کړې ده.

د ښځو د حقونو فعاله جولیا پارسي چې په ۲۰۲۲کال کې یې د طالبانو د مشر انځور د سوځولو له امله نیول شوې وه، اېنډېپنډنټ ته ویلي چې په بند کې یې رواني او فزیکي شکنجه لیدلې، د کورنۍ د ځورولو ګواښونه او سپکاوی ورته شوی.

د بشري حقونو کارپوهه زبیده اکبر بیا وایي، چې طالبان پر ښځو د جنسي ځورونې، وهلو ډبولو، قومي سپکاوی، له خوړو او درملو محرومول او د شپې له‌خوا د پوښتنو کولو له لارې فشار راوړي. هغې انډیپنډنټ ته ویلي، چې دغه نیونې «قانوني» نه‌دي او طالبان ښځې له کورونو یا کوڅو څخه پورته کوي.

اکبر ټینګار کړی: «نړۍ باید پام وکړي او طالبان دې ته اړ کړي، چې له افغان مېرمنو سره روان ناسم چلند پای ته ورسوي او ټول ۱۳۰ صادر شوي فرمانونه لغوه کړي.» د یادې ورځپاڼې په باور؛ ډېرې ښځې له زندانونو څخه تر خوشې کېدو وروسته هم د خوندیتوب احساس نه‌لري او له کورونو څخه د وتلو جرات نه‌کوي.

ملاهبت الله له خپلې ډلې غوښتي، چې وزیرانو او کابینې ته دې د سرپرست ټکی نه کاروي

۲۴ زمری ۱۴۰۴ - ۱۵ اګست ۲۰۲۵، ۰۷:۰۸ GMT+۱
ملاهبت الله له خپلې ډلې غوښتي، چې وزیرانو او کابینې ته دې د سرپرست ټکی نه کاروي
100%

د طالبانو مشر ملاهبت الله (د اګسټ ۱۵مې) په مناسبت په خپل یو پېغام کې له خپلې ډلې غوښتي، چې طالب وزیرانو او کابینې ته دې د سرپرست ټکی نه کاروي.

هغه داسې مهال دا خبره کوي، چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد خپل حکومت سرپرست ګڼي او د بېلابېلو وزارتونو وزیرانو ته یې هم د سرپرستانو خطاب کېږي.

هغه د جمعې په ورځ (د زمري ۲۴مه) په خپل پېغام کې ویلي، چې له پنځوسو کلونو وروسته په افغانستان کې «اسلامي حکومت» حاکم شوی او د «شرعي قوانینو» له مخې یې خلک له غلا، فساد، غصب، نشه‌يي توکو او چور تالان ژغورلي دي.

هغه ټینګار کړی، چې افغانان باید د دغو نعمتونو شکر وباسي او که یې ناشکري وکړه؛ لویو عذابونو سره به مخ شي. هبت الله همدا راز له خپلې ډلې غوښتي، چې وزیرانو او کابینې ته دې د سرپرست ټکی نه کاروي.

پر کابل د واکمنې ډلې د کندهار مېشتي مشر په پېغام کې دا هم ویل شوي، چې اوس‌مهال افغانستان خورا امن دی او دا یې د خپلو قربانیو پایله بللې ده.

د هغه پېغام کې راغلي: « همدا راز باید د خپلو مجاهدینو د جهاد د شهیدانو، بندیانو، معلولینو د قربانیو او تکالیفو قدرداني وکړو. د اسلامي امارت ټولو مسوولینو ته مو جدي هدایت دی، چې د خپل شرعي نظام او مسلمانانو په خدمت کې و اوسي او د خلکو د سوکالۍ او ارامۍ لپاره کوښښ وکړي.»

هغه د مسلمانو هېوادونو د یووالي هیله څرګنده کړې او دعا یې کړې، چې فلسطینیان دې د اسراییل پر وړاندې بریالي شي. د ملا هبت الله دغه ادعاوې داسې مهال دي، چې دغه ډله په نړۍواله کچه له سختې انزوا او د رسمیت پېژندنې له کړکېچ سره مخ ده. همدا راز د جرمونو نړۍوالې محکمې د طالبانو د مشر د نیول کېدو غوښتنه کړې او هغه یې په جنایتونو تورن کړی دی.

یو شمېر نړۍوالو سازمانونو د طالبانو دوېیم ځل واکمنۍ د څلورو کلونو په بشپړېدو سره اندېښنه ښوولې، چې دې ډلې په افغانستان کې نجونې له زده‌کړو محرومې کړې دي، پر ښځو یې سخت بندیزونه لګولي، بشري سرغړونې یې کړې دي، د بیان ازدي یې په مطلق ډول بنده کړې او ان د ټولنې د بېلابېلو قشرونو بسنټیز حقونه یې تر پښو لاندې کړي دي.

د مخکني جمهوري نظام یو شمېر سیاست‌والو هم په خپلو تازه پېغامونو کې ملاهبت الله ظالم، جابر او یو ډیکټاټور بللی، چې د خپلې سختدریځه مفکورې له کبله یې افغانستان په یو لوی ناورین کې ښکېل کړی.

ظاهر اغبر: د اګسټ ۱۵مه د افغانستان په تاریخ کې توره ورځ ده

۲۴ زمری ۱۴۰۴ - ۱۵ اګست ۲۰۲۵، ۰۶:۵۱ GMT+۱
ظاهر اغبر: د اګسټ ۱۵مه د افغانستان په تاریخ کې توره ورځ ده
100%

په تاجکستان کې د افغانستان د مخکني جمهوريت سفیر محمد ظاهر اغبر تازه پېغام کې د طالبانو د بیا ځل واکمنېدو ورځ د اګسټ ۱۵مه د افغانستان په تاریخ کې «توره او له کړاوونو» ډکه ورځ بللې. هغه زیاته کړې، چې په همدې ورځ د مېلیونونه افغانانو راتلونکی او د نجونو په ګډون د ښځو هیلې مړاوې شوې.

ښاغلي اغبر پر اېکس پاڼه لیکلي، چې افغانان اوس‌مهال تر یو استبداد لاندې ژوند کوي. د نوموړي په خبره: «په دې ورځ د ازادۍ غږ چوپ شو، د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې وتړل شوې او ښځې – چې د ټولنې ستنې دي – له خپلو بنسټیزو انساني حقونو بې برخې شوې.»

تاجکستان کې د مخکني جمهوریت دغه پاتې سفیر وړاندې لیکي: «د اګست ۱۵مه یوازې یوه عادي نېټه نه ده؛ بلکې هغه ورځ ده چې د یوه ملت جمهوري واکمني واخیستل شوه او د نسلونو ناتمامې هیلې په خاورو کې ښخې شوې». د اغبر په خبره؛ افغان مېرمنې اوس هم د ټولو بندیزونو سره، سره د طالبانو پر ضد ولاړې دي او خپل مقاومت ته یې دوام ورکړی.

د نوموړي په وینا؛ د یو روښانه راتلونکي، برابرۍ او ازادۍ لپاره به د طالبانو خلاف خپلو هڅو ته دوام ورکړي. هغه ټینګار وکړ، چې پر کابل د واکمنې سختدریځې ډلې خلاف باید ملي یووالی او همغږي رامنځته شي. د جمهوري نظام یو شمېر نورو پخوانیو سیاست‌والو هم د طالبانو بیا ځل واکمني ظالمانه، له جبره ډکه او د جمهوري ارزښتونو خلاف بللې ده.

طالبان همدا نن هم د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د اګسټ ۱۵مه نېټه د خپلواکۍ یا هم د خپلې ډلې د بریا په توګه نمانځي او ډېر لوړ پوړي غړي په دې ورځو کې د امریکا په ګډون د یو شمېر لوېدیځو هېوادونو پر ضد څرګندونې کوي او هم‌مهاله یې بیا نور مشران دغو هېوادونو ته د رسمیت پېژندنې سوالونه کوي.

طالبانو د قرغزستان له لومړي وزیر سره د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي

۲۴ زمری ۱۴۰۴ - ۱۵ اګست ۲۰۲۵، ۰۵:۲۱ GMT+۱
طالبانو د قرغزستان له لومړي وزیر سره د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي
100%

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي قرغزستان ته د سفر په لړ کې د دغه هېواد له لومړي وزیر عادل بېک قسیم علي‌یف سره د سوداګریزو او ډېپلوماټیکو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.

د جمعې په ورځ د (زمري ۲۴مه) د طالبانو یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، پر کابل د واکمنې ډلې وزیر د قرغزستان له لومړي وزیر څخه مننه کړې چې دوی یې له تور نوملړه اېستلي او په نړۍوالو غونډو کې یې د طالبانو ملاتړ هم کړی دی.

همدا راز زیاته شوې، چې دواړو لوریو د سفیرانو تر کچې د ډېپلوماتیکو اړیکو پر لوړېدو، دیني او کلتوري اړیکو تر څنګ په سیمه‌ییزه کچه د ګډو موخو په تړاو هم خبرې کړې دي. د سوداګرۍ ګدې خونې جوړېدل او کابل کې د قرغزستان جمهوریت د سوداګریز فورم جوړول هم د دغه لیدنې د بحث وړ ټکي بلل شوي دي.

طالبانو د دغه ناستې په ترڅ کې د قرغزستان لومړي وزیر ته بلنه ورکړې، چې کابل ته سفر وکړي. دا په داسې حال کې ده، چې طالبان د امریکا او لوېدیځو هېوادونو له لوري منزوي شوي او دغه ډله هڅه کوي چې د منځنۍ اسیا هېوادونو تر څنګ له چین سره هم خپلې اړیکې پراخې کړي.

د کارپوهانو په باور د منځنۍ اسیا په ګډون روسیه، چین او یو شمېر نور هېوادونه د خپلو امنیتي مجبوریو او د افغانستان له خاورې د ورپېښو ترهګریزو ګواښونو د مخنېوي لپاره طالبانو سره له ننګوونو ډکې اړیکې ساتي. پر کابل واکمنې ډلې سره د ګاونډیانو له لوري هم کېدونکي تعاملات د امنیتي اندېښنو پر بنسټ دي او په دې لړ کې ترې بیا پاکستان خپه دی، چې د دوی ضد وسله‌والو ډلو ته یې پناه ځایونه ورکړي دي.