• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو چین کې په افغانستان د بیا واکمنیدو څلورمه کلیزه ونمانځله

۲۵ زمری ۱۴۰۴ - ۱۶ اګست ۲۰۲۵، ۱۵:۱۸ GMT+۱تازه شوی: ۲۵ زمری ۱۴۰۴ - ۱۶ اګست ۲۰۲۵، ۱۶:۴۹ GMT+۱

په چین کې د طالبانو سفارت پر اېکس پاڼې لیکلي، چې دغې ډلې پر افغانستان د بیا واکمنیدو څلورمه کلیزه، د افغانستان په سفارت کې نمانځلې ده. یاد سفارت لیکلي: «د امریکایي اشغال پای او د بریا ورځ مو ونمانځله.»

سفارت زیاته کړې، چې په دې نمانځغونډه کې د امریکا د حضور او د دوی د وتلو په اړه جوړ شوی مستند فلم هم وړاندې شو.

همدا راز دوی زیاتوي چې په دې نمانځغونډه کې د بېلابېلو هېوادونو سفیرانو، ډېپلوماټانو، د کوربه هېواد چارواکو، ځینو اکاډیمیکو شخصیتونو، افغان تجارانو او محصلینو ګډون کړی و.

دوی زیاتوي، چې په دې جوړې شوې غونډه کې په چین کې د طالبانو سفیر بلال کریمي له چین سره د ډېپلوماټیکو او نورو همکاریو په اړه وینا وکړه.

طالبانو سفارت وايي چې د نمانځغونډې په بله برخه کې د چین ولسي جمهوریت د اسیا برخې مشر لیو جین سونگ وینا وکړه او د دې ورځې په اړوند یې طالبانو ته مبارکي ورکړې.

دوی د لیو جین سونګ په حواله لیکلي، چې هغه افغانستان د چین یو ښه گاونډی وباله او له خپله اړخه یې له افغانستان سره د اړیکو او بېلابېلو برخو کې د لا زیاتو همکاریو ډاډ ورکړ.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبان هرکال د زمري۲۴مه د خپلې ډلې د بیاځلي واک ته رسېدو له امله د بریا ورځ په توګه نمانځي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

د لوېدیځ یو ډېپلومات وايي حقاني د عملګرا طالبانو دریځ کمزوری کړی

۲۵ زمری ۱۴۰۴ - ۱۶ اګست ۲۰۲۵، ۱۴:۰۷ GMT+۱

د لوېدیځ یو لوړپوړی ډېپلومات ویلي، چې د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني غلطو محاسبو د (عملګرا طالبانو) دریځ کزوری کړی دی. د هغه په وینا حقاني تمه لرله چې د طالبانو له مشر څخه په لرې کېدو سره به نړیواله ټولنه له هغه سره مرسته وکړي.

هغه زیاتوي چې هېڅ هېواد د هغې ډلې ملاتړ نه کوي، چې له القاعده سره اړیکې لري.

دغه لوړپوړی ډېپلومات چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې واخېستل شي، افغانستان انټرنشنل ته وویل:« زه فکر کوم سراج الدین حقاني په دې هېڅ نه پوهېږي، خو هغه یو ستر زیان لیدلی دی.»

د یاد ډېپلومات په اند د طالبانو د کورنیو چارو وزیر د طالبانو له مشر هبت‌الله اخوندزاه څخه د دوو میاشتو لپاره په فاصله نیولو سره «ستره تېروتنه» وکړه.

د نوموړي په خبره د طالبانو مشر په دې موده کې د حقاني په اړه هېڅ پوښتنه ونه کړه او کله چې حقاني اړ شو بېر ته یې هبت‌الله ته مراجعه وکړه، خو د خپلې واکمنۍ یوه لویه برخه یې له لاسه ورکړې وه.

دغه ډېپلومات چې تر ډېره د افغانستان پر چارو تمرکز لري زیاته کړه، د حقاني ملګرو هغه ته ویلي وو، چې له هبت‌الله څخه باید نه وای لرې شوی او کله چې یې د لرې کېدو پرېکړه کړې وه، نو باید پر خپل پرېکړه ټینګ درېدلی وای.

نوموړی وايي، د حقاني نږدې کسان هم په دې باور لري، چې د هبت الله څخه په لرې کېدو سره، حقاني یوازې خپل سیاسي دریځ زیانمن کړی دی.

دغه لوېدیځ ډېپلومات زیاته کړې، چې د حقاني د انزوا پرمهال د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال ابراهیم صدر چې د هبت‌الله نږدې کس دی، د وزارت ټول واکونه ترلاسه کړل او لا پیاوړی شو.

یاد ډېپلومات ټینګار کړی، چې سراج الدین حقاني باید خپلې اړیکې له القاعده او د پاکستاني طالبانو سره پرېکړي.

هغه دا هم وویل چې د معلوماتو له مخې، په وروستیو کې په پنجشیر او بغلان کې د القاعده حضور زیات شوی دی.

خُرم وایي مک ماسټر د جمهوریت په نسکورولو کې مرسته کړې

۲۵ زمری ۱۴۰۴ - ۱۶ اګست ۲۰۲۵، ۱۳:۳۳ GMT+۱

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر مخکیني رییس عبدالکریم خُرم د ټرمپ د ملي امنیت د پخواني سلاکار جنرال ایچ ار مک ماسټر لخوا د هغه او حامد کرزي په وړاندې لګول شوي تورونه رد کړل. خُرم ویلي ماسټر د اشرف غني په حکومت کې د ځینو خلکو سره په همکارۍ د جمهوریت د سقوط لپاره لاره هواره کړه.

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت پخواني سلاکار مک ماسټر له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې ویلي و، چې د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی د تبلیغاتو تر تاثیر لاندې و.

نوموړي په دې مرکه کې زیاته کړې وه، چې کریم خُرم پخواني ولسمشر ته هغه مسایل انتقالول چې د ای اېس ای له ګمراه کوونکو معلوماتو سره یې سمون درلود.

عبدالکریم خُرم د شنبې په ورځ (د زمري ۲۵مه) له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې د مک ماسټر هغه تورونه په بشپړه توګه رد کړل چې د افغان جګړې، شپنیو عملیاتو او نورو مسالو په اړه د هغه او کرزي دریځونه د پاکستان د نفوذ څخه اغیزمن شوي ول.

په ځواب کې یې وویل، چې د مک ماسټر او د دوی د سیمه‌ییزو ملګرو په څېر د خلکو پالیسۍ افغانستان په پاکستان باندې د تکیې په لور رهبري کاو.

خرم زیاته کړه: «د افغانستان په ډګر کې هرڅوک ازمایل شوي دي.»

خرم له امریکا سره د امنیتي او ستراتیژیک تړون د لاسلیک سخت مخالف و.

ځینې پخواني افغان او امریکایي چارواکي هغه د حامد کرزي او امریکا ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا سرچینه ګڼي او حامد کرزی د واک په وروستیو کلونو کې د امریکا ضد شخصیت شو.

خُرم ټینګار وکړ، چې هغه د امریکا د جګړې د طریقې مخالف و، هغه جګړه چې د هغه په وینا «د بې ګناه ملکي وګړو ژوند یې واخېست او کرکه او ترهګرۍ یې ځواکمنه کړه.»

هغه دا ادعا هم وکړه، مک ماسټر چې افغانستان ته د فساد سره د مبارزې لپاره لېږل شوی و، یو اړخیز چلند درلود او د هغو خلکو فساد ته یې سترګې پټې کړې چې له هغه سره همکار وو یا د هغه شریکان وو.

خُرم یادونه وکړه: «زموږ یو همکار دا موضوع ما ته د ولسمشر په شتون کې د اسنادو سره وښودله.»

هغه زیاته کړه، په ۲۰۱۷ کال کې کله چې مک ماسټر د امریکا د ملي امنیت سلاکار و په افغانستان کې یې د «بمونو مور» کارولو امر وکړ.

خُرم ادعا وکړه، چې مک ماسټر د اشرف غني په حکومت کې د ځینو خلکو سره په همکارۍ، د جمهوریت په نسکورولو کې مرسته وکړه، مګر نور جزییات یې ورنکړل.

مک ماسټر په ۲۰۱۷ کال کې د امریکا د ملي امنیت سلاکار و او د افغانستان له چارو سره له نږدې بلد دی.

طالبانو په هرات کې د برېښنا په برخه کې د ۴۱ میلیون ډالرو په ارزښت درې تړونونه لاسلیک کړل

۲۵ زمری ۱۴۰۴ - ۱۶ اګست ۲۰۲۵، ۱۳:۱۹ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت وایي، چې د هرات د برېښنا ثبات او پیاوتیا په موخه یې د زارو افغانستان او کابل ملي شرکتونو سره د نږدې ۴۱ میلیون ډالرو په ارزښت درې تړونونه لاسلیک کړل.

دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دغو تړونونو کې د پُل هاشمي او د حوت ۲۴ شهیدانو سبسټېشن جوړل او د درېیو سبسټېشتونو ترمنځ د ۲۲۰ کیلو ولټ برېښنا لېږد مزو غځول شامل دی.

طالبانو ویلي، چې له نورالجهاد سبسټېشن څخه تر پُل هاشمي او له پل هاشمي څخه د حوت ۲۴ شهیدانو سبسټېشن پورې د ۲۲۰ کیلو ولټ برېښنا لېږد مزي غځول، پُل هاشمي او د حوت ۲۴ شهیدانو سبسټېشنونو جوړول او په نورالجهاد سبسټېشن کې د (بي لاین) پراختیا د یاد تړون اساسي پروژې دي.

د طالبانو د برېښنا شرکت ویلي، چې یادي پروژې به د دوو کلونو په موده کې بشپړې شي او هرات ولایت به له ډاډمني برېښنا څخه برخمن شي.

د بښنې نړیوال سازمان: طالبان باید سملاسي بدني سزاګانې پای ته ورسوي

۲۵ زمری ۱۴۰۴ - ۱۶ اګست ۲۰۲۵، ۱۲:۴۲ GMT+۱

د بښنې نړیوال سازمان د سویلي اسیا څانګې له طالبانو غوښتي چې د بشري حقونو نړیوال قانون ته درناوی وکړي او باید سملاسي بدني سزاګانې پای ته ورسوي. سازمان زیاتوي، چې دا بدني سزاګانې د قربانیانو او د هغوی کورنیو ته د نامناسبې پروسې، قانوني حل لارو او مرستې په نه موجودیت کې ترسره کېږي.

دغه سازمان ویلي، چې قربانیان او د هغوی کورنۍ، په ځانګړې توګه ښځې، په عام محضر کې د دُرو وهلو له سختې سزا وروسته، په ټولنه کې د لا ډېرو غیرانساني شرایطو، ناوړه چلند او د انساني کرامت له سپکاوي سره مخ کېږي.

دوی پر طالبانو غږ کړی، چې باید سملاسي د بدني سزا جرمي عمل پای ته ورسوي او د بشري حقونو نړیوال قانون ته درناوی وکړي.

دغه سازمان څو ورځې وړاندې هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي و، چې د افغانستان قانوني چوکاټ په بشپړه توګه له‌منځه وړل شوی او طالبانو د «اسلامي شریعت» له سخت‌دریځه تفسیر څخه الهام اخیستی یو سیسټم جوړ کړی دی. دغه سازمان ویلي و، بې‌ثباتي، خپلسرې محکمې او شکنجې د دغه ظالمانه نظام برخې دي.

طالبانو په لغمان کې ۲ پخواني نظامیان چې تازه له ایران څخه راستانه شوي نیولي دي

۲۵ زمری ۱۴۰۴ - ۱۶ اګست ۲۰۲۵، ۱۲:۳۸ GMT+۱

په لغمان کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې تېره ورځ غرمه مهال د طالبانو استخبارتو د لغمان په دولت شاه ولسوالۍ کې هغه ۲ تنه پخواني نظامیان نیولي چې تازه له ایران څخه راستانه شوي وو. نیول شوي نظامیان عزیز الله او محمد نعیم نومېږي او تېر حکومت کې د ملي امنیت سرتیري وو.

په لغمان کې ځايي سرچینو د شنبې په ورځ (د زمري ۲۵مه) افغانستان انټرنشنل ته وویل چې دا پخواني نظامیان له هغه وروسته نیول شوي، چې د لغمان په دولت شاه ولسوالۍ کې د طالبانو د استخباراتو پر مدیریت باندې نامعلومو وسلوالو راکیټي برید وکړ.

د ترلاسه شو معلوماتو له مخې ددې برید وروسته د طالبانو استخباراتو د دولت شاه ولسوالۍ فراشغان کلي کې کور په کور تلاشي پیل کړه، چې پای کې یې دغه دوه نظامیان ونیول.

سرچینې زیاتوي چې له دوی سره یې دوه نور عام وګړي هم نیولي دي.

د نیول شویو کسانو خپلوانو هم ویلي، چې عزیزالله او محمد نعیم له دولت شاه ولسوالۍ څخه د لغمان مرکز مهترلام ته انتقال شوي دي.

طالبانو تراوسه ددغو کسانو د نیولو په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

د طالبانو په روانه واکمنۍ کې د تېر جمهوري حکومت د نظاميانو د نیولو او زنداني کولو راپورونه په پرلپسې ډول خپریږي.

که څه هم د طالبانو د واکمنېدو په درشل کې ملا هبت‌الله خپلو مخالفانو ته ټول‌بښنه وکړه، خو بیا هم وخت نا وخت د پخواني نظام کارکوونکي په تېره نظامیان په مرموز ډول وژل کېږي او یا هم د دې ډلې په زندانونو کې شکنجه او ځینې وخت وژل کېږي.