• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په هرات کې د برېښنا په برخه کې د ۴۱ میلیون ډالرو په ارزښت درې تړونونه لاسلیک کړل

۲۵ زمری ۱۴۰۴ - ۱۶ اګست ۲۰۲۵، ۱۳:۱۹ GMT+۱تازه شوی: ۲۵ زمری ۱۴۰۴ - ۱۶ اګست ۲۰۲۵، ۱۵:۲۳ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت وایي، چې د هرات د برېښنا ثبات او پیاوتیا په موخه یې د زارو افغانستان او کابل ملي شرکتونو سره د نږدې ۴۱ میلیون ډالرو په ارزښت درې تړونونه لاسلیک کړل.

دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دغو تړونونو کې د پُل هاشمي او د حوت ۲۴ شهیدانو سبسټېشن جوړل او د درېیو سبسټېشتونو ترمنځ د ۲۲۰ کیلو ولټ برېښنا لېږد مزو غځول شامل دی.

طالبانو ویلي، چې له نورالجهاد سبسټېشن څخه تر پُل هاشمي او له پل هاشمي څخه د حوت ۲۴ شهیدانو سبسټېشن پورې د ۲۲۰ کیلو ولټ برېښنا لېږد مزي غځول، پُل هاشمي او د حوت ۲۴ شهیدانو سبسټېشنونو جوړول او په نورالجهاد سبسټېشن کې د (بي لاین) پراختیا د یاد تړون اساسي پروژې دي.

د طالبانو د برېښنا شرکت ویلي، چې یادي پروژې به د دوو کلونو په موده کې بشپړې شي او هرات ولایت به له ډاډمني برېښنا څخه برخمن شي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

د بښنې نړیوال سازمان: طالبان باید سملاسي بدني سزاګانې پای ته ورسوي

۲۵ زمری ۱۴۰۴ - ۱۶ اګست ۲۰۲۵، ۱۲:۴۲ GMT+۱

د بښنې نړیوال سازمان د سویلي اسیا څانګې له طالبانو غوښتي چې د بشري حقونو نړیوال قانون ته درناوی وکړي او باید سملاسي بدني سزاګانې پای ته ورسوي. سازمان زیاتوي، چې دا بدني سزاګانې د قربانیانو او د هغوی کورنیو ته د نامناسبې پروسې، قانوني حل لارو او مرستې په نه موجودیت کې ترسره کېږي.

دغه سازمان ویلي، چې قربانیان او د هغوی کورنۍ، په ځانګړې توګه ښځې، په عام محضر کې د دُرو وهلو له سختې سزا وروسته، په ټولنه کې د لا ډېرو غیرانساني شرایطو، ناوړه چلند او د انساني کرامت له سپکاوي سره مخ کېږي.

دوی پر طالبانو غږ کړی، چې باید سملاسي د بدني سزا جرمي عمل پای ته ورسوي او د بشري حقونو نړیوال قانون ته درناوی وکړي.

دغه سازمان څو ورځې وړاندې هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي و، چې د افغانستان قانوني چوکاټ په بشپړه توګه له‌منځه وړل شوی او طالبانو د «اسلامي شریعت» له سخت‌دریځه تفسیر څخه الهام اخیستی یو سیسټم جوړ کړی دی. دغه سازمان ویلي و، بې‌ثباتي، خپلسرې محکمې او شکنجې د دغه ظالمانه نظام برخې دي.

طالبانو په لغمان کې ۲ پخواني نظامیان چې تازه له ایران څخه راستانه شوي نیولي دي

۲۵ زمری ۱۴۰۴ - ۱۶ اګست ۲۰۲۵، ۱۲:۳۸ GMT+۱

په لغمان کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې تېره ورځ غرمه مهال د طالبانو استخبارتو د لغمان په دولت شاه ولسوالۍ کې هغه ۲ تنه پخواني نظامیان نیولي چې تازه له ایران څخه راستانه شوي وو. نیول شوي نظامیان عزیز الله او محمد نعیم نومېږي او تېر حکومت کې د ملي امنیت سرتیري وو.

په لغمان کې ځايي سرچینو د شنبې په ورځ (د زمري ۲۵مه) افغانستان انټرنشنل ته وویل چې دا پخواني نظامیان له هغه وروسته نیول شوي، چې د لغمان په دولت شاه ولسوالۍ کې د طالبانو د استخباراتو پر مدیریت باندې نامعلومو وسلوالو راکیټي برید وکړ.

د ترلاسه شو معلوماتو له مخې ددې برید وروسته د طالبانو استخباراتو د دولت شاه ولسوالۍ فراشغان کلي کې کور په کور تلاشي پیل کړه، چې پای کې یې دغه دوه نظامیان ونیول.

سرچینې زیاتوي چې له دوی سره یې دوه نور عام وګړي هم نیولي دي.

د نیول شویو کسانو خپلوانو هم ویلي، چې عزیزالله او محمد نعیم له دولت شاه ولسوالۍ څخه د لغمان مرکز مهترلام ته انتقال شوي دي.

طالبانو تراوسه ددغو کسانو د نیولو په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

د طالبانو په روانه واکمنۍ کې د تېر جمهوري حکومت د نظاميانو د نیولو او زنداني کولو راپورونه په پرلپسې ډول خپریږي.

که څه هم د طالبانو د واکمنېدو په درشل کې ملا هبت‌الله خپلو مخالفانو ته ټول‌بښنه وکړه، خو بیا هم وخت نا وخت د پخواني نظام کارکوونکي په تېره نظامیان په مرموز ډول وژل کېږي او یا هم د دې ډلې په زندانونو کې شکنجه او ځینې وخت وژل کېږي.

طالبانو لښکرګاه کې لسګونه کسان د ږیرې خریلو په جرم نیولي

۲۵ زمری ۱۴۰۴ - ۱۶ اګست ۲۰۲۵، ۱۰:۴۳ GMT+۱

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د امر بالمعروف محتسبانو په لښکرګاه ښار کې لسګونه هټۍوال د ږیرې خریلو او سټایلي وېښتانو جوړولو په جرم نیولي او له ځان سره یې بیولي دي.

سرچینو د شنبې په ورځ د زمري ۲۵مه افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د امر بالمعروف محستبانو د هلمند مرکز لښکرګاه ښار په لومړۍ حوزه کې لسګونه د فیشن توکو پلورونکي او خیاطان د ږیرې خریلو او سټایلي وېښتانو جوړولو په تور نیولي او له ځان سره یې بیولي دي.

سرچینو ویلي، چې د یادو کسانو شمېر له سلو څخه ډېر و، طالبانو یو شمېر کسان د ضمانت په بدل کې بېرته خوشې کړي خو یو شمېر لا هم بندیان دي.

یو هټۍ وال چې نه غواړي نوم یې واخېستل شي افغانستان انټرنشنل ته وویل:« یوه اوونۍ مخکې محتسبان پر دوکانونو ګرځیدل او هغه کسان چې ږیرې یې کمي وي او وریښتیان یې منظم وو، د هغوی نومونه یې له ځان سره لېست کړل او ویل یې چې بله هفته موږ راځو ستاسو ږیرې ګورو که مو کمې کړې وې بیا حق د شکایت نه لری.»

پر همدغه مهال یو بل هټۍ وال چې ورور یې طالبانو د شنبې په ورځ د ږیرې خریلو په جرم له ځان سره بیولی وايي:«سهار لس بجې وې، طالبان پر دوکانونو ګرځیدل او هغه ځوانان چې ږیرې یې خریلي وې، له ځان سره یې بیول. زه په دا سخته ګرمۍ کې درې ساعته د امر بالمعروف ریاست مخې ته ناست وم، چې طالبان مې ورور خوشې کړي، خو خوشې یې نه کړ، طالبانو ویل چې موږ ته ضمانت رانه کړې، ورور دې نه خوشې کوو.»

د لښکرګاه ښار د بېلا بېلو برخو اوسېدونکي وايي، د امر بالمعروف محتسبانو په ښار کې د ټولو هټیو نوملړ جوړ کړی او په اوونۍ کې دوه ځلې د نوملړ له مخې، ټول هټۍوال له نږدې ګوري، که یې ږیرې خریلي وي هغوی له ځان سره وړي.

دا په داسې حال کې ده، چې وړاندې تردې د طالبانو د امر بالمعروف محتسبانو په کندهار ولایت کې هم لسګونه کسان د ږیرې خریلو او سټایلي ویښتانو جوړولو په جرم نیولي او بندیان کړي او دا لړۍ یې اوس هلمند ته غځولې ده.

خلک وايي، د طالبانو له خوا بندیزونو سخت مایوسه کړي دي او د غږ اورېدلو لپاره یې هم هېڅ ادرس نشته.

طالبانو په ننګرهار کې د داعش یو قوماندان وژلی

۲۵ زمری ۱۴۰۴ - ۱۶ اګست ۲۰۲۵، ۱۰:۳۷ GMT+۱
•
عبدالحق عمري

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې تېره شپه طالبانو د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې د داعش یو قوماندان حاجي موسی له خپل یوه ساتوونکي سره وژلی دی. د موسی کورنۍ منلې چې نوموړی د طالبانو په عملیاتو کې وژل شوی دی.

د وژل شوي داعش قوماندان حاجي موسی د کورنۍ ځینو غړو د شنبې په ورځ (د زمري۲۵مه) افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه، چې د نوموړي جسد د ننګرهار دره نور ولسوالۍ څخه جلال اباد ته انتقال شوی دی. دوی زیاتوي چې طالبانو لا د نوموړي جسد نه دی ورسپارلی.

دوی همدراز زیاتوي:« طالبانو دوه ورځې مخکې ادعا وکړه، چې د داعشیانو یو قوماندان حاجي موسی وژل شوی دی خو دوی ناسم معلومات خپاره کړي و حاجي موسی تېره شپه په دره نور ولسوالۍ کې د عملیاتو پرمهال وژل شوی دی.»

د وژل شوي داعش قوماندان حاجي موسی کورنۍ وایي، چې موسی څو ځلي هڅه وکړه چې تسلیم شي خو هغه د طالبانو ټولبښنې باندې بور نه درلود او نه هم د هغه تسلیمېدو ته لېوالتیا درلوده.

دوه ورځې وړاندې د طالبانو د ننګرهار ولایت امنیه قوماندانۍ وویل چې په دره نور ولسوالۍ جان شیګل سیمه کې د داعش وسلوالو پټنځای یې له منځه وړی او د موسی په نوم د داعش قوماندان یې له څو تنو ملګرو سره وژلی دی خو نن بیا د طالبانو په ځینو واټسپ ګروپونو کې یوه ویډیو لاس په لاس کېږي، چې د طالبانو یو وسلوال وايي چې حاجي موسی دی او په عملیاتو کې وژل شوی دی خو د حاجي موسی کورنۍ وايي چې په ویډیو کې د هغه ساتوونکی دی او په ویډیو کې نوموړی نه لېدل کېږي.

حاجي موسی څوک دی؟

تېر کال د وږي په ۳مه په ننګرهار کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې د طالبانو پخوانی قوماندان حاجي موسی اوس مهال په دره نور ولسوالۍ کې د داعش خراسان ډلې مشري کوي. باخبره سرچینو ویلي و، دره نور ولسوالۍ کې د داعش وسلوال قوماندان حاجي موسی نومیږي او ددې ولسوالۍ بونټا کلي اصلي اوسېدونکی دی.

د جمهوریت پرمهال موسی له طالبانو سره یوځای شوی و او په یاده ولسوالۍ کې د څو بریدونو ترسره کولو وروسته بېرته حکومت ته تسلیم شوی و.

سرچینې زیاتوي چې په دره نور ولسوالۍ کې د داعش خراسان ډلې قوماندان موسی د تېر جمهوري نظام له پرځېدو او د طالبانو واک ته رسېدو څخه مخکې له داعش ډلې سره یوځای شوی و.

د داعش خراسان قوماندان حاجي موسی د دغې ډلې په استخباراتو کې هم کاري مخینه درلوده.

که څه هم د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ۱۴۰۱ کال د مرغومي ۱۵ اعلان کړی و، چې په دره نور ولسوالۍ کې د داعش مهم غړی حاجي موسی په کډون د دې ډلې درې غړي د عملیاتو پرمهال وژل شوي دي، خو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ځايي سرچینې ویلي و، چې حاجي موسی ژوندی دی او د طالبانو له خوا شوې ادعا ریښتیا نه ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ۱۴۰۳ کال د زمري په ۱۵ ویلي و، چې په افغانستان کې د داعش وسلوالو شمېر ۲۰۰ تنو ته رسیږي.

د ننګرهار دره نور ولسوالۍ د غرونو ترمنځ پرته ده او ډېر کلي یې په غرونو کې د درو په شاوخوا کې جوړ شوي‌ دي.

دغه ولسوالۍ د داعش لپاره یو ستراتیژیک موقعیت بلل کیدای شي،‌ ځکه چې له کونړ، نورستان او لغمان ولایتونو سره ګډه پوله لري، چیرې چې لا له وړاندې داعش فعالیت کړی او اوس یې هم د حضور په اړه کله نا کله راپورونه خپریږي.

په همدې حال په کونړ کې سرچینې وايي، چې داعش-خراسان د دغه ولایت په درېیو ولسوالیو کې حضور لري.

د ځايي سرچینو په وینا، د کونړ ماڼوګۍ ولسوالۍ په چپه او کوړنګل درو، د څوکۍ ولسوالۍ دېوه ګل دره او غازي اباد ولسوالۍ کې د داعش-خراسان وسلوال حضور لري.

څو میاشتې وړاندې داعش وسله والو په دېوه ګل دره کې طالبانو ته د جاسوسۍ په تور له دوو کسانو سرونه پرې کړي وو.

د یادونې وړ ده، چې د داعش خراسان ډلې وژل شوی قوماندان حاجي موسی د طالبانو په روانه واکمنۍ کې څو بریدونه وکړل، چې طالبانو ته یې پکې مرګژوبله اړولې وه.

د نړیوالو بنسټونو راپورونو کې هم راغلي، چې د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان القاعده، داعش - خراسان او نورې ترهګرې ډلې فعالې دي‌ او د لا ډېرو وسله‌والو د جزبولو هڅې کوي.

د «افغانستان عدالت ارشیف» د بشري حقونو د سرغړونو ثبتول پيل کړل

۲۵ زمری ۱۴۰۴ - ۱۶ اګست ۲۰۲۵، ۱۰:۰۰ GMT+۱

د افغانستان عدالت ارشیف ټولنې داسې یوه وېپ‌پاڼه جوړه کړې، چې د طالبانو د فرمانونو، شواهدو او د بشري حقونو سرغړونو اړوند راپورونه په کې ثبتېږي. دغه ټولنه له څېړونکو، کارپوهانو، طراحانو، ژباړونکو او د بشري حقونو له فعالانو جوړه ده.

په دغه الکټرونیکي ارشیف یا وېب‌پاڼه کې لیکل شوي، چې راټول شوي اسناد «د جنسیتي توپیر تګلارې، سیسټماتیکه ځپنې او د طالبانو د نظام نامشروع وضعیت» افشا کوي.

د دغې مدني ټولنې په وېب‌پاڼه کې راغلي: «موږ د یوه ژوندي ارشیف په جوړولو بوخت یو، داسې یو ارشيف چې یوازې د پېښو زېرمه نه؛ بلکې د ملاتړ، حساب‌ورکولو او حقیقت ویلو وسیله هم وي.»

دغه ارشیف د افغان فعالانو په نوښت او د نړۍوالو شریکانو په همکارۍ جوړېږي، چې زېرمه شويو موادو ته به یې هر څوک لاسرسی لري. د دغه فعالانو په وینا؛ دا به د معلوماتو لپاره خپلواکه سرچینه وي.

په دغه ارشیف کې د طالبانو حکومتي فرمانونه او اسناد، عملي کارونه، د بشري حقونو په اړه راپورونه، د هغو کسانو شاهدي چې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې یې ژوند کړی او د کارپوهانو تحلیلونه شامل دي.

په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونې په اړه د حساب‌ورکولو نشتوالی اوس هم یوه ستره ننګونه ده. تر دې وړاندې هم د بشري حقونو یوه سازمان مجازي موزیم جوړ کړی و.

د دغه ارشیف نوم «د افغانستان د خاطرو کور» و. په دغه ارشیف کې د افغانستان د جګړو د قربانیانو یاد او قرباني شویو خلکو د کورنیو او خپلوانو یادښتونه خوندي شوي وو.