طالبانو لښکرګاه کې لسګونه کسان د ږیرې خریلو په جرم نیولي

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د امر بالمعروف محتسبانو په لښکرګاه ښار کې لسګونه هټۍوال د ږیرې خریلو او سټایلي وېښتانو جوړولو په جرم نیولي او له ځان سره یې بیولي دي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د امر بالمعروف محتسبانو په لښکرګاه ښار کې لسګونه هټۍوال د ږیرې خریلو او سټایلي وېښتانو جوړولو په جرم نیولي او له ځان سره یې بیولي دي.
سرچینو د شنبې په ورځ د زمري ۲۵مه افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د امر بالمعروف محستبانو د هلمند مرکز لښکرګاه ښار په لومړۍ حوزه کې لسګونه د فیشن توکو پلورونکي او خیاطان د ږیرې خریلو او سټایلي وېښتانو جوړولو په تور نیولي او له ځان سره یې بیولي دي.
سرچینو ویلي، چې د یادو کسانو شمېر له سلو څخه ډېر و، طالبانو یو شمېر کسان د ضمانت په بدل کې بېرته خوشې کړي خو یو شمېر لا هم بندیان دي.
یو هټۍ وال چې نه غواړي نوم یې واخېستل شي افغانستان انټرنشنل ته وویل:« یوه اوونۍ مخکې محتسبان پر دوکانونو ګرځیدل او هغه کسان چې ږیرې یې کمي وي او وریښتیان یې منظم وو، د هغوی نومونه یې له ځان سره لېست کړل او ویل یې چې بله هفته موږ راځو ستاسو ږیرې ګورو که مو کمې کړې وې بیا حق د شکایت نه لری.»
پر همدغه مهال یو بل هټۍ وال چې ورور یې طالبانو د شنبې په ورځ د ږیرې خریلو په جرم له ځان سره بیولی وايي:«سهار لس بجې وې، طالبان پر دوکانونو ګرځیدل او هغه ځوانان چې ږیرې یې خریلي وې، له ځان سره یې بیول. زه په دا سخته ګرمۍ کې درې ساعته د امر بالمعروف ریاست مخې ته ناست وم، چې طالبان مې ورور خوشې کړي، خو خوشې یې نه کړ، طالبانو ویل چې موږ ته ضمانت رانه کړې، ورور دې نه خوشې کوو.»
د لښکرګاه ښار د بېلا بېلو برخو اوسېدونکي وايي، د امر بالمعروف محتسبانو په ښار کې د ټولو هټیو نوملړ جوړ کړی او په اوونۍ کې دوه ځلې د نوملړ له مخې، ټول هټۍوال له نږدې ګوري، که یې ږیرې خریلي وي هغوی له ځان سره وړي.
دا په داسې حال کې ده، چې وړاندې تردې د طالبانو د امر بالمعروف محتسبانو په کندهار ولایت کې هم لسګونه کسان د ږیرې خریلو او سټایلي ویښتانو جوړولو په جرم نیولي او بندیان کړي او دا لړۍ یې اوس هلمند ته غځولې ده.
خلک وايي، د طالبانو له خوا بندیزونو سخت مایوسه کړي دي او د غږ اورېدلو لپاره یې هم هېڅ ادرس نشته.