• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټرمپ په الاسکا کې له پوتین سره له لیدنې وروسته د اوکراین د سولې په اړه دریځ بدل کړ

۲۵ زمری ۱۴۰۴ - ۱۶ اګست ۲۰۲۵، ۱۴:۲۰ GMT+۱تازه شوی: ۲۵ زمری ۱۴۰۴ - ۱۶ اګست ۲۰۲۵، ۱۵:۵۳ GMT+۱

له ولادیمیر پوتین سره تر ناستې وروسته ډونالډ ټرمپ له فاکس نیوز ټلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ته مشوره ورکړې، چې د اوکراین جګړې د پای ته رسولو لپاره دې له مسکو سره هوکړې ته حاضر شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې اوکراین باید د روسیې سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوې موافقې ته ورسیږي، ځکه چې «روسیه یو ډېر لوی ځواک دی او دوی نه دي.»

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له پوتین سره د لیدنې وروسته ویلي، هغه له پوتین سره موافقه کړې چې د اوربند پر ځای باید مذاکره کوونکي مستقیم د سولې جوړجاړي ته لاړ شي.

بل خوا د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي وویل چې هغه به د راتلونکو ګامونو په اړه د خبرو لپاره د دوشنبې په ورځ واشنګټن ته سفر وکړي.

د اوکراین اروپايي متحدینو له امریکا غوښتي چې د اوکراین لپاره امنیتي تضمینونه وړاندې کړي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

افغان فعالان؛ د طالبانو تر واک لاندې افغانستان په یو ظالمانه چاپيریال بدل شوی

۲۵ زمری ۱۴۰۴ - ۱۶ اګست ۲۰۲۵، ۰۰:۵۶ GMT+۱

په هسپانیه کې یو شمېر مدنې فعالانو، افغان کډوالو، ژورنالیستانو او مدنې ټولنو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان په یوه ظالمنه چاپيریال بدل شوی دی. دغه فعالان وايي، چې افغانان د ترهګرۍ، سانسور او جوړښتي ځپلو له امله له اساسي‌حقونو بې برخې دي.

د هسپانیې په مادرید ښار کې یو شمېر مدني فعالان، ژورنالیستان او افغان کډوال وايي، چې په افغانستان کې ښځې او نجونې د جنسیتي ظلم له سختو بڼو سره مخ دي او په سیستماتیک ډول له زده کړو، کار او ټولنیزو فعالیتونو څخه محرومې دي.

دوی د هسپانیې له حکومت، اروپايي ټولنې او نړیوالو ادارو څخه غوښتنه کړې، چې د طالبانو د ظالمانه کړونو په وړاندې اغېزمن اقدام وکړي.

دوی په یوه نهه مادیز پرېکړه لیک کې غوښتې چې طالبان باید په رسمیت ونه پېژندل شي، د جنسیتي توپير په وړاندې مبازره وشي او د رسنیو او خبریالانو په وړاندې رامنځ ته شوي بندیزونه او تهدیدونه لیري کړي.

په پرېکړه لیک کې د بشري حقونو په وړاندې د طالبانو جرمونه، جنسي او نژادي تبعیض او سرغړونې په تور د طالب مشرانو د مستند کېدو او محاکمه کېدو غوښتنه کړې.

100%

په دې غونډه کې په اروپا کې د طالبانو کمپاین کوونکو ته خبردارۍ ورکړل شوی، چې د دې ډول فعالیتونو څخه لاس واخلي.

دوی ژمنه کړې، چې د خپلو هېوادوالو سره به مرستي کوي او مدني مقاومت، عدالت غوښتنې او د خلکو د بشري ستونزو د حل په برخه کې به هڅې کوي.

پوتین: له ټرمپ سره رغنده او ژورې خبرې وشوې

۲۵ زمری ۱۴۰۴ - ۱۶ اګست ۲۰۲۵، ۰۰:۵۱ GMT+۱

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د مذاکراتو تر پای وروسته په یوه ګډه خبري ناسته کې څرګنده کړه،چې دواړو لوریو «رغنده او ژورې» خبرې کړې دي.

د هغه په وینا، د خبرو اترو اصلي تمرکز د اوکراین پر جګړه، د سولې پر امکان او د امریکا ـ روسیې د اړیکو د عادي کېدو پر لارو چارو وې.

پوتین هیله څرګنده کړه،چې متقابل تفاهم به د اوکراین جګړې ته د پای ټکی کېږدي او ټینګار یې وکړ چې کیفاو اروپايي هېوادونه باید د سولې د خبرو د زیانمنولو هڅه ونه کړي.

هغه یادونه وکړه چې مسکو او واشنګټن به تل په یاد ولري چې دواړو هېوادونو په تېرو کې د ګډو دښمنانو پر وړاندې اوږه په اوږه جګړه کړې ده.

د روسیې ولسمشر همدارنګه وویل،چې تېره موده د امریکا او روسیې په اړیکو کې د زیاتې کړکېچنې او ستونزمنې فضا شاهده وه، خو اوس د دواړو لوریو ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو هیلې را پیدا شوې دي.

ډونالډ ټرمپ: په ډیری مواردو کې زه او پوتین هوکړې ته رسېدلي یو

۲۵ زمری ۱۴۰۴ - ۱۶ اګست ۲۰۲۵، ۰۰:۲۶ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په ډېری مواردو کې هوکړه کړې ده او د خبرو اترو په ترڅ کې یې ښه پرمختګ کړی، خو ټینګار یې کړی چې تر وروستۍ هوکړې پورې لا کوم رسمي تړون نه دی شوی.

ټرمپ د خپلې لیدنې وروسته په یوه خبري ناسته کې وویل: «تر اوسه تړون نهايي شوی نه دی، خو د هغې د رامنځته کېدو قوي امکان شته. په دې موضوع کې باید ناټو او اوکراین هم موافق وي؛ زه به له ناټو او ولادیمیر زیلینسکي سره اړیکه ونیسم.»

هغه زیاته کړه،چې تل یې له پوتین سره ښه اړیکې لرلې، که څه هم ځینې وختونه یې ورسره سخته ناسته هم درلوده.

د ټرمپ په وینا، پوتین غواړي چې د وژنو د درولو شاهد وي او ښايي ډېر ژر په مسکو کې بله ناسته هم ترسره شي.

د امریکا ولسمشر څرګنده کړه،چې یو مهم مورد لا هم د موافقې لاندې نه دی راغلی، خو هیله شته چې په راتلونکي کې پرې وروستی توافق وشي.

الاسکا کې د ټرمپ او پوتین ناسته د اوکراین جګړې د برخلیک په اړه پیل شوه

۲۴ زمری ۱۴۰۴ - ۱۵ اګست ۲۰۲۵، ۲۲:۰۹ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جمعې په ورځ په الاسکا کې مخامخ ولیدل، چې موخه یې د دویمې نړیوالې جګړې راوروسته په اروپا کې تر ټولو خونړۍ جګړه«د اوکراین جګړه»کې د اوربند د امکان ارزول دي.

ټرمپ د لیدنې له پیل وړاندې پوتین ته د امریکا د هوايي ځواک په اډه کې په سرو غالۍ ښه راغلاست ووایه. دواړو له تود روغبړ او لنډو خبرو وروسته د ټرمپ په موټر کې د ناستې ځای ته ولاړل. د دواړو مشرانو دا لیدنه له ۲۰۱۹ کال راهیسې لومړنۍ لیدنه ده.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي، چې دې ناستې ته نه و بلل شوی، اندېښنه څرګنده کړې چې ښايي ټرمپ د جګړې د کنګل کولو او د روسیې د نیول شویو سیمو د غیررسمي منلو له لارې د اوکراین پر وړاندې معامله وکړي.

ټرمپ بیا ویلي چې د ځمکنۍ هوکړې پرېکړه به د اوکراین په واک کې وي او دی هڅه کوي دواړه اړخونه د خبرو مېز ته کېنوي.

ټرمپ ویلي، که نن اوربند ونه شي، خوشاله به نه وي او ټینګار یې کړی چې «وژنې باید ژر پای ته ورسېږي».

پوتین دا ناسته د روسیې لپاره یو مهم ډیپلوماټیک بری ګڼي او غواړي نړۍ ته وښيي چې د لوېدیځ د کلونو انزوا هڅې ناکامې شوې دي.

زیلینسکيویلي، جګړه یوازې هغه وخت ختمېدای شي چې روسیه اړین ګامونه واخلي، خو د اوکراین د ډنیپروپتروفسک په سیمه کې د روسیې د بالستیک توغندیو وروستۍ حملې د سولې لپاره د لارې خنډونه ښيي.

د ناستې په اړه شنونکي وايي، که خبرې ښه پرمخ ولاړې، ښايي د درې اړخیزې ناستې لپاره زمینه برابره شي چې زیلینسکي هم پکې ګډون ولري.

حال وش ویبپاڼه: ایرانشهر کې د امنیتي ځواکونو پر موټر وسله وال برید شوی

۲۴ زمری ۱۴۰۴ - ۱۵ اګست ۲۰۲۵، ۲۱:۲۸ GMT+۱

د ایران د سیستان او بلوچستان په ایرانشهر ښار کې وسله والو کسانو د ایراند امنیتي ځواکونو پر یوه موټر برید کړی دی. د «حال‌وش»وېبپاڼې د راپور له مخې، دغه پېښه د ښار په امیني میدان کې رامنځته شوې ده

د سیمې امنیې قوماندانۍ د دې برید د تایید ترڅنګ ویلي،چې د وسله والو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده،چې په ترڅ کې یې د امنیتي ځواکونو دوه غړي ټپیان شوي دي.

چارواکو د برید د عاملینو د هویت او د پېښې د انګېزې په اړه جزیات نه دي ورکړي، خو په سیمه کې د امنیتي ځواکونو ګزمه او پلټنې روانې دي.

دا پېښه په داسې حال کې شوې چې سیستان او بلوچستان د ایران له هغو ولایتونو څخه دی چې په کې وخت ناوخت وسله وال بریدونه او نښتې کېږي.